میرام شاه کې مشکوک ډرون برید درې تنه ووژل


ر پوټونه وایي، له افغانستان سره پولې ته جوخت د شمالي وزیرستان په میرام شاه کې په یو مشکوکه امریکایي ډرون برید کې درې تنه وژلي دي.

امنیتي چارواکي وایي، نن ماسپښین دا حمله د میرامشاه په تپي کلې کې مخې ته راغلې ده، او زیاتوي یو میزایلي حمله د مشکوکو وسلوالو په یو کور، او بله د دغه کور بهر په ولاړ ګاړي شوې ده.

په شمالي وزیرستان  امریکايي ډرون بریدونه اکثره تر سره کیږي، په دغه سیمه کې القاعده او طالبان فعاله دي.

په پاکستان کې د ډرون بریدونو په اړه سخته ناخوښي موجوده ده، او د دغه هیواد حکومت یې غیر قانوني او د یاغیانو خلاف د ګټې پر ځای تاوان ګڼي.

1 Comment (+add yours?)

  1. متین خان
    Oct 30, 2012 @ 16:50:13

    سلام علیکم
    په ۲۴/۱۰/۲۰۱۲ نیټه د شمالي وزیرستان د میرام شاه په تپی کلی کې د ډرون برید په هکله خبرونه په بیلا بیلو رسنیو کی په بیلا بیل ډولونو خپور شوی دی چی د تعجب وړ دی، یوه ورځپاڼه لیکلی چی په دغه برید کی ۳ کسان وژل شوی دی او یوې بلې ورځپاڼې بیا بل څه لیکی او په بله ورځپاڼه کی لیکل شوی دی چی ۴ ترهګر وژل شوی. پخوا وختو کی ټولو ورځ پاڼو او خبری څانګو د رښتیا خبرونو خپرولو یوه خاصه قانون تعقیبوله خو اوس هره رسنی او یا ورځ پاڼه خپل له سره او د زړه نه د یوه خبر په هکله په بیلا بیلو ډولو خبر خپروی او په خلکو کی د شک پیدا کولو سبب ګرځوي. دا ولی دوی داسی کوی؟ پاک الله (ج) پوهیږي، خو زما دعا دا ده چی زمونږ دغو ټولو خبریالنو د واقیعتونو او ریښتیا خبرونه لیکلو او خپورولو لپاره هڅه وکړی.
    دغه بی پیلوته الوتکې خو یوازې
    بهرنی ترهګر په نښه کوی او یوازې پر دوی پسی دلته راځی. خدای دی دغه خارجی ترهګر تباه او برباد کړی چی د دوی له لاسه مونږ خپل په کلیو او کورو کی هم په هوسایی ژوند نشو کولای. مونږ پښتانه باید د دغو بهرنیو ترهګرو له خپلو کلیو او ښارونو څخه وشړو او دوی ته پناه ورنکړو او خپل هیواد د ورانی او تباهی څخه وږغورو.

    په ډیردرنښت
    متین خان

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: