د دوو پېښو پر مهال شپږو ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله واوښته


د غزني ولايت د مقر ولسوال صاحب خان وايې چې نن له غرمي وړاندي شاوخوا يولس بجي ددي ولسوالۍ په خديې نومي سيمه کې د ولسي وګړيو پر موټر چاودنه سوي ده.

دده په وينا چې ددي چاودني په ترڅ کې د يوي کورۍ دوه غړي وژل سوي او دري تنه نور ژوبل سوي دي.

هغه زياته کړه چې وژل سوي خاوند او ميرمن دي او درې ماشومان يې ژوبل سوي دي.

د ولسوال د معلوماتو له مخي چې ماين د سړک پر غاړه ځاى پر ځاى سوى و او هله پري وچاديد کله چې د ولسي وګړيو دغه ټونس ډوله موټر پري برابر سو.

له بل لوري نوموړى وايې چې تېره ورځ په همدي سيمه کې د ځواکونو په عملياتو کې يوه ميرمن وژل سوي ده.

ده وويل چې دا ميرمن د ځواکونو په ډزو کې وژل سوي ده او دوى يې په تړاو پلټني کوي.

وسله والو طالبانو هم منلي چې په نوموړي سيمه کې يوه ميرمن د افغان ځواکونو په عملياتو کې وژل سوي ده.

د بمي چاودني د پېښي پړه تر اوسه کومي ډلي پر غاړه نه د اخيستي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: