۱۵ تنه د طالبانو له منګولو ژغورل شوي دي


د كندهار په شاولي كوټ ولسوالۍ   چارواكي وايې چې تېره ورځ يې   ، ملي او محلي پوليسو ۱۵ تنه دولتي كاركوونكي او ملكي وګړي د طالبانو له منګونو ژغورلي دي .
د شاولي كوټ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل پاچا وايې چې طالبانو د محلي پوليسو د لباس څخه په ګټه اخستني  ياد كسان  او  د ارزګان د ولايت مقام يو اندازه لوژستيكي توكي د كندهار _ ارزګان پر لاره د سره سرخ په سيمه كې نيولي وه چې سمدستي پوليس پرې خبر او د طالبانو سره په جګړه ونښتل .
د قوماندان په وينا چې ياد كسان يې د نيكه شېلې په سيمه د طالبانو څخه خلاص كړه .
امنيه قوماندان وويل چې د طالبانو نه په خوشي شويو كسانو كې دولتي مامورين او ملكي وګړي شامل وه چې په څلورو موټرونو كې ارزګان ته د تګ په حال كې وه .
قوماندان پاچا وايې چې په جګړه كې دوه ملي پوليس ټپيان شوي او درې وسله وال طالبان وژل شوي دي .
طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي .

© http://benawa.com/details.php?id=51767#ixzz29fu5uG2w

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: