د زرمت په ځانمرګي برید کې ۵۳ تنه ژوبل شول


د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ناټو او افغان امنتیي ځواکونو پر ګډ مرکز نن سهار د موټر بمي حملې په نتیجه کې لږترلږه ۵۳ تنه ټپیان شول.

راپورونه وايي چې په ټپیانو کې ملکیان هم شامل دي.

په همدې حال کې د پکتیا ولایت مرستیال والي عبدالرحمان منګل وویل چې په دې برید کې د ملي اردو ۴۵ سرتېري برسېرن ژوبل شوي دي. د ده په وینا ټپیان د ګردېز روغتون ته رسول شوي خو په برید کې څوک وژل شوي نه دي.

ښاغلي منګل دا هم وویل چې ملي پولیس او ملکیان په دې برید کې ژوبل شوي نه دي.

منګل دغه راز وویل چې په دې برید کې امریکايي پوځیانو ته هم هیڅ راز زیان نه دی اوښتی ځکه چې حمله د ملي اردو قراول ته نژدې شوې ده.

له بلې خوا د زرمت ولسوالۍ د روغتیايي مرکز مشر ډاکتر حاجي محمد وویل چې له پېښې وروسته اته تنه ټپیان وررسول شوي چې ټول ملکیان دي.

د ډاکتر حاجي محمد په وینا د ده روغتون ته وروړل شوي ټپیان اکثره د شیشو په ټوټو ژوبل شوي دي.

له بلې خوا وسله والو طالبانو ویلي چې په دې برید کې یې ۱۳ بهرنیان وژلي او ۲۶ نور یې ټپیان کړي دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: