په نړۍ کې د قرانکريم پر لاس ليکلې تر ټولو ستره نسخه د يوه افغان له خوا بشپړه شوه


په افغانستان کې په لاس ليکل شوې او نقاشي شوې د قرانکريم تر ټولو لويه نسخه بشپړه او د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په سلګونو متدينو وکتله او د هغې درناوى يې وکړ.دغه لومړى ځل دى، چې په افغانستان کې د ټولو مسلمانانو مذهبي کتاب

(قرانکريم) په دومره لويې قطع او صحافت تدوينـيـږي.

د دې نسخې ليکونکى، چې د پروان ولايت اوسېدونکى دى، محمد صابر ياقوت حسيني خدري نوميږي او وايي، چې د قرانکريم دا ستره نسخه يې په پنځو کلونو کې

ټوله په ګوتو ليکلې او نقاشي کړې ده.

نوموړي په دې مناسبت په جوړې شوې غونډه کې د خپل ارمان او هڅو په هکله و ويل: ((له هغې ځايه چې دا اندېشه خداى ته د نږدې کېدو يو اعتقادي او ارماني حرکت و، هڅه مې وکړه او د خداى په مرسته مې له خپلو نهو شاګردانو سره په پنځو کلونو کې بشپړه کړه او دا زما د ژوند لويه ازموينه وه.))په لاس ليکل شوې د قرانکريم دغه بشپړه نسخه ((دوه ٢،٢٨ متره اوږدوالى، ١،٥٥ متره سور، ١٨ سانتي متره پېړوالى او ٢١٨ پاڼې لري.ياده نسخه د خطاطۍ پر لوړ مهارت ليکل شوې او له پيله تر پايه پورې د اسلامي فرهنګ په  ميناتورۍ سينګار شوې ده.د نسخې دواړه وقايې له څرمنې جوړې او په منځ کې يې د سروزرو په اوبو (قرانکريم) ليکل شوى دى.

د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار، د جرګې له خوا ليکونکي او د ده نهو شاګردانو ته ستاينليکونه ورکړل، د هغوى هڅې يې د قدر وړ وګڼلې او ويې ويل: ((قران کريم د ټولو مسلمانانو کتاب دى، خو موږ وياړو چې زموږ په هېواد کې داسې يو ستر قران په زحمت سره په ګوتو ليکل کېږي، خلکو ته وښودل شوه، چې زموږ خلک که په هر حالت کې وي، بيا هم له خپل دين او فرهنګ سره مينه لري.))

د قرانکريم دغه لويه په لاس ليکل شوې نسخه په کابل کې د حکيم ناصر خسرو بلخي د عامه کتابخانې په تالار کې اېښودل شوې ده.د دې نسخې ليکل د حج او اوقافو د وزارت په موافقې او د سترې محکمې د فتوا له مخې پيل شوي وو.ياده نسخه په ترکيه کې چاپ او لګښت يې د هېواد يوه روحاني شخصيت پر غاړه اخيستى و .

په روژه کې دسهار آذان له وخت نه وړاندي نه دی جائز


ځیني علماء په پشليمي باندي دسپيدو دراختلو څخه  څودقيقي له مخه احتیاطا دسهار اذانونه کوي ،نودایوه غلطي ده چې له وخته وړاندي اذان کيږي اوبیایې بيرته اعاده هم نه وي ،

في الهندية ۱\۵۳ تقديم الاذان علی الوقت في غيرالصبح لايجوز اتفاقا وکذافي الصبح عندابي حنيفة ومحمد رحمهما الله وان قدم يعاد في الوقت  هکذافي شرح مجمع البحرين لابن الملک وعليه الفتوی هکذا في التاتارخانية ناقلاعن الحجة.الخ ومثله في الدرالمختار وردالمحتار ۲\۶۳

في رسالة احکام الصوم  ص\۱۰ الذين يتقدَّمون في الأذان في أيام الصوم يتسرعون في أذان الفجر، ويزعمون أنهم يحتاطون بذلك للصيام، وهم في ذلك مخطئون لسببين:

السبب الأول: أن الاحتياط في العبادة هو لزوم ما جاء به الشرع، والنبي صلى الله عليه وسلم يقول: “كلوا واشربوا حتى يؤذن ابن أم مكتوم؛ فإنه لا يؤذن حتى يطلع الفجر”، وما قال: حتى يقرب طلوع الفجر، إذاً فالاحتياط للمؤذنين أن لا يؤذنوا حتى يطلع الفجر.

السبب الثاني: قد أخطأ هؤلاء المؤذنون الذين يؤذنون للفجر قبل طلوع الفجر، وزعموا أنهم يحتاطون لأمر احتياطهم فيه غير صحيح، لكنهم يفرطون في أمر يجب عليهم الاحتياط له وهو صلاة الفجر، فإنهم إذا أذنوا قبل طلوع الفجر صلى الناس، وخصوصاً الذين لا يصلون في المساجد من نساء أو معذورين عن الجماعة صلاة الفجر، وحينئذ يكون أداؤهم لصلاة الفجر قبل وقتها.

د یوې سجدې بدل (۱۵۰۰) نیکۍ تر لاسه کیدای شي


عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ” إِذَا كَانَ أَوَّلُ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ فُتِحَتْ أَبْوَابُ السَّمَاءِ فَلَا يُغْلَقُ مِنْهَا بَابٌ حَتَّى يَكُونَ آخِرُ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ، وَلَيْسَ مِنْ عَبْدٍ مُؤْمِنٍ يُصَلِّي فِي لَيْلَةٍ إِلَّا كَتَبَ اللهُ لَهُ أَلْفًا وَخَمْسَمِائَةِ حَسَنَةٍ بِكُلِّ سَجْدَةٍ، وَبَنَى لَهُ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ مِنْ يَاقُوتَةٍ حَمْرَاءَ لَهَا سِتُّونَ أَلْفَ بَابٍ لِكُلٍّ بَابٍ مِنْهَا قَصْرٌ مِنْ ذَهَبٍ مُوَشَّحٍ بِيَاقُوتَةٍ حَمْرَاءَ، فَإِذَا صَامَ أَوَّلَ يَوْمٍ مِنْ رَمَضَانَ غَفَرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ إِلَى مِثْلِ ذَلِكَ الْيَوْمِ مِنْ شَهْرِ رَمَضَانَ، وَاسْتَغْفَرَ لَهُ كُلَّ يَوْمٍ سَبْعُونَ أَلْفَ مَلَكٍ مِنْ صَلَاةِ الْغَدَاةِ إِلَى أَنْ -[242]- تُوَارَى بِالْحِجَابِ، وَكَانَ لَهُ بِكُلِّ سَجْدَةٍ يَسْجُدُها فِي شَهْرِ رَمَضَانَ بِلَيْلٍ أَوْ نَهَارٍ شَجَرَةٌ يَسِيرُ الرَّاكِبُ فِي ظِلِّهَا خَمْسَ مِائَةَ عَامٍ ” ” قَدْ رَوَيْنَا فِي الْأَحَادِيثِ الْمَشْهُورَةِ مَا يَدُلُّ عَلَى هَذَا أَوْ بَعْضِ مَعْنَاهُ ” . رواه البيهقي في  شعب الايمان .

ژباړه   :  حضرت  ابوسعید ( الخدری )  رضی  الله  عنه  وویل  :  رسول  الله  صلی  الله  علیه  وسلم  وفرمایل  :  کله  چې  د رمضان  د میاشتي  لومړۍ  شپه  داخله  شي ، د اسمان  دروازې   پرانستلي  شي ، چې  له   هغو  څخه  د رمضان   تر  آخرنۍ  شپې پوري  یوه  هم   نه  تړله  کیږي ، د لوی  خدای  هر  مسلمان  بنده  چې  د شپې  لمخي  لمونځ  اداء  کړي ،  د هري  سجدې  په  بدل  کې  دده  لپاره  ( ۱۵۰۰)  پنځلس  سوه  نیکۍ  لیکلي کیږي  ،  او په  جنت  کې  له  سرو  یاقوتو  څخه  جوړ  شوی  داسي  کور  ورکول  کیږي ، چې  (۶۰۰۰۰)  شپېته   زره  دروازې  لري ،  د هري  دروازې  ګارد  نیزون  له  سرو  زرو  څخه  جوړ شوی  او د یاقوتو په  غمیانو سینګار  شوي  وي ، کله  چې  لومړۍ  روژه  اداء  کړي ، له  مخکنۍ  روژې  څخه  بیا تر دې  روژې  پوري  چې  څومره  ګناوي  ترې  صادري  شوې  وي   ټولي  بخښلي  کیږي ، او  هره  ورځ    دسهار له  لمانځه   څخه  تر ماښام   پوري   دده  لپاره  ( ۷۰۰۰۰)  اویا  زره  ملایکي  استغفار غواړي  ، او څوک  چې  د رمضان  په  میاشت  کې  که  د شپې  وي  یا د ورځي  ، لمونځ  اداء  کړي  ، په  جنت  کې  د هري  سجدې  په  بدل  کې  یوه  داسي  درخته  ورکول کیږي   چې  د هغې  د سیوري  واټن  د آس  سپاره  د سفر  پنځه  سوه کلونه  لاره  اټکل  کیږي

په روژه کې دجنت دروازي خلاصي وي اوشیاطین تړل شوي


عن  عبدالله بن مسعود   رضی الله تعالی عنه  عن رسول الله صلی الله علیه وسلم  قال :ﺇذاكان اول ليلة  من شهر رمضان فتحت ابواب الجنان فلم يغلق منهاباب واحدالشهركله وغلقت  ابواب  النار  فلم يفتح  منها باب الشهر كله  ، وغلت  عتاة الجن  ، الحديث

ژباړ ه : عبدالله  بن مسعود رضی الله تعالی عنه  روايت كوي  چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : كله چې دروژي اوله شپه شي ،نودجنت ټولي دروازي  پرانستل شي  چې يوه  هم درمضان  دمياشتي ترپايه نه تړله كيږي ،اودجهنم  دروازي  وتړل شي  چې بیايوه  هم  دروژي  ترپايه  نه  خلاصيږي  ، همداراز سركښ  شيطانان  هم  وتړل شي

 

 

 

د قرآن پاک پښتو پروژه آنلاين سوه


بسم الله الرحمن الرحيم

قاموسونه ټکی کام زېری درکوي چي د islamLacom.com په نوم يې د قرآن پاک د ژباړو او قرائتونو يوه نوې پروژه آنلاين کړې ده. د انټرنټ په جال کي د قرآن پاک دا لومړۍ پروژه ده چي پکښي د پنځه شپېتو نورو ژبو تر څنګ د قرآن پاک د لټون وړ پښتو ژباړه او تفسير هم خپاره سوي دي. د دې څخه تر مخه په انټرنټ کي يوازي داسي پښتو ژباړي او تفاسير موندل کېدل چي پکښي د لټون يا سرچ آسانتيا موجوده نه وه. د دغې تشي د ډکولو لپاره قاموسونه ټکی کام پنځه کاله تر مخه د اسلام لکُم په پروژه پېل او د پښتو د کابلي تفسير په ډيجيټل کولو يې لاس پوري کړی. دغه پروژه د څو ورځنۍ آزمايښتي پروسې څخه وروسته اوس آنلاين کړل سوې ده چي ورڅخه اوس د انټرنټ آسانتيا لرونکی هر کس ګټه اخيستلای سي.

د اسلام لکم ټکی کام لپاره په اصل کي د قرآن پاک څه باندي سل بېلابيلي  د قرآن پاک ژباړي چمتو سوي دي چي د وخت په تېرېدو سره به انشالله  يوه يوه آنلاين کړل سي. په پام کي نيول سوې چي د کابلي تفسير وروسته به په راتلونکو کلنو کي انشالله د قرآن پاک ټوله شته پښتو ژباړي راټولې، ډيجيټل او د اسلام لکم ټکی کام پر وېبپاڼه ځای پر ځای کړل سي.

 د اسلام لکُم ټکی کام پر وېبپاڼه د څه باندي پنځه ويشتو په نړۍ واله توګه منل سوو قاريانو ښايسته ږغونه هم ځای پر ځای سوي دي. د دغې پاڼي کاروونکي کولای سي چي يو آيت په پرله پسې توګه د درو بېلابيلو قاريانو په ږغ کي واوري او يا هم د هر آيت سره د هغه انګليسي ژباړه واوري. په پام کي نيول سوې چي انشالله د پښتو تفسير او ژباړه هم ږغيزه او پر پاڼه وړاندي کړل سي.

 قاموسونه ټکی کام د صحيح احاديثو ټوله کتابونه د آنلاين کولو لپاره چمتو کړي دي او په راتلونکو اونيو کي به يې انشالله د آنلاين کولو پروسه بشپړه سي.

 د يو شمېر احاديثو څخه ثابته ده چي د قرآن پاک تلاوت کول او د هغه اورېدل دواړه ډېر زيات ثواب لري. هر هغه څوک چي دغه خبرتيا لولي ورڅخه هيله کوم چي د اسلام لکُم ټکی کام پاڼي ته ولاړ سي او هلته د خپلي خوښي قاري وټاکي او هره ورځ د قرآن پاک د تلاوت اورېدلو لپاره څو دقيقې وخت راوباسي. د ټولو لوستونکو ورونو او خوېندو څخه هيله کوم چي نور خلک هم پدغه پاڼه خبر او د ورڅخه کار اخيستنې ته يې وهڅوي، تر څو په نيک کار کي خپل ونډه واخلي.

لطفا په خپلو دعاوو کي د دغې پروژې ټوله برخه وال په ياد وساتئ.

احمدولي اڅکزی

د اسلام لکُم او قاموسونو مسؤل چلوؤنکی، جرمني

روژې سره دبې شمیره ګوناهونو بښنه


عن ابي هريرة  رضی الله تعالی عنه قال : قال رسول الله  صلی الله علیه وسلم  : من صام رمضان ايما نًا  واحتسابًا غفر له ماتقدم  من ذنبه : الحديث . متفق عليه.     اخرجه البخاري  ، ومسلم

ژباړه  :ابوهریرة رض وایې  چې  پیغمبرصلی الله علیه وسلم  وفرمایل

  : چاچې په  پوره ایمانداري اوخالص دالله تعالی لپاره  روژه  ونیوه نوټول  وړاندیني  ګناهونه    به  ور وبخښل  شې  .

 

 

 

د ځمکې پر مخ آذان ۲۴ ساعته په پرله پسې توګه اورېدل کېږي


د شمیر پوهنې يوه عالم په علمي توګه ثابته  کړې ده  چې د  ځمکې پر مخ آذان  ۲۴ ساعته اورېدل کیږي او هېڅکله  نه قطع کیږي. (العرب آنلاين) ليکي چې د  متحده اماراتو  شمیر پوه (عبدالحميد الفاضل) د رياضي د محاسبو له  مخې وايي چې د  ځمکې پر مخ د آذان غږ هېڅکله نه پرې کیږي او همدا چې په يوه سيمه کې د آذان غږ پايته رسیږي، د نړۍ په يوه بله سيمه کې پيلیږي. نوموړی وايي چې آذان په اټکلي ډول ۴ دقيقې دوام کوي او نړۍ ۳۶۰ فرضي کرښې لري، چې له يوې کرښې څخه تر بلې پورې ۴ دقيقې وخت نيسي. د بیلګې په توګه کله چې شرعي ماسپښين په لومړۍ کرښه کې پيل شي، څلور دقيقې وروسته په دويمه  کرښه کې شرعي ماسپښين پيلېږي او دا هغه موده ده چې په لومړۍ کرښه کې آذان  دوام لري. په  دې توګه ۳۶۰ ځله څلور ۱۴۴۰ کېږي چې د ۲۴ ساعتونو سره مساوي کیږي.

دروژي دنيت ځانګړي مسئلي


مسئله  :  روژه هم لكه  لمونځ  اودنورعبادتونو په شان فرض ده   ځکه نيت پكښې  شرط  ده  ، دنية څخه پرته صحت  نه لري  ، لهذا  درمضان دروژي په  نيولو كي دهري  ورځي  دروژي دصحت لپاره نيت ضروري ده .

الاشباه ص \۱۹اماالنية في الصوم فشرط صحته لکل يوم الخ ،

هنديه 195\1

دزړه اراده دنيت لپاره کافي ده

مسئله :  دزړه  اراده  دروژي د نيت  لپار كافي ده [يعني په زړه كي داسي ورتيرول چې صبا مي روژه ده   نو په د ي نيت روژه صحيح  ده ]  په  خوله ويل  يې شرط نه ده ،

في الهنديه ۱\۱۹۵ والنية معرفته  بقلبه  ان يصوم الخ وفي  الدرالمختار و ردالمحتار۳\۳۹۳ والنية  ليس  باللسان شرطا في رمضان ، ومثله في البحر ۲\ ۴۵۲ وفتح المعين ۱\۴۲۳

په روژه کي په خوله باندي نيت ويل

مسئله : زموږدفقهي شریفي په کتابونوکي په خوله باندي دنیت  دالفاظو ویلو په اړه اختلاف موجود دی  چې ځینو سنت ،ځینو مستحب ، اوځینو بدعة بللی : خوداچې ځینو علماو سنت یاهم مستحب بللی نو په دي اړه په حدیثواواثارو کې  هیڅ  روایت نشته ،البته کیدی شي چې له سنة څخه مراد سنة العلماء وي  لاسنة المصطفي صلی الله علیه وسلم ، لکه په درالمختارکې چې دلمانځه دنیت په  اړه دغه تاویل نقل شوي  ،

والتلفظ عندالارادة بهامستحب  هوالمختار … وقيل سنة  يعني احبه السلف اوسنة علماؤنا اذلم ينقل عن المصطفی  صلی الله عليه وسلم ولا عن الصحابة ولاالتابعين بل قيل بدعة الخ   الدرالمختار ۱\۳۰۶ طبع ر کويته .

في الهنديه ۱\ ۱۹۵ والسنة ان يتلفظ بها  الخ   . ومثله  في  الدرالمختار و ردالمحتار ۳\۳۹۳ والنية  ليس  باللسان شرط في رمضان  وفيه : والسنة ان يتلفظ بها الخ ومثله في البحر ۲\ ۴۵۲ وفتح المعين۱\۴۲۳ التلفظ بالنية سنة  [في الصوم]

 

 

 

روژه درحمت اومغفرت مياشت ده


په همدي خطاب كي پيغـــــــــمبر صلی الله علیه وسلم  وفرمایــل :

وهو شهر اوله رحمة ،واوسطـه مغفرة،واخـــره عتق من النار ، من خفف  عن مملوكه  فيه غفرالله  له  واعتقه  من  النار .  الحديث . . .  پاته لري  …

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ژباړه : دايوه داسي مياشت ده چې لمړۍ لس ورځي يې  درحمت ،اودمينځ لس ورځي يې دمغفرت ،اووروستۍ لس ورځي يې د اور څخه  دازادۍ  دي

 

 

 

په نړۍ کې د قرانکريم پر لاس ليکلې تر ټولو ستره نسخه د يوه افغان له خوا بشپړه شوه


په افغانستان کې په لاس ليکل شوې او نقاشي شوې د قرانکريم تر ټولو لويه نسخه بشپړه او د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په سلګونو متدينو وکتله او د هغې درناوى يې وکړ.دغه لومړى ځل دى، چې په افغانستان کې د ټولو مسلمانانو مذهبي کتاب

(قرانکريم) په دومره لويې قطع او صحافت تدوينـيـږي.

د دې نسخې ليکونکى، چې د پروان ولايت اوسېدونکى دى، محمد صابر ياقوت حسيني خدري نوميږي او وايي، چې د قرانکريم دا ستره نسخه يې په پنځو کلونو کې

ټوله په ګوتو ليکلې او نقاشي کړې ده.

نوموړي په دې مناسبت په جوړې شوې غونډه کې د خپل ارمان او هڅو په هکله و ويل: ((له هغې ځايه چې دا اندېشه خداى ته د نږدې کېدو يو اعتقادي او ارماني حرکت و، هڅه مې وکړه او د خداى په مرسته مې له خپلو نهو شاګردانو سره په پنځو کلونو کې بشپړه کړه او دا زما د ژوند لويه ازموينه وه.))په لاس ليکل شوې د قرانکريم دغه بشپړه نسخه ((دوه ٢،٢٨ متره اوږدوالى، ١،٥٥ متره سور، ١٨ سانتي متره پېړوالى او ٢١٨ پاڼې لري.ياده نسخه د خطاطۍ پر لوړ مهارت ليکل شوې او له پيله تر پايه پورې د اسلامي فرهنګ په  ميناتورۍ سينګار شوې ده.د نسخې دواړه وقايې له څرمنې جوړې او په منځ کې يې د سروزرو په اوبو (قرانکريم) ليکل شوى دى.

د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار، د جرګې له خوا ليکونکي او د ده نهو شاګردانو ته ستاينليکونه ورکړل، د هغوى هڅې يې د قدر وړ وګڼلې او ويې ويل: ((قران کريم د ټولو مسلمانانو کتاب دى، خو موږ وياړو چې زموږ په هېواد کې داسې يو ستر قران په زحمت سره په ګوتو ليکل کېږي، خلکو ته وښودل شوه، چې زموږ خلک که په هر حالت کې وي، بيا هم له خپل دين او فرهنګ سره مينه لري.))

د قرانکريم دغه لويه په لاس ليکل شوې نسخه په کابل کې د حکيم ناصر خسرو بلخي د عامه کتابخانې په تالار کې اېښودل شوې ده.د دې نسخې ليکل د حج او اوقافو د وزارت په موافقې او د سترې محکمې د فتوا له مخې پيل شوي وو.ياده نسخه په ترکيه کې چاپ او لګښت يې د هېواد يوه روحاني شخصيت پر غاړه اخيستى و .

دقيامت دورځي پنځه پوښتني


بسم الله الرحمان الرحيم
نحمده ونصلی علی رسوله الکريم
امابعد:
عن ابن مسعودرضي الله عنه عن النبي صلي الله عليه وسلم قال :لاتزول قدم ابن ادم يوم القيامة حتي يسأل عن خمس عن عمره فيماافناه وعن شبابه فيماابلاه وعن ماله من اين اکتسبه وفيماانفقه وماذاعمل فيماعلم (رواه الترمذي)
له حضرت عبدالله بن مسعودرضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل ؛
دقيامت په ورځ به انسان يوقدم له زمکي نشي پورته کولی ترڅوچي پنځه پوښتني ترې ونه شي
۱:دعمرپه هکله چي په څه کي يې تېرکړی دی
۲: دځوانۍ په هکله چي په څه کي يې تېره کړه
۳:دمال په هکله چي په څه ډول يې گټلی وو
(۴) خپل گټلی مال يې په کوموکارونوکي مصرف کړی وو
(۵) څومره علم چي يې حاصل کړي وو

په هغه يې څومره عمل کړی وو؛
تشريح :ددې حديث مبارک مطلب دادی چي انسان بايددافکرله ځانه سره ولري چي داتېر شوی وخت ماپه څه کي تېرکړو،په دې عمرکي مي څومره دالله پاک ددين تابعداري کړې ده اوڅومره عمرمي په نافرماني کي تېرکړی دی  ځکه ددې وخت په هکله به راڅخه پوښتنه کيږي.

همداراز کوم مال چي ګټم نوداپه کومه طريقه ګټم،آياداطريقه رواده؟ که ناروا؟په دوکواوپه دورواغوخوبه نه وي؟بياچي داګټلي مال مصرفوم نوپه دې کي هم انسان خپلواک نه دی،انسان نه شي کولای چي په خپله خوښه خپل مال په هغه څه کي ولگوي کوم چي دده زړه غواړي،
که چاخپل مال په عبثوکارونوکي يادګناه په کارکي مصرف کړونودغه کس ته به ددې بې ځايه لگښت سزا ورکول کيږي.
همداراز به دعلم په هکله هم پوښتنه کيږي چي څومره دي حاصل کړی وو،اوڅومره دي په خپل علم عمل کړی وو،
په يوه روايت کي راغلي دي چي ابوالدردآءرضي الله عنه يوه ورځ له عميررضي الله عنه څخه وپوښتل چي اې عميره!په هغه وخت کي به ستاڅه حال وي په کومه ورځ الله پاک له تاڅخه ددې سوال ځواب وغواړي چي ته په دُنياکي عالم وي که جاهل ؟که ته ووايې :زه جاهل وم ،اودرته وويل شي چي دعلم له زده کړي چابندکړی وې ؟(نوڅه ځواب به ورکوې ) اوکه ته ووايې: عالم وم.
اوبيادرته وويل شي چي په خپل علم دي څومره عمل کړی وونوستابه څه ځواب وي؟!!
يعني بايدانسان په دې دُنياکي چي کوم کارکوي نودافکردي له ځان سره کوي چي سباددې ځواب ورکولی شم کنه؟
که دافکردانسان سره پيداشونوبيابه انشاءالله تعالی دگناهونوپرېښودل ورته اسان شي
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين

http://benawa.com/fullstory.php?id=48579

د علامه ابن سیرین (رح) لخوا تعبیر شوی خوبونه


ابن سیرین وایی: که چا په خوب کې ولیدل چې د دریاب یا رود په سر باندې د لارې په څیر روان دی نو دده په قوي ایمان او پاک اعتقاد باندې دلالت کوي او که یی ولیدل چه صافې او اخوږې اوبه یی وڅښلې، نو عمر به یې زیات او ژوند به یې خوشحاله وي، او که یې ولیدل چه تروشې اوبه څښي نو ددې تعبیر د هغې برعکس دی او که یې ولیدل چه د خوږو اوبو له دریاب نه اوبه څښي نو د هغې په اندازه به له پاچا نه مال او نعمت ورورسیږي او که یی ولیدل چه  ددریاب ټولی اوبه یی وڅښلی نو دټولی نړۍ پادشاهی به یی دلاس ته ورشي.

اور بلول: ابن سیرین وایی: د پاچا لپاره په خوب کې اور بلول، قوت او زور دی او بې دوده اور او روښنایي قوت او طاقت دی، دود لرونکی اور ظالم پاچا، غم او تاوان دی او که یې ولیدل چې اور یې د دی لپاره بل کړ، چه ځان پرې ګرم کړي، او یا بل څوک پری ګرم شي، دداسې یو شي په لټه کې دی چه ګټه به ترې واخلي، اوکه یې بې فایدې اور بلکړ نو ددې دلیل دی چه بدون له دلیل نه به جنګ او دښمني کوي.

اوړه: ابن سیرین وایي:- د اوربشو داوړو تعبیر ددین صحي والی دی او د غنمو اوړه د هغه مال دی چه د سود له تجارت څخه لاس ته راشي او د بسل اوړه ناڅیز او لږ مال دی.

اوسپنه: ابن سیرین وایي:-  په خوب کې اوسپنیز سامان الات خادم دی او که چیرې اوسپنه د سامان آلاتو په شکل نه وي، نو دخوب لیدونکي ته به د هغی اوسپنې په اندازه مال په لاس ورشي او که چا ولیدل چه چا ورته اوسپنه ورکړه دهغی په اندازه به ورته مال وروبښي.

اژدها (ښامار)

ابن سیرین وایي:-  په خوب کې ښامار لوی او په د ښمنۍ کې قوي دښمن دی، که چا ولیدل چه ښامار ورسره ده (لري یی) له لویانو سره به تعلق پیدا کړي او که یې ولیدل چه له ښامار سره یې جنګ دی او بالاخره یې ماتې ورکړه، له دښمن سره به وجنګیږي او په آخر کې به ورته ماتې ورکړي او که یې ولیدل چه ښامار یې واوژه او غوښه یې وخوړه، په دښمن به برلاسی کیږي او مال به یې اخلي او مصرفوي به یې.

استغفار:-

ابن سیرین وایي:- که چا ولیدل چه په خوب کې استغفرالله وایی، الله تعالی به ورته زامن ورکړي لکه څنګه چه په قرآنکریم کې راغلی دی: استغفرالله واربکم انه کان غفارا  یرسل السماء علیکم مدارآ او یمدد کم باموال وبنین.له الله ج د ګناهونو بښل وغواړي ځکه هغه بښونکې دی، له آسمان نه درباندې ډیر باران اوروي او تاسې ته دمالونو او زامنو په درکولو سره د تاسو امداد کوي.

الوتل:-

ابن سیرین وایي:-  که چا به خوب کې ولیدل چه له یو ځای نه بل ځای ته الوزي حالت به یې بدلون ومومي او که لیري ځای ته والوت، په لیری سفر به ولاړ شي او که یې د الوتلو په حالت کې لکړه ورسره وه، په قوي او زورور سړي اعتماد او تکیه لري.

اختر:-

ابن سیرین وایي:- که چا په خوب کې ولیدل چې لوی اختر دی، له عاقلو خلکو سره به سروکار پیدا کړی او که یې ولیدل چې کوچنۍ اختر دی، له زاهد او متقي سړي نه به ورته دینی فایده ورسیږي.

آسمان:-

ابن سیرین وایي: که چا خپل ځان په آسمان کې ولیدلو، په داسې سفر به ولاړ شي چه له امله به یې د نیوی مقام، عزت او کامیابی ورپه برخه شي او که چا ولیدل چه د اسمان په غیږ کې یې پرواز کاوه، د نعمت او برکت په سفر به ولاړ شي، او که یې ولیدل چه اسمان ته پدې نیت ولاړ چې بیا به ځمکې ته نه راګرځی لویې او پاچاهي به پیدا کړي او د یو لوی مقصد په حصول پسې به ولاړ شي او لاس ته به یی راوړي او که یې ولیدل چه مستقیم (سیده) یې پرواز وکړ تر څو اسمان ته ورسید، تاوان او تکلیف به ورته ورسیږي او که یې ولیدل چه له اسمان نه یې اواز واورید، په خیر او سلامتیا دلالت کوي او که یې ولیدل چه چرګ ورسره له اسمان نه خبرې کوي، خوشاله به شي.

احادیث – حقیقي مسلمان


حقیقي مسمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان د هغه د ژبې او لاس له شر څخه په امن وي، او حقیقي مهاجر خغخ څوک دي چې کوم څیزپاک خدای (ج) منع کړي دي له هغه څخه ځان وساتي.

طالبان چې ملا محمد عمر ته په غوږ وي، ژوند به داسې وي!


اوله برخه

دوهمه برخه

دریمه برخه

په نړۍ کې تر ټولو اوږده روژه څوک نيسي؟!


 

نوراحمد عايل

د العربيه تلويزوني چېنل د خبر له مخې وسام عزاقير لبنانى سړى دى ،چې د شمالي قطب په تر ټولو لرې او د نړۍ په ترټولو کم نفوسه ټاپو گرينلېنډ کې ژوند کوي، هر ورځ په يوويشت ساعته روژه نيولو سره په نړۍ کې ريکارډ لري.

 

العربيه تلويزوني چينل په دې سړي باندې يو راپور جوړ کړى و، او دا سړى يې د (عربو کريسټف کولمب) نومولى دى ،ځکه چې دى لومړنى او يوازينى عرب دى چې د شمالي قطب دې لرې سيمې ته رسېدلى  او همدارنگه يوازينى مسلمان دى چې په دې ټاپو کې ژوند کوي.

 

(وسام عزاقير) تېره ورځ د شپې په دوه نيمې بجې پشليمى وکړ او د شپې په يوولس بجې يې روژه ماته کړه.

 

دې لبناني سړي په گرينلېنډ ټاپوکې يو هوټل جوړ کړى دى ،له خپل کسب و کار څخه خورا راضى دى ځکه وايي: ددې سيمې خلک زما د پخو شويو خوړو ډېر مينه وال دى ځکه يوازينى هوټل مې دى چې دا ډول خواړه پخوم. هرورځ ٢٠٠ مشتريان لرم.

 

د يادونې وړ خبر پکې داده چې په دې سيمه کې د ماخوستن او سهار لمانځه تر منځ يې يوازې نيم ساعت وخت دى ، دا سيمه په ټول کال کې اته مياشتې ژمى لري او د تودوخي درجه يې زياتره وخت -٢٠ درجې وي.

روژه او د رمضا ن مبا رکه میاشت



بسم الله الرحمن الرحیم

 کتاب :     روژه او د رمضا ن مبا رکه میاشت .

لیکونکی :   محترم فضل الرحمن فا ضل .

د چاپ نیټه :  رمضا ن ا لمبا رک  ۱۴۱۷ هق ، جدی ۱۳۷۵ ش ، جنوری ۱۹۹۷ م  نوی دهلی

ژبا ړونکۍ : اما ن الله صا فی ــــــ  بلجیم .

درنو او خوږو لوستونکو: څرنګه چی تا سی پوهیږی زمونږ خوږاو اسلا می افغانستان د سیا سي نا خوالو او د ګا ونډیو هیو ادونو د لاس و هنی له کبله په دی دری لسیزو کی د بیځا یه جنګ او جګړی له امله وران او  ویجاړ شو او د نورو ورانیو تر څنګه د افغانستا ن مظلوم ولس هم دی ته اړ شو چی خپل خوږ وطن افغانستان پریږدی او نوروهیوا دونو ( اسلا می او غیر اسلا می ) ته مها جرت وکړی ، چی اوس په لکا وو خلک په اروپا او امریکا کی د مها جرت شپی او ور ځی سبا کوی مګر هغه تنکي ځوا نان او تنکي  انجو نی چی پدی ملکو نو کی او سیږی او د اسلام مقدس دین سره مینه لری اما نه شی کولا ی د یوی اسلا می مو ضوع په هکلکه پدی ملکو کی مواد یا معلو مات تر لاسه کړی ، نو ځکه دغه لاندی مطلب چی ( د روژی د مبا رکی میاشتی په هکله) ما ژباړلی دی لا زم می وګڼه چی د ویب له لاری خپلو وطنوا لو ته چی دنیا په هر ګوت ،ګوت او سییږی دهغوی د معلو ما تو د زیا تیدو په خا طر ولیږم ، نو د محترم فضل الرحمن فا ضل نه چی زما یو نژدی دوست اوپه هند کی د افغانستان په سفارت کی کاری ملګری وو ، مننه کوم چی خپل قیمت بها او ارزښت نا که وخت یی ددی کتا ب په لیکلو کی په مصرف رسولی ، اوهم مخکی د مخکی د ویب پا ڼو نه مننه کوم چی دا مطلب دخپل نت له لاری د خوږو وطنوالود لو ستلو لپاره لیږي .خو اوس به رایشو اصل مطلب ته ،

روژّه

روژه چی په عربی کی ورته صوم یا صیام وایی ، چی لغوی معنی یی ، لری وا لی د یوکار ندی او د شرع په اصطلاح کی د نه خوړلو، چښلو او جماع دلیری والی په خا طرد نیت په تړلو د صبح صا دق نه تر لمر ولید پوری دی .

د رمضان د مبارکی میا شتی روژه د هجرت په دوهم کال د شعبان په میا شتی کی د فرضیت حکم پیدا کړ.

لکه چی تا سی پو هیږی روژه هم د مسلما نۍ له پنځو بناوڅخه دریم بنا دی په هر هوښیار مسلمان با ندی که نر وی یا ښځه چی ځوانۍ ته رسیدلی ، با لغ او جوړوي فرض ده چی د روژی ټوله میاشت روژه ونیسی . لکه څنګه چی الله تعا لی فر ما یی .

یا ایها الذین ا منوا کتب علیکم الصیام کما کتب علی الذین من قبلکم لعلکم تتقون .

 ای د ایمان خا وندانو پر تا سو هم روژه  درلودل فرض ګرځیدلی ده لکه څنګه چی په تیر امت فرض شوی وه دا دستور ددی دپاره چی د حیوا نی پست شهواتوځینی پاک او پر هیزکار شی .

اوهم داسی رنګه رسوا اکرم صلی الله علیه و سلم فر ما یی .

اذا دخل رمضان فتحت ابواب السماء وفی روایه فتحت ابواب الجنته وغلقت ابواب جهنم و سلسلت الشیاطین و فی روایة فتحت ابوا ب الرحمته .

کله چی د رمضان مبا رکه میاشت دا خل شی نو د اسما نو نو در وازی خلا صی شی او په بل روایت کی را غلی چی د جنتو نو در وا زی خلاصی شی او د دوزخ دروازی وتړل شی او شیطا نان په زنځیرو نو کلک وتړل شی او د رحمت در وازی هم خلاصی شی .

حضرت سهل بن سعد د خدای لیږونکی صلی الله علیه وسلم نه روایت کوی «  چی وا یی په جنت کی یو دروازه ده چی هغی ته ریان یعنی سیرا بی وایی چی د قیا مت په ورځ پدی در وازه کی نا ری وهل کیږی چی ای روژه نیونکو چیرته هستی کله چی اخیری روژه لرونکی ددی دروازی نه جنت دا خل شي نو بیا دجنت در وازه بیر ته وتړل شي .

دروژی په میاشت کی ګنا هو نه تو ایږی او ابلیس شیطان پدی میاشت کی په زنځیرو نوتړل کیږی او پیغمبر  فر ما یی که څوک پدی میا شت کی د عبا دت دنعمت  نه بی برخی شی نو هغه د یو لوی نعمت نه بی برخی شویدی ، د روژی د قدر په شپه عبا دت کول د زر ګنو میاشتو د عبا دت نه بهتره دی. او بل داچی د روژی میاشت  د تقوای ، پر هیزګاری ، پر خپل نفس با ندی حا کم کیدل او د غمخوری میا شت ده  یعنی پدی معنی هغه څوک چی روژه نیسی د غریبا نو د حال او احوال څخه خبریږی چی په غریبا نو څه حال او احوال تیریږی . او علا وه ددی نه نوری روحي ، معنوی او جسمی ګټی هم لری چی او سنی او نوی طب هم په ثبوت رسولی ده.

د رمضان میاشت .

دقمری کال هره لسمه میا شت درمضان میاشت ده چی وروسته د شعبان او مخکی د شوال  د میا شتی نه راځی او قمری میاشتی کله ۲۹ ورځی وی او کله ۳۰ ورځی .

د رمضان په میا شت کی د سپوږ مۍ لیدل .

مسلما نان ډنده لری چی د شعبان د میا شتی  په ۲۹ ورځ د سپوږ مۍ  د لیدو په لټه کی شي ځکه چی قمری میا شتی کله ۲۹ ورځی وي او کله ۳۰ ورځی ، که چیری میا شت ولیدل شی مسلما نا ن با ید روژه ونیسی او که چیری په اسمان کی  وریځ او یا کوم بل خنډ مو جود وی یعنی د میا شتی د لیدو امکا ن نوی نو پدی صورت کی د شعبا ن میا شتی ۳۰ ورځی دی پوره کړی.

خدای بخښلی مو لا نا اشرف علی تهنا وی چی د هند د نیمی وچی د لویو پو ها نو څخه دی ویلی دی ، که چیری سپوږمۍ  د رمضان په میا شت کی په یوه ښار کی ولیدل شی نو لا زمه ده چی دبل ښار اوسیدونی کی روژه ونیسی و لو که و اټن هم زیا ت وي . که چیری په غربی ملکو نوکی سپوږمۍ ولیدل شوه او د خبر ورکولو وسیله یی شرقی ملکونو ته د ډاډ وړوه نو په همغه ورځ با ید شرقي ملکو نه روژه ونیسي .

شیخ محمد علی سا یس چی د الازهر دمشهورو او معروف علما وو د جملی نه دی او ډیر زیات کتا بو نه یی د قران کریم په تفسیراوپه ځا نګړی تو ګه د ا یا تونو او حکمو نو په حصه کی لیکلی دی او دی هم دی نتیجی ته رسیدلی دی چی افق د اعتبا ر وړ ندی او ټول اسلا می ملکو نه د فلسطین نه نیولی تر مراکشه پوری ټول یو مشترکه ورځ لری اخیری تو پیر یی ۹ سا عته دی نو که چیری په هر اسلا می هیواد کی سپوږمۍ ولیدل شوه نو د بل ملک مسلما نان مکلف دی چی روژه ونیسی او په خپل ملک کی دی سپوږمۍ لیدو ته انتظار نبا سی .

د میا شتی د لیدو دعاء .

پیغیمبرصلی الله علیه وسلم به کله چی نوی میاشت لیدله نو داسی دعاء به یی ویله .

اللهم اهله علینا بالامن والایمان والسلا مة والاسلام ، ربی وربک ا لله هلال رشد وخیر.

 خدایه ! د سپوږمۍ ختل زمونږ د پاره د ارامي او ایمان ، سلا متی او اسلام سبب وګرځیی .

ای سپوږمۍ ! زما خدای او ستا خدای یوالله دی ، هیله مند یم چی دا سپوږمۍ د خیر او هدایت وی.

 

دروژی د میا شتی فضیلتو نه .

د روژی مبا رکه میا شت ډیر فضیلتو نه لری چی یو د هغو فضیلتو نه دادی چی ا لله تعالی په خپل عظمت او لویی سره قران کریم ،  چی دا لویه معجزه د تل لپاره د ټولو وختو او نسلونو  د هدایت او رهنما یی په خا طرپدی میا شتی  کی یی  نا زل کړی دی ، لکه څنګه چی قران عظیم ا لشان ددی میا شتی په عظمت کی فر ما یی .

شهر رمضا ن الذی انزل فیه القرآن هدی للناس و بینات من الهدی والفر قان .

دوهم د اچی دا دخیر او برکت میا شت  ده.

دریم دا چی دا د رحمت میا شت ده .

څلورم داچی د بخښنی میا شت ده او داسی نور فضیلتو نه لری چی ژبه یی د ویلو او قلم یی د لیکلو څخه نا تو انه او عا جزه پا تی کیږی .

 

د روژی حکمو نه  د رمضان په  مبا رکه میاشت کی.

درمضان په میاشت کی د سپو ږمۍ به لیدو سره په هر انسان مسلمان با ندی که نروي او که ښځه ، که عا قل وی او که با لغ ، صحتمند وي او که مقیم یوه میا شت روژه فرض ګر ځول شویده .

په کو چینیانو ، لیوانیانو ، مریضا نو ، مسا فرانو ، د ښځی دحیض او نفاس په وخت کی ، هغه زاړه خلک که نر وي یا ښځه چی د روژی د نیولو توان نلری ، او هغه ښځه چی حا مله وي او یا شدی ور کوی روژه پری فرض نده .

هغه کچینیا ن چی عمریی ۱۰ کا لو ته ر سیږی او د لوږۍ او تندی توان لری ددی دپا ره چی د روژی د نیولواو دینی احساس سره عا دت پیدا کړی یوه یا څو ورځی روژه نیول د هغوی دپاره مستحب ده .

 ۱ـ پر لیونی روژه فرض نده ، اما که چیری د رمضان په میاشت کی په کلی تو ګه لیونی وي پر هغی قضا یی نشته . که چیری درمضان په میا شت کی  یوڅو ورځی د لیون توب په حا لت کی وی او یو څو ورځی د هوښیاری په حا لت کی نو پدی صورت کی په هغه ورځو کی چی دی هو ښیار دی هغ ورځی دی روژی ونیسی او هغه د لیونتوب ورځی دی بیا قضا یی ونیسی .

۲ـ  ښځه د حیض او نفاس مودی د ختمیدو نه وروسته خپلی قضا یی روژی دی ونیسی .

۳ـ  هغه زاړه کسان که نروی او که ښځه چی د روژی د نیولو توان نه لری نو روژه دی وخوری او په عوض دی فدیه ورکړي.

۴ –  د نا روغ روژه : که د روژی نیولو چا ته ډیر تا وان در لود او نا روغه وو روژه دی نه نیسی . کله چی یی نا روغي ښه شوه او روژی نیول ور ته زیان نه رسا وه ، خوړلی روژی دی ونیسی.

که ناروغ د ښه کیدو امید ونه لری او روژه  نیول یی نا روغي زیا توی با ید د هری  ورځ  روژی  فد یه ورکړی او روژه ونه نیسي او که د ښه کیدو امید یی موجود وو نو بیا دی خپلی قضا یی روژی ونسی .

۵ ـ که چیری د روژی نیول یوی بارداری ( حا مله) او یا یوی شدی ورکونکی ښځی ته ضرر رسا وه نوپدی دوا ړه حا لا تو کی دی روژه پریږدی یعنی ودی خوری نو کله چی شرایط ورته پیدا شول بیا دی د خوړل شوو روژو قضایی ونیسی.

۶ـ د مسا فر د پاره د روژی خوړل جواز لری ، اما که چیری په سفر کی ورته کوم مشکل نه وو نو په سفر کی روژه نیول بهتره ده او که چیری ورته  په سفر کی کوم مشکل وو نو روژه دی وخوری بیا دی د وخت په پیدا کولو سره قضا یی ونیسی .

۷ ـ د روژی نیت تړل ضروری دی ، اما د نیت هدف د زړه دی نه دژبی .

د روژی نیت په عربی دا سی ویل کیږی ، نویة بصوم غد من شهررمضان .

او په پښتوژبه کی داسی ویل کیږی ، نیت می وکړ زړه د اخلاصه فرض عین قطعی روژه به نیسم سبا تر ما ښا مه بی وا قع د الهی .

فدیه

د فدیه اندازه د صدقه فطر په اندازی سره برا بره ده پدی معنی چی د هری ورځی روژی په مقا بل کی یو نفرمسکین ته دوه وقته په ماړه نس ډوډی ورکړی . یا په بل عبا رت خورد کم یو چا رک غنم یا اوړه چی تقریبآ ۱،۶۶۶ کیلو ګرا مه کیږی یا یی قیمت د ورځی د نرخ سره سم ور کړی.

 

د روژه ما تی دعاء .

د روژه ما تی نه مخکی با ید دا دعا وویل شی:

 اللهم لک صمت وبک ا منت وعلیک تو کلت و علی رزقک افطرت .

یا دا دعا وویل شی :

بسم ا لله والحمد لله اللهم لک صمت وعلی رزقک افطرت و علیک تو کلت سبحا نک وبحمد ک تقبل منی انک انت السمیع العلیم .

 

دیوه روژه نیونکی د پاره لاندی کا رو نه مباح دي .

۱ ـ  دغا ښونو برس یا مسواکول .

۲ـ د زیا تی ګرمی او تندی د لیری کولو په خا طرغسل کول او یا پر سر با ندی سړی او به اچول .

۳ ـ ارایش یا د رنجو استعمالول د ښځو لپاره .

۴ ـ مچی کول خپله ښځه او یا مچی کول خپل خا وند په روژه کی جا یزدی ، پدی شرط چی د مچی کولو حا لت د جماع یا انزال حا لت ته ونه رسیږي پدی صورت کی مکروه وا قع کیږی ،

۵ ـ  حجا مت یا د وینی ا خیستل د علاج په منظورد روژی په میا شت جواز لري .

۶ ـ که چیری یو روژه لرونکی جنوب شی کولا ی شی د صبح صا دق نه وروسته غسل وکړی او که چیری په غسل کی ځنډ رای شی د روژه لرونکی سړی روژه نه با طلیږی اما بهتره ده چی د سهار نه مخکی غسل وکړي .

۷ ـ  د زخم پا نسمان کول روژه نه با طلوی ، پدی شرط چی زخم ډیر ژور په سر او خیټه کی نه وي چی دوا دماغ او خیټی ته و رسیږي پدی حا لت روژه ما تیږی .

۹ ـ د هیروالی په وخت  کی خوړل او څښل  روژه نه با طلوي .

۱۰ ـ د ویښتا نو ، د ږیری ، او یا دبریتا نو غوړول او یا د کریمو ا ستعما لول  روژه نه باطلوي.

دروژی اداب .

یوروژه نیونکی د رمضان په مبا رکه میا شت کی لاندی کا روته زیا ته پا ملرنه  وکړی.

۱ـ چربا نګی یا پیشلمی ، دیو څه شی خوړل یا څښل دی د صبح صا دق نه مخکی وکړی .

پیغیمبر صلی ا لله علیه و سلم فرما یی :

فصل ما بین صیا منا وصیام اهل الکتاب اکلة السحر.

فرق په ما بین د زمونږه روژه او د اهل کتاب د روژی ، پیشلمۍ یا چربا نګي کول دي .

او همداسی رنګه رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فر ما یی :

تسحروافان فی السحوربرکة . ډوډی وخوری په پیشلمي کی ځکه چی د پیشلمی په ډوډۍ کی برکت دی ،

۲ـ  د روژی ما تول دی ، چی د لمر لویدو( ما ښام ) په وخت کی کیږی او پدی وخت کی با ید ځند رای نشی او تندی کول سنت دی . رسول اکرم صلی الله علیه وسلم  د روژی د ما تولو په برخه کی د ا سی ویلي دي : اذا افطراحد کم فلیفطر علی تمرفا نه برکة فا ن لم یجد فلیفطرعلی ماء فا نه طهور.

روژه لرونکی شا ید روژه ما ته کړی ، با ید روژه دي په خر ما ماته کړی ،  ځکه د روژی ما تول په خرما سره د ثواب او برکت د زیا توالی سبب ګرزی او که چیری مو خرما پیدا نکړه روژه په ابو ما ته کړی ځکه په اوبو سره روژه ما تول د معدی د پاکوالی سبب ګرزی .

۳ـ د بدو ویلو او ښکنځلو څخه با ید په روژه کی ډ ډه وشي . لکه چی پدی برخه کی رسول اکرم صلی ا لله علیه وسلم ویلي دي : من لم بدع قول الزوروالعمل به فلیس لله حا جة فی آن یدع طعا مه و شرابه . که روژه لرونکی دروغ او تهمت  پری نږدی ، نو الله تعا لی ددی د خوړلو او څښلو د پریښو دلو ته کوم احتیاج نه لری .

یعنی د شرعیت مرام او هدف  د روژی نه د لوږی او تندی ندی ، بلکه د هغی هدف او مرام د شهوت کموالی او د نفس پاکوا لی دی . لکه چی ویلی دی : کم من صا یم لیس له من صیا مه ا لا الظما وکم من قا یم لیس له من قیا مه الا السهر.

که چیری روژه لرونکی د غیبت ، دروغ ، شکنځل او د بی ځا یه خبرو کولونه ډډه ونکړی ، نو دا لوږه ،تنده ، د ترا ویح لمونځ او نور ټول عبا دت یی کومه ګټه نلری .

۴ـ د ښو او د خیرکا رونه با ید وشی .

۵ـ  د قران پاک تلا وت  او د الله تعا لی په  ذکر کی با ید زیاتو ا لی رایشي .

هغه شیان او کا رونه چی روژه با طلوی په لاندی ډول دي .

۱ـ خوړل .

۲ـ چښل .

۳ـ جماع ، علا وه ددی نه چی روژه ما توی پر سړي قضاء و کفاره هم لا زمیږي .

کفاره دی ته وایی : چی ۶۰ ورځی  با ید مسلسل روژی ونیسی اویا د یوی روژی په مقا بل کی ۶۰ مسکینا نو ته دوه وقته په ما ړه نس ډوډی ورکړی او همداسی رنګه د یوی ورځی روژی په مقابل کی با ید یو ورځ قضا یی ونیسی او ۶۰ ورځی مسلسل روژه ونیسی یا ۶۰ مسکینا نو ته دوه وقته په ما ړه نس ډوډی ورکړی چی دی ته کفاره وایی .

۴ـ قصدآ قی کول چی پدی وخت قضا لا زمیږی او که چیری قی خپل په خپله شوی وی روژه نه ماتیږي.

۵- که چیری یو څوک په سهوآ سره د صبح صادق نه وروسته دا سی فکر کوی چی سهار نه دی شوی یا مښام ندی شوی روژه وخوری پدی صورت کی روژه ما تیږی او قضا هم لازمیږی .

۶ـ که چیری دیوی روژه داری ښځی په هر ساعت حیض یا نفاس رای شی روژه یی با طل کیږی .

۷ـ هر شی چی د خولی له لاری معدی ته لاړشی روژه ما تیږی که غذا هم نوی مثلآ کا غذ ، تیږه ، ډبره او داسی نور .

یا دونه : د احنا فو په نزد که چیری یو څوک به غیر د کوم معقول عذر په قصدی توګه روژه وخوری نو پر هغی باندی هم قضا یی او هم کفاره ده ،او که چیری د یو معقول عذر په اساس روژه وخوری ، د بیلګی په توګه ، نه پلان شوی سفر، مریض کیدل ،د ښځی د حیض ر ا تلل ، یا هغه لوږه یا تنده چی د یو کس د لیمنځوړلو سبب ګرځی نو پدی صورت تنها قضا یی ده نه کفاره

هغه ورځی چی په هغی کی روژه نیول حرامه دي .

په ټول کال کی پنځی ورځی روژه نیول حرام دی .

۱ـ د کوچنی اختر په لمړۍ ورځ .

۲ـ د لوی اختر په لمړۍ ورځ.

۳ـ  د تشریق په ورځو کی یعنی په ۱۱ ، ۱۲ ، او ۱۳ د ذوالحجه د میا شتی چی د دوهمی ، دریمی او څلورمی ورځی د قربا نی اختر د ورځو سره برابره دی .

د اسلا مي فقه علما وایی چی دیوی ښځی روژه نیول به غیر د روژی د میا شتی په نفلي توګه بدون د خا وند داجازی مکروه ګرځول شویده .

د شک روژه :   د شعبان د میا شتی ۳۰ ورځ ته د شک روژه ویل کیږی پدی معنی که چیری د شعبان د میاشتی په ۲۹ د ما ښام سپوږمۍ و نه لیدل شی او په قطعی تو ګه هم معلوم نه وی چی سبا دشعبان ۳۰ دی یا اول د رمضان دی نو پدی ورځ روژه نیول مکروه تحریمی ده .حضرت عمار بن یا سر رضی الله عنه د رسول اکرم صلی ا لله علیه وسلم نه روایت کوی .

هغه څوک چی د شک په ورځ روژه  ونیسی هغه د ابوالقا سم نه نا فر ما نی کړی ده .

کله چی یو څوک معمو لا د دوشنبی یا پنجشنبی په ورځواو یا کو مه بله ورځ په هفته کی روژه نیسی او د شک ورځی روژه د هغه ورځی سره برابره یا په ټکر کی راغله و نو د هغی دپاره د نفلی روژی نیول جوازدی .  

هغه ورځی چی په هغی کی د روژی نیول ډیر فضلیت لری

۱ـ  د عاشورا ورځی یعنی ۹ ، او ۱۰ د محرم الحرام .

۲ـ   ۶ ورځی  روژه د شوال په میاشت کی ، دروژی دمیا شتی نه وروسته .

۳ـ د عرفی په ورځ .

۴ ـ د شعبان د میاشتی په ۱۵ نیټه .

۵ـ اول ذوالحجه په غیر د ذوالحجی د لسمی ورځی چی د قربا نی اختر او له ورځ ده.

۶ـ د محرم په میاشت کی روژه نیول .

۷ـ د بیض په ورځو کی یعنی ۱۳ ، ۱۴ او ۱۵ د هری قمری میا شت.

۸ـ  هر هفته د دوشنبی او پنجشنبی په ورځو کی .

ترا ویح 

د ترا ویح لمونځ په نر اوښځه سنت موکده دی، د ترا ویح لمونځ چی د رمضان ستنۍ یی  هم بو لی او په دی لمونځ کی ډیر ثوا بو نه نغښتی دی او دا داسی سنت ګرځول شوی دی چی په یو روا یت کی راغلی دی چی وا یی . چی د روژی په او له ورځ رسول د خدای مسجد ته راغی او د اصحا بوو سره یی یو ځای د تراویح لمونځ ادا کړ مګر په دوهمه ورځ رسول د خدای مسجد ته لاړ نشو او اصحا بو رسول د خدای ته ډیر انتظا ر ووییست نو بیا اصحابو لمونځ د تراویح به غیر د رسول وکړ کله چی سبا شپه رسول دخدای مسجد ته د تراویح لمونځ دپاره ورغی نو اصحا بوو ورڅخه تپوس وکړچی و لی پرون شپه د تراویح لمونځ ته را نه غلی نو رسول د خدای په جواب کی ورته وویل پدی خا طر را نه غلم که چیری زه دوه شپی سر په سر راغلی وای نو دا تراویح لمونځ فرض ګرځیدل او زما د امت دپاره ډیره مشکله تما میده .

د تراویح لمونځ ادا کول په جما عت سره سنت کفا یی دی او د هغی ادا کول په جما عت سره مستحب دی

د ترا ویح لمونځ شل رکعته دی چی د ما سخفتن لمونځ ( د څلوررکعته فرض او دوه رکعته سنت ) نه وروسته او د وتر وا جب نه مخکی ادا کیږی او د ادا کولو طریقه یی دوه دوه رکعته  ښه والی لری چی د څلور رکعت نه ورو سته با ید یو څه دمه راسته شی نو پدی وخت کی دقران کریم یو ایت یا ذکراو تسبیح ویل کیږی او بیا نور رکعتو نه شروع شي نو په همدی ترتیب تر شلو رکعتوپوری دوام کوی ، د روژی هره شپه په امام پسی شل رکعته ترا ویح لمونځ په جما عت ادا کوي که څوک عذر لري او په جما عت تراویح نشي کولای نو  هر ځا ی چی وي هلته دی یوازی اداکړي  چی په افغا نستان کی د هر څلور رکعت ترا ویح لمونځ نه دادعا ویل کیږی.

سبحا ن ذی الملک و الملکوت ، سبحا ن ذی العزت و العظمت والقدرت والکبریاء والجبروت ، سبوح ، قدوس ربنا ورب الملا یکت والروح .

 

 

د قدر شپه

د قدر شپه یو د هغو مبا رکو شپو نه ده چی قران کریم پدی شپه نا زل شویدی چی دد ی شپی امکان په ۲۷ شپه دروژی کی مو جود دی  او پدی شپه ټول مسلما نان د خدای ذکر او وحدانیت کوي، ټول ژوندی مو جودات الله تعا لی ته په سجده پرا ته وی  او که چا دا شپه ولیدله نو که هر سوال د الله تعا لی په در با رکی وکړی نو ا لله تعا لی  به هغه قبو ل کړی، لکه څنګه چی په قران کریم کی راغلی دی .

انا انزلناه فی لیلت القدر …. لیلت القدر من خیر من الف شهر.

ما لیګلیږلی دی قران د قدر په شپه ، چی د قدر شپی مقام او رتبه د زرګونو میا شتو نه لوړه او بهتره ده.

ام الموء منین عا یشه صدیقه ر ضی الله عنها د رسول اکرم صلی ا لله علیه وسلم تپوس وکړ چی د قدر په شپه کومه د عا تکرار کړم نو رسول د خدای ورته وویل دا دعا:

اللهم انک عفو تحب العفو، فا عف عنی .

اعتکا ف .

اعتکاف دی ته وایی چی د روژی د میا شتی په اخیرو ۱۰ ورځو کی په مسجد او یا په کور کی په اعتکا ف کښینی او عبا دت کوی مثلآ نفلی لمونځونه کوی ، د قران کریم تلا وت کوي ، ذکر او تسبیح وا یی او یا استغفار ووایی هغه څوک چی اعتکا ف کوي  با ید د بی ځا یه خبرو کولو نه ډډه وکړی او د خپلی میر من سره ملا سته و نه کړی ، یعنی پدی معنی  هغه څوک چی په مسجد کی په اعتکا ف  کښینی نو د مسجد نه کور ته لاړ نشی او هلته د خپلی ښځی سره نا سته او ملا سته و نه کړی او ښځی هم کولای شی چی د خپل کور په  یو کونج کی کښینی او اعتکاف وکړی پدی شرط چی  دوی حیض او نفاس و نه لری  او هغه څو ک چی په مسجد کی اعتکاف کوی بدون دکوم ضرو رته د مسجد نه ونه اوځی  .

د صدقه فطر .

د صدقه فطر پر هر مسلمان چی د نصاب ما لک وی او د کور د اړتیا وو نه اضا فه وي واجب ده.

د امام ما لک په نظر، که یو څوک د صدقه فطر دورکولو توان نلری قرض دی کړی او صدقه دی ورکړی.

شا فعیه او حنبلیه ، صدقه فطر پر هغه چا واجب کړی چی هغه شخص د یو شپی او ورځی د اړتیاوونه اضا فه ولری .

امام ابو حنیفه او د هغی یا رانو صدقه فطر پر هغه چا واجب ګرځولی چی شتمنی یی دوه سوه شرعي در همه وي . اود احنا فو په دلیل چی صدقه ور کول د هغه چا د پاره جا یز ده چی هغه د صدقی اخیستلوجواز ونه لری . اما بل دلیل دادی چی صدقه فطر، بدنی صدقه ده نه مالي .

صدقه فطرپدی نمونو یا دیږي : د فطر زکات ، د رمضان زکات او داسی نور چی په افغانستان کی د سرسا یی په نوم یا دیږی ، چی خا وند د خپلی ښځی او کو چینیانو د سرسا یی په ور کولو مجبور او مکلف دی او حتا د هغه ما شوم چی د کو چنی اختر په ورځ د صبح صا دق نه مخکی چی د رمضان د میا شتی اخیری شیبی وی دی دنیا ته رایشی هم با ید ورکول شي .

ثروت مند سړی د خپلی میرمنی د سرسا یی په ورکو لو مجبور دی اما د لویا نو بچیا نو سرسا یه پری وا جب نه ده او هغویی با ید خپله صدقه فطر په خپله ورکړی .

دفطر دصدقی اندازه .

ددی اندازه نیم صاع ( پیمانه) غنم یا یو صاع خرما یا اور بشی دی .

نیم صاع د یوکیلو ا و ۶۳۳ ګرا مه سره برابر دی اویو صاع ددری کیلو او ۲۶۶ ګرامه سره برابردی نو بهتره داده چی هر سړی د دوه کیلو غنمو اویا د څلور کیلو خرما یا اوربشو په اندازه ورکړی او یا د هغی قیمت دورځی د نرخ سره برابر ورکړی.

 پا تی دی نوی د فطرصدقه ور کول مخکی د عید ګاه د تللونه مستحب ده او ددی ورکول د روژی په میا شت کی جواز لری ،

اخترلمو نځ

د کوچنی او لوی اختر لمونځونه  دوا ړه وا جب دی ، چی پدی ورځ غسل کول او نوی او پا ک لباس اغوستل مستحب دی ، او هم داسی رنګه د کوچني اختر لمونځ  ته  د تللو نه مخکی یو څه نا څه خوړل مستحب دی  ځکه رسول د خدای کله چی د کو چنی اختر لمونځ ته ته نو تر پنځو خرما وو خوړل یی ضروری  وګڼل ا ما د لوی اختر دلمونځ نه وروسته یو څه خوړل مستحب دی .

د اختر لمونځ د لمر ختو نه وروسته اداکیږی ، او د کوچنی ا خترد لمونځ  په ادا کولوکی ځنډ را وستل مستحب دی  او  د لوی اختر یعنی د قربانی اختر د لمونځ په اداکولو کی تندی کول مستحب دی اد اختر په لمانځه کی اذان او اقا مت نشته ،

د اختر د لما نځه د اداکولو طریقه :

څرنګه چی د اختر لمونځ په کال کی دوه ځله را ځی ، چی په کوچنی او لوی اختر کی او د مسجد امام چی د ادا کولو طریقه دوه دوه رکعته وا جب لمونځ دی خپلو مقتدیا نو ته ښی .

امام تګبیر ( الله اکبر) وایی ، امام او مقتدیان دواړه سبحا نک ا للهم په پټه خوله وا یی وروسته ا مام دری کرته الله اکبر وا یی او هر کرت لا سونه غوږو ته وري او بیا وروسته خپل لاسونه عادی ځوړند نیسي نو بیا وروسته د دریم تکبیر خپل لا سونه د خپل نوم پر سر ( شی لاس پر چپ لاس ګږدی) تړی . امام د فاتحی سوره سره د یو بل سورت وایی بیا لکه دنورو لمونځو په شان رکوع او سجدی ته ځی اوبیا دوهم رکعت دپا ره ولا ړیږی ،

امام په دوهم رکعت کی بیا د فاتحی سورت د یوبل سورت وایی او بیا تکبیر وایی د اول رکعت په شان لا سونه غوږو ته پورته کوی  او اویزان  یی نیسی نو د څلورم تکبیرپه ویلو سره لا سونه غوږو ته نه پورته کوی راسآ ر کوع ته ځی او خپل با قی رکعت د نورو لمونځونو پ شان پوره کوی.

اما م په دواړو اخترو نو کی په جهر سره قرایت وا یی ورو سته د لمونځ د ادا کولو امام د اختر خطبه ووایی او اکثره امامان د کوچنی اختر په ورځ د روژی د فلسفسی او د صدقه فطرپه  با ره کی لمونځ کونکوته معلو مات و رکوی او د لوی اختر په ورځ دقربانی دفلسفی په باره کی لمونخ کونکو ته معلو مات ورکوي .

 او په اخیر کی د نړی ټولو مسلما نا نو ته او په ځانګړی تو ګه د افغا نستان مظلوم او بی چا ره ولس ته که په داخل اویا خارج کی وي د الله له در بار نه دوی ته دیوی ښی او صحتمندی روژی غوشتونکۍ یم ، او الله تعا لی دی ددی مبا رکی میاشتی لی برکته او د ختمیدو سره یی سم په افغانستان کی یو سرا سری سو له او امن را ولي.      ومن ا لله توفیق .

 

                                                                   و سلام

                                                               ا ما ن الله صا فی  ـــــــ    بلجیم                                                      

په خوست ولايت كې يوې نهه كلنې نجلۍ په اتو مياشتو كې ټول قرانكريم حفظ كړى دى


همدې او شپاړس نورو نجونوته د ديني عالمانو لخوا د قرانكريم د حفظ له امله د فضيلت پړوني ورپه سر شول

په همدې موخه د خوست په مركز متون كې د عايشه صديقه په نوم د نجونو د ديني مدرسې د قرانكريم د حفظ له څانګې څخه د اوولسو نجونود فراعت په وياړ يوه لويه غونډه جوړه شوې وه، په جلسه كې ديني عالمانو وويل كه د چامور پردين او اسلام پوهه وي نو اولادونه به يې خامخه له علم څخه برخمن كيږي، ځكه چې د هرانسان لپاره ترټولو لومړۍ اومهمه مدرسه د مورغېږ ده، او دا د نن ماشومې نجونې به د سبا ورځې ميندې وي، د دوى په خبر چې د قيامت په ورځ به د قرانكريم دغه يوه حافظه له همدې بركته د لسو انسانانو شفاعت كوي، د مدرسې يوتن مسوول مولوي محمدنعيم وايي چې دا مهال په دې مدرسه كې د ښځينه استادانو لخوا د حفظ ترڅنګ نجونو ته د يني او عصري زده كړې هم  وركول كيږي او اوس پكې پېنځه سوه نجونې په يادو زده كړو بوختې دي، د حافظو نجونو په دې ډله كې يوه يې نهه كلنه وه او ټول قران شريف يې په اتو مياشتوكې حفظ كړى دى.

د نجونو دغه مدرسه د خلكو لخوا د چندې په پېسو چليږي او په كومه دولتي ياغيردولتي اداره پورې نه ده تړلې، او دې مدرسې ته د ترانسپورت اسانتياوې هم برابرې شوې چې هرسهار زده كونكې له كورونو مدرسې اوبيا پكې كورونو ته رسول كيږي.

د پاکستان دیني عالمانو انتحاري حملې حرامې وبللې


د پاکستان یوشمېرمذهبي مشرانو په یوه نادر اقدام کې ځانمرګي بریدونه حرام او غیراسلامي وبلل.

 د پاکستان کابو درې سوه مهمو او لویو مذهبي مشرانو د شمالي وزیرستان په نظامیه مدرسه کې غونډه وکړه او انتحاري حملې یې ناروا او حرامې اعلان کړې.

 دوی ځانمرګي بریدونه په کلکه وغندل.

 شمالي وزیرستان هغه سیمه ده چې د جلال الدین حقاني د شبکې په شمول د القاعده او د منخنۍ اسیا سخت دریځې ډلې پکې مرکزونه لري او ادعا کېږي چې په افغانستان کې د اکثرو ځانمرګو بریدونو پلانونه پکې جوړېږي.

 له همدې کبله د امریکا بې پېلوټه الوتکې عموماً پر شمالي وزیرستان بریدونه کوي.

 د پاکستان مذهبي مشرانو په خپل زړه ور اقدام کې ویلي چې هیڅوک حق نه لري چې بل مسلمان ته کافر یا منافق ووايي.

 د انتحاري حملو د غندنې په باب د پاکستان مذهبي مشرانو په داسي حال کې فتوا صادره کړې چې د دغه هیواد د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن، چې د افغان طالبانو ملاتړی بلل کېږي، په یوه وینا کې وویل چې تروریستان حتی پر دیني عالمانو هم رحم نه کوي.

رسمي شمېرنې ښيي چې په وروستي یوه کال کې په پاکستان کې تر دېرش زره زیات ملکیان وژل شوي دي.ټول وژل شوي کسان پښتانه دي.

 ویل کېږي چې د پاکستان د مذهبي مشرانو څرګندونې به، چې د سیمې په عامو خلکو کې نفوذ او رسوخ لري، بې تاتثره نه وي.

 د دوی له فتوا سره په یووخت د پاکستاني چارواکو په وینا یوه (۹) کلنه نجلۍ په داسي حال کې نیول شوې چې سخت دریځو انتحاري حملې ته مجبوره کړې وه.

 په کوزدیر کې پولیسو وویل چې دا نجلۍ څو ورځې مخکې په پېښور کې تښتول شوې وه او د افغانستان پولې ته نژدې یوې سیمې ته بېول شوې وه.

 هغې په یوه خبري غونډه کې وویل:«ماته ویل شوي و چې د ځانمرګي برید واسکټ د پاکستاني ځواکونو مخته والوځوم. خو زه وتښتېدم.»

 خو اسوشتید پریس خبري اژانس وايي چې په پېښور کې یې د کومې نجلۍ د تښتول کېدو هیڅ راز راپور نه دی ترلاسه کړی.

د يوې ۲۴کلني پېغلي پربدن د قرآن کريم ايتونه څرګند سويدي


د چهار اسياب ولسوالى په خير آباد کلي کې د يوې ٢٤ کلنې ښځې پر بدن د الله، انشا الله او لا الا الله کلمې را څرګندې شوې دي. ددې ښځې پلار حاجي عبد الحکيم وايي چې د لور پر بدن يې له څلورو ورځو راهيسې دا مبارکې کليمې را څرګندېږي. د حاجي عبدالحکيم په وينا چې دغه کلمې دومره روښانه دي چې د جرابې له پاسه په څرګند ډول ښکاري نوموړى وايي ټولې ښځه کولاى شي له لور څخه يې ليدنه وکړي خو په دې شرط چې تصوير به يې نه اخلي
دا لومړى ځل نه دى چې د انسان پر بدن دا مبارکې کلمې او قران کريم اياتونه را څرګندېږي، له دې وړاندې هم ګڼې داسې پښې ليدل شوې دي.

دوه کاله مخکي د راغستان هيواد په يوه کلي کي هم د يوه کوچني ماشوم پر پښو او لاسونو د قرآن کريم ايتونه راڅرګند سول چي په نړيوالو رسنيو کي يې هم انعکاس وموند .
ديني عالمان وايي چې دا د الله پاک د شته والي او د اسلام د حقانيت د ثبوت لپاره ښکاره دليلونه دي.

ما له رڼا راکۍ


د تښتېدلي ځانمړګي مرکه


د ودونو په اړه قانون / ډاکتر محب زغم


په دې ورځو کې د افغانستان کابينه د هغه قانون پر مسودې خبرې کوي، چې د وادونو په برخه کې به ځينې محدوديتونه ولګوي. د دې قانون مهم ټکي دا دي:

ü      هېڅوک نه شي کولای په واده کې تر درې سوو کسانو زيات مېلمانه وروبلي.

ü      د مېلمه پر سر تر دوه نيمو سوو افغانيو پورته لګښت منع دی.

ü      په يوه سالون کې نارينه او ښځينه سره ګډ نه شي کېناستلی.

ü      ښځې حق نه لري د شريعت پر خلاف جامې يعنې بې لستوڼي او بربنډې جامې واغوندي.

ü      د ناوې جامې هم بايد له شريعت سره سمې وي او د غربيانو په څېر لوڅې يا ارتې غاړې ونه لري.

ü      که د چا په دوکان کې د ناوې لپاره داسې جامې وموندل شوې چې لوڅه غاړه يې وي، نو دوکاندار به جريمه شي.

ظاهراً دغه قانون د اصراف د کمولو په موخه ترتيب شوی دی خو د وګړو فردي ازادي هم ورسره محدودېږي. ځينې لا دغه قانون د طالبانو له کړو وړو سره ورته ګڼي او ادعا کوي چې دولت د طالبانو د خوشحالولو لپاره داسې قانونونه جوړوي.

که د اصراف له نظره ورته وګورو، اوسني وادونه رښتيا هم ډېرې پيسې بربادوي. په اکثرو ودونو کې د اتو سوو او زرو تنو په شاوخوا کې مېلمانه وي، د مېلمه پر سر له څلورو سوو تر زر افغانيو پورې په خوراک لګول کېږي. د مېزونو پر سر خواړه دومره زيات وي، چې سمه نيمايي يې پاتې کېږي. د مېلمنو د شمېر او په خوراک د لګښت کمول واقعاً د اصراف کچه کموي. په کراچۍ کې مېشت سلېمان خېل هم دې ته ورته قومي تړون لري، د دوی خان او غريب يو خېل وادونه کوي، هېڅ څوک په هوټل کې د واده کولو حق نه لري او ټول به په واده کې هماغه يو ډول ډوډۍ چې ساده او ارزانه ده، ورکوي.

د اصراف د کمولو تر څنګ داسې قانون د خلکو تر منځ بې ځايه سيالي ختمولای شي او د شتمنۍ په برخه کې د غريبانو د حقارت احساس هم له منځه وړي. کله چې يو غريب بنده ويني چې بل په واده کې ډېرې پيسې لګوي خو دی يې نه شي لګولای نو د کمترۍ احساس کوي.

د جامو په برخه کې درنې کورنۍ هسې هم داسې کالي نه اغوندي چې بدن يې ځنې ښکاره شي. ځينې خلک بيا د داسې کاليو په اغوستلو سره ځان ازاد او متمدن ګڼي. زه په دې برخه کې له بنديز سره موافق نه يم، دا د هر چا خپله شخصي چاره ده او وادونه خو يا په کورونو يا په هوټلونو کې وي، چې دواړه د خلکو شخصي حريم ګڼل کېږي. هر څوک په خپل شخصي حريم کې ازاد وي.

زموږ په وادونو کې بله لويه ستونزه د ولور ده چې په دې قانون کې ياد شوی نه دی. په کار خو دا ده چې پر ولور هم بنديز ولګول شي او يا يې اندازه وټاکل شي، چې تر هماغې اندازې پورته ولور بند وي.

د قانون جوړول او تصويبول د مسلې يو اړخ دی او د قانون تطبيق يې بل او لا مهم اړخ. پوښتنه دا ده، چې دغه قانون به څنګه د چا له خوا تطبيقېږي؟ ايا دولت دومره ظرفيت لري، چې يوازې د کابل ښار سلګونه هوټلونه هره ورځ او هره شپه وڅاري؟

که دولت د دې قانون د تطبيق لپاره کسان وګوماري، ايا د رشوت اخيستلو بله لاره او سرچينه به پيدا نه شي. زموږ په مفسده اداره کې د دې امکان ډېر دی چې څارونکي له واده والا يا هوټلي څخه رشوت واخلي او دوی خپل کار ته پرېږدي. له بلې خوا د ښځو د جامو کنټرول به څنګه کړي؟ څوک به څارونکو ته اجازه ورکړي، چې د ښځو سالون ته ننوځي او د دوی جامې وګوري چې په شريعت برابرې دي که نه؟

غوره به دا وي چې دولت داسې قانون چې جوړ کړي، چې عملي وي او د تطبيق امکانات يې ولري. همدارنګه دولت بايد د عامه ګټو او فردي ازاديو تر منځ انډول هم هېر نه کړي.

ملا عبدلسلام حنفي: زده کړې په اسلام کی فرض دی


ګرانو پښتنو، دا مرکه مې د خدمتګار ویب پاڼه کې ولیده او زړه می وشو چی تاسو سره یی هم شریکه کړم.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ 

د تیرې جمعې ورځې په ماښام امروز تلویزون له یوه پخواني طالب چارواکي سره مرکه لرله. دا طالب ملا عبدالسلام حنفي و. ملا حنفي اوس د طالبانو له دریځه نه غږیده، خو حکومت یې هم نه ستایه. ده د طالبانو د رژیم او اوسني حکومت په اړه خورا جالبې خبرې کولې.
ملا حنفي ویل، چې طالب رژیم د هغه جنګسالارانو او پروفیسورانو پر وړاندې رامنځته شو، چې اوس په ملي شورا کې ناست دي. ده د طالبانو د سقوط عوامل هم د طالبانو په درون کې بلل. د ملا حنفي په وینا، هغه مهال، چې مولوي متوکل د خارجه چارو وزیر و، هغه ته يې وویل، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند اسلامي او شرعي نه دی، ښځې حق لري، چې زده کړې وکړي او په حجاب کې ټولنیزې چارې تر سره کړي، خو د ده په وینا، طالبانو ته هغه مهال داسې خبرو معنا نه لرله.
ده وویل، د طالبانو په ناکامیدو کې یو لوی علت د هغوی د امربالمعروف او نهی عن المنکر ډله وه، چې له ولس سره یې توندي کوله، د ښځو پر وړاندې یې تشنج کاوه او خلک یې بې ځایه ځورول. ملا حنفي وویل، چې که طالبانو یوازې د ښځو پر وړاندې خپل دریځ سم کړی وای او خپله توندي یې یو څه راکمه کړې وای، نو دا به د تاریخ بریالی نظام و. هغه په زغرده د طالبانو اوسنۍ ستراتیژي وغندله، ځانمرګي بریدونه یې ناروا وبلل او د بې ګناه خلکو وژنې یې قتلونه وبلل، چې طالبان پرې ککړ دي.
خو ده ولسمشر کرزي ته هم وویل، چې دیموکراسي دې له چتې وتلې ده، فساد ډیر دی او چارواکي دې بې کفایته دي. د حنفي په وینا، د طالبانو په اوسنیو جنګونو کې ډیر د کرزي د حکومت لاس دی. ده ملا عمر یو بې تجربې سړی وباله، چې ډير کتابونه یې هم نه دي لوستي، خو په خبره یې، چې د کرزي د حکومت د بې کفایتۍ په مرسته خلک مجبوروي، چې دلته ځانمرګي وکړي او فضا متشنجه کړي. ملا حنفي وویل، چې د طالبانو اوسنۍ ستراتیژي ځکه اسلامي نه ده، چې دوی په خپل مهال کې پر مخدره توکو بندیز لګولی و، خو اوس ډیری طالبان په هلمند کې د مخدره توکو قاچاقبران دي.
د امروز خبریال، چې په وروستیو کې له ملا حنفي نه د ملا عمر په اړه د هغه نظر وپوښته، نو ویې ویل، چې ملا عمر د پاکستان غلام دی، ده ته زما توصیه دا ده، چې نور خلک مه وژنه راشه او په دیموکراتیکه توګه مبارزه وکړه، ځان کانديد کړه، که د خلکو خوښ وې رایه به درکړي، ګنې د پردو په لمسه خپل خلک مه وژنه. د ملا حنفي په وینا، اوس د جهاد وخت نه دی، هر وخت په توره کارونه نه کیږي، د ده په خبره د افغانستان روانې جګړې ته توره د پای ټکی نه شي ایښودلای.
د ملا حنفي بله جالبه خبره دا وه، چې لس میاشتې مخکې يې له کرزي سره د لیدنې پر مهال هغه ته وویل، چې امریکایانو ته دایمي اډې ورکړه، چې دلته جنګ ختم شي. د ده په وینا، افغانستان د امریکایانو لپاره د خپلو سیاسي نقطو د کنټرول په هدف مهمه ستراتیژیکه نقطه ده، تر هغې، چې دوی دې هدف ته نه وي رسیدلي، جنګ به روان وي.
په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا کله کله جالبې خبرې اوریدل کیږي. د افغانستان د معارف وزیر تیره میاشت په لندن کې یوه کنفرانس ته وویل، چې طالبان اوس د نجونو له زده کړو سره ستونزه نه لري او زیاتره وخت دوی د ښوونځیو د سوزیدو پړه هم پر بل چا وراچوي. ملا حنفي هم وویل، چې زده کړې په اسلام کې فرض دي، په ټولو اسلامي هیوادونو کې د نجونو او هلکانو زده کړې شته، په افغانستان کې دې ولې نه وي. انسانان، چې کله د احساساتو له توپانه راووزي، نو پر خپلو احساساتي کړو پښیمانیږي او د جبیرې فکر یې کوي. په وروستیو کې د طالبانو د دریځ د نرمښت په اړه ګڼې خبرې کیږي. ان کله کله خو لویې جنګي ډلې هم له دولت سره یو ځای کیږي. که طالبان رښتیا هم په غړولو سترګو فکر وکړي، نو ممکن ومني، چې د دوی جګړه زیاتره مهال د بهرنیانو تر نامه لاندې د خپل ولس پر وړاندې ده. که مکتب سیزل کېږي، که پل ورانیږي، که خلک په ځانمرګو بریدونو کې وژل کیږي، که امریکایي ړندې الوتکې کلي بمباردوي، دلیل ورته ټول د طالبانو په نوم یو اړخ برابر کړی دی. دا کارونه که هر څوک کوي، خو تاریخ به یې ځکه د طالبانو په دوسیه کې لیکي، چې دوی ورته زمینه جوړوي.
د یوه فرد په توګه د ملا حنفي خبرې ممکن ځینو ته جالبې نه وي، خو دغه ډول نظریات اوس د طالبانو له یوې لویې کتلې اوریدل کیږي. په جنګ کې یوه محدوده ډله راښکېل ده، چې لا یې ګټې ورپورې غوټه دي. که ولسمشر کرزی لږې هم په خپله سیاسي چالاکۍ ګوتې ووهي او د خپل حکومت د حیثیت لمنه د فساد او بې کفایتۍ له داغونو پاکه کړي، په افغانستان کې له ډیرو خواوو نه، حتی د طالبانو له اړخه، حالات سولې ته مساعد کیدای شي.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم څلوېښت حديثونه


 

سم الله الرحمن الرحيم

د رسول الله صلی الله عليه وسلم څلوېښت حديثونه

ګرانو! دمهربانۍ له مخې يې هره ورځ يو-يو په یادوﺉ او که هيڅ وخت نلرﺉ نو يې يوازې او يوازې د اونۍ يو-يو په يادوﺉ. نه پوهېږم چې ددې ګټې او ثوابونه په کومو ټکو کښې بيان کړم…

لا اله الاالله محمد رسول الله
حضرت محمدصلی عليه وسلم فرمايلی :
مَن حَِفَظ َعَلي ا ُمُتِي اَربَِعينَ حَدِيثًا فِي ا َمرِ دِينِهَا بَعَثَهُ اللهُ َفِقيهًا وَ كُنتُ لَه يَومَ الِقيَامَةِ شَاهِدًا وَشَِهيدًا (ترمذی)
څوک چه زما دامت ددينی ګټو دپاره څلويښت حديثونه جمع کړی (راټول يا یی ياد کړی او نورو خلکو ته یی ورسوی )الله تعالی به هغه سړی دقيامت په ورځ فقيه راپورته کړی ،زه به خپله دده شفاعت وکړم او خپله به دهغه شاهد شم .

۱- اِنَّمَاالاَعٌمَالُ بِالنِّيَاتِ (بخاری اومسلم)
دعملونو قبليدل دنيت سره تعلق لری.

۲- مَن اَحَبَّ اَن يُبسَطَ لَه فِي ِرزقِه وَيُنسَا لَه فِي اَثَر ِه فَليَصِل رَحِمَه (متفقٌ عليه )
څوک چه خپله روزی ډيره او عمر زيات غواړی نو هغه ته پکار دی چه خپلوی ښه پالی.

۳- اَلله ُ اَفرَحُ ِبتَوبَةِ عَبدِه مِن اَحَدِكَم سقَط َ عَلي بَعِيره وَ قَد اَ ضَلَّه فِي اَرِض فَلاةٍ (بخاري مسلم).
چه ديوه کس نه په يوه دښته يا صحرا کی خپل اوښ ورک شوی وی او هغه پيدا شی نو دغه کس به څومره خوشحاليږی – بس الله تعالی ددی نه هم ذيات دخپل بنده په توبه ويستلو خوشحاليږی .

۴- مَنٌ غَشَّ فَلَيٌسَ مِنَّا (مسلم) فريب وركونكي له موږ څخه نه دی .

۵- السَاعي عَلي الاَرملة وَ المِسكين كَالمُجَاهِد فِي سَبِيل الله وَفِي رَوَاية او كَالذي يَصوم النَهَار ويَقوم الليل (بخاري مسلم).
دکنډو او محتاجو خلکو په کار کی کوښښ کوونکی داسی دی لکه مجاهدين فی سبيل الله او په بل روايت کی داسی ثواب لری لکه چی د ورځی روژه او دشپی عبادت کوی.
دنيا يوسامان دی ددی سامان يوه غوره حصه نيکه دينداره ښځه ده.

۶- الغَيبَة ُ اَشَدُّ مِّنَ الِزّناَ (مشکوة ) غیبت کول تر زنا هم بتره دی.

۷- زنَا الٌعَيٌنِ النَّظَرُ (مشکوة) دسترګو زنا ناروا ته کتل دی.

۸- لاَيَدٌخُلُ الٌجَنَّةُ مَن لاَّ يّأمَنُ جَارُه بَواَءقَة (مسلم )
هغه سړی به جنت ته داخل نه شی چه دده همسايګان دده له شر او ضرر نه په امن نه شی.

۹- کُلُ مَسٌکِر ٍحَرَام (ابوداؤد) هر شی چه سړی ته نشه راولی حرام دی.

۱۰- ِمفتاحُ الجَّنةِ الصَّلوةُ وَمفتَاحُ الصَّلوةِ الطَّهُورُ (ترمذي).
دجنت کلی لمونځ دی او دلمانځه کلی اودس دی.

-۱۱ السِّوَاكُ مُطَهِّرَةُ لِّلفَِم وَ مَرٌضَاةُ لِلِرّبِّ (نسايی) .
دمسواک وهل خوله پاکوی او دالله (ج) دخوښی سبب ګرځی.

۱۲- اَفضَلُ الَاعمَاِل اَلحُبُّ فِي اللهِ وَالبُعضُ فِي اللهِ (ابوداؤد)
بهترين عمل دوستی دپاره دالله(ج) او دوښمنی دپاره دالله(ج) وی .

۱۳- مَن بَنَا ِللهِ مَسجِداً بَنَي اللهُ لَهُ بَيتًا فِي الجَنَّةِ (بخاری مسلم ).
چا چی دخدای (ج) لپاره جومات جوړ کړ خدای (ج) دده لپاره په جنت کی ځای جوړ کړی.

۱۴- مَآ اَسفَلَ مِن الكَعبَين مِن الِازَاِرفِي النَّاِر(بخاري اومسلم).
دهرچا پايڅی چه تر بجلکو ښکته وی هغه حصه دبدن به یی دوزخ ته ولاړه شی.

۱۵- ِايَّاكُم وَالحَسَدَ يَأكُلُ الحَسَنَاتَ كَمَاتَأكُلُ النَّارُ الحَطَبَ (ابوداؤد).
دحسد او بغض څخه ځانونه وساتی ځکه چه حسد اوبغض دانسان نيکی داسی خوری لکه اور چی بوټی خوری.

۱۶- سَبَابُ المُسلِِمِ فِسقٌ وَّقِتَالُه كُفرٌ (بخاري مسلم)
مسلمان لره نا لايقه وينا او په نا حقه سره وژل لويه ګناه او دکفر سره برابر دی.

۱۷- اِرحَمُوامَن ِفي الاَرِض يَرحَمُكُم مَّن فِي السَّمَآءِ (ترمذي ابوداؤد).
تاسی دځمکی په مخلوق رحم کوی رحم به وکړی پر تاسی هغه (الله ج ) چه دآسمانو خالق دی.

۱۸- لَِقّينُوا مَوتَاكُم لآاِلهَ اِلَّاالله (مسلم)
خپلو مړو ته دزنکندن په وخت تلقين ورکوی په کلمه د لآ اله الاالله .

۱۹- لَايُؤمِنُ اَحَدُكُم حَتيّ\’ اَكُونَ اَحَبّ اِلَيه مِن وَّالِدِه وَوَلَدِه وَالنَّاِس اَجمَعِينَ (بخاري مسلم ).
ستاسی څخه هيڅ سړی تر هغی کامل مؤمن نشی کيدای ترڅو چه زما محبت تر خپل موراوپلار ،اولاد او تر ټولو خلکو ډير نشی.

۲۰- كُن فِي الدَّنيَا كَاَنَّكَ غَِريبٌ اوَعَابِِرِسَبِيلٍ (بخاری) .
په دنيا کی دمسافر او لاری تيريدونکی په شان ګزاره او ژوندکوه.

۲۱- مَاعَمِلَ آدمُّي عَمَلا ً اَنجي\’ لَهٌ مِن عَذَابِ القَبِر مِن ذِكِرالله
دالله تعالی دذکر نه ذیات دچا بنیادم هیڅ عمل دغذاب قبر نه ذیات خالصی ورکونکی نشته.

۲۲- اَفضَلُ الذِّّكر لاَاله اِلاالله وَاَفضَلُ الدُّعآءِ الحَمدالله .ِ(ترمذی).
بهترین دذکر لااله الاالله او بهترین د دُعا الحمدالله دی.

۲۳- مَامِن شَفِيعٍ اَفَضلُ مَنزِلَة ً عِندَاللهِ يَومَ القِيمَة
غَيِره مِن القُرآنِ لاَنَبِيُّ وَلا مَلَكٌ وَلاَ ُ
دقیامت په ورځ به دالله تعالی په نزد دقرآن پاک نه ذیات څوک شفاعت کونکی نه وی نه نبی ،نه فرښته او نه نور.

۲۴- لَقَد هَمَمتُ اَن آمُرَ فِتيَتِي فَجَمعُوالِي حُزَماً مِّن حَطَبٍ ثُمَّ آتِي قَوماً يُّصَلُّونَ فِِي بُيُوتِهِم لَيسَت بِهِم عِلَّة ٌ فَاُحَرِقُهَا عَلَيهِم .
ځما زړه غواړی چه یو څو ځوانانو ته ووایم چه ډير بوټی راجمع کړی رایی وړی بيا زه هغی خلکو ته ورشم چه بی غذره په کورونو کی لمونځ کوی دهغوی کورونه وسوزوم.

۲۵- سَبعَة ٌ يُظِلُّهُمُ اللهُ فِي ظِلِّه يَومَ لاَ ظِلَّ اِلا َّ ظِلُّه اَلاِمَامُ العَادِلُ وَالشَّآبُّ نَشَآءَ فِي عِبَادَةِ اللهِ وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ وَ رَجُلاَن ِ تَحَآبَّا فَي اللهِ اِجتَمَعَا عَلي ذ\’لِكَ وَ تَفَرَّقَا عَلَيهِ وَرَجُلٌ دَعَتهُ اَمرَاةٌ ذَاتُ مَنصَبٍ وَّ جَمَالٍ فَقَالَ اِنِّي اَخَافُ الله وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ فَاَخفَاهَا حَتّي\’ لاَتَعلَمُ شِمَالُه مَا تُنفِقُ يَمِينُه وَرَجُلُ ذَكَرَاللهَ خَالِيًا فَضَاخَتُ عَينا هُ.(بخاري او مسلم)
اووه کسان دی چه هغوی ته به الله تعالی دخپل (رحمت) سیوری کی په داسی ورځ ځای ورکړی په کومه ورځ چه به دهغه سیوری نه غیر بل هیڅ سیوری نه وی ۱- عادل پاچا ۲- هغه ځوان چه په ځوانی کی دالله تعالی عبادت کوی ۳- هغه څوک چه دهغه زړه جوماتو سره تړلی وی (پنځه وخته لمونځ په جمع کوی کله چه یو لمونځ آدا کړی دبل په فکر کی وی) ۴- هغه دوه کسان چه دالله تعالی د رضا لپاره خپل منځ کی محبت وی ،هم په دغی دهغوی يوځای کیدل وی او هم په دغی د دوی جدایی وی ۵- هغه کس چه يوه ښايسه شريفه ښځه یی خپل طرف ته متوجه کړی او هغه ورته ووایی چه زه دالله تعالی نه ویریږم ۶- هغه سړی چه پداسی پټه طريقه صدق
ه ورکړی چه بل لاس تری هم خبر نشی ۷- هغه کس چه دالله تعالی ذکر په تنهایی کی وکړی او اوښکی یی وبهيږی (یا په پټه کی د خپلو ګناوو په یادولو دالله تعالی له ويری وژاړی يا دشوق او محبت له وجی دذکر پر وخت پټ وژاړی).

۲۶- َلجَنَّة ُ تَحتَ اَقدَاِم الا ُ مَّهَاتِ (مسلم).
جنت دميندو تر قدمو لاندی دی.

۲۷- مَنٌ صَمَتَ نَجا َ (ترمذی) څوک چه پټه خوله شو هغه خلاص شو.

۲۸- لَآ اِيمَانَ لِمَن لآ َّ اَمَانَةَ لَه ُ وَلاَ دِينَ لِمَن لا َّ عَهدَ لَه ُ (بيهقي ).
ايمان نشته هغه چا لره چه امانتداره نه وی او دينداره نه وی هغه څوک چه پر خپله وعده وفا نه کوی (دايمان او دينداری نه مراد کامل ایمان دی .

۲۹- لا َ يَدخُلُ الجَنَّة َ خِبٌ وَّ لا َ بَخِيلٌ وَّ لا َ مَنَّانٌ (ترمذي).
فريبکاره ،بخيل او هغه څوک چه دخپل احسان منت پر بل چا اچوی جنت ته به داخل نه شی .

۳۰- ا\’يَة ُ المَنَافِق ِ ثَلثٌ اِذَاحَدَثَ كَذَبَ اِذَا وَعَدَ اَخلَفَ وَاِذَا أتُمِنَ خَانَ (بخاري مسلم).
دمنافق دری علامی دی کله چه خبری کوی درواغ وایی او څه وخت چه وعده وکړی وفا نه کوی او په امانت کی خیانت کوی .

۳۱- اِنَّ ا ُمََّتِي يُدعَونَ يَومَ القِيمَةِ غُرًّا مَّحَجَّلِينَ مِن آثَاِر الوُضُوءِ (بخاري ومسلم ).
زما امت به دقیامت په ورځ په داسی حال کی رابلل کیږی چه د دوی د اوداسه اندامونه به ځلیدونکی وی.

۳۲- وَيلٌ لِّلا َ عقَابِ مِنَ النَّاِر اَسِبغُواالوُضُوءَ .
دداسی بندو لپاره چه په اوداسه کی وچ پاتی شی د وَيل عذاب دی (دپښو ، لاسونو یا بل ځای کوم بند یا برخه چه په اوداسه کی وچه پاتی شی ).

۳۳- اَلعِبَادَة ُ فِي الهَرِج كَهِجرَةٍ ِالَيَّ (مسلم)
دآزمايش په وخت کی دالله پاک عبادت کول داسی فضيلت لری لکه چه زماسره یی یو ځای هجرت کړی وی.

۳۴- َمن سَرَّه اَن يُنَجِّيه اللهُ ِمن كُرَبَ يَومِ القِيَامَةِ فَليُنَفِّس عَن مُعسِر ٍ اَويَضَعَ عَنهُ (مسلم)
کوم سړی چه غواړی دقيامت په ورځ الله پاک دی له سختو نه وساتی نو هغه ته پکار دی چه ،هغه تنګ لاسه قرضدار ته مهلت ورکړی يا یی قرض بالکل معاف کړی.

۳۵- لَن يَشبَعَ مُؤِمنٌ ِمن خَير ٍ حَتّي يَكُونَ مُتهَاهُ الجَنَّة َ (ترمذي)
دمؤمن خيټه دنيکو نه تر هغه وخته نه ډکيږی ترڅو هغه جنت ونه رسوی.

۳۶- ِان فِي الجَنََّةِ مِاءَةَ دَرَجَةٍ اَعَدَّ هَا اللهُ لِلمُجَاهِدِينَ فِي سَبِسل ِ اللهِ مَابَينَ الدَّرَجَتَين ِ كَمَا بَينَ السَّمآءِ وَالاَرض ِ(بخاري).
الله تعالی د فی سبيل الله مجاهدينو لپاره په جنت کی سل درجی (منازل) تيار کړی دی ددوه درجو منځ کی فاصله دځمکی او آسمان د فاصلی برابر ده .

۳۷- عَينَاِن لاَ تَمَسُّهُمَا النَّارُ عَينُ بَكَت مِن خَشيَةِ اللهِ وَعَينُ بَاتَت تَحرُسُ فِي سَبِيل اللهِ
(ترمذي).
دوه ډوله سترګی دی چه هغه به د دوزخ اورهم مَس نه کړی یو خو هغه چه دالله پاک له ويری ژاړی او دوهم هغه سترګی چه دالله په لاره کی دحفاظت په خاطر بيداره اوسيږی.

۳۸- مَامِن عَبدٍ مُسلِم ٍ يَدعُوا ِلاَخِيه بِظَهر ٍ الغَيبِ اِلا َّ قَالَ المَلَكُ وَلَكَ بِمِثل ٍ (مسلم).
کوم مسلمان چه دبل مسلمان لپاره پسی شا (غايب ) دعا کوی دهغه په دعا فرښتی وایی دا دعا د ستا دپاره هم دهغه په شان قبوله وی.

۳۹- مَن خَرَجَ فِي طَلَبَ العِلمِ فَهُوَ فِي سَبِيل اللهِ حَتي يَرجِع (ترمذي).
دعلم دطلب لپاره وتونکی تر څو چه بيرته نه وی راغلی هغه به فی سبيل الله (دخدای ج دلاری مسافر) شمارلی شی.

۴۰- مَن يَضمَن لِي مَابَينَ لَحيَيهِ وَمَا بَينَ ِرجلَيهِ اَضمَن لَهُ الجَنَّةَ (متفقٌ عليه )
کوم سړی چه ماته د خپلی ژبی او شرمګاه د (حفاظت ) ضمانت راکړی زه هغه دپاره دجنت ضمانت ورکوم .
ګرانو ورونو او خويندو د دې حديثونو د لوستو وروسته مو خپل ورور له دعاګانو مه هېروﺉ.
خدای دې ټول مسلمان ولس يو موټی کړي او د کفارو له توتيو څخه دې تل خوندي اوسي.
ستاسې ورور:اسدالله احمدزئ

دمسلمانانوترمنځ بايدڅنګه دوستي وي؟


دمسلمانانوترمنځ بايدڅنګه دوستي وي؟

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد

دمسلمان سره به دوستي څنګه کوو؟دکوموکارونوسرته رسول
اړين دي؟څوپه رښتيني توګه دايمان دامهمه شعبه په ځان کې راولوَََ؟
 دمسلمانانوسره ددوستی تقريبالس نښانې دي ،لس کارونه دي که چاپه ځان کي راوستل نوهغه داشعبه په ځان کې راوستې ده .
هغه دادي :
اول.دمسلمانانودوطن په لوري هجرت اوسفرکول، دکافرانوسیمه پرېښودل اوله دوی څخه بېلېدل .
هجرت دکافرانوله سيمې ددين دحفاظت په خاطر دمسلمانانو دهيواداوسيمي په لوري تللوته  ويل کيږي .
هجرت يومهم اوضروري کاردی تردې چي
نبي عليه السلام له هغه مسلمانه برائت اووېزاري  ښودلې ده  چي دکافرانوپه منځ کي  اوسېږي .
نوپرمسلمان دکافرانوپه مينځ کې اوسېدل ناروااوحرام کاردی ،که يې دهجرت وس نه وو،يادده په هلته اوسېدلوکې ددين لپاره  مصلحت اوفايده وه،لکه دعوت ياداسلام نشرېدل نوبيايې هلته اوسېدل جايزدي .
الله جل جلاله  په قرآن کريم کي  فرمايې:
إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلآئِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُواْ فِيمَ كُنتُمْ قَالُواْ كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الأَرْضِ قَالْوَاْ أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُواْ فِيهَا فَأُوْلَـئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءتْ مَصِيرًا} [النساء:97{
کوموخلګوچې پر خپلو نفسونوظلم کاوو، پرښتوله هغوڅخه د هغودساه اخيستلوپه وخت کې پوښتنه وکړه چي تاسوپه څه حال کې اخته وی؟هغوی ځواب ورکړچې موږپه زمکه کې کمزوري اومجبوروو!
پرښتووويل:آيادالله زمکه پراخه نه وه چې تاسوپه هغې کې هجرت کړی وی،داهغه خلګ دي  چي ددوی دورتګ ځای دوزخ دی اوداډېربد
ځای دورتګ دی.
داآيت کريمه عام دی،هرهغه څوک چې دکافرانو، مشرکانوترمنځ اوسي،په داسې حال کې چې پرهجرت وس هم لري اوهلته خپل دين نشي عملي کولای،نوهغه دځان سره ظلم کوي اوپه حرام کارکې لګيادی.
2. کله چي دمسلمانانو مرستي ته ددين يادنياپه هکله ضرورت وي.
دهغوی سره په ځان  اومال سره مرسته کول.
 الله تعالی فرمايې:
[وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ] (التوبة\71)
مؤمنان نارينه اومؤمنانې ښځې داټول ديوبل دوستان دي
په بل ځای کې فرمايي:
وان استنصروکم في الدين فعليکم النصرالاعلی قوم بينکم وبينهم ميثاق (الانفال\72)
که هغوی ددين په باب له تاسو نه مرسته وغواړي،نودهغوی مرسته کول پرتاسوباندې لازم دي،مګردداسې قوم پرخلاف نه چې دهغه سره ستاسوتړون وي.
3. دمسلمانانوپه درد دردمند کېدل اودهغوی په خوشحالئ خوشحاله کېدل.په حديث کې راغلي دي:مثل المؤمنين في توادهم وتعاطفهم وتراحمهم کالجسدالواحد،اذااشتکی منه عضو،تداعی له سائرالجسدبالحمی والسهر (متفق عليه( يعنې دمؤمنانو مثال ددوی په دوستۍ،نرمۍ اومهربانۍ کې ديوه بدن په څېردی،کله چې له بدن څخه يواندام رنځور شي ټول بدن ورسره تبه اووېښ وي .په بل حديث کې راغلي دي :المؤمن للمؤمن کالبنيان ،يشدبعضه بعضا(وشبک بين اصابعه)(رواه البخاري)يو مؤمن دبل لپاره دديوال په څېردی،چې دهغه بعضې نوربعضي  مضبوطوي بيايې(دوضاحت لپاره)  ګوتي په ګوتوکي ننايستلې .
4. مسلمان بايددبل مسلمان لپاره دخيراوفايدې په لټه کې اوسي،دمسلمان  لپاره بايد فايده مندشی  خوښ کړي  اودمسلمان سره بايدله  دوکې اوچل نه په کلکه ډډه وکړی شي.
په حديث کې راغلي دي : لايؤمن احدکم حتی يحب لاخيه مايحب لنفسه (متفق عليه) په تاسوکي يوتن ترهغه پورې دکامل ايمان خاوندنشي کېدی ،څوچې دخپل مسلمان ورورلپاره هغه څه خوښ نه کړي، کوم چې دځان لپاره خوښوي.
په بل حديث کي راغلي دي:المسلم اخواالمسلم، لايحقره،ولايخذله،ولايسلمه .
مسلمان دمسلمان وروردی نه دي يې سپکاوی کوې،اونه دي يې له مرستې لاس اخلي اونه دي يې دښمن ته سپاري}په بل حديث کې راغلي دي:بحسب امرءمن الشران يحقراخاه المسلم،کل المسلم علی المسلم حرام،دمه، وماله، وعرضه(مسلم){ديوه سړي لپاره دابدي بس  اوپوره ده چې دخپل مسلمان ورورسپکاوی وکړي(يعنې هغه څوک پوره بدسړی دی چې دمسلمان سپکاوی کوي)هرمسلمان پربل مسلمان باندې حرام دی،دده وينه،مال اوعزت ټول په بل حديث کې راغلي دي : لاتباغضواولاتدابرواولاتناجشوا،ولايبع بعضکم علی بيع بعض،وکونواعبادالله اخوانا (رواه مسلم){له يوه بل سره بغض اوکينه مه کوئ،اويوه بل ته شامه ګرزوئ اوله يوه بل سره مناجشه مه کوئ اوديوه پرسودادې بل سودانه کوي،ټول دالله بندګان شئ وروڼه وروڼه!]
وَلَاتَنَاجَشُوا:مناجشة دېته ويل کيږي چې يوسړی يوشی رانيسي،بل ورته راشي اوترهغه قيمت زيات ورته ووايي په کوم چې لومړني سړي
غوښتې وي،دده مقصددانه وي چې هغه شی رانيسي بلکې داوي چې هغه مشتري ته داسې وښايي چې داقيمتي شی دی،په دې سره هغه سړی دهغه شي اخيستوته هڅوي .
 دامناجشه ځکه نارواده چې په دې کې مسلمان ته دوکه ورکول کيږي .
ديادوني وړده چي دا کار ډېر خلګ کوي،يوملګری يې پوه کړی وي،کله چې څوک ورته راشي،يوشی اخلي،هغه ورته راشي اوپه دې توګه هغه سړي ته دوکه ورکوي .
5. دمسلمان احترام اودرناوی کول،اودعيبونو له لټون څخه  يې ځان  ساتل الله تعالی فرمايې:ياايهاالذين آمنوالايسخرقوم من  قوم عسی ان يکونواخيرامنهم ولانساء من نساء عسی ان يکن خيرامنهن ولاتلمزواانفسکم ولاتنابزوابالالقاب بئس لاسم الفسوق بعدالايمان ،ومن لم يتب فاولئک هم الظالمون. ياايهاالذين آمنوا اجتنبوا کثيرامن الظن  ان بعض الظن اثم ولاتجسسواولايغتب بعضکم بعضا،ايحب احدکم ان ياکل لحم اخيه ميتا فکر هتموه،واتقواالله ان الله تواب رحيم . (الحجرات\11،12)
اې مؤمنانو!نه دي نارينه پرنورونارينه ووملنډي وهي،کېدای شي چي هغوی له دوی نه  غوره وي اونه دي ښځي په نوروښځوملنډي وهي،کېدای شي چي هغوی له دوی نه غوره وي.
په خپلومنځوکي ديوبل عيب مه لټوئ اومه يوبل په بدونومونوسره يادوئ!له ايمان راوړلووروسته په فسق کي نوم پيداکول ډېره بده خبره ده.
کوم کسان چي له دې چلندڅخه راوانه وړي،هم هغوی ظالمان دي .
اې مؤمنانو!له ډېرو ګومانوکولونه ډډه  وکړئ،چي ځيني ګومانونه ګناه وي،تجسس مه کوئ!اوله تاسونه دي څوک دچاغيبت نه کوي!آياپه تاسوکي داسي څوک شته چي دخپل مړه ورورغوښي  خوړل خوښ کړي؟تاسوپه خپله له دې نه کرکه کوئ،له الله نه ووېريږئ!اوالله ډېرښه توبه قبلوونکی اومهربان دی.
6.دمسلمانانوسره په خوشحالۍ،غم،تکليف اسانۍاوپه هرحالت کې  ملګرتياکول :دمنافقانوپه څېربه نه کيږئ چې دخوشحالۍ په حالت کي دمسلمانانوسره وي  خوکه څه تکليف ورته پېښ شي نوبياترې ملګرتياشلوي الله تعالی فرمايې:الذين يتربصون بکم فان کان لکم فتح من الله قالواالم نکن معکم وان کان للکافرين نصيب قالواالم نستحوذعليکم ونمنعکم من المؤمنين (النساء\141)
هغه کسان چي  ستاسوپه هکله  انتظارباسي،که دالله له لوري بری ستاسوپه برخه شي، نودوی وايي:آياموږله تاسوسره نه وو؟
که دکافرانولپاره برخه وي (هغوی جنګ وګټي)نوهغوته به ووايي چي آياموږستاسوله جګړې نه وومنع شوي؟ اوموږتاسوله مسلمانانوڅخه ونه ساتلی؟
7. دمسلمانانوزيارت کول،له هغوی سره لېدل خوښول اوله هغوی سره يوځای کېدل،په حديث قدسي کې راغلي دي :وجبت محبتي للمتحابين فيّ{زمامحبت دهغه چالپاره واجب دی چې څوک زمالپاره له يوه بل سره محبت کوي}
په يوه بل حديث کې راغلي دي :يوسړی دبل داسې چاملاقات ته ولاړ،چي دالله لپاره يې ورسره ورورولي وه،الله پاک يوه ملايکه وروليږله،په لارکي يې ورسره وليدل اوترې ويې  پوښتل چې چرته ځې؟هغه ورته وويل:زمايووروردی دالله لپاره دهغه دليدلولپاره ځم!ملايکي بياورته وويل:بل څه غرض دي شته په ملاقات کي ئې؟هغه وويل : بل مې هيڅ غرض نشته يوازې داچې دالله لپاره ورسره محبت لرم! ملايکي ورته وويل:زه تاته دالله تعالی استازی يم ددې خبردرکوم چې الله جل جلاله  ستاسره محبت لري لکه څنګه چې ته دهغه سړي سره دالله لپاره محبت کوې .
8. دمسلمانانودحقوقواحترام اودرناوی کول:ديوه مسلمان په سوداکې ورلوېدل هم جايزنه دي لکه څنګه چې په حديث کې راغلي دي:لايبع الرجل علی بيع اخيه،ولايخطب علی خطبته {يوسړی دې دخپل ورورپه بيع باندې بيع نه کوي اونه دې د خپل ورورپه مرکې باندې مرکه کوي.
ددې حديث مطلب دادی چې که يوسړی دبل چاڅخه يوشی رانيسي نوبل مسلمان دې ترهغه پورې په مينځ کې نه ورلويږي ترڅوچې هغوی ځواب سره اخيستی نه وي،که يوڅوک يوچاته دنکاح لپاره  مرکه وکړي نوترهغه وخته پورې به هغه ته مرکه نه کوي ترڅوچې هغوی ځواب نه وي سره اخيستی، که هغه ځواب ورکړونوبيامرکه کول له هغه وروسته جايزدي،دادمسلمان  پربل مسلمان حق دی چې دهغه په مرکه اوکاروبارکې به نه ورلويږي .
9.په مسلمانانوکې دکمزورو سره نرمي اوپه هغوی باندې رحم کول  په حديث کې راغلي دي:ليس منامن لم يو قر کبيرناويرحم صغيرنا.هغه څوک  زموږ(دمسلمانانو)له ډلې نه دی چې زموږ دمشرانوعزت اودرناوی نه کوي اوپرکشرانوشفقت اورحم نه کوي .
10. دمسلمانانولپاره دُعاوې کول اودهغوی لپاره استغفارغوښتل الله تعالی فرمايې:واستغفرلذنبک وللمؤمنين والمؤمنات {محمد\19}}دخپلي ګناه لپاره هم بخښنه وغواړه او د مؤمنانو نارينه وو او مؤمنانوښځولپاره هم او د مؤمنانوصفت الله جل جلاله  داسي بيان کړی : ربّنااغفرلناولاخوانناالذين سبقُونابالايمان (:الحشر:10)
مؤمنان هغه دي چې داسې دُعاوى کوي)اې زموږربه موږته اوزموږهغووروڼوته بخښنه وکړې چې ترموږپه ايمان راوړلوکې مخکې شوي دي..
دايمان بله مهمه شعبه دبراء(دالله تعالی لپاره دوستي کول)ده،هغه به انشاءالله تعالی بيابيان کړو.
وصلی الله علی نبينا محمد وعلی اله واصحابه اجمعين

Previous Older Entries

Follow

Get every new post delivered to your Inbox.

Join 710 other followers

%d bloggers like this: