هلمند:د غلچکي پېښو لس کسيزه ډله ونيول سول


د هلمند ولايت مقام څخه په خپره سوي خبرپاڼه کې  راغلي چې لس کسيزه ډله د پوليسود پټومعلوماتوپربنسټ تېره ورځ په لښكرگاه ښار كې نيول شوې ده چې پكښې د ملا اغا ولي په نوم يوتن وسله وال هم شامل دى.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تن  د نا امنيو د پېښو تر سره کيدو په جرم نيول شوى او له زندان څخه له خوشي كيدو بيرته يې دا ډول ناوړه كړنې ترسره كولې چې يوځل بيا د پوليسو لخوا نيول شوى دى.

خبرپاڼه کاږي چې يادې شوې ډلې نه يوازې په لښكرگاه ښاركې د نا امنيو كړنې ترسره كولې بلكې په وسلوالوغلاو كې يې هم لاس درلود چې له اسنادوسره يوځاى نيول شوي دي.

د خبرپاڼي د معلوماتو له مخي چې دغه ډلې په لښكرگاه ښار كې د چاړو په واسطه د پوليسو په وژلو، وسلوالو بريدونو، ماين چاودنو، موټر بمونو او ځانمرگو بريدونو كې عملا لاس درلود چې په دې وروستيوكې يې په لښكرگاه ښار كې يوشمير تروريستي بريدونه ترسره كړي دي.

په دغه خبرپاڼه کې د يو بل له مخي ويل سوي تېره ورځ له نشيي توكو سره د مبارزې پوليسو د خانشين ولسوالى په ريگ سيمه كې ۱۷۰ كيلوگرامه وچ تارياك چې گډې پولې ته ليږدول كيدل د پټو معلوماتو پربنسټ له يوميل كلاشينكوف، يوه عراده موټر او يوه تورن كس سره چې له پوليسو سره يې نښته هم كړې ده نيول شوي دي.

ددي سره هم مهاله د هلمند ولايت د امنيي قومندانۍ وياند فريد احمد فرهنګ وايې چې نيول سوي ډله په لښکرګا ښآر کې ډېره فعاله وه او تر ډېره يې امنيتي او کشفي ارګانونه په نيول کيدو نه توانيدل.

هغه وويل چې د نيول  سويو کسانو څخه دا مهال پوښتني ګرويږني رواني دي.

تر اوسه کومي ډلي ددي نيول سويو کسانو په اړونده څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: