د افغان مهاجرينو پر کمپونو برېښنا او اوبه بندې شوي دي


پاکستاني  چارواکو له  پېښور سره څېرمه د افغان مهاجرينو پر دووکمپونو له دوو اونيو راهيسې اوبه او برېښنا دواړه درولي دي او د دغو کمپونو استوګن اړ شوي چې اوبه په پيسو واخلي. په دې وروستيو وختو کې پاکستاني چارواکو د افغان مهاجرينود کمپونو لپاره  د برېښنا بيه تر نورو پاکستاني اتباعو څو چنده  لوړه  کړې ده اوافغان مهاجرين شکايت کوي چې دوی نه شي کولاي په  دومره لوړه  بيه بېلونه تحويل کړي او غوښتنه  کوي چې په دې برخه کې بايد د نورو پاکستانيانو په څېر چلند ورسره شي. د شمشتو کمپ استوګن  وايي، چې که  څه هم د ټيوب وېلونو د برېښنا بېلونه يې تحويل کړي، خو بيا هم برېښنا نه ده راغلې او  دوی اړ دي اوبه په  پيسو واخلي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو  کې پاکستان هڅه کوي پر افغان مهاجرينو ډول ډول فشارونه  راوړي او دوی اړ کړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: