افغان کرکټ په نړۍ کې (۹) خو فټبال (۱۲۷) مقام لري


په افغانستان کي د کرکټ لوبي چټکه وده ددې سبب سوې، چي نړيوالو ته ددغه هيواد ښه انځور وړاندي کړي او د افغان کرکټ  افغان فټبال بهرنيانو هغه منفور افکار تغير کړي، چي ددې هيواد د نوم له اورېدلو سره به يې، په خپلو ذهنونو کي ترسيمول.

د کرکټ لوبي ودي او په دغه ډګر کي د لوبغاړو بې سارو او نه تصور کېدونکو برياوو، نه يوازي په دنيا کي افغانستان کي نيک نامه کړى، بلکه په کور دننه يې هم هغه ولسونه، قومونه او پرګنې سره يو ځاى کړي، چي کلونه کلونه يې د مختلفو مشاکلو او منازعو له خاطره يو بل ته سنګر نيولى و.

د افغانستان د کرکټ فدراسيون (وروسته بورډ سو) په ١٩٩٥ کي رامنځ ته سو چي په ٢٠٠١ زېږديز کال کي يې د کرکټ د نړيوالي شورا ICC د دريمي درجې غړيتوب تر لاسه کړى او بيا دوه کاله وروسته د کرکټ د آسيايي شورا غړى سو.

د کرکټ نړيوالي شورا د درجه بنديو سره سم، د افغانستان کرکټ په نړۍ کي ٩ ځاى لري، چي د بنګلدېش او زيمبابوې په شان هيوادونو څخه چي د کرکټ نړيوالي شورا دايمي غړي دي، هم مخته دى.

د کرکټ نړيوالي شورا د معلوماتو سره سم د افغانستان د کرکټ ټيم هم د طالبانو د حکومت تر سکوت وروسته په ٢٠٠١ کال کي جوړ سو او دغې لوبډلي په يوازي اتو کلونو کي د نړيوالو يو ورځنيو لوبو کولو امتياز تر لاسه کړ.

د افغانستان کرکټ لوبډلي په خپل ډېر لنډ سپورټي مزل کي د يو ورځنيو لوبو د امتياز تر لاسه کولو ترڅنګ د ٢٠١٠ زېږديز کال د فبرورۍ په مياشت کي يو بل امتياز هم تر لاسه کړى او په دې توګه سره مستقيماً د همدې کال د کرکټ نړيوالي شورا د شل اووريزه لوبو په نړيوال جام کي د هند او سويلي افريقا د قوي ټيمونو پر وړاندي ولوبېده.

کرکټ لوبډلي په همدې جام کي د ګډون له برکته د افغانستان ملي سرود په ټوله نړۍ کي په خلکو واورېدى او هم يې ددغه هيواد بيرغ پر ميليونونو سکرينونو نړيوالو ته وښووى.

يادي لوبډلي تر دې جام پوره دوه کاله وروسته په سريلانکا کي کېدونکي د شل اووريزو لوبو بل نړيوال جام ته لاره پيدا کړه او د ٢٠١٢ کال د سپټمبر مياشتي پر ١٩ د هند او د همدې مياشتي پر ٢١ نېټه د انګلستان کرکټ لوبډلو پر وړاندي ولوبېدل.

د افغانستان لوبډلي په خپل لنډ لوبيز ژوند کي د چين په سياليو کي د پاکستان لوبډلي ته ماته ورکړه او داځل يې بيا د سهيلي آسيا د راوړاندي کېدونکو لوبډلو په کپ کي د هندوستان د ١٩ کلنو لوبډلي ته تاريخي ماته ورکړه.

دغي لوبډلي د کرکټ نړيوالي شورا د دوهمي او دريمي درجې هيوادونو د شل اووريزو، يو ورځنيو او ټسټ لوبو اتلولۍ هم ګټلي او اوس هم د ياد سوي کپ دفاعي اتله ده.

افغانستان داځل يوازي دوې لوبي شاته دى، چي د کينيا سره کېدونک دي او ددې لوبو تر ګټلو وروسته به سمدلاسه د ٢٠١٥ کال د يو ورځينو لوبو نړيوال جام ته لار باسي او يو ځل بيا به د نړيوالو سره پوه يوه کتار کي دريږي.

د افغانستان کرکټ ټيم د بېلا بيلو کپونو او اتلوليو د ګټلو ترڅنګ د هند، پاکستان، بنګلدېش، اسټراليا، سويلي افريقا او انګلستان په څېر غښتلو لوبډلو سره هم خورا پياوړي لوبي کړي او د ښه کارکرديګو له امله يې نړيوال شهرت هم ترلاسه کړى دى.

د ٢٠١١ کال د نومبر مياشتي پر ١١ د افغانستان د ښځينه کرکټ ملي لوبډله هم جوړه سوه او ددغه هيواد کرکټ په کور دننه دامهال څه باندي ٢٨٠ زره لوبغاړي لري.

افغانستان کې په ډومېسټیک کرکټ کي د خورا ډېرو برياوو په درلودلو سره وتوانېدى چي سږ کال د کرکټ نړيوالي شورا څخه د دوهمي درجې غړيتوب تر لاسه کړي او په دې توګه له هغو هيوادونو څخه وړاندي ولاړ سي، چي د ښو امکاناتو د درلودلو ترڅنګ يې تر پنځوس او شپېته کاله کرکټ وروسته هم د دوهمي درجې غړيتوب نه دى تر لاسه کړى.

افغانستان دامهال ٣٥ ټرف فېچونه، ٣٨ ميدانونه، ٢٢ د عالي درجې کرکټ روزونکي او ٢١ تنه په لوړه کچه روزل سوي کرکټ امپايران لري.

په کرکټ لوبه کي د افغانستان لاسته راوړني خورا زياتي دي، ددې هيواد د ملي لوبډلي ترڅنګ د ١٩ کلنو څخه د کم عمره لوبغاړو ټيم هم په نيوزيلينډ کي د کرکټ نړيوال جام لوبولى او خورا پياوړي ټيمونه يې د ماتي پر ټغر کښېنولي دي.

د افغانستان د کرکټ لوبي د دومره لويو وياړونو سره سره بيا هم د دولتي دوايرو، رئيسانو، چارواکو او لوړپوړو کړيو او سړيو توجه نه ده جلب کړې، څومره چي د نړۍ په سطحه په ١٢٧ درجه کي ددغه هيواد د فټبال لوبډلي جلب کړې ده.

د افغانستان فټبال لوبډله له ٣٧ کلن ځنډ وروسته په کابل کي د پاکستان پر وړاندي تر کوربتوب او وروسته د سويلي آسيا د فټبال فدراسيون په سياليو کي تر وروستۍ بريا مخکي په نړيواله کچه ١٣٩ ټيم شمېرل کيدى، چي په درجه بنديو او لاسته راوړنو کي په هيڅ صورت د کرکټ لوبډلي سره د پرتلې وړ نه دى.

د افغانستان د کرکټ ټيم دوه ځله د کرکټ په نړيوال شل اووريز جام کي ګډون کړى او د ٢٠١٥ کال د ٥٠ اووريزه لوبو له نړيواله جام يو قدم شاته دى، پداسي حال کي چي د فټبال په نړيوال جام کي د افغانستان د ملي لوبډلي د ګډون کولو تصور کول هم ګناه ده، لا هم چا په فټبال نړيوال جام کي د افغانستان ګډون نه دى پېش بيني کړى او لا يې هم څوک د ګډون کولو خوب نسي ليداى.

د اسټراليا، هند، پاکستان، بنګلدېش، انګلستان او سويلي افريقا چي افغانستان ورسره لوبي کړي د کرکټ نړۍ مغروري او مخوري لوبډلي دي، څنګه چي په فټبال کي برازيل، هالنډ، فرانسه، جرمني، انګلستان او اسپانيا دي.

په دې کې شک نشته چې افغان فټبالران دستایلو وړدي ،ځو ولي افغان ولسمشر او دهیواد نور لوړرتبه چارواکي‌زموږ دهیواد کرکټ ته داسي پاملرنه نه کوي لکه فټبال ته چې وشوه ؟

پلټنه او راپور : خبریال ډاټ کام اداره

http://www.khabarial.info/archives/95356

ځوانيمرګه غزاله جاويد – دمخالفو او مينوالو له نظره


غزاله لا دخپلې ځوانۍ شلم پسرلي نه وو بشپړ کړې چې دښایست او ښکلا دښمنانو یې په نرم او سپین وجود باندې دتور ټوپک ګولۍ و ورولې.

د معمول نه خلاف په دغه شپه دملګرو سره مو بنډار وو چې نژدې دشپې څه کم ۱۲ بجې دپاکستان جیو تلوزیون کې دغزلې دمرګ بیړني خبر خپور شوو خو ډيرجزیات ورسره نه وو ماهم انټرنیټ راواخیستو او په ویب پآڼو کې مې دغزلې دمړینې خبر لیدو خو یوازې مې په خبریال ویب پآڼه کې بیاموند چې له دې سره هم ډير جزیات نه وو خو شپه وو تیره شوه سهارهم وختي مې ویب پآڼې ولیدلې او زیات جزیات مې ترلاسه کړو چا یې پړه په وسلوالو اچولې وه او چا یې په پخواني میړه جهانګیر خان باندې.

مابه چې انټرنیټ کتلو هرې خواته به دغزلې دژوند او مړینې تصویرونه اچول شوې وو چې خدای شته ډير راته زړه در دونکي بریښیدل، که څه هم چې زه دغزاله جاوید دغزلو دومره مینوال هم نه وم خو د غزلې دحسن دښکلاء څخه هم نشوم منکریدای.

په کوزه پښتونخواکې خو ځينو لیکوالو او دغزالې د دیرې او ډنډې ملګرو یې ویډیوګانې هم خپرې کړې وی چې لیدل یې زما تر وسې پورته خبره ده، زه نه یوازې دغزلې دمړینې ویډیوګانې نشم لیدالای بلکې د رباني، مسعود، ملا دادالله او صدام حسین ویډیوګانې هم نشم لیدلای بس دامې نازک او ویرجن طبیعت دی.

خو دغزالې مړینې له ځان سره په فیس بوک  او په ویب پآڼو کې بېلابېل غبرګونونو له ځان سره درلودل خو ډيری اکثریت ځوانان،پښتانه، مسلمانان او ددې مینوال پرې خفه وو خو دګوتو په شمېر خلکو داسې کمینټونه ورکول چې اسلام مبارک دین څخه ناسمې پوهې له امله به یې پداسې حال کې دځان پرته ورته بل څوک مسلمان هم نه ښکاري ویل به یې چې دغزلې په مړینه مه خفه کیږي ښه شوه چې مرداره شوه او…..

کله چې کور ته راغلم نو خدای شته چې دغزالې مړینې  او ددغه داسلام دین څخه د ناپوهو لیکوالو نظرونو راباندې غم ساعت په ساعت زیاتیدو او پړ مخه پروت وم له ځان سره مې فکرونه کول دپښتون قوم باندې تپل شوې جنګونه، دپښتون قوم نا داني او بیا دپښتون لخوا دپښتون د ټکولو ویرونه وول چې زه یې ارام ته نه پریښودم او دغزالې مړینې خو به دغه لنډۍ راپایدوله او ان دشپې په خوب کې مې هم له ځان سره زمزمه کوله


اول مې فکر درته نه وو

اوس مې دزړه سترګې کږي درپسې دینه.

او یاهم

دپښتنو په وطن مینه کوي

هیڅ نه ویریږي له ټوپکه جلۍ

ما دشپې ډير تلویزینونو ولیدل خو د ژوندون تلویزیون پرته مې په نورو پښتنو تلویزیونو کې دغزلې په اړ مې کوم پروګرام ونه لیدو یوازې له ژوندون سره پاتې شوم او هغه هم دغزالې وروستۍ او اخري کنسرت چې د کوچني اختر شپې لپاره په ژوندن کې ۵ شپې دمخه ثبت شوې وو

ماته ډيره په زړه پورې داوو چې نن غزله خاورو ته سپاري خو ددې دخولې که ژوند  ورسره یاري وکړي خپلو پښتنو ته به دخفګانونو پرځای خوشحالوونکي نوې نوې سندرې وایي………………….؟

غزالې د روژې په اړه ویل چې پیښور کې روژه سخته یې خو زه دلمانځه پر وخت لمونځ کوم او نوره روژه په خوب تیروم دغو خبرو راته دهغو پښتنو لیکوالو کمینڼونه را یاد کړل چې غزاله یې کافره بوله.

زه ددغه اسلام ټیکه دارانو ته وایم چې  په اسلام کې زنا کول، غیبت کول،شراب ځښل،دمسلمان زړه ازارول، قتل کول او ناحقه مسلمان وژل ټول ناوړه عملونه او کبیره ګناهونه دي او موسیقي او سندرې خو ددې څخه په ښکته کچه دی چې منکراتو ته شاید ورسیږي او کنه نه ملایانو نو قاضی حسن حقیار خو یې درسر داسې نه مني لکه تاسو یې چې وایي..

په هرصورت که موږ داسې فرض کړو چې غزالې سندرې ویلې، نڅاء یې کوله او……………….کول نو اوس پوښتنه داده که یو مسلمان دا کارونه وکړي نو په دغو عملونه کافرشو؟؟؟ ایا په اسلام کې ددې د وژنې حکم شته؟؟ او یا په بل کوم اسماني دین کې یې وژل وراء دي؟؟؟

نه ملا صاحبان به یې هیڅکه هم ثابته نه کړي او موږ هم داسمان نه یو را غورځيدلي اسلام کې پيدا شوې یو، اسلام مو لوستې دی او اسلام مو دژوند طریقه ده خو دملا په څير نه چې داسلام نه یې چاړه جوړه کړې خپله پرې خربوزې خوري او موږ ته یې په خیټه رامنډي.

په اسلام کې هرڅه معلوم دی ( الحلال بین والحرام بین) نو ملاصاحب ته اړتیا نشته چې له ځانه فتوا ورکړي. په اسلام کې د یوکس ژوند اخیستل او په هغې پریکړه کول دمحاکمو او حکومت واک دی نه دکوم  اخوند او ملاء…

دغزاله د خپل پلار سره یوځای په ډيره مظلومیت کې د وسلوالو لخوا مړه شوه چې د اسلام له نظره دیوکس مړینه په ناروا سره دبل چا لخوا چې د ژونې حق یې پرې نه لري پدې صورت کې دغه مړینه شهادت دی او دغه مسله په اسلام کې ثابته ده. دغزلې اعمال، سندرې  او کړنې هم دالله پورې اړه لري او مهربان خدای خپل حق بنده ته بخلي شي خو دبل بنده حق چاته نشي بخلای او دغزالې معامله او حساب هم دالله سره ده نه دکوم بل چا سره خو مرګ یې مظلومیت او شهادت دی.

ما له ډيرو خلکو وپوښتل داسې څوک مې پيدا نه کړل چې په غزله دی خفه نه وي خو د اسامه په مرګ مې هم  ډير پوښتلي وو خو داسې څوک نه وو چې پرې خفه وي!

دغه لیکنه دغزالې په هغه  مرکې ختموم چې ژوندون تلویزیون کې یې کوربه ته دښکلا په اړه ویلي وو چې ښکلاء ژر ختمیږي خو اواز تر ډيره پاتې کیږي.

پښتنوکه غزله له لاسه ورکړه خو دغزلې خوږ غږ او مظلومیت به یې تر ډيره په زړونو او فکرونو کې پاتي وي.                               ( روح یې ښاد ا ویاد یې تل)

رحیم ګل صالح

غیرت داسې وي؟


سړی له عمره پوخ و او داسې ښکاريده چې د ژوند بيړۍ يې له څلويښتو كلونو ډېر مزل كړی،له څېرې وارخطا مالومېده او شېبه پر شېبه به يې دروازي ته وركتل،د كلينک په انګړ كې څو نور كسان هم ناست ول او د انتظار شېبې يې شمارلې،سړي به كله ساعت ته او كله دروازې ته سترګې ور واړولې،نا ارامه مالوميدو،زه يې خواته ناست وم،ترې ومې پوښتل ولې ورخطا يې؟

لږه شېبه يې زما خبري ته پام نه و، بيا يې وروسته په دويم ځل پوښتنې سره خوله په خبرو راغله،

د يكې يوې مشرې اينګور مې د زيږون وخت را رسيدلى،

بېا غلی شو ،پوښتني مې ترې شروع کړې،

نور زامن دې نشته؟

سړي وويل: نه!نورې مې ټولې لوڼه دي.

مكتب وايې؟

سړي برګ برګ را وكتل وېې ويل:

اوس ځان وشرموم، اخیر د پښتو وطن دی، خلک به څه وايې چې په لوڼو سبق وايې،

ځان بې غيرته كولای نشم،تربوران لرم،هغه به بیا ګډې وډې کېسې کوي.

نو اينګور دې ولې كلينک ته راوړې؟

زما خوښه نه وه، زړه مې درزېږې چې دلته خداى مه كړه دلته څه پرې ونشې؟خو،زوی مې سهار هم له عربو راته ټيليفون كړی و، چې مېرمن مې ډاكټرې ته يوسئ،

سړی لږه شېبه غلی وو،شاوخوا ېې وکتل، بيا ېې خبرې شروع کړې

را مې وړه…. خو زما خوښه نه وه، هسې د زوى مې ومنل،زمونږ وخت كې به چې د چا كره ماشوم پيدا كېده، نو د كلي يوه زړه ښځه به ورسره وه،دومره غمونه يې نه و،بس يا به د مور وخت پوره و، يا د ماشوم ،د خداى چارې وي،مونږ پكې دومره ګوتې نه وهلې،

سړی لا په خبرو اخته و، چې دروازه خلاصه شوه، يوه عمر خوړلې ښځه ترې راووته او سړی په بيړه ورپاڅېد،

شېبه وروسته يې تندى وغوړېد، او په خوشالي را روان شو،لمسى يې پيدا شوى و،ويل يې د اينګور حالت مې نازك و، او ډېره وينه يې ضايع شوي وه، خو د ډاكټرې په هڅو يې صحت اوس د ډاډ وړ دی، او ژوند يې وژغورل شو،سړي ورته دعاګانې كولې او له خوشالى په جامو كې نه ځايده،

دا د خوست په یوه لرې پرته ولسوالۍ کې د یو شخصې کلینیک حال و،زمونږ خلک لا هم د جهالت په خوب ویده دي،دوی ځینې داسې کارونه په غیرت پورې تړې چې هغه په اصل کې د بې غیرتی کار وي،دوی فکر کوې چې په خور او لور سبق ویل، بې پښتو کار دی،خو چې سبا مریضه وی نو له هیواده بهر ډاکټر یا ډاکټرې ته ور وستل ورته بې پښتو کار نه بریښې،

که په کور کې مونږ لوستې مور ولرو نو راتلونکې څو نسلونه به ورسره لوستې وي،خو

زیاتره پښتانه دا عادت لرې چې جنګ کول خوند ورکوې،خو له عسکری یې زړه تور دی،سندرې اورېدل خوند ورکوې خو سندرغاړو ته په ښه سترګه نه ګورې او په بیلا بیلو سپکو نومونو ېې یادوې،

په خور او لور تعلیم ورته شرم ښکارې خو بیا بهرنې کلینیک ته  ېې ور وستل هیڅ باک نه ګڼې،

که زمونږه ولس کې لږ شعور را پیدا شې او په کلو بانډو کې د علم شغلې خورې کړي،د زامنو تر څنګ په لور هم تعلیم وکړې نو سبا بیا دې ته مجبور نه شې چې بهرنۍ کس دې زمونږ خویندې میندې وګورې،ولې ېې زما ورور او خور ونه ګورې؟

که زما ورور ډاکټر وي،او میندي خویندي مو ډاکټرې وي،نو هم به له بهرنې ستم خلاص او هم به مو ټولنه  د سلامتی په روانه شې،

خو ولس داسې شوی چې په هر کار کې درته پښتو او اسلام مخې مخې ته کوې،خو په اصل کې به هغه کار په دواړو کې جائز وي،

خو د دوی له جهالته داسې ناجائز پیژندل شوی وي.،

طــالــــبه که جنګیږي، نو بیا نــــــــــــــــــــــــــــــر غوندې وجنګیږه!!! تښته مه!!!


درنو دوستانو پرون نوروز و، د نوى پسرلې رنګينه ورځ،په زياتره سيمو كې ميلې وې، خلكو خوشالې كوله هر چا به ويل كه نن درباندي څه تير شول ټول كال به د همدا حال وي،د افغانستان په يوه لرې پرته سرحدې سيمه كې لمر خپلې زرينې وړانګې يه شنو پټيو،له ګورګورو ډک دنګو غرونو،او له خټو جوړ خړو كورونو وشيندلې.

كليوالو خپل سهار په خوشالۍ پيل كړ،چا پټي اوبول ،چا ونې كينولې، او ځينې كسان په نوى جوړيدونكې جومات كې په كار لګيا و،زه نن اوزګار وم له سهاره مي طبيعت ښه نه و، ورځ راباندې نه تیریده،نيمه ورځ راباندي په ډيره سختى تيره شوه،د نورو كالونو برخلاف دا ېيڅووم كال و چې پدې ورځ مې ميله نه وه كړې،ورځ تيريده زه هم اخير د مازديګر درى نيمي بجي د پټيو په طرف روان شوم،لا رسيدلى نه وم چې درز شو،سمدستې مې پروت وکړ او زمونږ له كلي سره نږدي امريكايئ هډي څخه خړي لوخړي پورته شوى.

طالبانو له کورونو څخه په پوځې هډه د هاوان مرمۍ وداغله او وتښتیدل،خو له دوی وروسته ناټو او اردو واله سخته جګره پيل کړه،د نارنجك،هاوان ،فيكه،راكټ او ډول ډول ميزايلو بې شماره ګولي ناټو په كلې وراولي،جنګ شيبه په شيبه سختيده او هوايئ قواو هم خپل راكټ ويشتل په پټو او كروندو كي ماشومان ځوانان ښځي او سپين ږيري د مرګ په خوله كي پراته و ،جنګ لا نيم ساعت نه وتلي چې په بېړه مې په موبايل كې جيبې قران كريم خلاص کړ ياسين شريف او نور سورتونه مې لس لسځلي ولوستل او خداى ته مي دعا وکړه چې ياالله ته ټول مسلمنان په خپل امان کې وساته زما خو هيڅ وس نشته…..

د درندو او سپکو وسلو سلګونه او زرګونه ګولې به کلې وریدې،خو اخیرجنګ تر دوه ساعته وروسته غلى شو،زه هم د نورو كسانو سره د نړيدلو كورونو يه طرف په بيړه ورغلم د كلي لوى جومات په څنډو‌ بې شماره هاوان لږيدلې و خو جومات خداى پاك ترې ساتلى و ،په داسې حال کې چې جومات ټول له مزدورانو ډک و،خو خدای ټول روغ رمت ساتلې و،له جومات ور اخوا په يو كور وننوتم كور كې د ماشومانو او تور سرو كريغي او وير اخيري حد ته رسيدلى و.

د کور برنډه او دوه کوټې ناستې وې او خړې لوخړې ترې ختې . كور نيم له منځه تللى و خو ماشومان او ښځي د كوټي په ړنګو كونجونو كې خداى پاك په سره اور كې ساتلي و،ددي څخه وراخوا دوه نور كورونه هم لږيدلي و خو يوازي څو كسان سرسري ټپيان و نوره خداى تري ساتلي و،د کورونو دیوالونه چې ما وکتل نو داسې ځای مې پکې پیدا نکړ چې مرمۍ پرې لږېدلې نه وې
،خدای ج د تولو مسلمانانو ته باقې خیر کړې.

طالبان په پښتنو داسې حال راوړی دی چې، دا یوه ورځ یې هم خوشهالی ته ورپرینښوده!

دوی ښه پوهیږي چې مونږ ټول دې نوي کال نوې ورځ لمانځو.  دوی دا یوه  دې خوشالی ورځ هم مونمږ ته نه پریږدي؟ زمونږ ورځې یې را تورې شپې کړې!

طـــــالــــــــــــــــــــــــــــــــبه که جنګیږي، نو بیا نر غوندې وجنګیږه!!!

تښته مه!!!  بې ګناه پښتانه شاه ته مه پریږده!!!

جنګونه مو غرو ته یوسه چې بې ګناه پښتانه په کښې ووژل نشي!!!

زمونږ کورونه مو برباد کړل او زمونږ خوشالی مو رانه واخسته!!!

پښتونه!!!


په لوی مارکیټ کې  د هټیو مخې ته د ډول ډول مرغانو پنجرې ایښې وي،د ننه پکې رنګارنګ چرګان او نور مرغان ښکارېدل،ځینې غټ،څه ډنګر ، ځینې مریض او مړاوې ښکارېدل،

دوکانداران یې مخې ته ناست ؤ،چې کله به هم کوم اخیستونکی راغئ، نو پنجره کې به ېې د پلورنکې په ملتیا چرګان خوښول،په لږه شیبه کې به سړې چرګ په نښه کړ او دوکاندار به پسې لاس ورننویست، چرګبه شور جوړ کړ ،یو خوا بلې خوا به یې وزرونه ووهل ،خو اخېر به یې پښه تړلی ژوندی اخیستونکې ته ورکړ، او یا به یې د چرګانو مخې ته پرې چاړه راتیره،له چرګ به وینو دارې وهلې او پنجره کې ایسارو مرغانو به په مړاوې انداز ورکتل،دوی لیدل چې شېبه به شېبه یې ملګرې حلالېږ،ې او د دوی وار هم را روان دی،خو د ټولو حواس مړاوی شوې و،که له وسه یې څه پوره هم وو خو نه ېې شوای کولای،

یوازې هغه مرغه به د خلاصون هڅې کولې چې د چړې لاندې به پروت ؤ،نورو به ری هم پرې نه واهه،

دا د خوست ښار د چرګانو کوڅې حال دی،ما چې نن دوی ولیدل، نو پښتانه هم همداسې راته ښکاره شول،هره ورځ نوې خبرونه د پښتون په وژلو جوړیږې،
په دې تیرو ورځو کې څومره پښتانه له منځه لاړل؟

ننګرهار کې په واده برید ۹ تنه وژلې،

بله خوا پښتونخوا کې غبرګو ځانمرګو سل پښتانه ووژل
پکتیا کې پر ساختمانې شرکت د وسلوالو  برید ۴۰ کارګران وژلې،
پیښور بمې چاودنو ۴۰ پښتانه ووژل
دا خو لا زاړه خبرونه و،هره ورځ ځانمرګی پښتون وژنې.

هره ورځ پښتون میشته سیمو کې پښتون مشر ،کشر د طالب،القایده او جاسوس او نورو نومونو وژل کیږې او نور به هم ووژل شې،
له کورونو او جوماتونو نیولې تر پوهنتون او مکتب پورې بمبارې او چاودنې کیږې،خو چې کله پکې بې ګناه پښتانه ووژل شي،یو طرف ترې بخښنه غواړې او بله ډله ورته  اجر غوښتنه کوي،
خو پښتانه اوس داسې حالت ته رارسیدلې چې، په کور یې نه وي راغلې  له خولې غږ نه اوباسې،

د دسيسو او توطئو خبرې زموږ د شنونکو ، کارپوهانو او حتی عوامو په خبرو کې اوريدل کيږي . يو زيات شمیر خلک اوس هم په مجلسونو کې دا خبره مطرح کوي ، چې انګريز زموږ تاريخي دښمن دی او غواړي دا غچ له موږ نه واخلي چې دوی ته مو څو ځلې تاريخي ماتې ورکړي وې او دا افغانان وو ، چې د دوی غرور  يې په نړۍ کې مات کړی . زموږ ځينې افغانان هم په دې هکله  لږ افراط کوي او هرې پیښه کې ،که د کلي او سيمې په کچه  هم وي په هغه کې د انګريزانو ﻻس ويني .

د دغو خبرو د سموالي او ناسموالي په هکله مطلق حکم کول مشکل دي لیکن د بريتانيا د پخواني لومړي وزير چرچهیل دا خبره مې په ذهن کې وګرځيده چې ويلي يې وو: „ موږ داييمي دوستان او داييمي دښمنان نه لرو خو موږ داييمي ګټې لرو „ .نن سبا پښتون له انګرېز او عرب زیات په خپله پښتنو وژلئ

همدا پښتون دی چې ځانمرګی برید کوي،ښوونځی سوځوې،د پښتون په جاسوسۍ بې ګناه خلکو باندې بمبار کیږې،مشران دوی وژنې او……

د پښتنو شعور اوس مړاوی شوی دی، دوی اوس د چرګانو په ډول پنجره کې ژوند کوې،که کوم پښتون دې اغیار پکار شي نو د غدارو لیډرانو په واسطه همدا پښتون لاس تړلی یا حلال ور کوې ،خو تر اوسه یو پښتون هم ما ونه لید، چې اوس وخت کې ېې د وحشت په ضد بغاوت کړی وي،یا به د ولس شعور  مړاوی شوی یا حالاتو دې ځای ته راوستلې چې له خولې غږ نه شي باسلی،که په چا راشې نو صرف هغه ژاړې او ولس ورته مړاوې مړاوې ګورې،

که مونږ یو نه شو،د وحشت په حلاف بغاوت ونه کړو،د ظلم مخه ونه نیسو نو یو به یو به وژل کیږو او داسې ورځ به راځې چې دپښتون په نوم به هیڅ څوک هم نه وي،
نوره راویښ شئ،نیکونو مو ویاړونه ګټلې ،لږ مټو کې همت پیدا کړئ چې سبا خو لمسیانو ته څه ویاړونه ورپرېږدو!!!!!!!!!!!!!!!

پښتو متلونه


چرته چې ډب وي هلته ادب وي

مرګ د اوبو وار دی نن په ما ، سبا په تا.

په منډه نه ده په ټنده ده

چې لاړ شي تر بلخه در سره ده خپله برخه

اصل له خطا نشته کم اصل نه وفا نشته

الوتي مارغه په لاس نه راځي

که توفیق د اتفاق پښتانه مو ممي ـ  زوړ خوشال به دوباره شي په دا ځوان

یو خوا ډاګ دی بلخوا پړانګ دی

کوهي مه کنه د بل سړي په لار کښې ـ چرې ستا به د کوهی په غاړه لارشي

قول و بول په ژوندون نشې نورولئ ـ ځکه ځان په قول وژني پښتانه

که سل کاله ژوندی یی، اخیر دګوربنده یی.

ژوند د مرګ انتظار دی.

په ښو کې تلوار په بدو کې ځنډ.

نرمه غاړه چاړه هم نه پرې کوي.

خبل عمل د لارې مل.

صبر سرور دی.

صبر تریخ دی خومیوه یې خوږه ده.

بیړه شیطان کوله پرې لعنت شو.

په توره شپه کې هر څوک ډاریږي، خو څوک حال وایي او څوک یې نه وایي.

که اسمان دې زمري په خوله کې ورږړی ، د زمري په خوله کې مه پریږده همت. (خوشالخان خټک)

چیرته چې صبر نشته ، هلته پوهه هم نشته.

ښه وکړه، دریاب ته یې واچوه.

چې ښه کوې بد به نه وینې.

پاک اوسه ، بې باک اوسه.

چیرته چې مصلحت وي ، هلته عدالت وي.

که په پردۍ ځمکه نیالګي کینوې ، د تبر غږ به واورې.

د عدالت په وخت کې ګیدړه او زمری یو ځای اوبه څښي.

بې هنره سړی د بې میوې ونې په شان دی.

ښځه د نر جامه ده.

امیر چې ظلمکار وي، اوربل په ټول دیار وي.

زړه ور یوه ورځ مري او بې زړه هره ورځ.

سردې لاړشي، مال دې لاړشي، پت دې نه ځي.

د تورې زخم جوړیږي، خو دژبې زخم نه جوړیږي.

د بدې خبرې سل کاله عمر وي.

انسان په خبرو او څاروی په رسۍ وتړه.

په توره هر څوک مري سړی هغه دی چی په خبرو مړ شي.

ژبه د عقل تله ده.

د ژبې اعتبار دقوم اعتبار دی.

تیزه ژبه دلال ته پکار ده.

څوک چې اوږده ژبه لري عقل یی کم وي.

چې زهر جنه ژبه لري، زهر به وڅکي.

ژبه د زړه کونجي ده.

د پښې د خوییدو چاره کیږي، خو د ژبې د ښوییدو چاره نه کیږي.

د هر سړي عزت په خپل لاس کې دی.

ریښتیا زوال نه لري.

ریښتیا ویل ترخه دی، خو میوه یې خوږه ده.

په تهمت رنګ شوې جامې په صابون نه سپینیږي.

ریښتیا خبره تیږه ماتوي، او ورانه خبره سر ماتوي.

د ریښتینې انسان ملګری خدای دی.

درواغجن دخدای دښمن دی

د درواغو منزل لنډ وي.

د لمر له وړانګو، او د خان له خندا وویریږه.

کبر د ناپوهۍ اوهلاکت پیل دی.

کبر داسې خواږه دي، چې اخر خپل زبیښونکې وژني.

پردی جنګ نیم اختر دی.

توره سره ښه ده ، خو نه د ورور په وینو.

په جنګ کې یو ګام د سلو کالو لار ده.

د جنګ میدان په پښو نه وهل کیږي.

روغ صحت نیمه بادشاهي ده

طالبان چې ملا محمد عمر ته په غوږ وي، ژوند به داسې وي!


اوله برخه

دوهمه برخه

دریمه برخه

ما له رڼا راکۍ


د ځانمرگو له پښتنو سره ولې ورانه ده؟/ شمس پښتون


ځانمرگو بريدونو ته مې دا څو وخته کيږي، چې دقت کړى دى. اخر مې پرون ( يکشنبه د  حمل ٢١) نيت وکړ، چې د زړه بړاس په دې څو کرښو کې وباسم. 

 

د تاند وېبپاڼې خبر دى، چې د کابل په ارزان قيمت کې ځانمرگى بريد شوى دى، لس ملکيان يې تپيان کړي دي. 

ارزان قيمت د پښتنو سيمه ده. 

 

دوه درې ورځې وړاندې په کندهار کې څلورو ځانمرگو بريد وکړ. دوه کسه يې له پوليسو سره په ډزو بوخت ول او ووژل شول. دوه نور يې په امبولانس کې سپاره شول او د پوليسو په لور ورغلل. 

 

دا امبولانس د بهرنيو ځواکونو له منځه تير شو، داسې تير شو لکه دوى، چې يې د مور و پلار زامن وي. 

نيغ پر افغان پوليسو ورغلل، ښه چې له بهرنيو ځواکونو لرې شول نو ځانونه يې وچوول.

 

 که په تيرو څو کلونو کې پام وکړئ، نو ډير لږ به داسې شوي وي، چې په غير پښتني سيمو کې ځانمرگو د ځان چوونې لپاره زړه ښه کړى وي. 

 

په اوسني افغانستان کې ځانمرگو ته لکه، چې ويل شوي دي، چې د جنت کونجي يوازې په پښتني سيمو کې پټه شوې ده. 

کندهار، هلمند، کندز، ننگرهار، د کابل جلال اباد سړک، خوست، پکتيکا، شين ډنډ ……

 

د ډيورنډ له کرښې ها پلو کله نا کله پر پنجابيانو هم ورځي، خو هلته هم د جنت کونجي ورته يوازې په پښتني سيمو او د پښتني مشرانو په کورونو کې ښکاري. 

 

وروستى ځانمرگى د کوټې د يوه پښتانه پوليس پر کور ورغى، د هغه دوه ماشومان يې ټپيان کړل.

 نور نو په پېښور، مردان، قبايلو، سوات، کوهاټ او ….. ښارونه او سيمې دي، چې د ځانمرگو لپاره د جنت کونجيانې په کې پټې دي.

 

د پښتونخوا داسې سياسي مشر به نه وي پاتې شوى، چې ځانمرگي يې په جيب کې د جنت کونجي نه وي لټولې.

 افتاب شيرپاو د پييپلز گوند دى، ميا افتخار د عوامي نشنل گوند دى، مولانا فضل الرحمن د جمعيت علما اسلام دى، خلاصه دا، چې که پښتون سياسي مشر په هر گوند او هر نظر وي، ځانمرگى پسې ورغلى دى. 

 

په اوسني افغانستان کې يې هم همداسې کړي دي، زما چې ياديږي يوازې يې په يوه وزير باندې دوه درې ځانمرگي بريدونه وکړل، چې هغه د اطلاعاتو او کلتور پخوانى وزير کريم خرم و، يو ځل يې په دفتر ورغلل او يو وار يې په کندهار کې په نښه کړ. 

 

په کرزي باندې، خو بريد داسې ورته ښکاري، لکه د مور شيدې.

 نه پوهيږم کله به د جنت کونجي د پښتنو له سيمو ورکه شي، خداى دې وکړي، چې ځانمرگي په دې باور شي، چې په دغو سيمو کې ځان چوول مخامخ دوزخ ته تلل دي.

 

په پښتونوالي کې ننواتي څه دي؟


ننواتی چې په انګریزۍ کی ورته کمپرومایز ویلای شو عموما په پښتنو کي له داسي سهوي نه وروسته چې مالي یا څاني یا اخلاقي تاوان پیښ کړي د فاعل له خوا تر سره کیږي تر څو له مفعول یا د هغه له خپلوانو دخپل جرم بخښنه وغوښتل شي دننواتي څرنګوالی دجرم په نوعیت پوري اړه لری مثلا دسپکی خبری غیبت یا بهتان ننواتی په خوله کی واښه نیول او پټه خوله ودریدل دسهوا قتل ننواتی دمقتول دښخولو په وخت دهغه په لحد کي څملاستل او دبدل مرګ ته ځان تیار ښودل دقاتل دکورنۍ دښځو له خوا قران مجید په سر د مقتول دکورنۍ او قبیلې د مشرانو په دروازو کي ودریدل اوداسې نور په دغو واقعاتو کي عموما ټوله قبیله د مفعول تر شا ولاړ وي نو پرته له دې چې ځوک زورور وې یا کمزوری مالدار وي یا غریب د قبیلې دبهترینو دماغو په مشوره دننواتي په منلو یا نه منلو کي مکمل ازاد وي او داچې دبهرنیو اسیرانو خبره ده نو که دا جنګی اسیران وي یعنی دپښتنو په ناموس وطن دین باندی تیري کونکي وي نو بیا پښتانه پرې ډیره ډودۍ نه خوري زر زر سبق ور زده کوې چې په پښتنو تیری (یعنی (څان اور ته اچول)

ملا عبدلسلام حنفي: زده کړې په اسلام کی فرض دی


ګرانو پښتنو، دا مرکه مې د خدمتګار ویب پاڼه کې ولیده او زړه می وشو چی تاسو سره یی هم شریکه کړم.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ 

د تیرې جمعې ورځې په ماښام امروز تلویزون له یوه پخواني طالب چارواکي سره مرکه لرله. دا طالب ملا عبدالسلام حنفي و. ملا حنفي اوس د طالبانو له دریځه نه غږیده، خو حکومت یې هم نه ستایه. ده د طالبانو د رژیم او اوسني حکومت په اړه خورا جالبې خبرې کولې.
ملا حنفي ویل، چې طالب رژیم د هغه جنګسالارانو او پروفیسورانو پر وړاندې رامنځته شو، چې اوس په ملي شورا کې ناست دي. ده د طالبانو د سقوط عوامل هم د طالبانو په درون کې بلل. د ملا حنفي په وینا، هغه مهال، چې مولوي متوکل د خارجه چارو وزیر و، هغه ته يې وویل، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند اسلامي او شرعي نه دی، ښځې حق لري، چې زده کړې وکړي او په حجاب کې ټولنیزې چارې تر سره کړي، خو د ده په وینا، طالبانو ته هغه مهال داسې خبرو معنا نه لرله.
ده وویل، د طالبانو په ناکامیدو کې یو لوی علت د هغوی د امربالمعروف او نهی عن المنکر ډله وه، چې له ولس سره یې توندي کوله، د ښځو پر وړاندې یې تشنج کاوه او خلک یې بې ځایه ځورول. ملا حنفي وویل، چې که طالبانو یوازې د ښځو پر وړاندې خپل دریځ سم کړی وای او خپله توندي یې یو څه راکمه کړې وای، نو دا به د تاریخ بریالی نظام و. هغه په زغرده د طالبانو اوسنۍ ستراتیژي وغندله، ځانمرګي بریدونه یې ناروا وبلل او د بې ګناه خلکو وژنې یې قتلونه وبلل، چې طالبان پرې ککړ دي.
خو ده ولسمشر کرزي ته هم وویل، چې دیموکراسي دې له چتې وتلې ده، فساد ډیر دی او چارواکي دې بې کفایته دي. د حنفي په وینا، د طالبانو په اوسنیو جنګونو کې ډیر د کرزي د حکومت لاس دی. ده ملا عمر یو بې تجربې سړی وباله، چې ډير کتابونه یې هم نه دي لوستي، خو په خبره یې، چې د کرزي د حکومت د بې کفایتۍ په مرسته خلک مجبوروي، چې دلته ځانمرګي وکړي او فضا متشنجه کړي. ملا حنفي وویل، چې د طالبانو اوسنۍ ستراتیژي ځکه اسلامي نه ده، چې دوی په خپل مهال کې پر مخدره توکو بندیز لګولی و، خو اوس ډیری طالبان په هلمند کې د مخدره توکو قاچاقبران دي.
د امروز خبریال، چې په وروستیو کې له ملا حنفي نه د ملا عمر په اړه د هغه نظر وپوښته، نو ویې ویل، چې ملا عمر د پاکستان غلام دی، ده ته زما توصیه دا ده، چې نور خلک مه وژنه راشه او په دیموکراتیکه توګه مبارزه وکړه، ځان کانديد کړه، که د خلکو خوښ وې رایه به درکړي، ګنې د پردو په لمسه خپل خلک مه وژنه. د ملا حنفي په وینا، اوس د جهاد وخت نه دی، هر وخت په توره کارونه نه کیږي، د ده په خبره د افغانستان روانې جګړې ته توره د پای ټکی نه شي ایښودلای.
د ملا حنفي بله جالبه خبره دا وه، چې لس میاشتې مخکې يې له کرزي سره د لیدنې پر مهال هغه ته وویل، چې امریکایانو ته دایمي اډې ورکړه، چې دلته جنګ ختم شي. د ده په وینا، افغانستان د امریکایانو لپاره د خپلو سیاسي نقطو د کنټرول په هدف مهمه ستراتیژیکه نقطه ده، تر هغې، چې دوی دې هدف ته نه وي رسیدلي، جنګ به روان وي.
په دې وروستیو کې د طالبانو له خوا کله کله جالبې خبرې اوریدل کیږي. د افغانستان د معارف وزیر تیره میاشت په لندن کې یوه کنفرانس ته وویل، چې طالبان اوس د نجونو له زده کړو سره ستونزه نه لري او زیاتره وخت دوی د ښوونځیو د سوزیدو پړه هم پر بل چا وراچوي. ملا حنفي هم وویل، چې زده کړې په اسلام کې فرض دي، په ټولو اسلامي هیوادونو کې د نجونو او هلکانو زده کړې شته، په افغانستان کې دې ولې نه وي. انسانان، چې کله د احساساتو له توپانه راووزي، نو پر خپلو احساساتي کړو پښیمانیږي او د جبیرې فکر یې کوي. په وروستیو کې د طالبانو د دریځ د نرمښت په اړه ګڼې خبرې کیږي. ان کله کله خو لویې جنګي ډلې هم له دولت سره یو ځای کیږي. که طالبان رښتیا هم په غړولو سترګو فکر وکړي، نو ممکن ومني، چې د دوی جګړه زیاتره مهال د بهرنیانو تر نامه لاندې د خپل ولس پر وړاندې ده. که مکتب سیزل کېږي، که پل ورانیږي، که خلک په ځانمرګو بریدونو کې وژل کیږي، که امریکایي ړندې الوتکې کلي بمباردوي، دلیل ورته ټول د طالبانو په نوم یو اړخ برابر کړی دی. دا کارونه که هر څوک کوي، خو تاریخ به یې ځکه د طالبانو په دوسیه کې لیکي، چې دوی ورته زمینه جوړوي.
د یوه فرد په توګه د ملا حنفي خبرې ممکن ځینو ته جالبې نه وي، خو دغه ډول نظریات اوس د طالبانو له یوې لویې کتلې اوریدل کیږي. په جنګ کې یوه محدوده ډله راښکېل ده، چې لا یې ګټې ورپورې غوټه دي. که ولسمشر کرزی لږې هم په خپله سیاسي چالاکۍ ګوتې ووهي او د خپل حکومت د حیثیت لمنه د فساد او بې کفایتۍ له داغونو پاکه کړي، په افغانستان کې له ډیرو خواوو نه، حتی د طالبانو له اړخه، حالات سولې ته مساعد کیدای شي.

پښتونوالي: نتقام :غچ اخستل:


انتقام :غچ اخستل:

 
دنړۍ په هر قانون کي دجنای جرمونو لپاره سزا ګاني مقرر کیږي تر څو مجرمین دخپل عمل ردعمل ووینې او نور جرم ته زړه ښه نه کړي دپښتني نالیکلی قانون(پښتونولۍ)دا ماده دهمدې فکر په بنسټ ولاړه ده په پښتنو کي که څوک چا ته یوه بده سپکه خبره کوي نو هم یې نتیجه ګوري او که یو پښتون وژني نو هم یوه نه یوه ورځ قتلیږې چونکه په اوسني وخت کي په مختلفو ټولنو کي دا قانون په مختلف طریقو
سره عملي کیږي دغه شان دپښتنو هم خپله طریقه ده چې کله پښتون خپله هم قاضي یا جج هم شي او سپاهي عسکر یا حتی جلاد هم او کله بیا د دباقاعده جرګو لښکرو او قبیلو په ملاتړ داقانون عملي کوې معنی دا چې داد کیس په نوعیت انحصار کوی

رحيم شاه – پکار


پښتونوالي: پښننی کی بدل څه دي او ښه دی که بد؟


نو دلته مشخص د انتکام يا بدل په هکله خو زه دومره پوهېږم چې که چېر د بېلګۍ په توګه کوم څوګ زما ورور ووژني ، نو د پښتونوالۍ د دود او دستور په اساس په ما فرض ده چې د بدل نارې اوچتې کړمه او د خپل د ورور قاتل ووژنمه ، او که چېرې دا کار ونکړمه نو بيا خو زما ننګ د يو پښتون په صفت په مځکه غورزېږي او که دا کار وکړمه او د پوليس له خوا ګير شومه بيا نو خو زه هم خپل پاتې عمر به په جېل کې تېرومه .

نو په اوسني وخت کې دولت او قانون دا وظيفه لري چې زما د ورور قاتل پيدا کړي او په خپل سزا يې ورسوي . نو تاسي څه سوچ کوئ چې که چېرې زما ورور کوم څوګ ووژني ايا زه په خپله د هغه د بدل کار و بار جوړ کړم او يا دا ده چې انتظار وکاګمه چې پوليس دولتي قانون پلي کړي ؟؟

که خټک که یوسفزی – پښتونخوا سندره


[http://www.youtube.com/watch?v=-BzPGH6fVtg]

اعتبار


اعتبار د پښتونوالی یو ستر برخه ده . په پښتونوالی کی اعتبار یا اعتماد هغه ته وایی چه ټول چاری او معاملات د ژبی لخوا د کلی د مشران او یا د څو شواهد په حاضری کیږی . که څوک اعتبار ماتوی نو داسی سړی بی حرمت ګنل کیږی .

د احساس خاوندان به خامخا په داسي سندرو ژاړي


په دې سندره کې د اوس وخت ځینې ډېر ترخه واقعیتونه بیان شوي دي او ساده پټان لا پرې نه پوهېږي.

پښتونوالی


پښــــتونوالــــــي

 پښتونوالي هغه قاعده ده چې د تاريخ په اوږدو کې د پښتنو له خوا جوړه شوې ده او يا په بل عبارت يې چې ووايو پښتونوالي هغه دود او دستورونه دي چې پښتنو د خپل ټولنیز ژوند د پاره ي ځانګړې کړي دي . د دې معنا دا ده چې پښتون هغه وخت پښتون دی چې په خپلې پښتونوالې ولاړ وي او د پښټونوالي دود او دستورونه په ټولنیز ژوند کې مراعت کړي . دا بیا په خپله د دې معنا ورکوي چې که نوم دې پښتونمل وي ، ژبه دې پښتو وي او په خټه هم سوچه پښتون اوسې خو پښتني معاشره مراعت نکړې ، بس بالا نیم پښتون یې .

په دې کې شک نشته چې د پښتونوالۍ ځنې دودونه ډير زاړه شوي او د نوي عصر د تهذیب سره برابر ندي ، نوو ځنې شيان يې بدلون ته اړتيا لري . خو بيا هم په عمومي ډول پښتونوالي داسې يو متمدن دود دی چې د نړۍ په ډيرو اقوامو کې داسې دود او دستورونه ندي لیدل شوي او نليدل کېږي .

دا چې پښتونوالۍ له کوم وخت راهيسې په پښتنو کې مروجه شوې ، داسې سل په سلو کې مالومه نده . ځکه پښتونوالي داسې يو ليکل شوی قانون ندی . البته په دې ورستويو کې د پښتونوالۍ په هکله ځنې ليکنې شوي او يا د پښتونوالۍ دود او دستور راټول شوي .

ماته د داسې کوم کتاب پته نشته چې نوم يې پښتونوالي وي ، خو بيا هم د کورنۍ په چاپېريال کې مو د پښتونوالۍ په هکله ډير څه اورېدلي دي . زما موخه دلته د دې پرانيستل شوې ليکنې نه دا دی چې له تاسو سره خپل مالومات شريک کړم او ستاسي د مالوماتو نه يو څه ګټه واخلمه .

د پښتونوالۍ الفبا د مېلمستیا ، بدل او ننواتې نه پيلېږي .

ـ۱ـ مېلمستيا : مېلمستيا په پښتنو کې هغه مېلمه پالنې ته ويل کېږي چې مېلمه ترې برخورداره دی . دا په دې معنا چې مېلمه ځانته ځانګړې حقونه لري ، چې ما ته سل په سلو کې مالومه ندي ، نو که تاسي ته يې جزيات مالوم وي ، ماسره يې شريک کړئ.

ـ۲ـ بدل يا انتکام : که چېرې کوم څوګ د يو پښتون حق تلف کړي او يا ورباندې تعرض وکړي ، نو پښتون بيا د بدل نارې کوي . نو دغه د بدل جزيات څه دي ؟؟

نو دلته مشخص د انتکام يا بدل په هکله خو زه دومره پوهېږم چې که چېر د بېلګۍ په توګه کوم څوګ زما ورور ووژني ، نو د پښتونوالۍ د دود او دستور په اساس په ما فرض ده چې د بدل نارې اوچتې کړمه او د خپل د ورور قاتل ووژنمه ، او که چېرې دا کار ونکړمه نو بيا خو زما ننګ د يو پښتون په صفت په مځکه غورزېږي او که دا کار وکړمه او د پوليس له خوا ګير شومه بيا نو خو زه هم خپل پاتې عمر به په جېل کې تېرومه .

 

نو په اوسني وخت کې دولت او قانون دا وظيفه لري چې زما د ورور قاتل پيدا کړي او په خپل سزا يې ورسوي . نو تاسي څه سوچ کوئ چې که چېرې زما ورور کوم څوګ ووژني ايا زه په خپله د هغه د بدل کار و بار جوړ کړم او يا دا ده چې انتظار وکاګمه چې پوليس دولتي قانون پلي کړي ؟؟ 
.

ـ۳ـ ننواتې : که چېرې د دوو پښتنو کورنيو تر منځ شخړه وي ، نو د روغې ـ جوړې د کولو د پاره هغه کورنۍ چې خپله ګناه منلې ، د عفو د پاره ننواتې ته رجوع کوي .
په دې هکله زه يوه پوښتنه لرم او هغه دا چې د ننواتې د جزياتو تر څنګ ايا بهرني وګړو يا اسيرانو سره هم ننواتې کېدلی شي او کنه ؟؟

ننواتی چې په انګریزۍ کی ورته کمپرومایز ویلای شو
عموما په پښتنو کي له داسي سهوي نه وروسته چې مالي یا څاني یا اخلاقي تاوان پیښ کړي د فاعل له خوا تر سره کیږي تر څو له مفعول یا د هغه له خپلوانو دخپل جرم بخښنه وغوښتل شي دننواتي څرنګوالی دجرم په نوعیت پوري اړه لری مثلا دسپکی خبری غیبت یا بهتان ننواتی په خوله کی واښه نیول او پټه خوله ودریدل دسهوا قتل ننواتی دمقتول دښخولو په وخت دهغه په لحد کي څملاستل او دبدل مرګ ته ځان تیار ښودل دقاتل دکورنۍ دښځو له خوا قران مجید په سر د مقتول دکورنۍ او قبیلې د مشرانو په دروازو کي ودریدل اوداسې نور په دغو واقعاتو کي عموما ټوله قبیله د مفعول تر شا ولاړ وي نو پرته له دې چې ځوک زورور وې یا کمزوری مالدار وي یا غریب د قبیلې دبهترینو دماغو په مشوره دننواتي په منلو یا نه منلو کي مکمل ازاد وي او داچې دبهرنیو اسیرانو خبره ده نو که دا جنګی اسیران وي یعنی دپښتنو په ناموس وطن دین باندی تیري کونکي وي نو بیا پښتانه پرې ډیره ډودۍ نه خوري زر زر سبق ور زده کوې چې په پښتنو تیری یعنی (څان اور ته اچول).

ـ۴ـ ننګ : د پښتنو غيرت ، عزت او ابرو ته ويل کېږي . د ننګ خاص تعريف څه دی او محتوايې په څه کې ده ؟؟

ـ۵ـ تور : هغه حالت دی چې پکې د يوې ښځې د عزت او ابرو مسله دخيله وي .

ـ۶ـ توربور : توربور خو د اکا ځوی ته ويل کېږي چې په پښتنو کې ورته د سيال ، رقيب او يا حريف په سترګه ليدل کېږي . دا ولې ؟؟

ـ۷ـ جرګه : د پښتنو د يو قوم د مشرانو غونډې ته ويل کېږي چې د مختلفو پرابلمونو د حلولو د پاره راټولېږي .

ـ۸ـ لښکر : د ځوانانو هغې ډلې ته ويل کېږي چې د جرګې د احکامو د پلي کولو د پاره راټولېږي او يا مسلح کېږي .

ـ۹ـ تيګه : هغه ورځې ته ويل کېږي چې د يو قوم او يا د دوو قومونو تر منځ شخړې بايد لغو شي او ورباندې تيګه کېښودل شي .

همداسې ډير نور دودونه په پښتونوالي کې شته چې د پښتونوالي برخې دي . لکه بدرګه ، ګاونډی ، نيکات ، لونګۍ ، ناغه ، حجره او داسې نور ….

څنګه چې ښکاري پښتونوالۍ يو ډير متمدن دود او دستور دی ، او د دې دود او دستور ساتل په هر پښتون باندې فرض دی . نوکه تاسي هم خپل مالومات په همدې برخه کې مونږ سره شريک کړئ ، نو مهرباني به مو کړي وي

»»»»

پښتو او پښتانۀ

په دې خبرې هر پښتون لوی  وړوکی ټول پوه دي چې پښتو يواځې د ژبې نوم نه دی، پښتو د پښتنو د ژوند ژواک، دود دستور او ثقافت نوم دی او دې  ته په شريکه سره پښتون ولي ويلی شي. د پښتنو ۹۹.۹ فيصده خلک په اردو نه پوهېږي او نه په يوه بله ژبه غږيدی شي . په داسې حالاتو کې چې د پښتنو خپله ميډيا نشته ،او يو څو کسان رامخته شوي دي او په اردو ژبه کې د پښتون قام استازيتوب کوي ، د يو لوی سازش ښکار دي ، نه پوهيږي،چې پنجاب او نړۍ ته د پښتنو د تاريخ او اوسني حال په اړه څه ووايي .دوی بيا هم اردو ميډيا ګوري، او په خپلو ليکنو کې هم هغه غږ پورته کوي چې د پنجاب په ژبه پورته شوی وي .او دغه رنګ د پښتنو په ټولنه کې چې د عامو خلکو کوم سوچ دی ، يا د عامو خلکو کومې ستونزې او مسلې دي، هغه په ميډيا نه راځي،که په عامو خلکو کې څه بد او ښه کارونه دي، نه د بدو اصلاع کېږي او نه د ښوکارونو ستاينه . او دغه رنګ د  اصل مسلې پر ځای خيالي او د پنجاب په تنور کې پخ شوي سازشونه  رامنځته کېږي ، د سازشونو علاج په نورو سازشونو کېږي او د پښتون قام اصل مسله په ځای پاتې ده.که د عام وګړو عامې مسلې رابرسيره نه شي ،نو د هغې حل به ونه ميندل شي،او چې حل نه وي، لارې بندې وي ،اواز نه اوريدل کېږي ،او د پښتون مسلې ته د مسلې په سترګه نه کتل کېږي ، نو بيا دا خو ممکنه خبره ده ،چې په داسې ټولنه کې به  کوم ډول فکر وده مومي، او کوم رنګه خلک به زمونږ مشران وي . په حکومتي کچه د پښتون قام خبره نه کېږي، په ميډيا کې نه کېږي ، نو خلک به چاته ګوري ؟ دا د فکر خبره ده چې په داسې ټولنه خلک کې  بيا فقط په جومات کې د ملا خولې ته ګوري ،هغه ملا د دې قسم حالاتو نه ډيره په اسانه سره فايده پورته کوي او هغه چې څه هم غواړي ،ټولنه هم هغه کار کوي .ملا په هر دور او هر وخت کې جنګ غواړي، مذهبي کرکه او نفرت غواړي،د ساينس او پرمختګ نه خلک لرې کول غواړي او د هر څه حل په مذهب کې ګوري ، هغه د دې ژوند نه بلکې د مرګ نه پس د ژوند په مسلو کار کوي او هغه يوه داسې بنده او بې خبره ټولنه غواړي چې د هغه د خبرې نه علاوه څوک بله خبره په کې  ونه پېژني .که په ټي وي د پښتون قام د ژوند ژواک خبره کېدی،د هغوی دود دستورونه  پرې ښول کېدی، د هغوی په اصل مسايلو خبره کېدی، نو ولې به  په سوات کې خلکو د زرګونو لکونو په شمير ټي وي ګان ماتولی ؟

دا يو تاريخي حقيقت دی چې پښتون قام په خپله زمکه ولاړ مري ،خو په خپل ژوند کې خپله زمکه چاته نه ورکوي، دا د پښتون ولۍ يو غټ ټکی دی .خو کله چې په سوات کې د تالبانو د راتګ اوازه شوه ،نو ورسره ورسره مېډيا او د پښتنو د خبرولو نورې دوديزي لارې چارې د ويرې په خوريدو داسې لګيا شوې، لکه چې تالبان يو داسې زوراور شی دی چې د پاکستان پوج يي هم مقابله نه شي کولای .په خلکو کې داسې قيصې هم مشهوري شوي ،چې د تالبانو د مشر ملا فضل الله سره څه داسې کوترې دي چې جازونه خوري ،دا ټوله د پنجابي د ويرې خورولو ډرامه وه چې خلک تالبانو ته خپل کورونه او جايدادونه پرږدي، او په منډه کولو مجبور شي .که چرې مېډيا(د پښتنو د خبر دوديزې لارې چارې) او سازشونو د تالبانو ملا تړ نه وای کړی، نو د سوات غيرتمندو پښتنو به د تالبانو نوغی ايستلی وی،او د تالبانو ويره او د ترهګرۍ ټولې حربې به  په سوات کې  د تل لپاره ختمي شوې وی .خو دا د پښتون ولۍ ختمولو سازش و،د تالبانو د بريالي کولو سازش و او د پښتون قام د شرمولو سازش و چې پنجابي مېډيا د پښتون قام د ويره ولو لپاره کړی و او مقصد يي دا و چې په راتلونکې کې پښتون قام د خپلې اصلې مسلې نه واوړي چې د پښتون قام د اذادۍ او يو والي مسله ده.

 خو په پښتو کې مشهورمتل دی چې اوبه په ډانګ نه بيلږي، پښتون پښتون دی ،په زر کاله کې پنجابی کيدی نه شي .پښتون خپل د تاريخ او ثقافت کور په زانګو کې پيژني، پښتون په وينه او طبعت افغان دی ،افغانستان د پښتون کور دی او د لر او بر قيصه يوه ورځ ختميدونکې ده.د ملا او د تالب ويره پښتون قام د خپل هدف څخه نه شي خطا کولی ،پرمختګ او سيوکلرازم د پښتون ميزاج دی .ملا او تالب که هر څه د ګندهاره ثقافت سلي وران کړل، خو دا ثقافت د پښتون په وينه کې ځغلي ، دا فقط د ګټو په زړونو کې جوړ شوي بتان نه دي ،دا د پښتون د سوچ او فکر برخه ده. پرمختګ او ډيموکراسي او د دنيا د نورو ثقافتونو سره يو ځای پاتيکېدل او په امن کې اوسيدل  د پښتون د ثقافت وراثت دی.او که يو څوک په دې کې  خنډ جوړوي ، نو بيا د پښتون سره يو ځای نه شي تلی .پنجابي کله هم پښتون قام په تاريخي او ثقافتي توګه نه دی منلی، پښتون کله هم  خپله دا پيژنګلو د لاسه نه ده ورکړي،نو اخير انجام يي د پښتون قام يو والی او بيا پيوستون دی .ملا او تالب که هر څه په دې کې يو خنډ جوړ کړی ،خو دا خنډ عارضي دی .دا څنګه ممکنه ده چې پښتون دې د زرګونو کاله تاريخ او خپله جغرافيه په شپيته کلن پاکستان خرڅه کړي ، د سوونو کالو ثقافت په زرګونو کالو کې نه هيريږي او د زرګونو کالو د ثقافت هيرولو لپاره په ملينو کلونه پکار دي .پاکستان په ثقافتي،تاريخي او ملي کچه کله هم ديو ملک په حيث  نه دی پاتي او نه به په راتلونکې کې داسې وشي .پاکستان د قامونو او ثقافتونو وران کورونه دي، دا نه يو کور دی او نه کيدی شي، بايد هر قام خپل کور په خپله جوړ کړي، دا د ټولو مسلو يوازينه لاره ده

جبال الافغانيه، کشور افغان، روه، پښتونخوا


يو شمير مؤلفينو او د تاريخی مطالبو شاګردانو داسی انګيرلي ده چی ګوندی د افغانستان نوم داتلسمی پيړۍ له نيمايی نه رادی خواته رواج شوی دی. خو د زړو اسلامی آثارو له مطالعی نه داسی ښکاری چی ( افغانستان ) دافغانانو د ملک په معنی له څوارلسمی ميلادی پيړۍ نه پخوا هم معمول دی .

انګريز مستشرق هنری والټر بيلو په خپل هغه اثر کی چی د افغانستان د قوم پيژندنی مطالعه نوميږی او په کال ۱۸۹۱ کی يی پای ته رسولی دی، د هغی پراخی سيمی د حدودو له ښودلو نه وروسته چی دده دوخت افغانستان جوړوی، ليکی :

( د افغانستان نوم….په نوی عصر کی ايرانيانو را ايستلی دی…که څه هم چی افغانان په تاريخ کی ان داتمی (ميلادی) پيړۍ له سر نه رادی خوا ته د يوه ځانته ولس په حيث پيژندل شوی دی، خو هيواد يی داتلسمی ميلادی پيړۍ تر نيمايی يعنی هغه وخته پوری پدی نامه نه و ياد شوی چی د خپل يوه پښتانه پاچا په مشرۍ خپلواک هيواد شو. نادرشاه افشار چی داسيمه يی د فارس په قلمرو کی داخله کړه، لومړنی شخص و چی (ددی ساحی) شمالی برخه يی د هغی د اوسيدونکو داکثريت له امله افغانستان وبلله او جنوبی برخه يی په همدی دليل د بلوچستان په نامه ياده کړه) (۱)

لکه څنګه چی ډاکتر حسن کاکړ پخپله يوه رساله کی ليکی، د افغانستان معروف ليکوال احمد علی کهزاد هم يو ځای وايی چی افغانستان يو تازه او بيخی نوی نوم دی او ګذشته يی له ۱۵۰ کاله نه وړاندی نه ځی . (۲)

يو ايرانی ليکوال، محمود افشار يزدی، بيا بيخی بلا کوی او وايی چی د افغانانو هيواد دنولسمی پيړۍ په وروستيو وختو کی د افغانستان په نامه ياد شوی دی. دی ليکی :

(کوم هيواد چی د افغانستان په نامه ياديږی او د ايران د شرقی سيمی په يوه برخه او د خراسان په ولايت کی جوړ شوی،په تاريخ کی سابقه نه لری……او څرنګه چی يو شمير افغانی امر اوو دنولسمی پيړۍ په وروستيو وختوکی پدی سيمه باندی تسلط پيداکړی او يو څه موده يی حکمرانی پری کړی ده، نو له دی امله دا ځای د افغانانو دولت او وروسته افغانستان بلل شوی دی. ) (۳)

ظفر کاکا خيل هم وايی چی د چنګيز خان له وخت نه نيولی بيا د بابر تر وخته څه چی تر دی نه څه وروسته زمانه کی هم (د افغانستان څه بيل تاريخ نشته او نه په هغه زمانه کی دا وطن پدی نامه مشهورو.) (۴)

اما معتبر اسلامی آثار ښيی چی د (افغانستان) نوم د افغانانو د ملک په مفهوم له اتلسمی پيړۍ نه ډير پخوا معمول و او کومه ساحه چی شمال ته دامو ترسينده، جنوب ته د عربو د بحيری د غاړی تر حدودو پوری،غرب ته ترکرمان او شرق ته تر حسن ابداله پوری رسيږی، کله د هغی يوه يابله او کله يی تقريبا ټوله برخه د (افغانستان) په نامه ياده شوی ده. خو بايد وويل شی چی افغانانو ته منسوبه سيمه تل او يوازی د افغانستان په نامه نه ده ياده شوی ده، لکه (جبال الافغانيه) يا (جبال الافاغنه)،(کشور افغان)،(حدافغانيان)،(مرزافغان)،(افغان)،(روه)او(پښتونخوا) .

دلته به موږ اول پداوروسته نومونو و غږيږو او بيا به د (افغانستان) د کلمی په سابقه او مفهوم بحث وکړو .

ترکومه حده چی ماته معلومه ده ابوريحان بيرونی د اسلامی دوری لومړنی مؤلف دی چی د (جبال الافغانيه) ذکر کوی. دی لومړی په خپل معروف اثر،دهند تاريخ،کی چی ليکنه يی په کال ۴۲۱ کی پای ته رسيدلی ده، دلرغونی هند د غربی سرحد په غرنی سيمه کی افغانان ميشته ګڼی او ليکی چی ددوی مختلف قبايل د سند تر ګاونډه خپاره دی . (۵) همدی وروسته بيا په يوه بل اثر (صيدنه) کی چی د ۱۰۵۰ ميلادی په شاوخواکی يی ليکلی دی داسيمه دوه واری د جبال الافغانيه په نامه يادوی .

يو ځای داسطو خوذوس د توضيح په ضمن کی ليکی چی (بهترين ډول يی هغه دی چی شنی پاڼی لری…..دانوع ددهک (۶) خواته،دهند د خاوری د پرشاور (پيښور) او د جبال الافغانيه تر منځ شنه کيږی.) (۷)
په همدی اثر کی يو بل ځای د زيتون د معرفی په ترڅ کی ليکی: (وحشی زيتون چه جبال الافغانيه کی (انګريزی مترجم د جبال الافغانی معنا د افغانستان غرونه ليکلی ده.) شين کيږی، وړی دانی لری.) (۸) شيخ ربوه (وفات ۷۲۷ هجری) ښايسته وروسته هم دغه سيمه جبال الافاغنه بولی او ليکی چی (دريم اقليم د چين له شمال ختيځه……اوله جبال الافاغنه (۹) او ملتان نه ترسنده پوری امتداد لری.) (۱۰) دغزنويانو د عصر ستر قصيده ليکونکی، مسعود سعد سلمان، (۴۴۸-۵۱۵) هجری بيا د افغانانو ملک د کشور افغان په نامه ياد کړی دی. دی د غزنويانو د عصر د يوه ستر سالار، علی خاص، په ستاينه کی وايی:
شکسته ګشت به تيغ تو لشکر کفار
خراب شد به سپاه تو کشور افغان (۱۱)

اما دشهنامی د ملحقاتو ورک نومی شاعر چی د ژوند وخت يی شپږمه هجری پيړۍ ټاکل شوی ده، هلته چی له يوه افغان مشر،کک،سره درستم جګړه بيا نوی، د افغانانو ملک د مرز افغان په نامه يادوی او درستم له خولی ليکی:
همه مرز افغان به هم بر زنم
بدين دژ زکين آتش اندر زنم (۱۲)

محمد بن محمود بن احمد طوسی، چی عجايب المخلوقات يی په همدی پيړۍ کی يعنی له ۵۵۵ نه تر ۵۶۲ هجری پوری ليکلی دی، د افغانانو ملک دحد افغانيان په نامه يادوی او ليکی چی (دافغانانو په حد کی د زغويو ځنګل دی چی په هغه کی داسی يوه ونه ده چی پنډوالی يی اووه لس ارشه دی……..دا د برهمن ونه بلل کيږی او افغانان سجده ورته کوی.) (۱۳)

داسی ښکاری چی په پخوانو آثارو کی کله د افغانانو ملک يوازی داوغان په نامه هم ياد شوی دی .

ازرقی هروی د پنځمی هجری پيړۍ داولی نيمايی شاعر او د سلجوقيانو د کورنۍ مداح په هغه قصيده کی چی د آلب ارسلان محمد سلجوقی دزوی،طغانشاه،(مرګ ۴۶۵ هجری) په ستاينه کی يی ليکلی ده وايی:
زهری ګرسوی افغان وی ای بادشمال
باز ګويی زهری پيش ملک صورت حال (۱۴)

د پورته يادونو په نتيجه کی سړی په پوره اطمينان ويلی شی چی د افغانانو ملک له سوونو کلونو نه رادی خواته د جبال الافغانيه،کشور افغان،مرز افغان، حد افغانيان او افغان په نامه ياد شوی دی. خو بايد تأکيد وشی چی دا کلمات ټول په لغوی معنا استعمال شوی دی، نه دا چی په سياسی معنا يا په بل عبارت دانومونه فقط دافغانانو د مېنی معنا لری او پداسی کومه ساحه نه دی اطلاق شوی چی هغه دی سياسی حدودو محدوده کړی وی. خو دا سيمه په همدا لغوی مفهوم هم هغه ځمکه ده چی داسيدونکو اکثريت يی پښتانه ياافغانان دی ، مګر ډير نور قومونه هم،مسلماً په همدا يوه مېنه کی ورسره شريک او ميشته دی.

يوبل نوم چی په ښايسته پراخه اندازه دافغانانو ياپښتنو په ملک اطلاق شوی هغه روه دی.

منستوارت الفنستن دروه په باره کی وايی چی دا کلمه په پنجابی کی د غره معنا لری اوده په ځينی انګريزی کتابونو کی ليدلی ده مګر اوريدلی يي نه ده. دی وايي چی افغانانو ته دانوم د هغو کتابونو له لاری وررسيدلی دی چی په هند کی ليکل شوی دی. (۱۵) خو هنری راورټی وايي چی هر څوک چی په ديره جاتو کی ديره شوی وي هغه ته به روه د خپل کور ديوه لوښی ياکالی په شان اشنا نوم وي. مګر کومو انګريزانو ته چی دا موقع نه ده پيدا شوی چی دومره د غرب خواته ماموريت وکړي، هغوی به زيات ورسره بلند نه وي. (۱۶)

هنری بيلوبيا وايي چی هنديان د افغانانو ملک روه بولی او روه په هندي کی د غره معنا لری. دروه اوسيدونکو ته روه والا ياروهيله يعنی دروه اوسيدونکو وايي. (۱۷)

اولاف کرو وايی دروه کلمه چی دافغانانو د ملک په معنا استعمال شوی په جنوبی پنجابی ژبه کی د غره معنا لری او د ملتان او ديره جاتو د بلوچانو قبايل يی هم استعمالوی. (۱۸) خو کله چی مادامريکا غږدهندی او اردو خپرونو له غړونه پوښتنه وکړه هغوی وويل چی درو کلمه نه په هندی کی د غره معنا لری او نه يی په پنجابی ژبه کی د غره په معنا اوريدلی ده.

تر ټولو نه پخوانی تحريری سند چی ما دروه نوم پکی ليدلی هغه تاريخ داؤدی دی چی عبدالله له کال ۱۵۷۵ نه تر کال ۱۵۷۶ ميلادی پوری تأليف کړی دی. عبدالله دروه نوم د شيرشاه د حالاتو د بيان په ضمن کی يادوی او ليکی: (کله چی سلطان بهلول سلطنت ته ورسيد، له روه نه يی چی د افغانانو ټاټوبی دی، ډير افغانان راوغوښتل….د فريد نيکه چی نوم يی ابراهيم ؤ، له روه نه هندوستان ته راغی.) (۱۹)

د هند د مغلو د عصر ډيرو نورو مؤلفينو هم د روه نوم ياد کړی دی. يو له دغو مؤلفينو نه عباس سروانی دی چی تاريخ شير شاهی يی له کال ۱۵۷۹ ميلادی نه لږ څه وروسته ليکلی دی. دی روه د افغانانو د ملک په توګه په مکرر ډول يادوی او يو ځای د هغه فرمان له يادولو نه وروسته چی ملک بهلول هند ته د پښتنو مشرانو وربللو لپاره صادر کړی دی ليکی: (کله چی دا فرمان ورسيد افغانان…. د روه له ټولو برخونه ډله ډله [هندوستان] ته…راغلل. ) (۲۰)

خواجه نظام الدين احمد هم چی طبقات اکبری يی له کال ۱۵۹۲ نه تر کال ۱۵۹۴ پوری ليکلی دی د روه نوم اخلی او ليکی: (کله چی سلطان بهلول قدرت ته ورسيد ډير زيات شمير افغانان يی له روه نه چی د افغانانو ملک دی، راوغوښتل…..) (۲۱)

په تاريخ فرشته کی (تأليف: ۱۶۰۹ ميلادی) هم د روه نوم په مکرر ډول ياد شوی دی. يو ځای راغلی چی (دسوريانو د کورنۍ يو غړی….د روه په افغانانو کی ميشت شو.) (۲۲)

خواجه نعمت الله هروی هم د روه کلمه بيا بيا استعمال کړی ده او يو ځای د سلطان شهاب الدين د فتوحاتو دبيان په ترڅ کی ليکی چی(دری يم وار يی د افغانانو د قبايلو دولس زره…..سواره له ځان سره راوستل…..سلطان شهاب الدين دا خلک د روه په غرنۍ سيمه کی ان د ملتان تر سرحد آباد کړل. (۲۳)

د روه نوم په پخوانو پښتنو اشعارو کی هم ډير يادشوی او هغو پښتنو شاعرانو چی په هند کی يی د پرديسی ژوند کړی د روه په ياد له سوزه ډک اشعار ليکلی دی. کاظم خان شيدا وايی:

په زړه می ګرځی د غرونو څوکی
حملی د بازو د زرکو کوکی
ووايه څه کا د روه نسيمه
ګيرا منګولی زيبا مشوکی (۲۴)

اشرف خان هجری وايی:
د زړه باز يی تل د روه پر ځمکه ګرځی
که هجری په دکن ناست خالی بدن دی (۲۵)

خوشحال خان په ډيرو فارسی اشعارو کی ځان روهی بولی.
چه شرابيست اين که روهی را
به يکی جرعه بی خبر کردی (۲۶)
اما داچه روه کومه سيمه ده ؟ پدی باره کی هم په هغو آثارو کی چه د بابر له زمانی نه رادی خواته په هند کی ليکل شوی کافی صراحتونه شوی دی. خو تر ټولونه پخوانی اثر چه ما د روه تعريف پکی ليدلی هغه بيا هم د عبدا لله تاريخ داؤد ي دی. په تاريخ داودي کی يو ځای راغلی چی (د روه اوږدوالی له سواد بجور [سوات باجوړ ] نه د سيوۍ تر قصبی پوری چی د بکهر له توابعونه ده ، رسيږی او سوريی له حسن ابدال نه تر کابل او قندهاره پوری دی او هر څه چه پدامنځ کی دی هغه ته روه وايی.) (۲۷)

د نظام الدين په طبقات اکبری، دمحمد قاسم په تاريخ فرشته او د نعمت الله هروی په مخزن افغانی کې هم همدی ته بيخی ورته تعريفونه راغلی دی. (۲۸) خو نواب محبت خان بړيځی، چی رياض المحبت يی په کال ۱۸۰۶م کی ليکلی او پدی برخه کی اصولاً د زياتره صلاحيت خاوند دی،روه يو ستر ملک بولی او ليکی چی (د شرق په لور ترکشميره او د غرب په لور ترهير منده چی ددوه نيمو مياشتو مزل دی، امتداد لری; دشمال په لور ترکاشغره او د جنوب په لور تر بلوچستانه امتداد لری; [دا ] دافغانانو هيواد دی او افغانان پکی هست دی) (۲۹) .

پښتونخوا دافغانانو ياپښتنو د ملک يو بل نوم دی چی اکثره خپله پښتنو استعمال کړی دی.
د آخون درويزه مخزن الاسلام، چی د کال ۱۶۰۳ او ۱۶۱۲ تر منځ ليکل شوی دی، د اسلامی عصر لومړنی مکمل اثر دی چی د پښتو نخوا کلمه په مکرر ډول پکی راغلی او د پښتونخوا او پښتونخا په بڼه ليکل شوی ده. درويزه يو ځای په بايزيد روښان باندی د بحث په ضمن کی د سيد علی ترمذی يادونه کوی او ليکی چی (حضرت سيد علی ترمذی و په بنهير کی، پښتونخوا په مثال شپه وه دی ډيوه وه په اندهير کی. دی نيکخواه د پښتونخوا وساتندو يه په دنياو.) (۳۰)

لږ وروسته کله چی د مغولی اکبر او بايزيد روښان د زوی، جلال الدين،په تصادماتو غږيږی ليکی چی جلال الدين (دغه لاپه،په خوله کړه چی پادشاه د پښتنو يم…..پښتنو ټولی پری وکړ، ولی دی هم پښتونخا لره بلاشه.) (۳۱)

د احمد شاه بابا دهغه ديوان په يوه غزل کی هم د پښتونخوا کلمه راغلی چی د مرحوم حبيبی په همت په کال ۱۳۱۹ کی خپور شوی دی. خو دا غزل داحمدشاه بابا دديوان په هغو قلمی نسخو کی چی مونږ ته ميسری وی، نشته. مرحوم حبيبی هم وايی چی داغزل د احمد شاه بابا دديوان د هغو دری وو قلمی نسخو له جملی نه چی دوی د چاپی ديوان د برابرولو دپاره استفاده تری کړی ده او پدا دوو نورو نسخو کی چی يوه يی د کندهار د بلديی د کتابخانی او بله يی د پښتو ټولنی د کتابخانی مال ده، دا غزل نشته. (۳۲)

داحمد شاه بابا په چاپی ديوان کی د پښتونخوا کلمه پدی بيت کی راغلی ده.
دډيلی تخت هيرومه چی راياد کړم
زما د ښکلی پښتونخوا دغرو سرونه (۳۳)
د احمدشاه بابا دعصر معروف شاعر پير محمد کاکړ هم د پښتونخوا کلمه په يو بيت کی راوړی او هغه داده:

لکه شعر دی دده په پښتونخوا کی
بل به کم وی په داوخت دافغان شعر (۳۴)

اما په معا صرو ليکنو کی دډاکتر ليډن يو مضمون لومړنی سنددی چی ما دپښتونخوا لفظ پکې ليدلی دی . ليډن په هغه مضمون کې چې څه کم دوه پيړۍ پخوا (۱۸۱۲م) د بايزيد روښان په باره کی د آسيا يی څيړنو په يوولسم ټوک کی په پنځه شپيته مخه کی خپور شوی دی، يو ځای ليکی: (بايزيد چی د ننګرهار نه روان شو پښتنخا ياد کلمی په خاصه معنا افغانستان ته يی مخه کړه.) (۳۵)

وروسته غربيانو دپښتونخوا کلمه زياته استعمال کړی ده او فرانسوی لوی عالم او وتلی مستشرق، ډارمسټتر (۱۸۴۹-۱۸۹۴)

د پښتو ولسی سندرو دهغی مجموعی نوم هم د پښتونخوا هاروبهار ايښی دی، چی په کوزه پښتونخوا کی يی ټولی کړی دی.

خو دا چی د پښتونخوا کلمه په پخوا وختو کی په کومه ساحه اطلاق شوی ده؟ پدی باره کی ما په زړو آثارو کی څه نه دی ليدلی. خو د آخون درويزه او نورو له تذکراتو نه داسی ښکاری چی د پښتونخوا اصطلاح هم د پښتنو د ملک په معنا استعمال شوی ده او دساحی په لحاظ به هم د روه له کلمی سره معادله او يانژدی وی خو زمونږ د وخت پښتنو د پښتونخوا نوم، عموماً د هغی ساحی په مفهوم استعمال کړی دی چی له آمونه تر اباسينده او له هراته تر کشميره امتداد لری. دوی دا ساحه د لويی پښتونخوا په نامه هم ياده کړی او په لره او بره پښتونخوا يی ويشلی ده. لره پښتونخوا يی هغه سيمه بللی ده چی له خيبره داباسيند تر غاړو پوری امتداد لری او بره پښتونخوايی هغه سيمه بللی ده چی له خيبر نه د آمو د سيند تر غاړو پوری پرته ده.

اما کوم نوم چی پښتنو او يا په قومی اصطلاح افغانانو ته منسوب ملک باندی، له ډير پخوا او په عام او متواتر ډول، اطلاق شوی هغه(افغانستان)دی.دانوم په تحريری اسنادو کی لږ تر لږه څورلسمی ميلادی پيړی له اولی نيمايی نه د يوی ښايسته پراخی ساحی په يوه يا بله برخه اطلاق شوی او سيفی هروی د هرات تاريخنامه( تأليف: (۷۲۱-۷۱۸هجری) ظاهراً، لومړنی معلوم اثر دی چی د(افغانستان) لفظ پکی راغلی دی. سيفی يو ځای هلته چی د هرات په ځينو شا اوخوا سيمو کی د ملک شمس الدين کرت په پوځی عملياتو او بندو بست بحث کوی وايی چی ملک شمس الدين يو هيئت ددی دپاره(افغانستان) ته وليږه چی دده خپل اويوه چنګيزی واکدار منکو خان فرمانونه د (افغانستان) واکدارانو او مشرانو ته ور ورسوی. سيفی وايی پدی فرمان کی د (افغانستان) مشرانو ته ليکل شوی وو چی (ستر ملوک فخرالدوله والدين ملک شاهنشاه او ملک ميرانشاه او ملک بهرام شاه او ملک تاج الدين او هرمزتری[ترين]…..او دافغانستان مشران او اوسيدونکی او اهالی دی پدی پوه وی چی……ټول په يوه زړه…..موږته راشی.) (۳۶)

د تاريخنامی له سره ترپايه پوری د افغانستان نوم پنځه ديرش واری د (افغانستان) په بڼه او په څلور څلويښتم او پنځه څلويښتم فصل کی دوه ځايه د (اوغانستان) په بڼه ليکل شوی دی. پدی دوو فصلونو کی د افغان کلمه داوغان په شکل ليکل شوی ده.

ابن بطوطه هم دسيفی د تاريخنامی له تأليف نه يو څو کاله وروسته په (۱۳۳۱ميلادی کی) د افغانستان نوم ياد کړی دی. دابن بطوطه د سفر نامی په فارسی ترجمه کی راغلی چی کشلوخان د عسکرو ټولول پيل کړی او (د ترکنستان،افغانستان او خراسان دومره خلک پری راټول شول چی…سلطان سره برابر شو.) (۳۷)

ضياءالدين برنی له ابن بطوطه نه يو څو کاله وروسته په تاريخ فيروز شاهی کی (تأليف: ۱۳۵۷ ميلادی) د افغانستان نوم يادوی اوليکی چی سلطان ته (له ملتان نه خبر راغی چی شاهو افغان باغی شوی دی…سلطان…وروخوځيد……شاهو له خپلو افغانانو سره افغانستان ته ولاړ.) (۳۸)

په مطلع السعدين کی (تأليف:۸۷۲-۸۷۵ هجری) هم د تيموريانو د عصر د پيښور د بيان په وخت کی د افغانستان نوم اخيستل شوی او داسی ليکل شوی دی چی(….د سند تر سيند او افغانستان پوری [ځايونه] چی د صاحب قران په وخت کی ميراز پير محمد بن ميرزا جهانګير ته ورکړل شوی وو حضرت خاقان سعيد….د ميرزا په نامه کړل.) (۳۹)

زمچی اسفزاری، چی روضات الجنات يی له کال ۸۹۱ نه تر ۸۹۹ هجری پوری ليکلی دی، د افغانستان نوم څو واری يادوی.يو ځای ليکی چی ( د هغه تاريخ د نقل په اساس چی جناب شيخ زاده اعظم شمس الدين محمد…….د افغانستان له ولايت نه د جناب مغفرت مأب مرشد الزمان شيخ رضی الدين محمد سلمان رحمة الله له کتابخانی نه راووړ) داخبره معلومه شوه چی… (۴۰)

بيا ليکی چی ملک شمس الدين کرت (د افغانستان يوه کلا بکر، محاصره کړه.) (۴۱)

ظهيرالدين بابر (۱۴۸۳-۱۵۳۰) هم د افغانستان نوم اخلی او کله چی د کابل په باره کی غږيږی وايی چی ( جنوب ته يی فرمل،نغر،بنو او افغانستان واقع دی.) (۴۲) يو بل ځای ليکی چی(د خواجه اسمعيل،دښت،دوګی (دوکی) او افغانستان غرونه ټول يو شان دی.) (۴۳) يو بل ځای بيا همداسيمه د افغانانو زمکی يا ملک بولی او ليکی:(په کوم کال می چی کابل او غزنی ونيول، کوهاټ د بنو دښته او د افغانانو زمکی می لاندی کړی او ددوکی او آب ايستاده له لاری غزنی ته ولاړم. (۴۴)

د بابر له تذکراتو نه ښکاری چی د افغانستان لفظ څه چی د افغانانو د ځمکو لفظ هم بيخی په خاصه معنی استعمالوی او ټولی هغه ساحی نه پکی راځی چی دی خپله د افغانانو مختلف قبايل بکی ميشته بولی.

له بابر نه وروسته په هغو تاريخونو کی چی د هغه داولادی دواکدارۍ په عصر کی ليکل شوی دی، د افغانستان نوم بيا بيا راغلی دی.

په تاريخ شير شاهی کی د افغانستان نوم دوه واری راغلی دی. يو ځای يی د شيرشاه سوری د نيکه په باره کی ليکلی چی هغه( ابراهيم نوميده….[او]د سلطان بهلول په وخت کی له افغانستان نه هندوستان ته راغلی و) (۴۵) يو بل ځای د شيرشاه د خصايلو د بيان په ترڅ کی ليکی چی (هر افغان به چی د افغانستان له هيواد نه دهغه حضورته راغی، له توقع او حساب نه وتلی پيسی به يی ورکړی.) (۴۶)

د بدايونی په منتخب الواريخ کی (تأليف: ۱۵۹۵-۱۵۹۶) هم د افغانستان نوم د شيرشاه د حالاتو په ارتباط داسی راغلی چی (دشيرشاه نيکه….د افغانستان درو (۴۷)

په تاريخ فرشته کی د افغانستان نوم دوه واری ياد شوی دی. يو ځای راغلی چی(سلطان شهاب الدين…… هندوستان ته يوځ سوق کړ [ او ] د پيښور،افغانستان،ملتان او سند ملکونه يی ونيول.) (۴۸)

(د تاريخ فرشته له متن نه په وضاحت معلوميږی چی مؤلف يي د غزنويانو،غوريانو او نورو پخوانو عصرونو په باره کی مطالب او حتی عبارات او کلمات ، له زړو تاريخونونه را اخيستی دی.خو دا خبره سړی بيخی په يقينی ډول نه شی کولی چی د افغانستان نوم به يي هم له کوم لرغونی تاريخ نه را اخيستی وی، نو د افغانستان نوم به هرومرو د هغه تاريخ د تأليف له وخت پخوا معمول و.)

فرشته يو بل ځای د افغانستان نوم په ملتان کی د شاهو افغان د بغاوت د پيښی د بيان په وخت اخلی او ليکی چی (د افغانانو يوه مشر،شاهو،د [ملتان] نايب،بهزاد،وواژه…..پاچا په ډيلی کی پوځ تيار کړ او ملتان ته وخوځيد. خو کله چی ملتان ته نژدی شو شاهو……..د افغانستان غرونوته وتښتيد.) (۴۹)

په تاريخ خانجهانی و مخزن افغانی کی د افغانستان نوم دری واری ياد شوی دی. يو ځای ليکل شوی چی ( شيخ عمر په مرور دزمان د خدای دوست او د افغانستان د ملک د مشايخو او مشاهيرو له جملی نه شو) (۵۰)

په تواريخ حافظ رحمت خانی چی د خواجو مليزی د تواريخ افاغنه ( تأليف:۱۰۳۳ هجری) ساده شکل دی او پير معظم شاه په کال ۱۱۸۱ هجری کی انشاءکړی دافغانستان نوم په مکرر ډول راغلی دی. يو ځای د خان کجودمور په باره کی راغلی چی هغه(….بی بی مونده ناميده چی دی غوندی ښځه بله په افغانستان کی نه ده تيره شوی..) (۵۱)

ملا عبدالباقی نهاوندی هم چی مآثر رحيمی يي په کال ۱۰۲۰ هجری کی ليکلی دی، د شاهو افغان د بغاوت د پيښی د بيان په ترڅ کی د افغانستان نوم اخلی او ليکی چی (شاهو افغان د مخالفت بيرغ اوچت کړ….سلطان يي ټکولو ته وروخوځيد….شاهو…افغانستان ته ولاړ) (۵۲)

له دی يادونو نه څرګنديږی چی د افغانستان نوم د څورلسمی ميلادی پيړی له اولې نيمايي نه رادی خواته په پرله پسی ډول په تحريری آثارو کی راغلی دی او څرنګه چی د څورلسمی پيړی په اوله نيمايي کی، د بيخی يوه معمول نامه په توګه په تحريری ليکنو کی بيا بيا ياد شوی دی نو سړی په زغرده ويلی شی چی دا نوم د سيمی په خلکو کی د يوی جغرافيايي ساحی په توګه له څورلسمی پيړی نه پخوا معمول او متداول و. اما دا چی په پخوا وختو کی د ( افغانستان) نوم په کومه ساحه اطلاق شوی دی؟ ددی پوښتنی ځواب هم تر يوه حده له ليکلو اسنادو نه را ايستل کيدلی شی.

د سيفی هروی د تاريخنامی د زمچی اسفزاری دروضات الجنات له ځينو تذکراتو نه داسی ښکاری چی هغوی (افغانستان) هغه سيمه بولی چی د کندهار له بيخی غربی حدنه تر اباسينده او له کشمير نه د عربو د بحيری د غاړی تر حدودو پوری امتداد لری.

سيفی يو ځای د شمس الدين کرت د يوه فرمان په ارتباط ليکی چی (…فرمان مو…افغانستان ته ان د سند تر سينده او د هند تر حده واستاوه.) (۵۳)

يو بل ځای ليکی چی (دافغانستان پولو ښارونو او سيمو ان د سند او هند تر سرحده زمونږ خراج او فرمان منلی دی.) (۵۴)

د تاريخنامی له دی او ځينی نورو عباراتو نه داسی ښکاری چی د شرق په لور د (افغانستان)ساحه تر هند او سنده پوری امتداد لری.خو دا چی د (افغانستان)او سند او هند تر منځه فاصل حد کوم ځای دی؟ ددی پوښتنی ځواب هم د سيفی له هغه عبارت نه پوره په ډاګه کيږی چی وايي(فرمان مو افغانستان ته د سند تر سينده وليږه.) له دی عبارت نه ښکاری د (افغانستان)او سندتر منځ فاصل حد د سند سيند دی.

يو بل مطلب چی دا ټکی په زياتره وضاحت ورنه څرګنديږی هغه د بکر د کلا په باره کی د سيفی او زمچی اظهارات دی.زمچی بکر په صراحت د (افغانستان)يوه کلا بولی او وايي چی په سيند کی د يوی ګګری دپاسه واقع ده (۵۵) هم بکريوه پر تمينه کلا بولی او ليکی چی په يوه عظيم سيند کی ولاړه وه او هری خواته يي لويي لويي بيړی تړلی وی. (۵۶)

کومه يادونه چی ډير وروسته د ابو الفضل په آئين اکبری کی (تأليف:۱۵۹۷-۱۵۹۸) د بکر د کلا په باره کی راغلی هغه د زمچی او سيفی خبروته بيخی ورته ده.ابوالفضل ليکی چی(بکهر يوه مهمه چوڼی ده چی….شپږ سيندونه له يو ځای کيدلو نه وروسته ورلاندی تير وی دی. د سيند يو ښاخ د کلا جنوب او يويي شمال خواته تيريږی.) (۵۷)

بکر اوس هم په سند کی، په همدی موقعيت کی، بيخی معروف ځای دی.
څرنګه چی له يوی خوا سيفی، زمچی او ابوالفضل د بکر د کلا موقعيت د سند د سيند په منځ کی ښيی او اوس بکر پدی برخه کی يو معلوم او مشهور ځای دی، او له بلی خوا زمچی په صراحت او سيفی په ضمنی ډول بکر د افغانستان يوه کلا بولی،نو له دی امله سړی په پوره اطمينان ويلی شی چی سيفی او زمچی د شرق په لور (افغانستان) لږ تر لږه د سند د سيند تر غاړو پوری ممتد بولی.

د سيفی ليکنه د جنوب په لور د خپل وخت د افغانستان حدود د عربو بحيری ته ورلنډوی.ځکه له يوی خوادی له کنکانو او نهرانو افغانانو سره د شمس الدين کرت جګړه د(افغانستان)يوه مهمه جګړه بولی او له بلی خوا وايي چی دغه افغانان ددوکی له کلانه او يا فرسخه د جنوب خواته پراته دی . (۵۸)

له کشمير سره د (د افغانستان) د سرحد اشتراک د سيفی له هغو عباراتو نه پوره څرګنديږی چی د افغان شعيب په ارتباط يې ليکلي دي .

سيفی وايی چی شعيب (په هغه کال چی ملک شمس الدين … په افغانستان يرغل وکړ، د کشمير ولايت ته پناه وړی وه. خو کله چی خبر شو چی ملک شمس الدين ملک بهر امشاه او المار ووژل، د کشمير له حدودو نه بهر شو افغانستان ته ولاړ . ) (۵۹)

د سيفی له دی عبارت نه وچته ښکاري چې افغان شعيب له (افغانستان) نه مستقيماً کشميرته اوړی او له کشمير نه نيغ (افغانستان) ته ورننوړي او دا ددي معنا لري چې په شمال شرقی برخه کی (افغانستان) کشمير ته ور څرمه دی.

د سيفی له عباراتو نه دا هم ښکاری چې دی د غرب په لور (د افغانستان) ساحه لږ تر لږه تر تکناباده پورې چې د کندهار د سيمې غرب ته پروت دی، ممتده بولی. دی يو ځای ليکی چې ) ملک شمس الدين… له افغانستان نه تکناباد ته راغی.) (۶۰) يو بل ځای هم ليکی چې (…ملک شمس الحق والدين کرت له افغانستان نه تکناباد ته راغی) (۶۱)

نتيجه دا چې سيفی افغانستان په عمومی ډول هغه سيمه بولي چې د پخوانی کندهار له بېخی غربی حد نه د سند د سيند تر غاړو او له کشمير نه د عربو د بحيرې څنډې ته ور څرمه سيمو پورې امتداد لري .

امٌا بابر بيا لکه څنګه چي د مخه وويل شول د افغانستان لفظ په بېخی ځانته مفهوم استعمال کړی دی. خو د بابر د کورنۍ د عصر ځينې مورخينو بيا يا افغانستان او روه د مترادفو کلمو په حيث استعمالوي او يا روه د افغانستان يوه برخه ګڼې .

د تاريخ شيرشاهی مولف، عبٌاس سروانی يو ځای وايی چی افغانان د شيرشاه حضور ته له روه نه ورغلي وو لکه دا چې: (د روه نور افغانان چې له هر قوم اوقبېلې نه شيرشاه ته راغلی وو…) (۶۲)

يو بل ځای وايی چې افغانان له افغانستان نه د شير شاه دربار ته راغلي وو او هغه عبارت دا دي: (هر افغان به چې له افغانستان نه د هغه حضور ته راغی… ) (۶۳)

نعمت الله هروی، بيا روه او ( افغانستان) په بېخی صراحت مترادف کلمات بولی او وايی چې: (پدو کې د سود بن لالا اولادې د مطربۍ کسب غوره کړ او تر اوسه په روه يعنی افغانستان کې په ښادي او غم کې د خپل خدمت حق اخلی. ) (۶۴)

مګر ملا عبدالقادر بدايونی بيا د افغانستان ساحه له روه نه پراخه ګڼی او روه د (افغانستان) يوه برخه بولی. دی ليکی چې (…ابراهيم سور د افغانستان د روه له علاقې نه هندوستان ته راغلی … و ) (۶۵)

وروسته له دې اوږدې څيړنې نه به له زاړه دور نه، نوی عصر ته راشو او وبه ګورو چې د درانو د عصر افغانستاان کومه سيمه ده .

د احمد شاه بابا له وخت نه را دې خوا ته د افغانستان نوم،مسلماً، پداسې يوه هيواد اطلاق شوی چې ځانته يې مشخص سياسی سرحدات لرلی خو دا سرحدات له هغه وخت نه رادې خوا ته بيا بيا بدل شويدي .

د نولسمې پېړۍ په وروستيو وختو (۱۸۹۱م) کې انګريز بيلو د افغانستان حدود داسی ښيی :

( ختيځ ته د افغانستان سرحد اباسيند دی او له ګلګت نه [د عربو] تر بحيرې پورې امتداد لری؛ جنوب ته يې سرحد د عربو بحيره ده؛ غرب ته يې سرحد د پارس له کرمان او خراسان سره نښتی دی؛ شمال ته يې سرحد تر خوجه صالح پورې د آمو سيند دی او ورپسې د خوارزم په دښته کې تېرېږی او د پارس خراسان ته ځی) . (۶۶)

البته له کال (۱۸۹۱م) رادې خوا ته د افغانستان په سرحداتو کې نور تغيرات هم راغلی دی. خو دا چې له دې وروسته به څه کيږی؟ دا خبره د افغانانو په همت او مادي او معنوی کفايت پوری اړه لری .

لیکوال:  پوهاند دوکتور حبيب الله تږی

پښتانه پخوا چېرې اوسېدل؟


پخواني ليکل شوي اسلامي آثار او اسناد له لسمې تر شپاړسمې ميلادي پېړۍ پورې، دهغې سيمې په بېلو بېلو برخو کې دپښتنو دهستوګنې يادونه کوي چې له آمونه تر اپکه، له هراته تر کشميره ، له کرمانه تر ملتانه او له چترال نه دعربو دبحيرې تر حدودو پورې امتداد لري. (۱) خو لومړي موږ په هغو سيمو کې دپښتنو په باره کې يادونې رااخلو چې دغزني،زابل،کابل، پکتيا او ننګرهار له ناوو او شاوخوا سيمو نه تر اباسينده پورې امتداد لري.

پښتانه په پکتيا او شاوخوا سيمو کې :

حدود العالم مناالمشرق الي المغفرت چې په کال ۳۷۲ هجري کې په فارسي ليکل شوي او دمؤلف نوم يې نه دي معلوم، داسلامي دورې لومړني معلوم آقر دي چې پدې ځمکو کې دافغانانو دسکونت يادونه کوي. دالرغوني اثر دګردېز له شر چې نه وروسته، سمدستي پکتيا دسيمې يو کلي داسې معرفي کوي :

(سوال (۲) په غره کې يو آباد کلي دي او افغانان پکې هست دي. له دې ځايه تر حسينانه پورې لار ددوو غرونو تر منځ پرته ده…دا لار له مخاطرې او بيم نه ډکه ده.) (۳)

يو بل ډېر پخواني اثر چې په همدې حدودو، غالباً، دپکتيا او پکتيکا په سيمو کې ، پښتنه ميشته ګڼي هغه د عبدالجبار عتبي مرګ (۴۲۷ هجري ) تاريخ يميني دي دي. عتبي چې دسبکتګين او سلطان محمود دوکدارۍ وقايع يې تر کال ۴۱۲ هجري پورې ثبت کړي دي، يو ځاي داسې ليکي :

(څنګه چې داوړي ګرمي تېره شوه، سلطان دهغو افغاني طايفو دټکولو لپاره ور وووت چې په لوړو درو او خپلو غرنيو ټاټوبو کې اوسيدل او کله چې سلطان [محمود] دقنوج زاته وتي ؤ، دهغه دملک په لمنو کې يې نارا مي پيدا کړې وه. ده [سلطان] وغوښتل چې په هغو [افغانانو] يرغل وکړي. مېنه يې ور ورانه کړي او له شرنه يې ځان خلاص کړي. له غزني نه پدې نامه وووت چې ګوندې کومه بله خواځي. خو يو ناڅاپه، په نوي[افغانانو] ورولوېده توره يې پرې را واېسته او يو عالم يې ورنه کړل.) (۴)

دا مطلب وروسته نورو مؤوخينو هم ثبت کړي دي. رشيدالدين فضل الله چې جامع التواريخ يې په کال ۷۰۴ هجري کې ليکلي دي او حمدالله قزويني، چې تاريخ ګزيده يې په کال ۷۳۰ هجري کې تأليف کړي دي، په پښتنو باندې دغزنوي سلطان محمود دا حمله تقريباً دعتبي په عباراتو بيان کړې ده. (۵)

ابن اثير (۵۵۵ -۶۳۰ هجري) په خپل معروف تاريخ (کامل) کې دکال ۴۰۹ هجري دپېښو دبيان په ترڅ کې دهغو پښتنو يادونه کوي چې له غزني نه بهر دهندوستان دلارې په شاوخواکې پراته دي او وايي چې غزنوي سلطان محمود يرغل پرې وکړ او ډېر يې ورنه ووژل. دي ليکي :

په همدې کال يمين الدوله هندته دغزا دپاره روان شو.خپل پو؟؟؟؟؟ مجهز او تيار کړ…. له غزني نه وووت او لومړي يې په لاره ؟؟؟؟؟؟؟وکړ چې دافغانانو چاره وکړيږ افغانان کافران او وران کار؟؟؟؟؟؟ دخپلو مېنو او غزني تر منځ دښتې او لارې يې وهلې. يمين الدوله ؟؟؟؟؟ وخوځيد آبادۍ يې ورورانې کړې او مالونه يې ورنه ولجه کړل. [افغانانو] ډېر زيات مړه او اسير شول او مسلمانان يې ډېر مالونه په ولجه ورنه يووړل) (۶).

بلخي عنصري (مرګ : ۴۳۱) هم چې دسلطان محمود ددربار ملک اشعراءؤ ، په پښتنو باندې ددغه سلطان ديوه بل يرغل دبيان په ترڅ کې دپښتنو يادونه کوي او وايي :
شه ګيتي زغزنين تاختن برد (۷).
بر افغانان وبر ګبران کهبر (۸). دفارسي ژبي ځينې نور شاعران هم دغزنويانو په عصر کې دپتنو او دهغو دهيواد يادونه کوي او وايې چې غزنوي افسرانو يرغلونه پرې وکړل. مثلاً دغزنويانو دعصر ستر قصيده ليکونکي، مسعود سعد سلمان (۴۴۸-۵۱۵) دغزنويانو دعصر ديوه ستر بوځي سالار (علي خاص) په ستاينه کې وايي :

سکسته ګشت به تيغ تو لشکر کفار

خراب شد به سپاه تو کشور افغان (۹).

په يوه بله قصيده کې وايي :

ګهي شتابان اندر آګه ميان غار توبي (۱۰). د مسعود سعد دژوند بېخي زياته برخه ددوو غزنوي سلطانانو له عصر سره مصادفه ده. يو يې ابراهيم بن مسعود دي چې له کال ۴۵۰ نه تر کال ۴۹۲ هجري پورې يې سلطنت کړي اوبل دهغه زوي سلطان مسعود دي چې له کال ۴۹۲ نه تر کال ۵۰۹ هجري پورې يې واکداري کړې ده. (۱۱) نو دمسعود سعد ممدوح (علي خاص ) هم بايد دهمدې عصر يو پوځي سالار وي.

کله چې ابن اثير دکال ۵۰۸ هجري پېښې ليکي او هغه جګړي بيانوي چې دسلطان محمود کړوسيانو، ارسلانشاه بن ابراهيم او بهرام شاه بن ابراهيم دسياسي قدرت په سرله يوه بل سره کړي دي، يو ځل بيا دپښتنو او دهغو دغرونو او ښارونو يادونه کوي.

ابن اثير ليکي کله چې اسلانشاه بيا دغزني دتخت دنيولو په نيت غزني ته ولاړ، هلته يوه مياشت پاتې شو او دخپل ورور بهرامشاه په لټه کې ؤ. خو کله چې خبر شو چې دسلطان سنجر پوځ دبهرامشاه ملاټر ته ور روان دي، نو ارسلانشاه (تېښته له جنګ نه غوره وبلله. ځکه هغه پوهېد چې عسکر يې له سلطان سنجر نه ډير زيات ډاريږي. داوغانانو (۱۲) غرونو ته ولاړ او بهرامشاه او دسنجر عسکرو تعقيب کړ او په کومو ښارونو کې چې هغه [ارسلانشاه] اوېده ټول يې وران کړل او دهر ښار خلکو ته يې پيغام و استاو او تهديد يې کړل. (۱۳)

ابن اثير وروسته په همدې سيمه کې ديوه خاص ښار، کرمان [کړمان] (۱۴) نوم اخلي او اوسېدونکي يې افغانان بولي. دي دکال ۵۴۷ هجري دپېښور دبيان په ترڅ کې دسلطان سنجر او غوريانو تر عنوان لاندې ليکي:

(علاءالدين حسين………..دغزني…………په ښار حمله وکړه. پدې وخت کې بهرامشاه بن ابراهيم بن محمود بن سبکتګين په غزني کې واداري کوله.ده [بهرامشاه] ونه شو کړي چې له علاءالدين سره ډغرې ووهي اوله غزني نه دکرمان ښار ته چې دغزني او هند تر منځ واقع دي وتښتېد. ددغه ار اوسېدونکي يو قوم دي چې افغانان نوميږي. دا ښار هغه دکرمان په نامه معروف ولايت نه دي.) (۱۵)

وروسته محمد قاسم په تاريخ فرشته کې ددغو پېښو په ارتباط ليکي : (بهرامشاه ټينګارونه شو کړي. له غزني نه کرمان ته ولاړ. داکرمان هغه مشهور کرمان نه دي، بلکه دغزين ، هند او افغان تر منځ يو ښار دي. (۱۶)

محمدقاسم ليکي :

( بهرامشاه……..دباميانو کلاته ننووت او په پاي کې دسلطان سنجر په زور او مرسته بيا غزني ته راغي، ارسلانشاه افغانانو ته ور وتښتېدو . دسلطان سنجر لښکر ورپسې ورغي ويې نيو. تهرامشاه ته يې په لاس ورکړ او هغه وواژه) (۱۷)

فرشته ديوې بلې پېښې دبيان په ضمن کې هم داسې ښيي چې په کړمان او شاوخواسيمو کې پښتانه هست دي، دي غزني ته دسلطان شهاب الدين دجنازي دوړلو دپېښې دبيان په ترڅ کې ليکي چې (خواجه مؤيد املک دغور اميرانو ته ورغي او په کراره او دلايلو يې دا ورته څرګنده کړه چې بايد دسيوران (۱۸) او کرمان له لارې غزني ته ولاړ ي. [په لاره کې] دافغاني قبايلو او تراهيه کفارو له لاسه ډېر زيات وتزنېد. کله چې کرمان ته ورسېد تاج الدين يلدز دسلطان دتابوت مخې ته ور وووت.) (۱۹)

دتونس معروف سيح ابن بطوطه هم په خپله سفرنامه کې دپکتيا په سيمه کې دپښتنو يادونه کوي. دي کله چې په ۱۳۳۳ ميلادي کال کې هلته دکرماش (۲۰) په دره له پښتنو سره مخامخ کېږي. ابن بطوطه خپله دا پېښه داسې بيان کړې ده :

(څه کابل نه کرماش ته ولاړو. دا ددوو غرونو تر منځ يوه کلا ده او هلته افغانان لارې وهي. له دې سيمې نه په جنګ او ګرېز تېر شوو. افغانان دغره په لمن کې وو او زموږ دغشو دګزارونو له امله رانه ولاړل. موږ نخمين څلور زره اسونه لرل. څرنګه چې زه له اوښانو سره تلم نو ځکه له کاروان نه لرې پاتې وم. يو شمير کاروانيان چې يو تعداد افغانان هم پکې وو له ما سره يو ځاي تلل) (۲۱)

يو بل معتبر پخواني اثر چې پدې سيمو کې دپښتنو دسکونت يادونه کوي هغه ظفر نامه ده چې مولانا شرف الدين يزدي دګوډ تيمور دجګړو او فتوحاتو په باره کې په کال ۸۲۹ هجري کې ليکلې ده. په ظفرنامه کې دتيمور او دهغه دجرنيلانو دهغو يرغلونو په باره کې هم يو لړ مطالب ثبت شوي دي چې په کال ۸۰۰ او ۸۰۱ هجري کې يې، دپکتيا، بنو او کوهاټ دسيمو په پښتنو کړي دي.

څرنګه چې دا مطالب دپښتني ټولنې دتاريخي مطالعي په برخه کې د پوره اعتناوړ دي نو له دې امله يې موږ ټول په يو څه اختصار خو په داسي شکل دلته را اخيستي دي چې دمفهوم په لحاظ څه کمي پکې رانه شي. (۲۲ )

يزدي وايي چې پدې سيمو دتيمور اقدامات او عمليات وروسته له هغې ليدنې کتنې نه پيل شول چې په کابل کې دپکتيا دپښتنو يوه قومي مشر ور سره وکړه. مولانا ليکي کله چې تيمور هندوستان ته دتګ په لاره کې کابل ته ورسېد، هلته د افغانانو يو مشر، ملک محمد، دخپلو رعاياوو په ملګرتيا ورغي او عرض يې ورته وکړ چي د کرکس (۲۳) د قبيلې مشر موسي او غاني ، دده ورور، لشکر شاه او غاني چې دامير تيمور له بنده ګانو څخه ؤ وژلي دي دايرياب (۲۴) کلا يي ورانه کړې ده او ددوي اسباب او املاک يې په زور ورنه اخيستي دي.

دغه راز ملک محمد تيمور ته وويل چې موسي اوغاني غلاوې کوي او لارې وهي او هيڅوک هم له دغو سيمو نه سلامت نه شي ورنه تېريدلي.ملک محمد تيمور ته وويل : (زه دمرګ له ويرې راتښتېدلي او ستا حضورته راغلي يم ) کله چې تيمور د ملک محمد خبرې واوريدې سخت په غوسه شو او ورته ويې ويل : (ته ځان چېرته پټ کړه. زه غواړم چې موسي اوغاني راوغواړم. که راغي غچ به دې ترې واخلم او که رانه غي نو تاته به لښکر در کړم چې دخپل ورور انتقام ترې واخلې.)

تيمور موسي اوغاني ته پدې مفهوم يو فرمان ور ولېږه چې (تا دايرياب کلا ورانه کړې ده. داکلا دهند دلارې په سرواقع او ډېره مهمه ده. ته ځان په منډه راورسوه چې هغه ولايت تاته درکړم او کلابېرته جوړه کړې.)

څنګه چې موسي اوغاني ته فرمان ور ورسېد، په منډه يې ځان تيمور ته ور ورساو. تيمور موسي اوغاني ډېر وغټاو او زر دوزي جامي، دزرو ملا وستني او توره او يو زين کړي اس يې له ډېرو نورو سوغاتونو سره ورکړ او ورته ويې ويل : ( ولاړ شه او د ارياب کلا بېرته جوړه کړه. کوشش وکړه چې ډېر ژر يې خلاصه کړې.)

تيمور درې زره مېړونه دخپل يوه جرنيل په مشرۍ له موسي اوغاني سره ملګري کړل چې دکلا په جوړولو کې همکاري ورسره وکړي. موسي اوغاني ايرباب ته ولاړ او دکلا دجوړولو کار يې پيل کړ. مولانا شرف الدين وايي چې (هره ورځ به له دوو سوونه تر درې سوو پورې مېړونه دډول او سرني نغمونه په ډېر جديت دکلا په جوړولو لګياوو).

تيمور د ۸۰۰ همري کال د ذي الحجې په ميات کې له کابل نه پکتيا ته ولاړ. څنګه چې ايرياب ته ورسېد خپلو لښکرو او ماهرانو ته يې هم امر وکړ چې دکلا دجوړولو په کار کې برخه واخلي او ډېر ژر يې داسي يوه کلا جوړه کړه چې يوه جامع جومات او ډېر دهستوګنې ځايونه او نور واړه جوماتونه او نور ځايونه هم بکې وو.

تيمور خپلو تواچيانو ته ويلي وو چې دموسي اوغاني دهغو اتباعو له جملې نه چې دکلا به جوړولو لګياوو يو هم برې نږدي چې خپلو ځايونو ته ولاړشي. دموسي اوغاني مېړونه بدې خبره شوي وو. تيمور يوه ورځ بهر وتلي ؤ او له کلا نه راګرځېده. دموسي اوغاني اوه تنه اتباع چې په کلا کې يې کار کاو. ديوې بال خانې دوره شاته ولاړ وو. کله چې تيمور ددغه وره مخې ته ورسېد، دکلا له کړکۍ نهيو غشي برې ورګوزارشو. غشي دتيمور خواته ولګېد او اس يې وترېد. تيمور خپلو پوځيانو ته امروکړ چې موسي اوغاني او دهغه ټول اتباع چې دکلا په جوړولو کې يې برخه اخيستې وه. ونيسي. هغو اووتنو چې په تيمور يې دغشې ګوزار کړي و جګړه پيل کړه او څو تنه يې زخمي کړل. دتيمور مېړونه دا اوه تنه ووژل او موسي اوغاني اودهغه دوه سوه اتباع يې ونيول او ملک محمد اوغاني ته يې په لاس ورکړل، ملک محمد اوغاني ټول ووژل اوله ککرونه يې منارونه جوړ کړل. بيا تيمور خپلو مېړونو ته امر وکړ چې دموسي اوغاني په خلکو يرغل وکړي. دوي دموسي اوغاني دولس ټول نارينه ووژل اوښځې ، ماشومان او مالونه او نور څه يې دايرياب په خلکو ووېشل. تيمور ملک محمد دهغه دورور لشکر شاه اوغاني پرځاي ددغه ولايت والي وټاکه او دارباب کلا يې هم هغه ته ور وسپارله.

تيمور له ارباب نه شلوزان (۲۵) ته ولاړ او هلته يې شهزاده خليل سلطان ته امر وکړ چې له يو مير امر اوو سره بانو (۲۶) ته ولاړ شي اودي خپله له څلور زره سبرو سره نغر (۲۷) ته ولاړ. هلته ورته وويل شول چې دپرنيان (۲۸) په نامه يوې قبېلې دده له اطاعت نه سر غړولي او جنګي مېړونه يې نه دي ورکړي. تيمور ته داهم وويل شول کوم وخت چې دشاهزاده پېر محمد لښکر له هندوستان نه له ولجو او مريانو سره کابل ته روان وو، دپرنيان دقبېلې مېړونه پرې ور ولوېدل او لښکر يې تالاکړ. تيمور چې دا خبرې واوريدې سخت په غوسه شو او په همدې ورځ ددې اوغانانو ټکولو ته ور روران شو.درې ورځې وروسته ور ورسېد او جنګي عمليات يې پيل کړل. دپنيان دقوم ډېر زيات خلک يې ووژل ماشومان يې اسير کړل اموال او اسباب يې تالا کړل او کورونه يې ور وسوځول. تيمور څه موده نور هم هلته پاتې شو او غوښتل يې چې دپرنيان دقوم جرړې له بېخه وباسي او بېخي يې تباه کړي. خو دپرنيان دقوم يو مشر چې او بل نومزده تيمور ته په ننواتې ورغي.تيمور نوره تباهي ونه کړه. اوبل يې ډېر و نازاو او خپله د ۸۰۱ هجري کال دمحرم په مياشت کې نغر ته ولاړ. خودي لانغر ته نه ؤ رسېدلي چې امير سليمانشاه دکلانيانو (۲۹) اوغانانو په قبيله چې دمولانا شرف الدين په قول ( يوه غښتلې ، لويه او با ابهته قبيله وه ) حمله وکړه. دسليماشاه پوځ کلانيان سره له دې چې مولانا وايي (تنور او زړور خلک وو) مات کړل. ډېر يې له تېغه تېر کړل نور يې ترې ونيول واړه يې ورنه اسير او کورونه يې ور تالا کړل. تيمور له نغر نه بانو او له بانو نه هندوستان ته ولاړ.

مولانا شرف الدين ليکي چې تيمور له هندوستان نه دبېرته راتګ په وخت کې هم په بانو جې دتيمور دفرمان په اساس (داوغانانو دمفاسدو ددفع کولو دپاره په بنو کې پراته وو) يوه ګله اسونه اوزرغويې چې دبنو دشاخوا خلکو نه يې په زور بېولي وو، تيور ته وروستل. تيمور اسونه خپلو سردارانو ته وروبښل، خو غويي يې بېرته خاوندانو ته ورکړل.

مولانا وايي چې تيمور له بانو نه نغر ته ولاړ . (محمود برات خواجه او هندوشاه يې کابل ته ولېږل چې دهغه ځاي لشکر دافغانانو دشر ددفع کولو دپاره ور ولي.) تيمور خپله دهغې کلا دپراخولو دپاره په نغر کې پاتې شو چې سليمانشاه (دافغانانو دشر ددفع کولو دپاره جوړه کړې وه ) ددې کار له خلاصېدلو نه وروسته دکرمانش ددرې له لارې ، کبل نه وخوځېد . دلته مولانا ديوه ستانه پشتانه يادونه هم کوي او ليکي چې (شيخ احمد خواجه افغاني دعالم پناه [تيمور] به حضور مشرف شو.) تيمور له کرمانش نه لوګر او له لوګر نه کابل ته ځي.

يو بل اثر چې وايي پدې سيمو کې پښتانه هست وو،هغه تاريخ حافظ رحمت خاني دي چې اصلاً خواجو مليزي دتاريخ افاغنه په نامه د ۱۰۳۳ هجري به حدودو کې ليکلي او بيا پير معظم شاه په کال ۱۱۸۱ هجري کې دحافظ رحمت خان په هدايت په خپلو عباراتو ليکي او دتواريخ حافظ رحمتخاني نوم يې پرې ايښي دي. تواريخ دبابر دتره، الغ بيګ ميرزا ، به وخت کې کرمه دخېشکو پشتنو ټاټوبي بولي او ليکي : (فاطمه دابراهيم دګداي (زوي) الياس زي يوسفزي وتښتوله . له کابله يې کرمې ته راوستله چې مقام دخېشکو دي.) (۳۰) بابر هم دپکتيا په بېلو بېلو برخو باندې دخپلو يرغلونو او لوټ او تالان دبيان په ترڅ کې دهغې سمې دپښتنو په باره کې بابر له نورو يادونو سره يو ځاي په اووم فصل کې راوړې دي.

بابر هم دپکتيا په بېلو بېلو برخو باندې دخپلو يرغلونو او لوټ او تالان دبيان په ترڅ کې دهغې سيمې دپښتنو په باره کې ښايسته زياتې يادونې کړې دي. خو موږ هغه دپشتنو په باره کې دبابر له نورو يادونو سره يو ځاي په اووم کې راوړې دي.

پښتانه په غزني کې :-

په تحريري اسنادو کې دغزني په سيمه کې هم له بېخي پخوانه دپښتنو يادونې راغلې دي. عبدالحي بن ضحاک ګردېزي چې تاريخ ګردېزي يې د ۴۴۲ او ۴۴۳ هجري په حدود کې ليکلي دي،دغزني په غرونو کې پشتانه ميشته ګڼي او يو ځاي دمسعود بن محمود دغزنوي دعصر دپېښو دبيان په ضمن کې داسې ليکي :

(او څرنګه چې امير هپيانو (۳۱) ته ورسېد ، هلته دېره شو……او امير اېزديار يې دغزني غروته، چې عاصيان افغانان پکې اوسېدل ، ولېږه او [ورته] ويې ويل : هغه ولايت وساته . [پامکوه] چې څه نارامي پکې پېښه نه شي.) (۳۲)

تواريخ حافظ رحمت خاني هم په غزني کې له پنځلسمې ميلادي پېړۍ نه پخوا پشتانه ميشته ګڼي او ليکي چې ( يوسفزۍ په ګاړه په نشکي او غوريه خيل خصوصاً خليل په ترنک ، په مقر او په قره باغ پراته وو.) (۳۳)

د همدې زمانې دپېښو په ارتباط بيا ليکي چې د (شيخ دادافغان خليل متي زي نيکه……. له يو تعداد مريدانو سره چې شمېر يې تخمين درې سوو او پنځو سوو ته رسېده… له ترنک او قلات او قندهار نه دلاشوؤې سيمې ته راغلل .) (۳۴) تواريخ يوبل ځاي وايي چې (پدې وخت کې دؤد زي او ځينې مومند چې له مقر او قره باغ نه راغليوو ، لاهم دکابل په نواحي کې ميشته وو او ځينې موند لاهم په مقر او قره باغ کې وو.) (۳۵)

حافظ رحمت خان په خلاصه الانساب کې چې په کال ۱۱۸۴ هجري کې ليکل شوي دي، ليکي چې ( افغانان په هندوستان باندې دسلطان محمود غزنوي ديرغلونو تروخته دقندهار او غزني په سيمو کې ميشته وو) (۳۶) په سيرت جلاالدين منکبرني کې چې داومې هجري پزړۍ په اوله نيمايي کې ليکل شوي دي ، دخوارزمشاهيانو او چنګيزيانو دمقابلي او جګړو دبيان په ضمن کې په غزني کې دافغانانو يو لوي مشر د (صاحب افغانيان ) په نامه ياد شوي او داسي راغلي دي : کله چې جلال الدين دخوارزمشاه مشر زوي په کال ۶۱۸ هجري کې غزني ته ورسېد هلته )……صاحب افغانيان مظفر ملک او حسن قسراق چې دېرش زره سپاره ورسره وو، له هغه سره يو ځاي شوي .) (۳۷)

مولانا عبدالررزاق سمرقندي په مطلع السعدين کې چې له کال ۸۷۲ نه تر کال ۸۷۶ هجري پورې ليکل شوي دي، ليکي : ( دغزني دولايت او ښار لويان…دعالم پناه درګاه ته راغلل او دبرمل دخېل خانې او خرشواني افغانان مشرف شول.) (۳۸)

د غزنويانو دعصر لوي مؤرخ ابوالفضل بيهقي (۳۸۵-۴۷۹) په مکرز ډول په غزني کې دافغان شال په نامه يو ځاي يادوي. يو ځاي ليکي چې (…..له خپلوانو، لويانو او مشرانو سره يو ځاي افغان شال ته ور ننووت او دامير عادل سبکتګين پر مزار پلي شو.) (۳۹) بيا ليکي چې (اميربيا محمودي ماڼۍ افغان شال ته راغي.) (۴۰) بيا ليکي چې (…ديارونه او درهمونه او هر څه يې په افغان شال کې درسوله په ميدان وبازارونو کې وښندل…….) (۴۱) بيا ليکي چې ….دارالملک ته راورسيد او په افغان شال کې په محمودي ماڼۍ کې دمبارکۍ دپاره پلي شو.) (۴۲) يو ځل بيا هم ليکي چې (….دافغان شال خواته ولاړ شي…) (۴۳)

دبيهقي له دې تذکراتو نه ښکاري چې دغزنويانو دداراخلافې په زړه کې يو ځاي افغانانو نه منسوب دي او دسلطان محمود پلار هم په همدې ځاي کې ښخ دي.

د غزنويانو له دارالخلافې او دربار سره دپشتنو دارتباط به باره کې په ځينو نورو معتبرو آثارو کې هم يو څه مطالب راغلي دي.

مبارکشاه فخر مدبر په آداب الحرب کې چې له کال ۶۲۶ نه تر ۶۳۳ هجري پورې يې ليکلي دي ، وايي چې اديرا نومي افغان چې دپېښور په شاوخوا کې يوې سيمې کوټوال ؤ غزني ته دسلطان محمود دربار ته ورغي. اسلام يي ومانه او ورسره ملګري شو. (۴۴)

خواجه نعمتالله هروي دسلطان محمود او سلطان مسعود په دربارونو کې دپښتنو په باره کې يو روايت ثبت کړي چې په ډېرو نورو آثارو کې هم راغلي دي . دي ليکي :

( دافغانانو نه تنه مشران دسلطان محمود خدمت ته ورغلل. ددې نهو تنو نومونو په تاريخونو کې داسي راغلي دي : ملک خانوي او ملک عامون او ملک داؤد او ملک يحيي او ملک احمد او ملک محمود او ملک محمد او ملک عارف او ملک غازي….سلطان [دامشران] ډېر وغټول…. له ځان سره يې وخوځول دسومنات او هندوستان غزاته روان شو…. هروخت به چې سلطان ته مشکل ور پېښ شو نو دا ملکان به يې دهغو له خپلو سپايانو او ډلې سره پرې وګومارل او دغه مشکل به حق تعالي حل کړ…. په لږوخت کې [داملکان] ددونت ارکان….او دسلظنت په کارخانه کې ددخل خاوندان او داعتماد وړ شول. کله چې سلطان محمود دکال ۴۲۱ دربيع الاول په اوم دپنجشنبې په ورځ مړ شو، دهغه زامنو سلطان محمد او سلطان مسعود همداسې سلوک ورسره کاوه) (۴۵)

نواب محبت خان په رياض المحبت (تأليف : ۱۸۰۶ ) کې وايي چې دسلېان محمود او پښتنو تر منځ کورني روابطه هم موجود وو. دي ليکي کله چې دغه واکدار [سبکتګين] مړ شو، زوي يې ، اسمعيل ، چې مور يې اصلاً مينځه وه ، دپلار ځاي ونيو. مګر محمود چې مور يې دزابل ديوه مشر لوره وه، له دې خبرې سره مخالف ؤ چې [اسمعيل] دې دپلار ځاي ونيسي او جګړه يې ورسره پيل کړه. افغانان چې [دزابل] له دې مشر سره تړلي وو نو دهغه له لسمي يا په بل عبارت دهغه دلور له زوي يعنې محمود سره ملګري شول. محمود اسمعيل ته ماته ورکړه او په يوه کلا کې يې بندي کړ. محمود ددې مرستې په بدل کې خپله لور دافغانانو دې قبېلې مشر شاهو ته ورکړه . له دې لورنه يې درې زامن پيدا ول او هغه سالار ، مسعود او غازي و.) (۴۶)

لکه څنګه چې لږو وړاندې وويل شول ځينې غزنوي سلطانانو په بده ورځ کې افغانانو ته پناه ور وړې ده او لکه څنګه چې په وروسته فصلونو کې په تفصيل خبرې پرې شوي دي يو شمير آثار دغزنوي واکدارانو به پوځ کې په زرګونو افغانانو شامل ګڼي او دسلطان محمود ځينې سترې فتحې هم دهمدوي دسربرکت ګڼي.

بايد وويل شي چې په بابر نامه کې هم دغزني او شاوخوا سيمو دپښتنو په باره کې ډېر څه راغلي او موږ دپښتنو په ارتباط دبابر نامې له نورو مطالبو سره يو ځاي په اوم فصل کې راوړي دي. يوازينۍ خبره چې غواړو دلته يو څه پرې ووايو هغه داده چې دمقر او وازې خوا په سيمو کې دبابر ډېرې خبرې دغلځو پښتنو په باره کې دي. او ځينو شرقي او غربي څېړونکو او مؤلفينو بيا همدا غلځيان له هغو ترکانو سره ګډ کړي چې په زړو متونو کې دخلج يا خلخ په نامه ياد شوي دي. راځي وګورو چې دوي دا ادعا څومره په ځاي ده ؟

خلجيان او غلځيان :-

يو شمير مؤلفين او څېړونکي زړو اسلامي آثارو ته داشارې پر بنا وايي چې يو وخت خلجيان چې اصلاً ترکان وو زابلستان ته ولېږدېدل. هلته ميشته شول او خپله ژبه او عادات يې هېر کړل. دزابلستان دخلکو ژبه او عادات يې کسب کړل او پښتانه غلجيان يا غلځيان ترې جوړ شول.

تر کوم حده چې ماته معلومه ده ، تر ټولو نه پخواني اثر چې دزابلستان په ځايي خلکو کې دترکي خلجيانو دمنحلېدو خبره پکې ياده شوې ، هغه دمحمد بن نجيب بکران جهان نامه ده چې په کال ۶۰۵ هجري کې ليکل شوې او په کال ۱۳۷۵ کې ددوکتور امين رياحي په همت په تهران کې هپره شوي ده.

جهان نامه وايي چې (دترکانو يو قوم خلج دخلج له شاو خوانه زابلستان ته ور واوښت او په يوه بېديا کې چې دغزني خواته پرته ده ميشت شو. وروسته يې دهوا دګرمۍ له امله څېره بدله او تور بخونه او ژبه يې بله شوه .) (۴۷)

څرنګه چې دخلجيانو دمهاجرت او دزابلستان په ځايي اوسېدونکو کې دهغوي دمنحليدو يادونه په جهان نامه کې شوې ده. او څرنګه چې جهان نامه په ( ۶۰۵ هجري ) کې ليکل شوې ده ، نو د خلجيانو دمهاجرت او په زابلستان کې دهغوي دمنحلېدو پېښه ، طبعاً ، له ۶۵۰ هجري نه پخوا شوې ده.

دجهان نامې له متن نه داهم په صراحت ښکاري چې ددغو مهاجرو څېره او ژبه دجهان نامې دليکنې له وخت نه پخوا بدله او تور بخونه شوې او ژبه يې هم له دې وړاندې بله شوې ده.

که څوک دجهان نامې خبره مني هه به ضرور داهم مني چې ترک خلجيان دشپږمې هجري پېړۍ له اراخرو نه ډېر پخوا زابلستان ته ورلېږدېدلي دي. ځکه په هغې زمانې کې دخلجيانو په شان ديوه غښتلي قوم دومره بدليدل او دزابلستان په يوه ځايي قوم کې يې بېخي منحليدل بايد دکلونو اولسيزونه ، بلکه دپېړيو کار وي او پدې حساب سړي په پوره اطمينان ويلي شي چې ترک خلجيان به لږ تر لږه په دوهمه يا درې يمه هجري پېړۍ کې زابلستان ته لېږدېدلي او بيا دهغې سيمې په ځايي خلکو کې منحل شوي وي.

کوم څېړونکې او مؤلفين چې وايي ترکي خلجيان دزابلستان په ځايي خلکو کې منحل شوي او په نهايت کې په پښتنو غلځيانو بدل شوي دي.هغوي په حقيقت کې دا خبره تصديقيقوي چې لږ تر لږه ددوهمې او درې يمې هجري پېړۍ په حدود کې دزابلستان ځايي اوسېدونکي پښتانه وو.ځکه جهان نامه وايي چې ترکو خلجيانو خپله طبه بايلوده او دزابلستان دځايي اوسېدونکو طبه يې زده کړه. که ترکو خلجيانو دزابلستان دځايي خلکو ژبه زده کړې وي، که دغلځيانو ژبه تر اوسه پښتو وي او غلځيان او خلجيان هم سره يو شي وي، نو دخلجيانو دمهاجرت په وخت کې به دزابلستان دځايي اوسېدونکو ژبه هرو مرو پښتو وه. که نه وي نو نه بايد خلجيانو پښتو زده کړې وي او نه بايد دغلځيانو ژبه پښتو وي.

خو ځينې کسان بيا له يوې خوا وايي چې ترک خلجيان زابلستان ته لېږدېدلي او دهغې سيمې دځايي خلکو ژبه او عادات يې کسب کړي او پښتانه غلځيان ترې جوړ شوي دي، او له بلې خوا بيا وايي چې (پښتنو په څورلسمه او پنځلسمه (ميلادي) پېړۍ کې دغزني سطح مرتفع اشغال کړه.) (۴۸) او دا دوه خبرې اړخ نه سره لګوي . ځکه که خبله پښتانه غزني او زابلستان ته په اتمه او نهمه هجري پېړۍ کې ور لېږدېدلي وي، نو ترک خلجيان بيا څنګه ، په همدې ځاي کې ، له دې نه ډېر پخوا يهنې د دري يمې او څلورمې هجري پېړۍ په حدودو کې پکې منحل شوي دي؟ او که ترک خلجيان دزابلستان په ځايي خلکو کې د درې يمې او څلورمې هجري پېړۍ په حدودو کې منحل شوي او پښتانه غلځيان ترې جوړ شوي دي، نو بيا دا خبره څنګه کېدي شي چې پښتانه له دې نه ډېر وروسته يعنې داتمې او نهمې هجري پېړۍ په حدودو کې غزني او زابلستان ته ورلېدلي دي؟

له دې دوو خبرو نه يوه هرو مرو غلطه ده. خودا چې کومه يې غلطه ده؟ ددې سپينول هغه چاته ور په غاړه دي چې وايي ترک خلجيان دزابلستان په ځايي خلکو کې منحل شوي او پښتانه غلځيان ترې جوړ شوي دي.

پښتانه دکابل په سيمو کې :

پخوانو آثارو په کابل هم دپښتنو يادونې کړي . دابن بطوطه سفرنامه تر ټولونه پخواني معلوم اثر دي چې وايي په کابل کې افغانان اوسېږي. کله چې ابن بطوطه په ۱۳۳۳ ميلادي سنه کې له کابل نه تېريږي وايي چې ددغه ځاي اوسېدونکي افغانان دي. دي ليکې چې (کابل پخوا يو لوي ښارؤ [خو اوس] يو کلي ترې پاتې دي. او دعجميانو يوه طايفه چې افغانان نومېږي پکې اوسېږي. افغانان په غرونو کې ډېرې لکلې مېنې لري اوډېر غښتلي خلک دي.) (۴۹) ابن بطوطه خبرې ته دوام ور کوي او ليکي چې (هلته دسليمان دغره په نامه يو ستر غر دي. دافغانانو پاچا هم هلته اوسيږي. ) (۵۰)

ابن بطوطه په خپله سفرنامه کې په کابل ديوه وتلي ستانه افغان نوم هم اخلي او وايي چې (په کابل کې دشيخ امعيل افغاني په نامه يوه خانقا هم شته (او يخ اسمعيل افغاني) دشيخ عباس نومي سترولي شاګرد ؤ . (۵۱)

اما کوم اثر چې دکابل په ښار او شاوخوا سيمو کې په پنځلسمه ميلادي پېړۍ کې ، دپښتنو دحالاتو په باره کې ښايسته مفصل بحث لري هغه تواريخ حافظ رحمت خاني دي. په تواريخ کې دهغه مهاجرت په ترڅ کې چې وايي يوسفزو دپښتنو دپنځلسمې ميلادي پېړۍ په حدودو کې وکندهار له سيمو کې دډېر حشمت او شوکت خاوندان شول او دکابل ټول حدود او مضافات يې تر خپل تصرف لاندې راوستل .) (۵۲)

بيا ليکي چې دکابل پاچا الع بيګ ميرزا و. خو اصلي قدرت او واک اختيار ديوسفزو دمشر ملک سليمانشاه په لاس کې و. (۵۳)

بيا ليکي چې په کابل کې (يوسفزي هر ګوره غالب وو. دميرزا الغ بيګ پروايې نه لرله . دخپل اختيار څښتن وو هر چې ملک سليمانشاه او يوسفزو کول هغه به کېدل…….اسمعيل دمزکت زوي هسې يو بدمست او ظالم شرابي و چې اصيل خلق به يې په زور ظلم نرخ نرم کړ او څيزونه به يې اخيسبل او نياو يې چانه شه کاو ) (۵۴)

تواريخ داسې ښيي چې دپنځلسمې پېړۍ په دوهمه نيمايي کې پښتانه په کابل او دکابل په شاوخوا سيمو کې ميشته او مسلط خلک دي. ده چې پدې سيمو کې به څومره پښتانه اوسېدل ، پدې باره کې سړي په يقيني ډول څه نه شي ويلي ، خو تواريخ داخبره په صراحت کوي چې دکابل دهغه رخت واکدار ، الغ بيګ ، يوازې ديوسفزو دقوم اوه سوه مشران په يوه ورځ ووژل .) (۵۵)

په کابل او شاوخوا سيمو کې دپښتنو دهستو ګنې او حالاتو په باره کې په بابرنامه کې هم ډېر څه راغلي او موږ وروسته په اووم فصل کې راوړي دي.

پښتانه دننګرهار او پېښور په سيمو کې:

په پخوانو تحريري آثارو کې دهغو سيمو دپښتنو په باره کې هم ډيرې يادونې شوې چې له ننګرهار نه دابادسيند تر غاړو پورې امتداد لري. حدودالعالم من المشرق الي المغرب بيا هم داسلامي دورې لومړني اثر دي چې ان په څلورمه هجري پېړۍ کې دننګرهار په سيمه کې دپښتنو يادونه کوي. کله چې ددې اثر مؤلف دننګرهار او لغمان په سيمو غږيږي، ليکي چې (بنيهار يو ځاي دي چې پاچا مسلماني کوي او له دېر شو نه زياتې مسلماني، افغانې او هندوې ښځې لري. نور خلک يې بت پرست دي او درې ستر بتان لري.) (۵۶)

داسې ښکاري چې د حدود العالم د پيدا شوې نسخې ناسخ د پورته عبارت داولې کلمې ټکي ، سهواً بېځايه ايښي او ننهار يې بنيهار کړي دي . دليل دا چې يو خو د حدود العالم د متن له قرينې نه داسې ښکاري چې مؤلف يې د ننګرهار د سيمې په باره کې غږيږي او بل دا چې خپله د حدود العالم درودونو په بحث کې هم دا کلمه واضحاً ننهار ليکل شوې ده.

(او بل هغه رود دي چې د لغمان او ددنبور په حدودو کې له غره نه راوزي او د ننهار له حد نه تېريږي. ) (۵۷) د حدودالعالم محشي، مينور سکي هم دا کلمه ننهار يا ننني ننګرهار بولي او وايي چې معنا يې نهه نهرونه ده. (۵۸)

عبدالجبار عتبي د هغو جګړو د بيان به ضمن کې چې سبکتګئين د کابل له شرقي حدودو نه دپيښور تر شاوخوا سيمو پورې د هندوشاهانو له مشر سره کړي دي، پدې سيمو کې د پښتنو يادونه کوي. دي ليکي چې د سبکتګين جګړنود هندوانو په لښکر (يو په يو حمله وکړه . ډېر زيات يې ورنه تباه کړل او پاتې يې ورنه وتښتيدل. وروسته تر دې نه هندوانو لکۍ په سر واړولې او له دغو ولاياتو نه يې طمع وشکوله……….د افغانانو او خلجيانو ولس چې ددغو سيمو کوچيان وو، د ناصرالدين په مېړونو کې شامل شول) (۵۹)

ابن اثير هم په کامل کې د کال ۳۶۶ هجري د پېښو د بيان په لړ کې ليکي چې د سبکتګين پو ځ هندوان مات کړل. وروسته له دې پېښې نه (هندوان خوار شول . زياتي يې بيرغ نه لاره او دايې ومنله چې د هيواد داسې سيمو ته ولاړ شي چې څوک نه ي ور رسېدلي. څرنګه چې وروسته له دې پېښې نه سبکتګين د قوت او شوکت خاوند شو افغانيانو او خلج يې اطاعت ومانه.) (۶۰)

وروسته رشيدالدين فصل الله په جامع التواريخ کې (تأليف : ۷۰۴ هجري ) دا مطلب تقريباً دالعتبي په عباراتو ثبت کړي دي. دي ليکي چې امير ناصرالدين (يو په يو حمله وکړه……..هغه سيمې په اسلامي ملکونو ور زياتې شوې……..د افغانانو او خلجيانو ډلې دهغه ځاي کوچيان وو……دهغه په مېړونو کې داخلې شوې.) (۶۱)

محمد قاسم هم دا پېښه په تاريخ فرشته کې ثبت کړې او ليکي چې ( وروسته له دې فتحې نه ………سبکتګين د خپلو اميرانو يو تن په پېښور کې پرېښود او دافغان او خلج قومونه يې چې ددغو سيمو کوچيان وو په خپلو مېړونو کې داخل کړل او غزني ته ولاړ.) (۶۲)

مير خواند هم دا مطلب هم دا مطلب په روضةالصفا کې ثبت کړي دي. (۶۳) ابوريحان بېروني (وفات ۴۴۰ هجري ) هم د هند په تاريخ کې وايي چې پدي سيمو کې افغانان ميشته دي . دي ليکي :

( په هغو غرونو کې چې د غرب په لور د هند سرحد جوړوي د هندوانو او يا هغو خلکو قبايل هست دي چې له هغوي [هندوانو] سره نژدې خپلوي لري. دا سرکش او زېږه قومونه دهندوانو د طايفو تر ټولو نه لرې سرحداتو پورې پراته دي.) (۶۴)

بېروني لږ وروسته په همدې اثر کې په صراحت وايي چې دا زيږه خلک افغانان دي. دي ليکي چې د هند د غربي سرحد په غرونو کې د افغانانو متعدد قبايل ميشته او د سندهدوادي تر ګاونډه پورې خپاره دي.) (۶۵)

بېروني په خپلو نورو آثارو کې هم دا غرونه د افغانانو د غرونو په نامه يادوي.

په صيدنه کې لېکني چې (داسطو خوزس…….دا ډول د هند د ځمکې د ، پرشاور [ پېښور] او د افغانانو د غرونو تر منځ ددهک (۶۶) خواته شين کيږي. (< ۶۷)

په همدې اثر کې بيا ليکي چې : په جبال الافغانيه (۶۸) کې يو ډول وحشي زيتون پيدا کيږي چې وړې دانې لري ) (۶۹)

بېروني په يوه بل اثر ،اجواهر ، کې ليکي چې سره زر د افغانانو دتغر په سيمه کې پيدا کيږي. (۷۰)

شيخ ربوه (وفات ۷۲۷ هجري) هم دافغانانو د غرونو يادونه کوي او داسي ښکاري چې مطلب يې همدا غرونه دي. دي ليکي چې (درې يم اقليم…..له ګجرات…..او دافغانانو له غرونو (۷۱) او ملتان نه تر سنده پورې امتداد لري.) (۷۲)

ابوالفرج روني د غزنوي سلطان علا‌ءالدوله مسعود بن ابوالمظفر ابراهيم د عصر شاعر دي. دغه سلطان چې له کال ۴۹۲ نه تر کال ۵۰۸ هجري پورې يې سلطنت کړي دي، په هند کې يې ډېر فتوحات کړي دي . (۷۳) روني دغه فتوحات ستايلي دي او ديوې قصيدې له يوه بيت نه يې داسې ښکاري چې د غزنويانو په عصر کې د اباسيند د غاړې د لرغوني ښار ، موهند ياويهند، اوسېدونکي هم پښتانه دي. روني وايي :

لشکر منصور او هنوز به موهند

برتن افغان تنيده است فغان را (۷۴)

لرغوني معتبر آثار موهن ياويهند يابيهند داباسيند په غاړه کې يو ښار او د ګندهار راپايتخت ګڼي . بېروني چې د پخواني هند د ځايونو او حالاتو د ښودلو او بيان په برخه کې دډېر وچ صلاحيت خاوند دي، ويهند د ګندهارا ي،ه قصبه او پايتخت بولي. دي په صفت المعموره کې ليکي چې ( ويهند دسند په وادي کې د القندهار (ګندهارا) يوه قصبه ده .) (۷۵)

همدي ؟؟؟؟بيا کله چې د هند په تاريخ کې ، دسيندونو او لويو لارو او بېلو بېلو سيمو په باره کې غږيږي ، وايي سړي چې (شمال غرب په لور ور وخوځيږي ، وروسته له اته فرسخه د بياته دسيند غرت ته د جيلم سيند ته ، وروسته له شل فرسخه د سند دسيند غرب ته د قندهار پايتخت ويهند ته او (بيا) پرشاور (پيښور) ته رسيږي.) (۷۶)

په همدې اثر کې بيا ليکي چې (غوروند….يو لوي سيند دي او داقندهار له پايتخت يعنې ويهند نه کوز دبتور قصر ته نږدې دسند په سيند کې توييږي.) (۷۷)

يو بل ځاي په همدې اثر کي دويهند موقعيت په درجو او دقيقو ښيي اوليکي چې (پرشاور په څلور دېرش درجو او څلور څلويښت دقيقو، ويهند په څلور دېرش درجو او ل دقيقو عرض البلد کې ) واقع دي. (۷۸)

د مهاج السراج جوزجاني په طبقات کې هم دويهند کلمه بيا بيا راغلې. اودوهند ، ويهند بهند ، ومهند او ويهند په بڼه ليکل شوې ده. ي، ځاي په طبقات کې راغلي چې (په کومه شپه چې محمود (غزنوي) وزېږيد دوهند يابيهند……بتخانه چې دبرشابور (پېښور) په حدودو کې دسند دسيند په غاړه واقع وه ړنګه شوه.) (۷۹).

د البېروني او جوزجاني بيانات پدې کې هيڅ شک نه پريږدي چې ويهند يا موهند د اباسيند په غاړه کې يو ښار او دګندهارا پايتخت دي او روني وايي د غزنويانو لښکر په موهند کې په افغانانو ناتار جوږ کړ. ددې خبرې معنا داده چې داباسيند دغاړي پدې مهم ښار کې هم پښتانه اوسيدل. داځاي اوس دهنډ په نامه يادېږي.

فرشته هم وايي سلطان محمود د کال ۳۹۱ او ۳۹۲ هجري تر منځ په ويهند حمله وکړه او دهغه ځاي پښتانه يې وځپل. دي ليکي چې (سلطان محمود په کال ۳۹۱ کې بيا…….دبيهنده کلا ته ولاړ او هغه يې ونيوله……جيپال او نور اسيران يې……آزاد کړل. [خو] دافغانانو مشران يې ووژل او ځينې يې له ځان سره دنوکرانو په حيث بوتلل.) (۸۰)

کوم مطلب چې مبارکشاه فخر مدبر په آداب الحرب کې (تأليف : ۶۲۶ ۶۳۳ هجري) داديرا نومی پښتانه په باره کې ليکلی دی، له هغه نه داسې ښکاري چې پښتانه د غزنويانو په عصر کې په پېښوراوشاوخوا سيمو کی هم ميشته او د هندوانو له دربار سره محور دي. مبارکشاه ليکی :

( مؤلف ديوه کار دپاره له پرشور (پېښور) نه بټی ګرام او شاپور ته روان ؤ. دپېښور يو پوه سپين ږيری ورسره ملګری شو….[سپين ږيری ورته وويل] دسلطان يمينالدوله محود [غزنوی]….په وخت کې اديرا نومی افغان دنر درې شحنه او کوټوال ؤ. اديراله جيپال پاچا نه له دې امله ووېريده چې يوه ورځ له جيپال سره ناست ؤ، [پاچا] مخ ور واړاو [او ورته] ويې ويل چې اديرا تاسو دغويی غوښه خورئ؟ اديرا ځواب ورکړ چې زه يې نه خورم خو…..) (۸۱)

فرشته هم دابوالحسن علی بن مسعود بن محمود دجلوس د کال دپېښو دبيان په ترڅ کې پښتانه له پېښور نه تر ملتان او سنده پورې خپاره ښيی او ليکی (علی بن ربيع دميرک وکيل په ملګرتيا….له يو شمير مريانو او اميرانو سره پېښور ته وتښتيد او هغه سيمه يې تر ملتان او سنده پورې ترلاسه کړه او افغانان يې چې خرابی او ورانی يې کاوه، په توره ايل کړل.) (۸۲)

تواريخ حافظ رحمت خانی هم دپنځلسمې ميلادی پېړۍ په وروستيو وختو کې له کابل نه داباسيند تر شرقی غاړه پورې پښتانه خپاره او هست ګڼي. ځينې له هغو يادونو نه چې تواريخ د کابل دپښتنو په باره کې کړې دي، موږ په همدې بحث کې پخوا را واخيستی، خو دپېښور په ارتباط ليکی چې (هغه وخت کې په پېښاور ، دو آبه، باجوړ، ننګرهار، کاله پاڼی تر هزارې تر سينده پورې دا واړه ملکونه ددلزاکو وو، هر چېرې دوی پرې ساکن وو ) (۸۳)

بيا ليکی چې (ملک هيبوبن جته دلزاک عمر خيل…….زرو کورو کم وبيش عمر خېلو سره په باجوړ کې په جندول کې اوسيده) (۸۴)

بيا ليکی چې (دلزاک ډېر لوی تومن دی پدې ملکونه هر چيرته دوی پراته دی. چنانچه په پېښاور ، په ننګرهار په تيراه په کال پاڼی ترپيښوره چې په کناره داباسين او په چج هزاره او په کرلغ هزاره چې له اباسيند نه پورې غاړه پراته دی، اوسېږی .) (۸۵)

تواريخ بدې او نورو سيمو کې ددلزاکو دسکونت نورې يادونې هم کړې دي.

په بابرنامه کې هم په هغو سيمو کې چې له ننګرهار او شاوخواسيمو نه داباسيند تر غاړه پورې امتداد لري دپښتنو او دهغو دژوندانه دحالاتو په باره کې ډېر څه ويل شوي دي او لوستونکی يې ددې ليکنی په اووم فصل کې لوستلی شی.

پښتانه په پخوانی<<افغانستان>> کې :

په ځينو پخوانو آثارو کې په هغې لويه سيمه کې هم په همدې وخت کې دپښتنو د سکونت او حالاتو يادونې وې چې هم سيفی هروي په تاريخنامه کې (تأليف ۷۱۸-۷۲۱ هجري) او هم ځينې نورو پخوانيو مؤلفينو د (افغانستان) په نامه ياده کړې ده او موږ ددې ليکنې په اتم فصل کې پرې غږېدلی يو.

لومړنی معلوم تحريری سند چې ددې پراخې سيمې په ځينو برخو کې، دپښتنو د سکونت يادونی پکې شوي هغه د فردوسی د شهنامې ملحقات دي چې د ليکلو وخت يې د شپږمې هجري پېړۍ په حدودو کې ټاکل شوی او د ناظم نوم يې نه دی معلوم. ناظم د افغانانو او د هغو د مشر ، کک کهزاد ، په باره کې په ښايسته تفصيل غږيدلی دی خو دلته يې يوازې يو څو د مطلب ټکی را اخلو .

ناظم وايی چې ده ته يو بزګر د پخوانو خلکو له خولي داسې کيسه وکړه چې له غزنی نه ددرېو ورځو په فاصله يو لوړ غر و. په غره کې يوه ستره کلا وه چې دی وايی نوم يې مرباد و. وايی چې پدې کلا کې يو ډېر غښتلی توريالی او جنګیالی سپين ږيری افغان اوسېده چې نوم يې کک کهزاد او دزرګونو سپرو او پياده جنګی ميړونو مشرو. د زابل او سيستان له سيمو نه به يې مال او باج ټولاو . درستم پلار او نيکه ته يې چې د سيستان مشران او پهلوانان وو، څو څو واره ور ښودلی او باج او خراج يې پرې منلی ږ. زال به کک ته هر کال د غوايی په پوټکی ، لس مشکه زر ورکول . خو په پای کې دزال زوی ، رستم له کک سره ډغر کې ووهلې او مات يې کړ پدې وخت کې زال هم له سيستان نه ور ورسيد او لښکر يې له نورو پښتنو سره وجنګيد ډېر زيات افغانان ووژل شول او ناظم داهم وايی چې دکک د شاهنشاهی ماڼۍ ته ورننووت او تالا يې کړه. ناظم داهم وايی چې دکک دشاهنشاهي ماڼی په هر ګوټ کې يوه خزانه پرته وه او زال ته ډېرې زياتې په درو ښکلل شوې خولۍ ، په ياقوتو ښکلل شوې قباوې ، په لالونو ښکلل شوي تاجونه ، په ګوهرو ښکلل شوي ملاوستني ،سپوږمۍ غوندې ځلانده مينځې ، چينی غلامان او بېخی زيات دينارونه او خز او سمور په ګوتو ور غلل پدې پسې زال د مرباد کلا ورانه کړه.کک او دهغه وراره بهزاد دواړه يې ووژل . (۸۶)

خپله دشهنامې د ملحقاتو ددې کيسې د سريو څوبيتونه دادي :

چنين ګفت دهقان دانش پژوه

مراين داستان را زپيشين ګره

که نزديک زابل به سه روزه زاه

يکی کوه بدسر کشيده به ماه

يکی قلعه بالای آن کوه بود

که آن حصن ازمردم انبوه بود

به دژ دريکی بدکنش جای داشت

که در رزم با اژدها پای داشت

نژادش زافغان سپاهش هزار

همه ناوک اندازو ژوبين ګذار (۸۷)

اما کوم مؤرخ چې پدې سيمو کې دافغانانو يادونې هغه سيفی هروی دی. سيفی په خپل معتبر اثر ، دهرات تاريخنامه کې چې له کال ۷۱۸ نه تر ۷۲۱ هجري پورې يې د سلطان غياثالدين کرت په هدايت او مشوره ليکلې ده ، دافغانانو او هغې سيمې په باره کې چې په تاريخنامه او ځينې نورو پخوانو آثارو کې ، لکه تاريخ فېروز شاهی (۱۳۵۷م) ، روضات الجنات (۸۹۷-۸۹۹ هجري) او مطلع السعدين (۸۲۷-۸۷۵هجري) د (افغانستان) په نامه ياده شوې ده ، يولړ دپوره اعتنا و مطالب راوړي دي.

سيفی دا مطالب اکثره دهغو يرغلونو دبيان په ضمن کې ياد کړي چې دهرات دکرت د کورنۍ مؤسس ، مشر ملک شمسالدين ، د (افغانستان) په بېلو بېلو برخو کې کړی دي. سيفی د تاريخنامې ديارلس فصله ، غونډ ، د (افغانستان) پېښو ته وقف کړي دي او ددې تر څنګه يې د افغانانو په باره کې ځينې نورې متفرقې يادونې هم کړې دي.

څرنګه چې دسيفی تاريخنامه لومړنی معلوم اثر دی چې د (افغانستان) نوم پکې ياد شوی او د (افغانانو) د سياسی ، نو له دې امله موږ ددغه درانده اثر دا ديارلس فصلونه ، ټول په مرتب مګر مختصر ډول را اخيستی او پداضمن کې مو يو نيم بل اثر مثلاً دزمچی اسفزاری روضاؤةالجنات ته هم کله ناکله اشاره کړې ده.

سيفی وايی چې چنګېز خان په افغانستان او سيمه باندې د خپلو يرغلونو او فتوحاتو په وخت کې ملک رکن الدين د غور او دغور دمضافاتو دملک په حيث ومانه. وروسته به چې ملک رکن الدين په غزنی کې د چنګيزی حاکمانو ليدنې کتنې ته ورته نو ملک شمس الدين کرت به يې هم له ځان سره بېوه . په همدې جريان کې ملک شمس الدين کرت چنګېزي مشرانو ته ښه ور وړاندې شو او د ملک رکن الدين له مرګ نه وروسته يې په کال (۶۴۳) هجري کې دغور د ملک په حيث ومانه او دملکی پګړۍ هم خپله جنګېزی مشر ، طاهر بهادر ، وروتړله کله چې ملک شمس الدين کرت په کال (۶۴۵) کې د غور د ملک بهادر ، ورو تړله ، کله چې ملک مسالدين کرت په کال ۶۴۵ کې د چنګيزيانو د لوی مشر ، منکو خان، دربار ته ورغی هغه د هرات توابع او ځينې نورې سيمې چې د سيفی دوخت افغانستان هم پکې شمل و، ورته په نامه کړې . ملک شمس الدين د چنګېزی منکو خان له يوه نژدې مشاور ، جاهو ، سدهرات ته ولاړ او دکرت د کورنۍ دواکداری سلسله يې پيل کړه ، څو کاله وروسته يط د (افغانستان) د نيولو بندوبست وکړ . په کال ۶۵۰ هجري کې يې يو هيئت چې په سر کې يې جاهو واقع ولېږه او وظيفه يې دواه چې د چنګيزي مشرانو او ملک شمس الدين فرمانونه د (افغانستان) واکدار ملک شاهنشاه ته ور ورسوي. هيست فرمانونه ملک شاهنشاه ته واورول. شاهنشاه د هيست مشر ته وويل چې (ملک شمس الحق والدين د کفارو په حکم دې ملک ه راغلی دی او موږ تر اوسه پورې چنګېز خانیانو ته ماليه نه ده ورکړی.) خو ملک شمس الدين ته به چې يو مسلمان ملک دی ، يو څه ماليه ومنو . له دې ځواب نه وروسته يې دېر تنه غلامان جاهو ته ورويښل او ملک شمس الدين ته يې هم ګران سوغاتونه وروليږل.

هيئت بېر ته ملک شمس الدين ته ته ورغی. ملک شمس الدين چې دا مهال په تکناباد کې و دملک شاهنشاه ددځواب له اورېدلو نه وروسته د خپلو ډېرو زياتو لښکرو سره په شاهنشاه دباندې د حملی په اراده ، مستونګ ته روان شو. شاهنشاه چې خبر شو له پنځه زره جنګی مېړونو سره د خاسک چوڼۍ ته چې له مستونګ نه بهر پرته وه ، ولاړ .

ملک شمس الدين د ۶۵۲ هجري کال د محرم د مياشتی په اوايلو کې د متونګ ښار کلابند کړ. خو څنګه چې پوه شو چې شاهنشاه د خاسک کلا ته تللی دی ، نو هلته پسې ورغی او کلايې محاصره کړه. کلا درې مياشتې محاصره وه او د ملک شمس الدين او شاهنشاه قواوو اوه ځله جګړه سره وکړه. خو شمس الدين کلاونه شوه نيولی . په پای کې د ملک شمس الدين قواوو د خاسک په کلا له هرې خوا حمله وکړه. دکلاور يې وسوځاو ، کلاته ور ننوتل او د ملک شاهنشاه ډېر زيات جنګی مېړونه يې ووژل . ملک شاهنشاه او دهغه زوی برامشاه يې هم له نوي تنه خپلوانو او نوابانو سره ګرفتار او مړه کړل. سرونه يې ترې پرې کړل او شاو خوا سيمو ته يې د نورو د عبرت دپاره واستول.

ملک شمس الدين د ۶۵۳ هجري کال د هور په مياشت کې له مستونګ نه د (افغانستان) د يوې بلې کلا ، تېري، دنيولو په نيت روان شو. دتېري د کلا کوټوال يو ډېر لوى د نامه او قدرت خاوند، المار افغان و.ده هغو فرمانونو ته چې جاهو (افغانستان) ته وړي وو، ډېر کلک ځواب ورکړى و او ويلى ىې وو چې (که زما ټول خپلوان او عزيزان د ملک شمس الدين خدمت او ماليه ومنى زه المار به يې تر مرګه ونه منم. نه دهېڅ سلطان په وخت کې زما پلرونو او نىکونو د مغولو خدمت منلى او نه يې د کفارو ماليې ته تن ور کړى دى. څو واره طاهر بهادر او سالى نو ين زاغلل خو سره له خپلو سترو لښکرو پېمانه او مړه مړه څټونه بېرته ولاړل. موږ دامنو چې شب تنه غلامان ملک شمس الدين ته ور ولېږو خو که تر دى زيات څه غواړي نو بيا به په توره او ډال فيصله کېږي.) (۸۸)

کله چې د ملک شمس الدين لښکر د تېري کلا ته ور ورسېد، له هرې خوايې حمله پيل کړه. جګړه شپېته ورځى روانه وه. په پاى کې ملک شمس الدين کلا ونىوله. المار ګرفتار او په ملا کې يې دوه ټوټې کړ. دالمار دپنځو سو تنو صاحب منصبانو سترګى يې په سره سيخ ورنه وايستې. له پنځو سو تنو نه يې پښې او لاسونه پرې کړل. دپنځو سو تنو يې غوږونه او پوزې ور پرې کړې او پدې ډول يې د (افغانستان) ديوه بل لوى مشر ، المار مېنه بېخى سپېره کړه.

شعيب افغان ، د (افغانستان) يو بل لوى مشر و چې ملک شمس الدين غوښتل ويې ځپي ، سيفى وايى چې شعيب يو نوميالى او زړور افغان او دسرنا (۸۹) د قوم و. يو زرو پنځه سوه جنګى مېړونه ورته ولاړوو. کله چې ملک شمس الدين په کال ۶۵۱ هجري کې د (افغانستان) په يرغل ور ووت، شعيب کشمير ته واوښت. خو کله چې خبر شو چې ملک مس الدين د خاسک او تېرې کلاوې ونيوې نو بېرته (افغاستان) ته ولاړ.

د ملک شمس الدين يوه لوى مامور، محمد نهى، چې پنځه سوه مېړونه ور سره وو په ګرمسير کې ماليه ټولوله. شعيب ځان ګرمسير ته ورساو او د محمد نهى په مېړونو نيمه شپه ورولوېده. ډېر يې ورنه ووژل او يو شمېر اسونه يې ورنه بوتلل.

کله چې ملک شمس الدين کرت پدې پېښه خبر شو نو د شعيب د ټکولو دپاره (افغاسنتان) ته رون شو، شعيب سمدستى د کهيرا کلاته پناه يووړه، سيفى وايې دا کلا دومره پخه او له دومره شتونه ډکه وه چې (نه په څلور کونجه دنيا کې بله داسى کلا موجوده وه اونه يې پرته د قارون ملعون له ګنج نه بل چېرته د خزانو او ذخيرو سارى و.) (۹۰)

تاج الدين د کال ۶۵۴ هجري دربيع لاول به مياشت کې ځان له دوو زرو سپرو او سالارانو سره د دوکۍ کلا ته ور وساوه. د جنګ نغاره يې وغږوله او خپلې لښکرې يې له کلانه را تاو کړې. سندان هم له اوه سوه مېړونو سره ور وووت او جګړه پيل شوه. جګړه او خونريزي اتلس ورځې روانه وه. په نولسمه ورځ ملک شمس الدين خپله هم له خپل عظيم لښکر سره ور ورسېد. د شمس الدين دلښکر او دسندان د مېړونو تر منځ پنځه ورځى د کلا دوره کۍ کلا وروسوځاوه او دکلا يو برج يې ونيو. سندان خپله هم له دوو سوو مېړونو سره له کلا نه ور وووت او جګړه يې پيل کړه. د شمس الدين يو شمېر عسکري مشران او لويان يې ووژل. هو په پاى کى خپله هم له خپلو مېړونو سره ووژل شو او ددوکى کلا هم ملک شمس الدين ونيوله.

سيفي ليکي چې ددوکى دسيمې يو مير مالداران او غټان ملک شمس الدين ته ورغلل او ورته ويې ويل چې ددوکى له کلانه او يا فرسخه جنوب ته دافغانى غلو يوه ډله ده اودا تخمين دېرش کاله کيږى چې لارې وهى. دوى له ملک شمس الدين نه خواست وکړ چې دغه افغانان چې د کنکان او نهران په نامه يادېږى، وځپى. ملک شمس الدين دوه زره سپاره د ځينو وتلو سالارانو په مشرۍ د کنکان او نهران ټکولو ته ور وليږل.

وروسته له ورځو ورځو جګړو نه له دواړو خواوو پنځه سوه تنه ووژل شول. په پاى کې د ملک شمس الدين د سالارانو ټول پوځ يو وار په کنکان او نهران ورغى. سل تنه يې په جګړه کې ورنه ووژل او نور ټول يې له ټول مال او آل سره ملک شمس الدين ته ور وستل. شمس الدين داوياتنو نه لاسونه وايستل او نور يې د (افغانستان) ىوه مر ، ملک جاول ، ته چې له شمس الدين سره يو ځاى شوى و، وروبښل.

د کنکان او نهران له ځپل کېدلو نه وروسته ،د (افغانستان) دوو لويو مشرانو ، ملک تاج الدين او ملک جاول په ګډه ملک شمس الدين ، د (افغانستان) ديوې بلې کلا ورانولو ته ور وباله . دا کلا د ساجى په نامه يادېده او سيفى ويې چې پدې کلا کې (زروتنو داسې توريالو او زړورو افغانى مېړونو ژوند کاو چې ديزدګرد له وخت نه بيا تر اوسه پورې يې هيڅ پاچا ، ملک او حاکم ته داطاعت سرنه و ټيټ کړى او بې پروايى، توره ، او زړورتيا يې له تصور او عقل نه وتلى وو) . (۹۱)

ملک شمس الدين دا ومنله چې د ساجى په کلايرغل وکړى .خو ده ددې مهم د ترسره کولو دپاره يې له چنګيزي سالار قنقور داى نوىن نه هم دوه زره جنګى مېړونه وغوښتل. څنګه چې دا مېړونه ور ورسېدل د ساجى په کلا ورغى . جګړه يې پيل کړه. او ورځې ډېر کلک جنګ روان و او له دواړو خواوو نه دومره خلک ووژل ول چې سيفى وايى وىنو سيلاوونه روان شول. په پاى کې ملک شمس الدين ځان د کلا وره ته ور ورساوه خو څنګه چې ورله او سپنې نه جوړو نو ژر يې مات نه شو کړى. دوه ورځې هلته پراته وو او په جګړه کې زر تنه نور هم له دواړو خواوو ن ووژل شول. په درې يمه ورځ د کلا خلک دوه ګونده شول او له يوبل سره يې جګړه پيل کړه. غالب ګوند د کلا ور ددښمن د قواوو پرمخ پرانيست. ملک شمس الدىن دکلا خلک څوک ووژل او څوک يې اسير کړل. کلا يې ورانه کړه او ډېر زيات غنايم يې ورسره يووړل.

په کال ۶۵۷ هجري کې ملک شمس الدين بيا مخ په (افغانستان) وخوځېد او داځل يې هدف د (افغانستان) ديوې بلې ډېري سرې اوپخې کلا ، بکر ، نيول و . شمس الدين په ډېره بيړه ځان د کلا سىمې ته ور وساوه اوله کلانه اته فرسخه لرې له خپل پوځ سره دېره شو. له هغه ځاى نه يې خپل پنځه تنه سالاران او وتلى کسان کلاته ور ولېږل او دکلا له مشرانو نه يې وغوښتل چې په خپله خوښ دملک مخې ته ور ووزى. خودکلاوالى دملک شمس الدين استازو ته ډېر سخت ځواب ورکړ او ورته ويې ويل چې که شمس الدين له ځان سره ښه کوي نو بايد چې دده کلاته چپ ونه ګوري.

کله چې شمس الدين ته دبکر دوالى ځواب ور ورسېد، سمدستى يې خپلې لکرې وخوځولې اودبکر د کلاشاوخواته يې واچولې. جګړه پيل شوه اوله دواړو خواوو نه ډېر زيات مېړونه ووژل ول چې په هغوى کې د شمس الدين څو تنه لوى پوځى منصبداران هم شامل وو. جګړه دولس ورځې روانه وه. په ديارلسمه ورځ د کلا ىو شمېر مخور شمس الدين ته ورغلل او ورنه ويې غوښتل چې ددوى خراج ومنى او دکلا محاصره ختمه کړي. شمس الدين دهغو خبره ومنله او جګړه يې بنده کړه.

د کلاوالى لس زره ديناره ، لس خرواره غله، يو مېر عربى اسونه ، پنځوس تنه غلامان او ډېر نور سوغاتونه شمس الدين ته ورکړل ملک مس الدين هم دبکر د کلا مخورو ته سوغاتونه ورکړل او وروسته له څلورو ورځو نه بېرته ولاړ. زمچى اسفزاري وايى چې شمس الدين له دې ځايه زمينداور ته ولاړ او هلته يې د ملک شاهناه زوم، ميراناه ، چې په مستونګ او دخاسک په چوڼۍ باندې د شمس الدين ديرغل به وخت کې تښتېدلى و، ونيو او ويې واژه . خو سيفى بيا د ميرانشاه به باره کې واىى چې هغه له خاسک نه مخامخ سىستان ته ولاړ او هلته بيا د شمس الدين ىوه نوميالى سالار ، محمد نهى ، وواژه.

سيفى ليکى چې يوه ورځ ميرانشاه او دهغه ټولو خپلوانو او عزيزانو په ىوه باغ کې مېله جوړه کړې وه او دسرو شرابو درنګىنو پيالو به شرنګ يې دزړه زنګ لرې کاوه . چې محمد نهى له پنځو سوو مېړونو سره يرغل پرې وکړ . خونړۍ جګړه ونته . خپله ميرانشاه په جګړه کې ووژل شو او زوى يې ، سالار، دمن ګرفتار کړ او وروسته يې هغه هم وواژه.

د ميرانشاه مشر ورور، ملک تاج الدين، چې له ملک شمس الدين سره په تکناباد کې هغه وخت ىو ځاى وى و چې شمس الدين اول ځل په (افغانستان) باندې ديرغل په نيت هلته تللى و، له شمس الدين نه جلا شو . په مستونګ کې يې د شمس الدين حاکم ، غوري سپهسالار ، وواژه او په مستونګ کې يې خپله پاچا يې اعلان کړه. سيفى واىى کله چې ملک تاج الدين قدرت ته ورسېد ډېر ژر يې دافغانى ميړونو ىو لوى پوځ جوړ کړ چې دټولو شمېر يې لس زرو ت رسېده. سيفى دلته دهغې جګړې يادونه هم کوى چې ، ظاهراً ،دترينو قوم دملک شمس الدين له يوه سالار سره کړې ده او ملک شمس الدين هم ورګډ شوى دى.

کله چې دملک شمس الدين ىو لوى سالار دىوه خاص ماموريت په ترڅ کې د مستونګ به حدودو کې دبينى کاو په نامه يوه ځاى ته ور نژدېشو، نو دهرتز ترى [ترين] (۹۲) له قوم سره يې پداسې وخت کې جګړه پيل کړه چې هرمز په خپله خيمه کې له مطربې سره د شرابو پيالې په سر اړولې. خو کله چې د جنګى ميړونو او اسونو ځوږ او دنغارې اوشپېلۍ غږ کړ، د هرمز له غږ سره سم (پوره دوه زره افغانى مېړونه چې دشنو زمرو په څېر حملې او وژلو ته ټک ناست وو، ور ووتل. هرمز لکه دپولادو غر خپل زين کړى اس ته ور پوته شو. هندوستانۍ توره يې راوغورځېد . (۹۳) خو زور يې ونه رسېد او په شاولاړ. پدې وخت کې د مستونګ نوى واکدار، ملک تاج الدين چې بينى کاوته د مغولى واکدار ، نکودر، مخې ته ورغلى و اودهرمز په حال خبر شوى ؤ . دهرمز مرستې ته ور ووت ټوله ورځ جګړه روانه وه هو ددشپي له راتګ سره بنده شوه او هر څوک په خپله مخه ولاړل.

په کال ۶۶۶ هجري کې ملک شمس الدين په تيرايانو يرغل وکړ. سيفى واي چې تيرايان (په لوړو غرونو او ډزرو ګرانو ځايونو کې ميشته وو او نه يې هيڅکله هيڅ پاچا ته باج او خراج ورکړى و اونه يې هيڅ وخت دچا اطاعت منلى و.) (۹۴) ملک شمس الدين پوره دوه نيمې مياشتى ورسره وجنګيدو او په پاى کې تيرايانو خپلې کلاوې دهغه کوټوالانو ته ور تسليم کړې . شمس الدين دتيرايانو څاوري په خپلو عسکرو وويشل او خپله له ډېرو زياتو غنايمو او اسيرانو سره هرات ته ولاړ.

ملک شمس الدين په کال ۶۷۶ هجري کې به تبريز کې مړ شو او پرځاى يې زوى ، کر ملک شمس الدين په تخت کښېناست. دغزنى و هرات دولايتونو ټول واليان ورغلل او دهغه اطاعت يې ومانه، مګر د کندهار حاکم داکار ونه کړ او ځکه نو کشر ملک شمس الدين کلکې جګړې ورسره وکړې.

داوو دهغو مطالب اساسى ټکى چې دسيفى د تاريخنامې په ديارلسو فصلونو کې د (افغانستان)سد حالاتو په اربتاط راغلى او موږ د لوستونکو کار دآسانتيا دپاره دلته په ښايسته مختصر ډول، خو داسې ثبت کړل چې د مفهوم به لحاظ څه کمى پکې رانه ى. پدې مطالبو کې دهغه وخت دپښتنى ټولنې دسياسى او اجتماعى ژوند په باره کې يو شمير ارزښتناکه ټکي راغلي او موږ په شپږم فصل کې ځانته بحث پرې کړى دى. دلته يوازې دومره واىو چې په تري ، بينى کاو، شال، مستونګ ، دوکۍ، کهيرا، ساجى او بکر او د (افغانستان) په نورو برخو کې له پښتنى مشرانو او دکنکان او نهران افغانانو له لويانو سره د ملک شمس الدين اودهغه دپوځى مسرانو او همکارانو د جګړو او نورو مربوط حوادثو تشريحات چې اساسى ټکى يې لږ وړاندې راواخيستل شوى، په اومه هجري پېړۍ کې به يوه پراخه ساحه کې دپښتنو دهستو ګنې ښکارندوى دي او داهم ښيى چې په شپږمه او اومه هجري پېړۍ کې يوه ښايسته لويه سيمه د (افغانستان) په نامه ياده شوې ده.

په تاريخنامه کې ىو شمېر متفرقې يادونې هم دسيفى دوخت په (افغانستان) او ږر څېرمه سيمو کې دپښتنو په ارتباط راغلي دي.
کله چې مشر ملک شمس الدين کرت په کال ۶۴۸ هجري کې له هرات نه د مستونګ دلاندې کولو په نيت خوځيرى، په لاره کې له سيستان، فراه ، اسفزار او غور نه دنورو تر څنګه ډېر پښتانه جنګى مېړونه هم ټولوي او کله چې تکناباد ته رسېږي، هلته يې په لښکر کې ديښتنى جنګى مېړونو شمېر دومره زيات دى چې ملک شمس الدين بېخى خاص قوماندان ورته ټاکى او هغه د (افغانستان) يو لوى مشر ملک تاج الدين دى چې همدلته په تکناباد کې له ملک مس الدين سره ملګرى شو. (۹۵)

کله چې چنګېزي شهزاده يسور له تکناباد نه دسيستان د يرغل په نيت خوځيږى، هغه هم له دې سيمې نه ډېر زيات جنګى مېړونه راټولوى او د تاريخنامې له متن نه داسې ښکاري چې په هغو کې پښتانه هم شامل دي، ځکه کله چې يسور له دغه يرغل نه بېرته راګرځى او څو ورځي ړ خوښۍ جشنونه جووړوي، پښتنو مشرانو او لويانو ته بېخى خاصه توجع کوي و ډېر يې غټوي.

د کندهار دتېري په سيمه کې چې تر اوسه هم په همدې نامه يادېږى، ددغه ځاى ديوه لوى مشر ، المار افغان او دملک شمس الدين کرت د ضواوو تر منځ جګړې او نور تذکرات. چه تفصيل يې لږ وړاندې راغى ، ددې ښکارندوى دي، چې کندهار له ډېر پخوانه دپښتنو ټاټوبى دى.

دسيفى پر تاريخنامې علاوه، يو شمېر نور آثار هم ، ددې خبرې مؤيد دي چې د کندهار په ولايت او حدودو کې له ډېر پخوانه پښتانه آباد دي.
په روضات الجنات کې (تأليف : ۸۹۹-۸۹۷ هجري ) کندهار دپښنو ټاټوبى بلل شوى و پکې راغلى چې ددغه ولايت اوسېدونکي افغانان هست دي. (۹۶) بيا ليکى چې (دکندهار دولايت اوسېدونکى افغانان دي او له دې ځايه مريان هرات ته بيول کېږي) (۹۷)
عبدالرزاق سمر قندى هم په مطلع السعدين کې (تآليف : ۸۷۵-۸۷۲ هجري) دکندهار په سيمه کې پښتانه خپاره ګڼى او ليکى:
(خبر راغى چې د قندهار ملک سيفل زوى ا ملک محمد……يو بل سره جګړې کوي…او يو شمير افغانان غلو په ګرمسېر او د قندهار په شاوخواکې ان د سند دسيند تر غاړې پورې خلک په فغان زاوستي دي.) (۹۸) سمر قندى يو بل ځاى دآل مظفر دواکدارۍ دوخت د پېښو په لړ کې ليکى چې شاه شجاع وروسته د کرمان له مهماتو نه د ګرمسېر افغانانو ه متوجه شو او (څرنګه چې د ګرمسير ولايت ډېر آباد و، پادشاه حکم وکړ چې بايد افغانان منظمه ماليه ور کړي، که نه وي نو هر کال به زر مېړونه يرغل پرې کوى. افغانانو د څه تخفيف غوښتنه وکړه، مګرونه منل شوه او داسې فيصله وشوه چې بايد هر کال د خراج بهه ډول ماليه ور کړي (۹۹)

په راتلونکي فصل کې به وګورو چې په تذکرةالابرار والاشرار، رياض المحبت او خلاصة الانساب کې هم کندهار له ډېر پخوانه د پښتنو ټاټوبى ګڼل شوى دى.

تواريخ حافظ رحمت خانى هم دا خبره تائيدوي او ليکى چې (ملک تاج الدين ستر مېړه او دبرم خاوند و. کله چې خشى قومونه يعنى يوسفزى ګګياڼى او ترکاڼى د قندهار په سيمو کې د ګاړې ، د نشکى، ډوک او ډاګ په سيمو کې اوسېدل ټول د هغه تر فرمان لاندې او باتع وو.) (۱۰۰) په تواريخ کې نور داسې مطالب هم راغلي چې کندهار له پخوانه د پښتنو ټاټوبى بولي.

ځينو مؤرخينو دافغانستان په شمالى سيمو په تېره بيا دبلخ په شاوخوا کې ، د ځينو پيښو دپيان په ضمن کې هم دپښتنو يادونه کړې ده.

عبدالجبار عتبى (مرګ : ۴۲۷ هجري) وايى چې سلطان محمود دا يلک خان له قواوو سره د مقابلې دپاره د نورو تر څنګه افغانى جنګى مېړونه هم راټول کړل . دى ليکى:
( ايلک خان له پنځوس زره مېړونو سره له جيحون (آمو) نه تېر شو…. او دراتګ خبر يې په طخيرستان (تخارستان) کې سلطان (محمود) ته ور ورسېد. (هغه) سمدستى ولېږدېد او بلخ ته ولاړ چې ددوى طمع له هغو نواحيو نه وشکوي او د څوري او وښو لار پرې وتړل شى ، او دجګړې بندوبست يې وکړ او دترک او خلج او هند او افغانى د قومونو او د غزله طايفې نه يې ډېر لښکر راټول کړ او دبلخ په څلور فرسنګي کې د مرخيال په پله…..پياده و) (۱۰۱)

دا پېښه ابن اثير هم په کامل کې ثبت کړې (۱۰۲) او وروسته رشيد الدىن به جامع التواريخ کې داسي ليکلې ده.

سلطان محمود له تخارسان نه (سمدستى روان شو او بلخ ته ولاړ… او د ترک او خلج او هندو او افغانى قومونه او دا غوز مېړونه يې ډير زيات را ټول کړل.) او جنګ ته ور وووت. (۱۰۳)

جو ينى هم کله چې په کال ۶۵۸ کې دمروې په يوه پېښه غږيږي، هلته د هغو افغانانو يادونه کوي چې مغولى جرنيلانو ، ظاهراً ، له شاوخوا سيمو نه راټول کړي دي. جوينى لىکي:

(….د تالقانو له حدودو نه قراچه نوين دهغه ځرى شو او له يو زر سپرو او پياده وو سره ناڅا په مروې ته راغى او بيا يې په زخمونو مالګه و دوړوله او هر څوک چې په لاس ورغى ويې واژه…..او په هغه پسي قونثو نوين له سل زره خلکو سره را ورسېد او عذابونه او شکنجې يې پيل کړې او غزنوي خلجيانو او افغانيانو چې مخې ته يې اچولى وو، داسې نا دودې پيل کړې چې سارى يې چا نه وليدلى (۱۰۴) ځينو ته به يې اور اچاو او ځينې به يې په نورو شکنجو وژل…) (۱۰۵)

کومې يادونې چې تر دې ځايه وشوې ، اکثره د سند دسيند د غربى پلو د پښتنو په باره کې وې. خو په پخوانو لىکل شوو اسنادو کې له ډېر قديم نه دهغو پښتنو ىادنې هم وې دى چې د پښتونخوا په امتداد له اباسيند نه پورې غاړه پراته دي.

پښتانه په سند کې :

محمد قاسم فرشته وايى چې يخ حميد لودي ان د غزنويانو د سلطنت له تأسيس نه پخوا لا په ملتان کې والى و او ددغو سيمو افغانان يې په پوځى چوڼيو کې ددې دپاره ځاى پر ځاى کړل چې په لمغان او ملتان باندې د تېريو او يرغلونو مخه ونيسى. فرشته وايې له همدې امله ( د سبکتګىن پاليسى داوه چې ، هر څنګه کيږي ، د شيخ حميد په سيمو باندې له يرغلونو ځان وژغوري .) (۱۰۶)

يو بل معتبر او پخوانى اثر چې د اباسيند په غربى سيمو په تېره بيا په ملتان او دهغه ځاى په شاوخوا سيمو کې د څورلسمې ميلادى پېړۍ په او له نيمايى کې د پتنو يادونې کووي او په حالاتو يې يو څه رڼا اچوي ، هغه د ابن بطوطه سفرنامه ده. بطوطه وايى:

(شاه افغان د سند د ملتان په ولايت کې ياغى شو او دهغه ښار امير يې چې بهزاد نومېده وواژه. څرنګه چې هغه [محمد اه تغلق] له اه افغان سره د جګړې دپاره عسکرو د تياري امر وکړ او څنګه چې (شاه افغان) ته معلومه وه چې مقاومت نه شى کولى نو خپلو اقوامو ته چې په لوړو غرونو کې اوسېږي ، ورغى. سلطان دې خبرې ډېر زيات په غوسه کړ او امر يې وکړ چې دهغه په قلمرو کې دې ټول افغانان ونيول ى. دا امر د قاضى جلال د مخالفت سبب و. قاضى جلال له افغانانو سره د کنبايې (کمبې) او بلوزرې ښار ته نژدې ميشت و. سلطان چې افغانانو د قلع و قمع فرمان صادر کړ، ملک مقبل ته يې هم ىو ليک واتاو. په ليک کې ملک مقبل ه چې د جزرات (ګجرات) او نهر واله په سيمو کې وزيرو ، هدايت ورکړل شو چې قاضى جلال او دهغه اطرافيان په يوه بهانه ونيسى..قاضى جلال د پاچاهى دعوه وکړه او د سلطان عسکرو ته يې ماته ور کړه. ددولت آباد افغانانو هم بغاوت وکړ. سلطان خپل نايب ، نظام الدين ته امر وکړ چې د ملک مل زوى او ددولت آباد نور افغانان ونيسى…خو خبره بل راز شوه…افغانانو په نظام الدين او دهغه په مېړونو حمله وکړه ، ډير يې ورنه ووژل او خپله نظام الدين يې ونيو. بيا ښار ته ننوتل خزانې يې ونيولې او دملک مل زوى يې د خپل واکدار په حيث وټاکه…کله چې د کنبايې او دولت آباد دپېښو خبر سلطان ته ور ورسېد،…..خپل زوم اعظم ملک بايزيد يې له څلور زره جنګى مېړونو سره جنګ ته ولېږه. [خو] دقاضى جلال لښکر ماته وکړه…سلطان [محمد شاه تغلق] خپله له لښکر سره ور ورسېد. قاضى جلال ټينګارونه و کړى اوله ىو شمېر مېړونو سره وتښتيد….[او] په دولت آباد کى دملک مل زوى ناصر الدين سره يو ځاى شو. سلېان پخپله له لشکر سره پسې ورغى…[ياغيانو] ماته وکړه. دملک مل زوى او قاضى جلال…ددويقير کلاته بناه ىووړه. (۱۰۷)

ابن بطوطه وروسته دولت آباد ته ځى. هلته دښار دبېلو بېلو برخو د معرفي په لړکې ددوىقير په کلا هم غږيږى او بيا د ملک مل د زوى او قاضى جلال ىادونه کوي او ديوه حکايت په ضمن کې خپله دملک مل او يوه بل پښتانه ، چې ددوىقير په کلا کې ورسره بندى و، نومونه اخلى او ليکى چې (ملک خطاب افغانى ماته حکايت وکړ چې ىو وختى ددغې کلا [ىعنى دويقير] په کوهى کې چې دمږو دکوهى به نامه ىادىږى بندي وم. ده ويل هره په به مږى راتلې چې ومې خوري او ما به مجادله ورسره کوله. [ په پاى کې سلطان] له کوهى نه راو ايستم او ددې خبرې دليل داو چې ملک مل [افغان] زما خواته يوهکوهى کې بندى و ودهغه ګوتې او سترګې مږو وخوړې او مړ شو. (۱۰۸)

ضياءالدين برنى هم په تاريخ فيروز شاهى کې (تأليف : ۱۳۵۷م) د سلطان محمد تغلق د پېښو دبيان په ضمن کې د ملتان ، دولت آباد او ګجرات دپښتنو يادونې کړې دي. دا يادونې د تاريخ فېروز اهى په ۱۸۲-۱۸۳ او ځينو نورو مخونو کې راغلى دي.

داوو هغه اسناد او مدارک چې خپله په پښتونخوا او دپښتونخوا په امتداد پرتو سيمو کې دپښتنو د حضور او سکونت يادونې پکې شوې او موږ دلته ، کلاً يا قسماً، راواخيستې . باور دى چې به ليکل شوو اسنادو کې به پدې اوږده موده کې دپښتنو به باره کې نورې ىادونې هم شوې وي. خو موږ ته به متونو کې ديو څه کر واړو به ضمن کې فقط همدا مخې ته راغلې وې او ګرانو لوستونکو ته مووړاندې کړې : (څه چې تيار هغه ديار ).

خو بايد وويل شى چې به پښتونخوا کې دپښتنو دسکونت تر څنګه يوه بله خبره هم داسې يوه بحث ته ضروروت لري چې په زړو متونو بنا شوې وي او هغه له يوې سىمې نه بلې ته دپښتنو دپخوانو مهاجرتونو مسأله ده او زموږ ددې ليکنې دابل فصل په همدې باره کې دى.

د څلورم فصل ياد داشتونه:

۱ ) البته پښتانه له ډېر پخوانه هندوستان ته هم لېږدېدلي او هلته يې لوى او واړه حکومتونه جوړ کړى دي او په ايران کې يې هم ىو څه موده واکداري کړې ده. خو څرنګه چې موږ دلته هغه يادونې را اخلو چې خپله دپشتنو په ملک اوله هغه سره څنګ په څنګ او نښتو سىمو کې دپشتنو په باره کې شوې دي، نوله دې امله هندوستان يا ايران ته وړاندې نه ور تېرېږو.

۲ ) د سول له نامه او موقعيت نه داسې اټکل کېدلى شى چې دا به دا اوسني شم دسيمې يوه آبادي وي. شمل دپشکتيا يوه اوږده دره ده چې د څټې کنډو او ملکى تر منځ پرته ده او اوسېدونکي يې ځدراڼ دي. کوم سىند چې پدي دره تير وى هغه هم دشمل په نامه ياديږي.

۳ ) حدودالعالم من المشرق الى المغرب ، مخ ۳۷۲.

۵ ) رشيد الدين، فضل الله ، جامع التواريخ ، ټوک۲، جز۴، مخ۹ .۲ د حمد الله تاريخ ګزيده ، مخ ۳۹۴ ، ابن اثير، کامل ، ټوک ۱۶، مخ ۳۰۸.

۶ ) ابن اثير ، کامل، ټوک ۱۶ ، مخ ۲۹.

۷ ) بلخى ، عنصرى ، دېوان ، مخ ۳۰۸.

۸ ) طوسى، اسدى چې دابيت يې د کهبر د کلمې په باره کې د شاهد به توګه را اخيستى دى، وايى چې کهبر په هندوستان کې ديوه ولايت نوم دى. لغت فرس ، مخ ۱۶۱، برهان قاطع هم کهبر د هند يو ولايت بولى . برهان قاطع ،ټوک ۲، مخ ۱۷۴۵.

۹ ) سلمان ، مسعود سعد ، دېوان ، مخ ۴۱۸.

۱۰ ) همدا اثر، مخ ۱۷۵.

۱۱ ) همدا اثر، ديباچه، مخ ۲.

۱۲ ) دا کلمه په کامل کې اوغنان لىکل وې ده. خو يقيناً دا کوم ناسخ املايي سهوه ده.

۱۳ ) ابن اثير، کامل، ټوک ۱۸ مخ ۱۷۹.

۱۴ ) د کړمان دره چې له شمال ختيځ نه دجنوب لويديځ په لور اوږده پرته ده، تخمين نهه کروه اوږدوالى لري.په شمال کې په سپين غره لګېږي. کوم سيند چې له دې درې نه راوزى له هغه سيند سره يو ځاى کېږى چې له زيران درې نه راوزي او بيا داوزى خېل (دادځاځيو يوه پښه ده) له کليو نه درې کروه لرې د کرمې په سيندور ګډيږي. (راورټى ، د افغانستان او بلوچستان ديوې برخې په باره کې ياد داشتونه ، مخ ۸۲).

۱۵ ) ابن اثير، کامل ، ټوک ۲۰، مخ ۲۱۶.

۱۶ ) فرشته، محمد قاسم ، تاريخ فرشته ، مخ ۸۷.

۱۷ ) همدا اثر، مخ ۸۶.

۱۸ ) دا په ډېر غالب ګومان هغه دره ده چې دزيران په نامه ياده شوې ده. دا دره له سپين غره نه مخ په جنوب لويديځ امتداد لري او اوږدوالى يې پنځه کروه دى. يو کوچنى سيند چې له سپين غره نه راکوزېږي پکې تېر شوى او په پاى کې د کړمان له سيند سره يوځاى شوى دى. ددې درې اوسېدونکى توري دي. خو يو څه ا؟؟ن کار هم پکې شته .( راورټى، همدا وړاندې ياد شوى اثر، مخ ۲۸).

۱۹ ) فرشته ، تاريخ فرشته، مخ ۱۰۵

۲۰ ) دا ځاى په بابرنامه کې هم بيا بيا ياد شوى او دکرماش په بڼه لىکل شوى دى.

۲۱ ) ابن بطوطه ، سفرنامه ، ټوک۱، مخ ۴۴۶-۴۴۷ .

۲۲ ) کوم مطالب چې ما دلته را اخيستى هغه د ظفرنامې په دوهم ټوک کې له مخ ۳۴ نه تر مخ ۴۱ پورې او دهمدې ټوک له مخ ۱۳۴ نه تر ۱۳۷ پورې راغلي دي.

۲۳ ) ماته پدې نامه د پښتنو دهيځ قوم او قبيلې څرک ونه لګيده.

۲۴ ) په ظفرنامه کې دانوم ارياب ليکى شوى او مطلب يې يقيناً همدا نننۍ د ځاځيو اريوب دره ده چې راورټي يې هم ايرياب ليکى او داسې يې معرفى کوى:

دارياب دره پېواړ غرب ته شمالاً او جنوباً پرته اوشل کروه اوږده ده. اواره ځمکه يې کمه ده خو ډېره مثمره دره ده. اوسېدونکى يې ځاځى دى. ( راورټى ، همدا وړاندې ياد شوى اثر ، مخ ۸۱).

۲۵ ) شلو زان يا شنوزان د پېواړ شرق ته يوه لويه دره ده چې شمالاً او جنوباً پرته او ، اوه کروه اوږده ده. دا دره په شمال کې له سپين غره سره يو ځاى کېږي. يو کوچنى سيند هم ورنه راوزي او دپېواړ له سيند سره يو ځاى کېږي. اوسيدونکى يې توري دي، هو يو څه او انکار او هغه جټان هم پکې اوسيږي چې اصلى قبېله يې په پنجاب کې پرته ده .( راورټى ، همدا وړاندې ياد شوى اثر ، مخ ۸۱)

۲۶ ) دا ځاى چې په ظفرنامه کې بانو لىکل شوى همدا ننى بنو دى.

۲۷ ) د بيرونى په يوه رساله، الجواهر ، کې چې په تخمين ۱۰۴۰ ميلادي کې ليکل شوې ده، د ( تغر ) په نامه ىو ځاى ياد شوى او موقعيت يې د پښتنو به سيمه کې ښودل وى دى. بېرونى ليکى چې يو ډول سره زر دافغانانو په تغر کې پيدا کېږى . (بيرونى ، الجواهر ، مخ ۲۳۳) .

کېدى شى چې د بيرونى (تغر) همدغه د ظفرنامې او بابر نامې د نغر سيمه وي. ښايى دالجواهر کوم ناسخ د نغر د کلمې اولې برخې ته ، سهواً ، ديوه ټکى پر ځاى دوه ټکى ايښى وي او له نغر نه يې تغر جوړ کړى وي. که خبره داسې وي ، نو نغر به پوره زوړ نوم وي.

۲۸ ) دا کلمه به ظفرنامه کې پنيان لىکل شوې اصل يې يقيناً پؤيان دى. پړيان د حمکنو ىوه پښه ده او ار اوسه هم دهمدې سيمې په شاوخوا کې پراته دي. څرنګه چې به فارسى کې (ړ) نشته نو مؤلف د (ړ) پز ځاى (ر) او (ن) ليکلى دى. په پېښور کې تر اوسه هم کله (ڼ) د (نړ) په شکل ليکل کيږى.

۲۹ ) دا کلمه په بېخى غالب ګومان کر لاڼي ده. خو په ظفرنامه کې کلانى او په بابر نامه کې کرانى ليکل وې ده او ددې خبرې دليل دادى چې (ڼ) نه دظفرنامى په ژبه کې ته او نه د بابر نامى په ژبه کې او ځکه نو په (ر) او (ل) چې (ڼ) ته ډير نږدې غږونه دي ښودل شوي دي.

۳۰ ) معظم شاه ، تواريخ حافظ رحمت خانى ، مخ ۸.

۳۱ ) د تاريخ ګردېزى محشى ، عبدالحى حبيبى، دا ځاى د چار کارو اوسنى هوپيان بولى . تاريخ ګردېزي، مخ ۴۳۸.

۳۲ ) ګردېزي ، عبدالحى بن ۍحاک ، تاريخ ګردېزى ، مخ ۴۳۸.

۳۳ ) معظم شاه ، تواريخ حافظ رحمت خانى ، مخ ۵.

۳۴ ) همدا اثر ، مخ ۳۵.

۳۵ ) همدا اثر، مخ ۴۲.

۳۶ ) ډورن ، برنارد، دافغانانو تاريخ ، يادداشتونه ، مخ ۷۶.

۳۷ ) نسوى ، شهاب الدين محمد ، سيرت جلال الدين منکبرنى ، مخ ۹۱.

۳۸ ) سمر قندى ، عبدالرزاق، مطيع السعدين ، مخ ۲۳.

۳۹ ) بيهقى ، خواجه ابوالفضل ، تاريخ بيهقى ، مخ ۲۵۶.

۴۰ ) همدا اثر ، مخ ۲۶۰.

۴۱ ) همدا ، اثر، مخ ۲۷۱

۴۲ ) همدا اثر، مخ ۴۲۵.

۴۳ ) همدا اثر ، مخ۴۹۹ .

۴۴ ) فخر مدبر ، مبارکشاه ، آداب الحرب ، مخ ۳۱۵-۳۱۶.

۴۵ ) هروى ، نعمت الله ، مخزن افغانى ، ټوک ۱، مخونه ۱۱۶-۱۱۹

۴۶ ) ډورن ، د افغانانو تاريخ ،ياداشتونه ، مخ ۷۹ .

۴۷ ) بکران، محمد ، جهان نامه ، مخ ۷۳.

۴۸ ) ګانکوفسکى ، د پاکستان خلک ، مخ ۱۳۰.

۴۹ ) ابن بطوطه ، سفرنامه، ټوک ۱ ، مخ ۴۴۶.

۵۰ ) همدا اثر ، همدا ټوک ، همدا مخ.

۵۱ ) همدا اثر ، همدا ټوک ، همدا مخ. ۵۲ ) معظم اه ، تواريخ حافظ رحمت خانى ، مخ ۵.

۵۳ ) همدا اثر ، مخ ۷.

۵۴ ) همدا اثر ، مخ ۸-۹.

۵۵ ) همدا اثر ، مخ ۳۶.

۵۶ ) حدود العالم ، مخ ۳۷۹.

۵۷ ) همدا همدا مخ.

۵۸ ) همدا اثر، مخ ۳۶۵ .

۵۹ ) عتبى ، تاريخ يمينى ، مخ ۳۳.

۶۰ ) ابن اثير ، کامل ، ټوک ۱۵ ، مخ ۱۰۲.

۶۱ ) رشيد الدين ، فضل الله ، جامع التواريخ ، مخ ۱۶.

۶۲ ) فرشته ، محمد قاسم ، تاريخ فرشته مخ ۴۳. ۶۳ ) مير خواند، روضة الصفا ، ټوک ۴ ، مخ ۹۲.

۶۴ ) بيرونى ، د هند تاريخ ، ټوک۱ ، مخ ۱۹۹.

۶۵ ) همدا اثر ، همدا ټوک ، مخ ۲۰۸.

۶۵ ) په پخوانو آثارو کې د (دهک) کلمه دىوه ځاى دنامه به حيث بيا بيا راغلې ده او داسې ښکاري جې پدې آثارو کې بېل بېل ځاىونه ددهک به نامه ىاد شوى دي. خو کوم ځاى چې د غزنويانو د عصر ځينې مؤلفين او شاعران لکه عبدالحى ګردېزى او مسعود سعد سلمان ددهک په نامه ىادوى دهغه موقعيت غزنى ته نژدې ښکاري. اوس د غزنى او زرملې تر منځ ىو ځاى ددهک په نامه يادېږى خو سړى په کامل يقين نه شى ويلى چې دا به هغه د ګردېزي او مسعود سعد دهک وى.

خو کوم ځاى ته چې بېرونى دهک واىى هغه دالصيدنې د ناشر او محشى ، زکى وليدى توغان ، په عقيده دافغانستان نننۍ ډکه ده چې دننګرهار دولايت په نهايى شرقى برخه کې د خيبر دلويې لارې په سر پرته ده.

۶۷ ) بيرونى ، صيدنه، انګريزى ترجمه ، مخ ۲۴.

۶۸ ) د صيدنې انګريزى مترجم دا کلمه (افغانستان) ليکلې ده خو په اکثرو عربى نسخو کې (جبال الافغانيه) راغلې ده او صحيح شکل يې هم همدا وروستى ښکاري.

۶۹ ) بيرونى ، صيدنه انګريزى ترجمه ،مخ ۱۷۳.

۷۰ ) بيرونى ، الجواهر ، مخ ۹۲.

۷۱ ) پدې نسخه کې دا کلمه جبال الافاعنيه لىکل شوې ده خو د البيرونى او نورو له ليکنو او دنخبةالدهر د بحث له قرينې او په عين عبارت کې له نورو يادو وو نومونو نه څرګندىږى چې اصل يې جبال الافغانيه ده.

۷۲ ) د مشقى ، نخبةالدهر ، مخ ۲۰.

۷۳ ) رونى ، ديوان ، مقدمه ، مخ څلور.

۷۴ ) همدا اثر ، مخ۱.

۷۵ ) بېرونى ، صفت المعموره، مخ ۳۰.

۷۶ ) بېرونى ، دهند تاريخ ،ټوک ۱ ، مخ ۲۰۶.

۷۷ ) همدا اثر ، ټوک ۱ ، مخ ۲۵۹.

۷۸ ) همدا اثر ، ټوک ۱ ، مخ ۳۱۷.

۷۹ ) منهاج الدين ، طبقات ناصرى ، دراورټى انګريزى تر جمه ، ټوک ۱ مخ ۷۶.

۸۰ ) فرشته ، تاريخ فرشته ، مخ ۴۱۰.

۸۱ ) فخر مدبر ، مبارکشاه ، آداب الحرب ، مخ ۳۱۵-۳۱۶.

۸۲ ) فرشته ، تاريخ فرشته ، مخ ۸۰.

۸۳ ) معظم شاه ، تواريخ حافظ رحمت خانى ، مخ ۳۰.

۸۴ ) همدا اثر ، مخ ۳۳.

۸۵ ) همدا اثر ، مخ ۵۶.

۸۶ ) دا داستان د شاهنامې له مخ ۵۳۸ نه تر مخ ۵۴۴ پورې راغلى دى.

۸۷ ) فردوسى ، شاهنامه ، مخ ۵۳۸.

۸۸ ) هروى ، سيفى ،تاريخنامه ، مخ ۲۵۰ .

۸۹ ) دا نوم به په غالب ګومان سوري وي..

۹۰ ) هروى ، سيفى ، تاريخنامه ، مخ ۲۱۰.

۹۱ ) همدا اثر ، مخ ۲۲۴.

۹۲ ) دا کلمه چې په تاريخنامه کې (ترى) لىکل شوې ده،په اصل کې ، په بېخى غالب ګومان (ترين ) ده ځکه کومه سيمه چې پدې ځاى کې سيفى پرې غږيږي ، هغه له ډير بخوانه د ترىنو ټاټوبى دى. لکه څنګه چې موږ ددې لىکنى ددرې ىم فصل به پاى کې په (ضرورى يادونه) کې او همدغه راز په شپږم فصل کې خبرى پرې کړي دي، د ترينو د قوم نوم د پښتنو دبل هر قوم له نامه نه پخوا به اسلامى آثارو کې راغلى دى .

۹۳ ) هروى ، سيفى ، مخ ۲۷۱.

۹۴ ) همدا اثر ، مخ ۳۰۲.

۹۵ ) همدا اثر ، مخ ۲۰۰.

۹۶ ) چاسفزارى زمچى ، روضات الجنات ، ټوک ۱ ، مخ ۳۴۱.

۹۷ ) همدا اثر ، مخ ۱۱۲.

۹۸ ) سمر قندى ، عبدالرزاق ، مطلع السعد ين ، دوهم ټوک لومړى جزء ، مخ ۳۵۶.

۹۹ ) همدا اثر ، دکابل دانجمن فلمى نسخه ، مخ ۲۴۱.

۱۰۰ ) معظم شاه ، تواريخ حافظ رحمت خانى ، مخ ۲۶.

۱۰۱ ) عتبى ، تاريخ يمينى ، د جرفادقانى ترجمه ، مخ ۲۸۵.

۱۰۲ ) ابن اثير ، کامل ، ټوک ۱۵ مخ ۳۰۱.

۱۰۳ ) رشيد الدين ، فضل الله ، جامع التواريخ مخ ۱۵۱-۱۵۲.

۱۰۴ ) پدې عباراتو زما سرښه خلاص نه و او ښايى چې پښتو ترجمه يې بيخى صحيح نه وى.

۱۰۵ ) جو ينى ، علاءالدين ، تاريخ جهانکشاى ،مخ ۱۳۲.

۱۰۶ ) فرشته ، تاريخفرشته ، د برګز انګريزى ترجمه ، ټوک،۱ ،مخ ۶.

۱۰۷ ) ابن ، بطوطته ، ټوک۱، مخونه ۵۷۵-۵۷۸.

۱۰۸ ) همدا اثر همدا ټوک ، مخ ۶۳۳ .

http://www.tatobay.com/tatobay/pashto/showArticle.do?aid=640

ستاسو سره مرستی


ســـــــتاســــــو ســــــــره مــــــرســــــتی

د پروګرام د تماس:

د پروګرام مرام او هدف:

د پروګرام نوم:

2 Jhandagai, OppositeUsmania RestaurantPeshawar, Pakistan

Phone: 091-843951

د تعلیمی برارول، مخصوصآ د ښځو د ژوند لپاره

د ښځو دمعاش کاراوبار په خاطر

د روغتیایی نسطحی د ترقی لپاره

د کوچنی ماشومانو د بامشقت کارونو او د ګرایی د له منځه ولړلو څخه کوښښ کول

د لاس ګل

34-D/II, Sahizada AbdulQayyum Road, University TownPeshawar

Phone:  091-5841593 یا

091-5841754

د منطقی بنیادی او اصلی ضروریات لاس ته راوړل

د طبیعی او معدنی شیانو ودانول او یا جوړول

دهوا د پاک او د کثافت مخ نیول

د طبیعی ګټو شیانو نه کار اخیستل

د غزایی مواد:  پاک اوبه او د تازه هوا حفاظت کول

وړلډ وایډ فنډ – طبیعت لپاره

House No. 129 Street 8Defense Officers ColonyKhybar Road

Peshawar

Phone:  091-9211417 یا

091-274540

د غریبی او بیچارګی د لمنځه وړل

د بنیاتی او انکسافی کارونه

د افرادو د تربعوی پروګرامونه

د موسسی هدف (تغیراتو راوړل)

صرحد د کلی لپاره پروګرام

ســـــــتاســــــو ســــــــره مــــــرســــــتی

د سازمان نوم

سازمان فعالیت د

تماس معلومات د

 

 

 

آهنگ

آهنگ یو غیر دولتی سازمان ده چه د نارینو, ښځو او نوځوانانو د جنسی روغتیا په عرصه کار کوی. د  دا سازمان سوزونټکی د بچیانو سره د جنسی بدسلوکی مخنیوی او معلمانو او روغتیایی کارکوونکو ته د جنسی روغتیا په باره ښوونه او روزنه ده. آهنگ د صوبه سرحد د هریپور په ناحیه کښی فعالیت کوی.

Sasi Homes, G-18/6, Block 8, Clifton, Karachi, Pakistan

Telephone: (021) 587-0244 & (021) 586-7373

Fax: (021) 582-1645 Email: info@aahung.org

URL: www.aahung.org

د کارونو د تخلیقولو اتحادیهAssociation for Creation of Employment

دا غیر دولتی سازمان په صوبه سرحد د پیښور , هزاره , کهات او بنو په سیمو کښی فعالیت کوی. د دغه سازمان وظیفه د غریبو کورنیو د تنخواهو سمول ده. دا سازمان د مسلکی ښوونی او روزنی او د کوچنیو قرضونو تیارولو سره خپله وظیفه سر ته رسوی.

E-mail: ace_enterprise@psh.infolink.net.pk

بیداریAwakening

بیداری د ښځو د انسانی حقوقو په مدافعه بوخت دی. دا سازمان د مختلفو کړنلارو سره لکه اضطراری  مرکزونه , ښوونی او روزنی او د نجونی تعلیم دا وظیفه سر ته رسوی. دا سازمان په قبلئلی علاقو کښی فعالیت کوی.

House No 657, Street No 75

I-8/3, Islamabad

+92 51 4862877

+92 51 4862880

Email: bedari@bedari.org.pkURL:  http://www.bedari.org.pkThis e-mail address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it