د ازادى په نوم پنځه ورځني عمليات پاى ته ورسيدل


د هلمند ولايت په خپره سوي خبرپاڼه کې ويل سوي چې د ايساف ځواكونو د هغه هوايي بريد په ترڅ كې چې د سه شنبې په ورځ د اتوبجو په شاوخوا كې د سنگين ولسوالى د پانكلې په سيمه كې د وسله والو طالبانو پر يو پټنځاى ترسره شو په ترڅ كې يې د جهاد مل په نوم د وسله والو طالبانو يوقوماندان او دده ملگري هريو ملا فيض الله،حافظ او د جهاد مل خسر له منځه تللي دي.

خبرپاڼه خبر ورکوي چې دا بريد د دقيقو پټو معلوماتو پربنسټ تر سره شوى او پكښې ولسي وگړو ته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى.

په خبرپاڼه کې ويل سوي چې يادو شويو كسانو په سيمه كې د ماينو په ښخولو په دولتي او ايساف ځواكونو په بريدونو او نورو كړنو كې عملا لاس درلود چې د خپل عمل په سزا رسيدلي دي.

ددي سره هم مهاله د هلمند ولايت د دوه سوه پنځلسم ميوند قول اردو څخه په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي چې ددي ولايت د ګرشک ولسوالۍ په اړونده سيمو کې د ازادى په نوم پنځه ورځني عمليات تر سره سوي او پر مهال يې اووه تنه وسله وال وژل سوي او دوه ته نور ژوندي نيول سوي دي.

په خبرپاڼه کې ويل سوي چې دا عمليات يې وروسته له پنځو ورځو پاى ته رسولي دي او په يخچال نومي سيمه کې يې د وسله والو طالبانو ځاى ځايګى له منځه وړى دى.

تر اوسه وسله والو طالبانو ددي پېښو په تړاو څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: