وزیرستان ډرون برید:د القاعده عکاش ال عراقي ووژل شو


د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعده د دوو مهمو غړو په ګډون پنځه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

ځايي استخباراتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل، چې په  وژل شویو کې د القاعده د لوړې کچې مهم غړی ابو عکاش ال عراقي دی چې د جګړې منظموونکی او سمبالوونکی وو، له هغه سره د القاعده یو بل مهم غړي ابو صالح (ترکي) هم ووژل شو.

د چارواکو په وینا ، دا پېښه تېره شپه له نهو بجو وروسته میرعلي ته نژدې په موسکي کلي کې  هغه مهال رامنځ ته شوه چې بې پیلوټه الوتکې د یوه کور و مخ ته ،  په پټي کې ناست کسان په نښه کړل.

ځینو ځايي خلکو بیا مشال راډیو ته وویل، چې په دې پېښه کې درې وسله وال وژل شوي دي.

په روانه میاشت کې په شمالي وزیرستان کې دا د مشکوکه امریکايي  بې پیلوټه الوتکو دریم برید دی.

شمالي وزیرستان له افغان پولې سره پروت یو له اوو قبایلي اېجنسیو څخه دی چې په کې باور کېږی له القاعده سره تړلي  اورپکي پناګاوې لري.

پاکستاني چارواکي وايي ، د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د دوی د ملک پر خپلواکۍ تېری دی خو امریکايي چارواکي بیا دا بریدونه د هغوی په وینا  هلته د موجودو وسله والو د له منځه وړلو لپاره ډېر مهم بولي.

 

 

 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: