جبال الافغانيه، کشور افغان، روه، پښتونخوا


يو شمير مؤلفينو او د تاريخی مطالبو شاګردانو داسی انګيرلي ده چی ګوندی د افغانستان نوم داتلسمی پيړۍ له نيمايی نه رادی خواته رواج شوی دی. خو د زړو اسلامی آثارو له مطالعی نه داسی ښکاری چی ( افغانستان ) دافغانانو د ملک په معنی له څوارلسمی ميلادی پيړۍ نه پخوا هم معمول دی .

انګريز مستشرق هنری والټر بيلو په خپل هغه اثر کی چی د افغانستان د قوم پيژندنی مطالعه نوميږی او په کال ۱۸۹۱ کی يی پای ته رسولی دی، د هغی پراخی سيمی د حدودو له ښودلو نه وروسته چی دده دوخت افغانستان جوړوی، ليکی :

( د افغانستان نوم….په نوی عصر کی ايرانيانو را ايستلی دی…که څه هم چی افغانان په تاريخ کی ان داتمی (ميلادی) پيړۍ له سر نه رادی خوا ته د يوه ځانته ولس په حيث پيژندل شوی دی، خو هيواد يی داتلسمی ميلادی پيړۍ تر نيمايی يعنی هغه وخته پوری پدی نامه نه و ياد شوی چی د خپل يوه پښتانه پاچا په مشرۍ خپلواک هيواد شو. نادرشاه افشار چی داسيمه يی د فارس په قلمرو کی داخله کړه، لومړنی شخص و چی (ددی ساحی) شمالی برخه يی د هغی د اوسيدونکو داکثريت له امله افغانستان وبلله او جنوبی برخه يی په همدی دليل د بلوچستان په نامه ياده کړه) (۱)

لکه څنګه چی ډاکتر حسن کاکړ پخپله يوه رساله کی ليکی، د افغانستان معروف ليکوال احمد علی کهزاد هم يو ځای وايی چی افغانستان يو تازه او بيخی نوی نوم دی او ګذشته يی له ۱۵۰ کاله نه وړاندی نه ځی . (۲)

يو ايرانی ليکوال، محمود افشار يزدی، بيا بيخی بلا کوی او وايی چی د افغانانو هيواد دنولسمی پيړۍ په وروستيو وختو کی د افغانستان په نامه ياد شوی دی. دی ليکی :

(کوم هيواد چی د افغانستان په نامه ياديږی او د ايران د شرقی سيمی په يوه برخه او د خراسان په ولايت کی جوړ شوی،په تاريخ کی سابقه نه لری……او څرنګه چی يو شمير افغانی امر اوو دنولسمی پيړۍ په وروستيو وختوکی پدی سيمه باندی تسلط پيداکړی او يو څه موده يی حکمرانی پری کړی ده، نو له دی امله دا ځای د افغانانو دولت او وروسته افغانستان بلل شوی دی. ) (۳)

ظفر کاکا خيل هم وايی چی د چنګيز خان له وخت نه نيولی بيا د بابر تر وخته څه چی تر دی نه څه وروسته زمانه کی هم (د افغانستان څه بيل تاريخ نشته او نه په هغه زمانه کی دا وطن پدی نامه مشهورو.) (۴)

اما معتبر اسلامی آثار ښيی چی د (افغانستان) نوم د افغانانو د ملک په مفهوم له اتلسمی پيړۍ نه ډير پخوا معمول و او کومه ساحه چی شمال ته دامو ترسينده، جنوب ته د عربو د بحيری د غاړی تر حدودو پوری،غرب ته ترکرمان او شرق ته تر حسن ابداله پوری رسيږی، کله د هغی يوه يابله او کله يی تقريبا ټوله برخه د (افغانستان) په نامه ياده شوی ده. خو بايد وويل شی چی افغانانو ته منسوبه سيمه تل او يوازی د افغانستان په نامه نه ده ياده شوی ده، لکه (جبال الافغانيه) يا (جبال الافاغنه)،(کشور افغان)،(حدافغانيان)،(مرزافغان)،(افغان)،(روه)او(پښتونخوا) .

دلته به موږ اول پداوروسته نومونو و غږيږو او بيا به د (افغانستان) د کلمی په سابقه او مفهوم بحث وکړو .

ترکومه حده چی ماته معلومه ده ابوريحان بيرونی د اسلامی دوری لومړنی مؤلف دی چی د (جبال الافغانيه) ذکر کوی. دی لومړی په خپل معروف اثر،دهند تاريخ،کی چی ليکنه يی په کال ۴۲۱ کی پای ته رسيدلی ده، دلرغونی هند د غربی سرحد په غرنی سيمه کی افغانان ميشته ګڼی او ليکی چی ددوی مختلف قبايل د سند تر ګاونډه خپاره دی . (۵) همدی وروسته بيا په يوه بل اثر (صيدنه) کی چی د ۱۰۵۰ ميلادی په شاوخواکی يی ليکلی دی داسيمه دوه واری د جبال الافغانيه په نامه يادوی .

يو ځای داسطو خوذوس د توضيح په ضمن کی ليکی چی (بهترين ډول يی هغه دی چی شنی پاڼی لری…..دانوع ددهک (۶) خواته،دهند د خاوری د پرشاور (پيښور) او د جبال الافغانيه تر منځ شنه کيږی.) (۷)
په همدی اثر کی يو بل ځای د زيتون د معرفی په ترڅ کی ليکی: (وحشی زيتون چه جبال الافغانيه کی (انګريزی مترجم د جبال الافغانی معنا د افغانستان غرونه ليکلی ده.) شين کيږی، وړی دانی لری.) (۸) شيخ ربوه (وفات ۷۲۷ هجری) ښايسته وروسته هم دغه سيمه جبال الافاغنه بولی او ليکی چی (دريم اقليم د چين له شمال ختيځه……اوله جبال الافاغنه (۹) او ملتان نه ترسنده پوری امتداد لری.) (۱۰) دغزنويانو د عصر ستر قصيده ليکونکی، مسعود سعد سلمان، (۴۴۸-۵۱۵) هجری بيا د افغانانو ملک د کشور افغان په نامه ياد کړی دی. دی د غزنويانو د عصر د يوه ستر سالار، علی خاص، په ستاينه کی وايی:
شکسته ګشت به تيغ تو لشکر کفار
خراب شد به سپاه تو کشور افغان (۱۱)

اما دشهنامی د ملحقاتو ورک نومی شاعر چی د ژوند وخت يی شپږمه هجری پيړۍ ټاکل شوی ده، هلته چی له يوه افغان مشر،کک،سره درستم جګړه بيا نوی، د افغانانو ملک د مرز افغان په نامه يادوی او درستم له خولی ليکی:
همه مرز افغان به هم بر زنم
بدين دژ زکين آتش اندر زنم (۱۲)

محمد بن محمود بن احمد طوسی، چی عجايب المخلوقات يی په همدی پيړۍ کی يعنی له ۵۵۵ نه تر ۵۶۲ هجری پوری ليکلی دی، د افغانانو ملک دحد افغانيان په نامه يادوی او ليکی چی (دافغانانو په حد کی د زغويو ځنګل دی چی په هغه کی داسی يوه ونه ده چی پنډوالی يی اووه لس ارشه دی……..دا د برهمن ونه بلل کيږی او افغانان سجده ورته کوی.) (۱۳)

داسی ښکاری چی په پخوانو آثارو کی کله د افغانانو ملک يوازی داوغان په نامه هم ياد شوی دی .

ازرقی هروی د پنځمی هجری پيړۍ داولی نيمايی شاعر او د سلجوقيانو د کورنۍ مداح په هغه قصيده کی چی د آلب ارسلان محمد سلجوقی دزوی،طغانشاه،(مرګ ۴۶۵ هجری) په ستاينه کی يی ليکلی ده وايی:
زهری ګرسوی افغان وی ای بادشمال
باز ګويی زهری پيش ملک صورت حال (۱۴)

د پورته يادونو په نتيجه کی سړی په پوره اطمينان ويلی شی چی د افغانانو ملک له سوونو کلونو نه رادی خواته د جبال الافغانيه،کشور افغان،مرز افغان، حد افغانيان او افغان په نامه ياد شوی دی. خو بايد تأکيد وشی چی دا کلمات ټول په لغوی معنا استعمال شوی دی، نه دا چی په سياسی معنا يا په بل عبارت دانومونه فقط دافغانانو د مېنی معنا لری او پداسی کومه ساحه نه دی اطلاق شوی چی هغه دی سياسی حدودو محدوده کړی وی. خو دا سيمه په همدا لغوی مفهوم هم هغه ځمکه ده چی داسيدونکو اکثريت يی پښتانه ياافغانان دی ، مګر ډير نور قومونه هم،مسلماً په همدا يوه مېنه کی ورسره شريک او ميشته دی.

يوبل نوم چی په ښايسته پراخه اندازه دافغانانو ياپښتنو په ملک اطلاق شوی هغه روه دی.

منستوارت الفنستن دروه په باره کی وايی چی دا کلمه په پنجابی کی د غره معنا لری اوده په ځينی انګريزی کتابونو کی ليدلی ده مګر اوريدلی يي نه ده. دی وايي چی افغانانو ته دانوم د هغو کتابونو له لاری وررسيدلی دی چی په هند کی ليکل شوی دی. (۱۵) خو هنری راورټی وايي چی هر څوک چی په ديره جاتو کی ديره شوی وي هغه ته به روه د خپل کور ديوه لوښی ياکالی په شان اشنا نوم وي. مګر کومو انګريزانو ته چی دا موقع نه ده پيدا شوی چی دومره د غرب خواته ماموريت وکړي، هغوی به زيات ورسره بلند نه وي. (۱۶)

هنری بيلوبيا وايي چی هنديان د افغانانو ملک روه بولی او روه په هندي کی د غره معنا لری. دروه اوسيدونکو ته روه والا ياروهيله يعنی دروه اوسيدونکو وايي. (۱۷)

اولاف کرو وايی دروه کلمه چی دافغانانو د ملک په معنا استعمال شوی په جنوبی پنجابی ژبه کی د غره معنا لری او د ملتان او ديره جاتو د بلوچانو قبايل يی هم استعمالوی. (۱۸) خو کله چی مادامريکا غږدهندی او اردو خپرونو له غړونه پوښتنه وکړه هغوی وويل چی درو کلمه نه په هندی کی د غره معنا لری او نه يی په پنجابی ژبه کی د غره په معنا اوريدلی ده.

تر ټولو نه پخوانی تحريری سند چی ما دروه نوم پکی ليدلی هغه تاريخ داؤدی دی چی عبدالله له کال ۱۵۷۵ نه تر کال ۱۵۷۶ ميلادی پوری تأليف کړی دی. عبدالله دروه نوم د شيرشاه د حالاتو د بيان په ضمن کی يادوی او ليکی: (کله چی سلطان بهلول سلطنت ته ورسيد، له روه نه يی چی د افغانانو ټاټوبی دی، ډير افغانان راوغوښتل….د فريد نيکه چی نوم يی ابراهيم ؤ، له روه نه هندوستان ته راغی.) (۱۹)

د هند د مغلو د عصر ډيرو نورو مؤلفينو هم د روه نوم ياد کړی دی. يو له دغو مؤلفينو نه عباس سروانی دی چی تاريخ شير شاهی يی له کال ۱۵۷۹ ميلادی نه لږ څه وروسته ليکلی دی. دی روه د افغانانو د ملک په توګه په مکرر ډول يادوی او يو ځای د هغه فرمان له يادولو نه وروسته چی ملک بهلول هند ته د پښتنو مشرانو وربللو لپاره صادر کړی دی ليکی: (کله چی دا فرمان ورسيد افغانان…. د روه له ټولو برخونه ډله ډله [هندوستان] ته…راغلل. ) (۲۰)

خواجه نظام الدين احمد هم چی طبقات اکبری يی له کال ۱۵۹۲ نه تر کال ۱۵۹۴ پوری ليکلی دی د روه نوم اخلی او ليکی: (کله چی سلطان بهلول قدرت ته ورسيد ډير زيات شمير افغانان يی له روه نه چی د افغانانو ملک دی، راوغوښتل…..) (۲۱)

په تاريخ فرشته کی (تأليف: ۱۶۰۹ ميلادی) هم د روه نوم په مکرر ډول ياد شوی دی. يو ځای راغلی چی (دسوريانو د کورنۍ يو غړی….د روه په افغانانو کی ميشت شو.) (۲۲)

خواجه نعمت الله هروی هم د روه کلمه بيا بيا استعمال کړی ده او يو ځای د سلطان شهاب الدين د فتوحاتو دبيان په ترڅ کی ليکی چی(دری يم وار يی د افغانانو د قبايلو دولس زره…..سواره له ځان سره راوستل…..سلطان شهاب الدين دا خلک د روه په غرنۍ سيمه کی ان د ملتان تر سرحد آباد کړل. (۲۳)

د روه نوم په پخوانو پښتنو اشعارو کی هم ډير يادشوی او هغو پښتنو شاعرانو چی په هند کی يی د پرديسی ژوند کړی د روه په ياد له سوزه ډک اشعار ليکلی دی. کاظم خان شيدا وايی:

په زړه می ګرځی د غرونو څوکی
حملی د بازو د زرکو کوکی
ووايه څه کا د روه نسيمه
ګيرا منګولی زيبا مشوکی (۲۴)

اشرف خان هجری وايی:
د زړه باز يی تل د روه پر ځمکه ګرځی
که هجری په دکن ناست خالی بدن دی (۲۵)

خوشحال خان په ډيرو فارسی اشعارو کی ځان روهی بولی.
چه شرابيست اين که روهی را
به يکی جرعه بی خبر کردی (۲۶)
اما داچه روه کومه سيمه ده ؟ پدی باره کی هم په هغو آثارو کی چه د بابر له زمانی نه رادی خواته په هند کی ليکل شوی کافی صراحتونه شوی دی. خو تر ټولونه پخوانی اثر چه ما د روه تعريف پکی ليدلی هغه بيا هم د عبدا لله تاريخ داؤد ي دی. په تاريخ داودي کی يو ځای راغلی چی (د روه اوږدوالی له سواد بجور [سوات باجوړ ] نه د سيوۍ تر قصبی پوری چی د بکهر له توابعونه ده ، رسيږی او سوريی له حسن ابدال نه تر کابل او قندهاره پوری دی او هر څه چه پدامنځ کی دی هغه ته روه وايی.) (۲۷)

د نظام الدين په طبقات اکبری، دمحمد قاسم په تاريخ فرشته او د نعمت الله هروی په مخزن افغانی کې هم همدی ته بيخی ورته تعريفونه راغلی دی. (۲۸) خو نواب محبت خان بړيځی، چی رياض المحبت يی په کال ۱۸۰۶م کی ليکلی او پدی برخه کی اصولاً د زياتره صلاحيت خاوند دی،روه يو ستر ملک بولی او ليکی چی (د شرق په لور ترکشميره او د غرب په لور ترهير منده چی ددوه نيمو مياشتو مزل دی، امتداد لری; دشمال په لور ترکاشغره او د جنوب په لور تر بلوچستانه امتداد لری; [دا ] دافغانانو هيواد دی او افغانان پکی هست دی) (۲۹) .

پښتونخوا دافغانانو ياپښتنو د ملک يو بل نوم دی چی اکثره خپله پښتنو استعمال کړی دی.
د آخون درويزه مخزن الاسلام، چی د کال ۱۶۰۳ او ۱۶۱۲ تر منځ ليکل شوی دی، د اسلامی عصر لومړنی مکمل اثر دی چی د پښتو نخوا کلمه په مکرر ډول پکی راغلی او د پښتونخوا او پښتونخا په بڼه ليکل شوی ده. درويزه يو ځای په بايزيد روښان باندی د بحث په ضمن کی د سيد علی ترمذی يادونه کوی او ليکی چی (حضرت سيد علی ترمذی و په بنهير کی، پښتونخوا په مثال شپه وه دی ډيوه وه په اندهير کی. دی نيکخواه د پښتونخوا وساتندو يه په دنياو.) (۳۰)

لږ وروسته کله چی د مغولی اکبر او بايزيد روښان د زوی، جلال الدين،په تصادماتو غږيږی ليکی چی جلال الدين (دغه لاپه،په خوله کړه چی پادشاه د پښتنو يم…..پښتنو ټولی پری وکړ، ولی دی هم پښتونخا لره بلاشه.) (۳۱)

د احمد شاه بابا دهغه ديوان په يوه غزل کی هم د پښتونخوا کلمه راغلی چی د مرحوم حبيبی په همت په کال ۱۳۱۹ کی خپور شوی دی. خو دا غزل داحمدشاه بابا دديوان په هغو قلمی نسخو کی چی مونږ ته ميسری وی، نشته. مرحوم حبيبی هم وايی چی داغزل د احمد شاه بابا دديوان د هغو دری وو قلمی نسخو له جملی نه چی دوی د چاپی ديوان د برابرولو دپاره استفاده تری کړی ده او پدا دوو نورو نسخو کی چی يوه يی د کندهار د بلديی د کتابخانی او بله يی د پښتو ټولنی د کتابخانی مال ده، دا غزل نشته. (۳۲)

داحمد شاه بابا په چاپی ديوان کی د پښتونخوا کلمه پدی بيت کی راغلی ده.
دډيلی تخت هيرومه چی راياد کړم
زما د ښکلی پښتونخوا دغرو سرونه (۳۳)
د احمدشاه بابا دعصر معروف شاعر پير محمد کاکړ هم د پښتونخوا کلمه په يو بيت کی راوړی او هغه داده:

لکه شعر دی دده په پښتونخوا کی
بل به کم وی په داوخت دافغان شعر (۳۴)

اما په معا صرو ليکنو کی دډاکتر ليډن يو مضمون لومړنی سنددی چی ما دپښتونخوا لفظ پکې ليدلی دی . ليډن په هغه مضمون کې چې څه کم دوه پيړۍ پخوا (۱۸۱۲م) د بايزيد روښان په باره کی د آسيا يی څيړنو په يوولسم ټوک کی په پنځه شپيته مخه کی خپور شوی دی، يو ځای ليکی: (بايزيد چی د ننګرهار نه روان شو پښتنخا ياد کلمی په خاصه معنا افغانستان ته يی مخه کړه.) (۳۵)

وروسته غربيانو دپښتونخوا کلمه زياته استعمال کړی ده او فرانسوی لوی عالم او وتلی مستشرق، ډارمسټتر (۱۸۴۹-۱۸۹۴)

د پښتو ولسی سندرو دهغی مجموعی نوم هم د پښتونخوا هاروبهار ايښی دی، چی په کوزه پښتونخوا کی يی ټولی کړی دی.

خو دا چی د پښتونخوا کلمه په پخوا وختو کی په کومه ساحه اطلاق شوی ده؟ پدی باره کی ما په زړو آثارو کی څه نه دی ليدلی. خو د آخون درويزه او نورو له تذکراتو نه داسی ښکاری چی د پښتونخوا اصطلاح هم د پښتنو د ملک په معنا استعمال شوی ده او دساحی په لحاظ به هم د روه له کلمی سره معادله او يانژدی وی خو زمونږ د وخت پښتنو د پښتونخوا نوم، عموماً د هغی ساحی په مفهوم استعمال کړی دی چی له آمونه تر اباسينده او له هراته تر کشميره امتداد لری. دوی دا ساحه د لويی پښتونخوا په نامه هم ياده کړی او په لره او بره پښتونخوا يی ويشلی ده. لره پښتونخوا يی هغه سيمه بللی ده چی له خيبره داباسيند تر غاړو پوری امتداد لری او بره پښتونخوايی هغه سيمه بللی ده چی له خيبر نه د آمو د سيند تر غاړو پوری پرته ده.

اما کوم نوم چی پښتنو او يا په قومی اصطلاح افغانانو ته منسوب ملک باندی، له ډير پخوا او په عام او متواتر ډول، اطلاق شوی هغه(افغانستان)دی.دانوم په تحريری اسنادو کی لږ تر لږه څورلسمی ميلادی پيړی له اولی نيمايی نه د يوی ښايسته پراخی ساحی په يوه يا بله برخه اطلاق شوی او سيفی هروی د هرات تاريخنامه( تأليف: (۷۲۱-۷۱۸هجری) ظاهراً، لومړنی معلوم اثر دی چی د(افغانستان) لفظ پکی راغلی دی. سيفی يو ځای هلته چی د هرات په ځينو شا اوخوا سيمو کی د ملک شمس الدين کرت په پوځی عملياتو او بندو بست بحث کوی وايی چی ملک شمس الدين يو هيئت ددی دپاره(افغانستان) ته وليږه چی دده خپل اويوه چنګيزی واکدار منکو خان فرمانونه د (افغانستان) واکدارانو او مشرانو ته ور ورسوی. سيفی وايی پدی فرمان کی د (افغانستان) مشرانو ته ليکل شوی وو چی (ستر ملوک فخرالدوله والدين ملک شاهنشاه او ملک ميرانشاه او ملک بهرام شاه او ملک تاج الدين او هرمزتری[ترين]…..او دافغانستان مشران او اوسيدونکی او اهالی دی پدی پوه وی چی……ټول په يوه زړه…..موږته راشی.) (۳۶)

د تاريخنامی له سره ترپايه پوری د افغانستان نوم پنځه ديرش واری د (افغانستان) په بڼه او په څلور څلويښتم او پنځه څلويښتم فصل کی دوه ځايه د (اوغانستان) په بڼه ليکل شوی دی. پدی دوو فصلونو کی د افغان کلمه داوغان په شکل ليکل شوی ده.

ابن بطوطه هم دسيفی د تاريخنامی له تأليف نه يو څو کاله وروسته په (۱۳۳۱ميلادی کی) د افغانستان نوم ياد کړی دی. دابن بطوطه د سفر نامی په فارسی ترجمه کی راغلی چی کشلوخان د عسکرو ټولول پيل کړی او (د ترکنستان،افغانستان او خراسان دومره خلک پری راټول شول چی…سلطان سره برابر شو.) (۳۷)

ضياءالدين برنی له ابن بطوطه نه يو څو کاله وروسته په تاريخ فيروز شاهی کی (تأليف: ۱۳۵۷ ميلادی) د افغانستان نوم يادوی اوليکی چی سلطان ته (له ملتان نه خبر راغی چی شاهو افغان باغی شوی دی…سلطان…وروخوځيد……شاهو له خپلو افغانانو سره افغانستان ته ولاړ.) (۳۸)

په مطلع السعدين کی (تأليف:۸۷۲-۸۷۵ هجری) هم د تيموريانو د عصر د پيښور د بيان په وخت کی د افغانستان نوم اخيستل شوی او داسی ليکل شوی دی چی(….د سند تر سيند او افغانستان پوری [ځايونه] چی د صاحب قران په وخت کی ميراز پير محمد بن ميرزا جهانګير ته ورکړل شوی وو حضرت خاقان سعيد….د ميرزا په نامه کړل.) (۳۹)

زمچی اسفزاری، چی روضات الجنات يی له کال ۸۹۱ نه تر ۸۹۹ هجری پوری ليکلی دی، د افغانستان نوم څو واری يادوی.يو ځای ليکی چی ( د هغه تاريخ د نقل په اساس چی جناب شيخ زاده اعظم شمس الدين محمد…….د افغانستان له ولايت نه د جناب مغفرت مأب مرشد الزمان شيخ رضی الدين محمد سلمان رحمة الله له کتابخانی نه راووړ) داخبره معلومه شوه چی… (۴۰)

بيا ليکی چی ملک شمس الدين کرت (د افغانستان يوه کلا بکر، محاصره کړه.) (۴۱)

ظهيرالدين بابر (۱۴۸۳-۱۵۳۰) هم د افغانستان نوم اخلی او کله چی د کابل په باره کی غږيږی وايی چی ( جنوب ته يی فرمل،نغر،بنو او افغانستان واقع دی.) (۴۲) يو بل ځای ليکی چی(د خواجه اسمعيل،دښت،دوګی (دوکی) او افغانستان غرونه ټول يو شان دی.) (۴۳) يو بل ځای بيا همداسيمه د افغانانو زمکی يا ملک بولی او ليکی:(په کوم کال می چی کابل او غزنی ونيول، کوهاټ د بنو دښته او د افغانانو زمکی می لاندی کړی او ددوکی او آب ايستاده له لاری غزنی ته ولاړم. (۴۴)

د بابر له تذکراتو نه ښکاری چی د افغانستان لفظ څه چی د افغانانو د ځمکو لفظ هم بيخی په خاصه معنی استعمالوی او ټولی هغه ساحی نه پکی راځی چی دی خپله د افغانانو مختلف قبايل بکی ميشته بولی.

له بابر نه وروسته په هغو تاريخونو کی چی د هغه داولادی دواکدارۍ په عصر کی ليکل شوی دی، د افغانستان نوم بيا بيا راغلی دی.

په تاريخ شير شاهی کی د افغانستان نوم دوه واری راغلی دی. يو ځای يی د شيرشاه سوری د نيکه په باره کی ليکلی چی هغه( ابراهيم نوميده….[او]د سلطان بهلول په وخت کی له افغانستان نه هندوستان ته راغلی و) (۴۵) يو بل ځای د شيرشاه د خصايلو د بيان په ترڅ کی ليکی چی (هر افغان به چی د افغانستان له هيواد نه دهغه حضورته راغی، له توقع او حساب نه وتلی پيسی به يی ورکړی.) (۴۶)

د بدايونی په منتخب الواريخ کی (تأليف: ۱۵۹۵-۱۵۹۶) هم د افغانستان نوم د شيرشاه د حالاتو په ارتباط داسی راغلی چی (دشيرشاه نيکه….د افغانستان درو (۴۷)

په تاريخ فرشته کی د افغانستان نوم دوه واری ياد شوی دی. يو ځای راغلی چی(سلطان شهاب الدين…… هندوستان ته يوځ سوق کړ [ او ] د پيښور،افغانستان،ملتان او سند ملکونه يی ونيول.) (۴۸)

(د تاريخ فرشته له متن نه په وضاحت معلوميږی چی مؤلف يي د غزنويانو،غوريانو او نورو پخوانو عصرونو په باره کی مطالب او حتی عبارات او کلمات ، له زړو تاريخونونه را اخيستی دی.خو دا خبره سړی بيخی په يقينی ډول نه شی کولی چی د افغانستان نوم به يي هم له کوم لرغونی تاريخ نه را اخيستی وی، نو د افغانستان نوم به هرومرو د هغه تاريخ د تأليف له وخت پخوا معمول و.)

فرشته يو بل ځای د افغانستان نوم په ملتان کی د شاهو افغان د بغاوت د پيښی د بيان په وخت اخلی او ليکی چی (د افغانانو يوه مشر،شاهو،د [ملتان] نايب،بهزاد،وواژه…..پاچا په ډيلی کی پوځ تيار کړ او ملتان ته وخوځيد. خو کله چی ملتان ته نژدی شو شاهو……..د افغانستان غرونوته وتښتيد.) (۴۹)

په تاريخ خانجهانی و مخزن افغانی کی د افغانستان نوم دری واری ياد شوی دی. يو ځای ليکل شوی چی ( شيخ عمر په مرور دزمان د خدای دوست او د افغانستان د ملک د مشايخو او مشاهيرو له جملی نه شو) (۵۰)

په تواريخ حافظ رحمت خانی چی د خواجو مليزی د تواريخ افاغنه ( تأليف:۱۰۳۳ هجری) ساده شکل دی او پير معظم شاه په کال ۱۱۸۱ هجری کی انشاءکړی دافغانستان نوم په مکرر ډول راغلی دی. يو ځای د خان کجودمور په باره کی راغلی چی هغه(….بی بی مونده ناميده چی دی غوندی ښځه بله په افغانستان کی نه ده تيره شوی..) (۵۱)

ملا عبدالباقی نهاوندی هم چی مآثر رحيمی يي په کال ۱۰۲۰ هجری کی ليکلی دی، د شاهو افغان د بغاوت د پيښی د بيان په ترڅ کی د افغانستان نوم اخلی او ليکی چی (شاهو افغان د مخالفت بيرغ اوچت کړ….سلطان يي ټکولو ته وروخوځيد….شاهو…افغانستان ته ولاړ) (۵۲)

له دی يادونو نه څرګنديږی چی د افغانستان نوم د څورلسمی ميلادی پيړی له اولې نيمايي نه رادی خواته په پرله پسی ډول په تحريری آثارو کی راغلی دی او څرنګه چی د څورلسمی پيړی په اوله نيمايي کی، د بيخی يوه معمول نامه په توګه په تحريری ليکنو کی بيا بيا ياد شوی دی نو سړی په زغرده ويلی شی چی دا نوم د سيمی په خلکو کی د يوی جغرافيايي ساحی په توګه له څورلسمی پيړی نه پخوا معمول او متداول و. اما دا چی په پخوا وختو کی د ( افغانستان) نوم په کومه ساحه اطلاق شوی دی؟ ددی پوښتنی ځواب هم تر يوه حده له ليکلو اسنادو نه را ايستل کيدلی شی.

د سيفی هروی د تاريخنامی د زمچی اسفزاری دروضات الجنات له ځينو تذکراتو نه داسی ښکاری چی هغوی (افغانستان) هغه سيمه بولی چی د کندهار له بيخی غربی حدنه تر اباسينده او له کشمير نه د عربو د بحيری د غاړی تر حدودو پوری امتداد لری.

سيفی يو ځای د شمس الدين کرت د يوه فرمان په ارتباط ليکی چی (…فرمان مو…افغانستان ته ان د سند تر سينده او د هند تر حده واستاوه.) (۵۳)

يو بل ځای ليکی چی (دافغانستان پولو ښارونو او سيمو ان د سند او هند تر سرحده زمونږ خراج او فرمان منلی دی.) (۵۴)

د تاريخنامی له دی او ځينی نورو عباراتو نه داسی ښکاری چی د شرق په لور د (افغانستان)ساحه تر هند او سنده پوری امتداد لری.خو دا چی د (افغانستان)او سند او هند تر منځه فاصل حد کوم ځای دی؟ ددی پوښتنی ځواب هم د سيفی له هغه عبارت نه پوره په ډاګه کيږی چی وايي(فرمان مو افغانستان ته د سند تر سينده وليږه.) له دی عبارت نه ښکاری د (افغانستان)او سندتر منځ فاصل حد د سند سيند دی.

يو بل مطلب چی دا ټکی په زياتره وضاحت ورنه څرګنديږی هغه د بکر د کلا په باره کی د سيفی او زمچی اظهارات دی.زمچی بکر په صراحت د (افغانستان)يوه کلا بولی او وايي چی په سيند کی د يوی ګګری دپاسه واقع ده (۵۵) هم بکريوه پر تمينه کلا بولی او ليکی چی په يوه عظيم سيند کی ولاړه وه او هری خواته يي لويي لويي بيړی تړلی وی. (۵۶)

کومه يادونه چی ډير وروسته د ابو الفضل په آئين اکبری کی (تأليف:۱۵۹۷-۱۵۹۸) د بکر د کلا په باره کی راغلی هغه د زمچی او سيفی خبروته بيخی ورته ده.ابوالفضل ليکی چی(بکهر يوه مهمه چوڼی ده چی….شپږ سيندونه له يو ځای کيدلو نه وروسته ورلاندی تير وی دی. د سيند يو ښاخ د کلا جنوب او يويي شمال خواته تيريږی.) (۵۷)

بکر اوس هم په سند کی، په همدی موقعيت کی، بيخی معروف ځای دی.
څرنګه چی له يوی خوا سيفی، زمچی او ابوالفضل د بکر د کلا موقعيت د سند د سيند په منځ کی ښيی او اوس بکر پدی برخه کی يو معلوم او مشهور ځای دی، او له بلی خوا زمچی په صراحت او سيفی په ضمنی ډول بکر د افغانستان يوه کلا بولی،نو له دی امله سړی په پوره اطمينان ويلی شی چی سيفی او زمچی د شرق په لور (افغانستان) لږ تر لږه د سند د سيند تر غاړو پوری ممتد بولی.

د سيفی ليکنه د جنوب په لور د خپل وخت د افغانستان حدود د عربو بحيری ته ورلنډوی.ځکه له يوی خوادی له کنکانو او نهرانو افغانانو سره د شمس الدين کرت جګړه د(افغانستان)يوه مهمه جګړه بولی او له بلی خوا وايي چی دغه افغانان ددوکی له کلانه او يا فرسخه د جنوب خواته پراته دی . (۵۸)

له کشمير سره د (د افغانستان) د سرحد اشتراک د سيفی له هغو عباراتو نه پوره څرګنديږی چی د افغان شعيب په ارتباط يې ليکلي دي .

سيفی وايی چی شعيب (په هغه کال چی ملک شمس الدين … په افغانستان يرغل وکړ، د کشمير ولايت ته پناه وړی وه. خو کله چی خبر شو چی ملک شمس الدين ملک بهر امشاه او المار ووژل، د کشمير له حدودو نه بهر شو افغانستان ته ولاړ . ) (۵۹)

د سيفی له دی عبارت نه وچته ښکاري چې افغان شعيب له (افغانستان) نه مستقيماً کشميرته اوړی او له کشمير نه نيغ (افغانستان) ته ورننوړي او دا ددي معنا لري چې په شمال شرقی برخه کی (افغانستان) کشمير ته ور څرمه دی.

د سيفی له عباراتو نه دا هم ښکاری چې دی د غرب په لور (د افغانستان) ساحه لږ تر لږه تر تکناباده پورې چې د کندهار د سيمې غرب ته پروت دی، ممتده بولی. دی يو ځای ليکی چې ) ملک شمس الدين… له افغانستان نه تکناباد ته راغی.) (۶۰) يو بل ځای هم ليکی چې (…ملک شمس الحق والدين کرت له افغانستان نه تکناباد ته راغی) (۶۱)

نتيجه دا چې سيفی افغانستان په عمومی ډول هغه سيمه بولي چې د پخوانی کندهار له بېخی غربی حد نه د سند د سيند تر غاړو او له کشمير نه د عربو د بحيرې څنډې ته ور څرمه سيمو پورې امتداد لري .

امٌا بابر بيا لکه څنګه چي د مخه وويل شول د افغانستان لفظ په بېخی ځانته مفهوم استعمال کړی دی. خو د بابر د کورنۍ د عصر ځينې مورخينو بيا يا افغانستان او روه د مترادفو کلمو په حيث استعمالوي او يا روه د افغانستان يوه برخه ګڼې .

د تاريخ شيرشاهی مولف، عبٌاس سروانی يو ځای وايی چی افغانان د شيرشاه حضور ته له روه نه ورغلي وو لکه دا چې: (د روه نور افغانان چې له هر قوم اوقبېلې نه شيرشاه ته راغلی وو…) (۶۲)

يو بل ځای وايی چې افغانان له افغانستان نه د شير شاه دربار ته راغلي وو او هغه عبارت دا دي: (هر افغان به چې له افغانستان نه د هغه حضور ته راغی… ) (۶۳)

نعمت الله هروی، بيا روه او ( افغانستان) په بېخی صراحت مترادف کلمات بولی او وايی چې: (پدو کې د سود بن لالا اولادې د مطربۍ کسب غوره کړ او تر اوسه په روه يعنی افغانستان کې په ښادي او غم کې د خپل خدمت حق اخلی. ) (۶۴)

مګر ملا عبدالقادر بدايونی بيا د افغانستان ساحه له روه نه پراخه ګڼی او روه د (افغانستان) يوه برخه بولی. دی ليکی چې (…ابراهيم سور د افغانستان د روه له علاقې نه هندوستان ته راغلی … و ) (۶۵)

وروسته له دې اوږدې څيړنې نه به له زاړه دور نه، نوی عصر ته راشو او وبه ګورو چې د درانو د عصر افغانستاان کومه سيمه ده .

د احمد شاه بابا له وخت نه را دې خوا ته د افغانستان نوم،مسلماً، پداسې يوه هيواد اطلاق شوی چې ځانته يې مشخص سياسی سرحدات لرلی خو دا سرحدات له هغه وخت نه رادې خوا ته بيا بيا بدل شويدي .

د نولسمې پېړۍ په وروستيو وختو (۱۸۹۱م) کې انګريز بيلو د افغانستان حدود داسی ښيی :

( ختيځ ته د افغانستان سرحد اباسيند دی او له ګلګت نه [د عربو] تر بحيرې پورې امتداد لری؛ جنوب ته يې سرحد د عربو بحيره ده؛ غرب ته يې سرحد د پارس له کرمان او خراسان سره نښتی دی؛ شمال ته يې سرحد تر خوجه صالح پورې د آمو سيند دی او ورپسې د خوارزم په دښته کې تېرېږی او د پارس خراسان ته ځی) . (۶۶)

البته له کال (۱۸۹۱م) رادې خوا ته د افغانستان په سرحداتو کې نور تغيرات هم راغلی دی. خو دا چې له دې وروسته به څه کيږی؟ دا خبره د افغانانو په همت او مادي او معنوی کفايت پوری اړه لری .

لیکوال:  پوهاند دوکتور حبيب الله تږی

About these ads

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / Change )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / Change )

Connecting to %s

Follow

Get every new post delivered to your Inbox.

Join 558 other followers

%d bloggers like this: