17 اکتوبر 2012
by د پښتون زوی
in کورنی خبرونه
د پاكستان حكومت د پاكستاني طالبانو د وياند احسان الله احسان د نيولو په خاطر يو ميليون ډالره انعام وټاكه .
د پاكستان د كورنيو چارو وزير رحمان ملك په يوه خبري غونډه كې وويل د پاكستاني طالبانو وياند احسان الله احسان په ۱۴ كلنې ملالې يوسفزۍ د خونړيز بريد نه وروسته د يو ځاني خبريال سره د ټيليفون په كرښه اړيكه ټينګه كړې او د نوموړي بريد مسوليت يي په غاړه اخيستى دى . ملك وويل كه هر چا احسان الله احسان ونيو او يا يي د هغه په نيولو كې د امنيتي ځواكونو سره مرسته وكړه هغه ته به يو ميليون ډالر انعام وركړل شي.
همداشان د پاكستان د كورنيو چارو وزير رحمان ملك هغه ادعاګانې هم رد كړې چې ګواكې حكومت پدې وروستيو كې د پاكستان د شمالي وزيرستان په سيمه كې د طالبانو پر وړاندې د ډيرو پراخو عملياتو پلان لري.
ملك وويل چې حكومت تر اوسه پورې داسې كومه پريكړه نده كړې.
Previous لمر اخيستل / ډاکترمحسن هوتک Next پاکستان ملالې یوسفزۍ ته د بهادرۍ مډال اعلان کړ