په وزیرستان کې د عملیاتو پر سر د پاکستانیانو ترمنځ د نظراختلاف


پر تنکۍ ملالۍ یوسفزۍ د حملې په خاطر په پاکستان کې د طالبانو پرخلاف له عمومي غوسې سره سره د پاکستاني مشرانو نظرونه په دې موضوع سره وېشل شوي چې ایا حکومت پر ملالۍ د حملې په ځواب کې د افغانستان پولې ته نژدې د سخت دریځو پر پناهځایونو برید وکړي او که ونه کړي.

امریکا له ډېره وخته را په دې خوا پر پاکستان فشار راوړي چې د شمالي وزیرستان پر قبایلي سیمې عملیات پیل کړي. په دې سیمه کې هم د اسلام اباد او هم د افغانستان او امریکا دښمنان ځالې لري.

پر وزیرستان د پاکستان د پوځ د حملې په اړه بحثونو وروسته له دې بیا زور اخیستی چې وسله والو طالبانو په سوات کې څوارلس کلنه ملالۍ یوسفزۍ وویشته.

په پاکستان کې یو شمېر سیاسي او پوځي مشران استدلال کوي چې حکومت باید په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو د کولو لپاره ولسي ملاتړ خپل کړي او د هغې غوسې د کنټرولو هڅه وکړي چې پر ملالۍ د برید له کبله په خلکو کې پیدا شوې ده.

بله خوا وايي نوره جګړه د ستونزې چاره نه ده او په نتیجه کې به یې تاوتریخجن عکس العملونه څرګند شي.

دوی د سولې د خبرو سپارښتنه کوي او وايي چې پاکستان دې په افغانستان کې د امریکا د جګړې ملاتړ بس کړي.

د اکتوبر په نهمه پر ملالۍ یوسفزۍ د طالبانو له حملې وروسته د پاکستان د پوځ لوی درستیز پر طالبانو سخته نیوکه وکړه او ورسره دا ګومان پیاوړی شو چې ممکن د پاکستان پوځ پر شمالي وزیرستان برید وکړي.

د پاکستان پوځ تل ویلي چې په شمالي وزیرستان کې ځکه عملیات نه پیلوي چې د جګړې ساحه یې پراخېږي.

خو شناندي وايي چې پاکستان نه غواړي چې د هغو سخت دریځو پرضد عملیات وکړي چې په افغانستان کې جنګېږي او پوځ ورسره زړې اړیکې لري. د دوی په وینا د پاکستان پوځ دغو سخت دریځو ته په افغانستان کې د پاکستان د ګټو د جنګېدونکو په سترګه ګوري او هیله لري چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به د پاکستان د ګټو ساتندویان وي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: