امريكايي بې پيلوټه الوتكو په بره اوركزيو سيمې توغندي وتوغول .


امريكايي بې پيلوټه الوتكو پرون يو ځل بيا د افغانستان د پولو سره نږدې د پاكستان په بره اوركزيو سيمې توغندي وتوغول چې پدې پيښه كې د وژل شوو كسانو شميره ۱۸ تنو ته لوړه شوه .

د سيمې امنيتي چارواكيو د نوموړي بريد په اړه ويلي دي چې امريكايي بې پيلوټه الوتكو د بره اوركزيو په سيمه كې د بولاند په كلي كې په يو كور د توغنديو بريد وكړ چې د طالبانو لخوا ترينه كار اخيستل كيده. پدې بريد كې په وژل شوو كسانو كې عربان او چيچينيان هم شتون لري.

د سيمې د امنيتي چارواكيو په وينا د نوموړي بريد اصلي موخه په سيمه كې د طالبانو د مشر حافط ګل بهادر د يو تن قوماندان شاكرالله وژل وو خو دا چې نوموړى به په وژل شوو كسانو كې شتون ولري او كه نه پدې اړه پوره معلومات نشته .

د يادولو وړ ده چې د اوركزيو سيمه چې وخت نا وخته د پاكستان د اردو او امريكايي بې پيلوټه الوتكو د بريدونو لاندې قرار نيسي په پاكستان كې د طالبانو او القاعدې د لويو هډې په توګه ياديږي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: