دروژي دنيت ځانګړي مسئلي


مسئله  :  روژه هم لكه  لمونځ  اودنورعبادتونو په شان فرض ده   ځکه نيت پكښې  شرط  ده  ، دنية څخه پرته صحت  نه لري  ، لهذا  درمضان دروژي په  نيولو كي دهري  ورځي  دروژي دصحت لپاره نيت ضروري ده .

الاشباه ص \۱۹اماالنية في الصوم فشرط صحته لکل يوم الخ ،

هنديه 195\1

دزړه اراده دنيت لپاره کافي ده

مسئله :  دزړه  اراده  دروژي د نيت  لپار كافي ده [يعني په زړه كي داسي ورتيرول چې صبا مي روژه ده   نو په د ي نيت روژه صحيح  ده ]  په  خوله ويل  يې شرط نه ده ،

في الهنديه ۱\۱۹۵ والنية معرفته  بقلبه  ان يصوم الخ وفي  الدرالمختار و ردالمحتار۳\۳۹۳ والنية  ليس  باللسان شرطا في رمضان ، ومثله في البحر ۲\ ۴۵۲ وفتح المعين ۱\۴۲۳

په روژه کي په خوله باندي نيت ويل

مسئله : زموږدفقهي شریفي په کتابونوکي په خوله باندي دنیت  دالفاظو ویلو په اړه اختلاف موجود دی  چې ځینو سنت ،ځینو مستحب ، اوځینو بدعة بللی : خوداچې ځینو علماو سنت یاهم مستحب بللی نو په دي اړه په حدیثواواثارو کې  هیڅ  روایت نشته ،البته کیدی شي چې له سنة څخه مراد سنة العلماء وي  لاسنة المصطفي صلی الله علیه وسلم ، لکه په درالمختارکې چې دلمانځه دنیت په  اړه دغه تاویل نقل شوي  ،

والتلفظ عندالارادة بهامستحب  هوالمختار … وقيل سنة  يعني احبه السلف اوسنة علماؤنا اذلم ينقل عن المصطفی  صلی الله عليه وسلم ولا عن الصحابة ولاالتابعين بل قيل بدعة الخ   الدرالمختار ۱\۳۰۶ طبع ر کويته .

في الهنديه ۱\ ۱۹۵ والسنة ان يتلفظ بها  الخ   . ومثله  في  الدرالمختار و ردالمحتار ۳\۳۹۳ والنية  ليس  باللسان شرط في رمضان  وفيه : والسنة ان يتلفظ بها الخ ومثله في البحر ۲\ ۴۵۲ وفتح المعين۱\۴۲۳ التلفظ بالنية سنة  [في الصوم]

 

 

 

څرګندون پریږدئ