زه مې ټولنې ته هغه څه ور كوم چې را كړي يې دي : جاويد اوربل


د اختر دويمه ورځ وه ، په شنه سهار را ووتم ، د سړي هوا څپو  د ژمې هوا را ياده كړه ، يخ مې وشو ، د كورتۍ تڼۍ مې وتړلې ، تر سړكه مې ځان ورساوه ، په شيبو كې موټر ته وختم او په خالي سركونو موټر په سرعت روان شو . نن مې نوكري وه ، بايد خبرونه مې جوړ كړي واى . دفتر ته  ترننوتو مخته مې د پرون ورځې خبرونه را په ياد كړل ، يو څه تشويش راته پيدا شو او د دروازې د خلاصيدو سره اختر مباركۍ مې تير سوچ را ګډوډ كړ . كمپيوټر ته كښيانستم . د ميمنې ښار چاودنې ټولې پاڼې په وينو سرې كړې وې او د خبرونو مزه يې وړې وه .

څو ناهيلي كوونكي خبرونه مې د اختر په دويمه ورځ اوريدونكو ته ډالۍ كړل ، په دې كې زما ملامتي نه وه ، همداسې خبرونه و كنه ، د سيد شاه سعود په خبره ، زه خو هغه څه ټولنې ته وړاندې كوم چې هغه يې راكوي ، موږ ته مو ټولنه همدا را كوي  . د ميمنې پيښه پرون شوې وه خو د خبرونو په لومړي سر كې په دې مهمه وه چې تلفات يې زيات شوي او ځينو نورو چارواكو يې په اړه خبرې كړې وې .

د خبري پاڼو تر ليدو كتو وروسته مې فيس بوك خلاص كړ .

په فيس بوك كې ارامه ارامي وه ، اكثره ملګري په رخصتۍ ول او نوي شيان هم   لږ خپاره شوي وو . په دې نويو كې يې بيا اكثره د لوى اختر مباركۍ وې ، خو يو شى نوى و ، هغه يو عكس و ، يو ماشوم چې سپين كالي يې اغوستي او انه يې ور جوړه  كړې  ، عمر يې د شپږو تر اوو كلونو دى ، په څيره كې يې د ويرې نښې د هغه له تللي رنګه له ورايه ښكاري ، په ژړه غوني حالت كې دى ، له غاړې يې وينې بهيږي ، لمن او چپه پايڅه يې په وينو تكه سره ده . دا تصوير د انسان زړه ته لاس ور اچوي ، د اختر خوشالي له سړي تښتوي او انساني عاطفه له سترګو پرې اوښكې تويوي .له همدې وجې چې خپلې اوښكې كنټرول كړم ، پاڼه مې بدله كړه ، ځكه نوره حوصله مې نه وه او د پيښې څخه هم خبر وم چې څلويښت انسانان د لوى اختر په اوله ورځ قرباني شول .

 د دې ماشوم له پاره مې نور څه نه لرل ، ماته ملاله يوسفزۍ را ياده شوه ، چې په سترګو يې ويني روانې وې ، پر هغې هم په ميلونونو خلكو وژړل او د هغوى دعاګانې وې چې خداى پاك يې د مرګ فيصله ونه كړه او ژوندۍ يې پريښوده . د ملالي ورور غوندې يو بل ماشوم نن په دې تصوير كې شيبې مخته را ته ولاړ و ، د اختر جامې يې اغوستې وې خو په وينو لړل شوي وې .

 پرون مې په عيدګاه كې د ملا صيب خبره را ياده شوه چې ويل يې ، موږ ته كه وويل شي چې په اسلام جنګ دى نو ټول ورځو ، خلكو ته يې وويل نه ورځو ؟  ټولو په يوه خوله وويل : ورځو او بيا د نعره تكبير نارې پورته شوې ، خو د ملا صيب دريځ اوس قوي شو ، هغه را سم شو ، ويل يې : ايا تاسو كې ټول په اسلام خبر دي ؟ ايا ټول د اسلام په پنځو بناوو خبر ياست ؟  د اسلام له نظره د اسلام په حقونو خبر ياست ؟ د قران ترجمه او په تفسير پوهيږئ ، څومره احاديث مو زده دي او د جهاد په اړه مو څومره كتابونه لوستي  ؟

په دې وخت كې ټول خلك ارام  شول ، د نيغ كتو پر ځاى يې سجدې لګولو ځايونو ته وكتل ، مولوي صيب وويل : زموږ ټول كارونه داسې دي ، موږ په هيڅ هم نه يو خبر او په پټو سترګو كارونه كوو .

اول د اسلام نه ځان خبر كړئ بيا كه جهاد كوئ نو كوئ يې ، كه فتوا ور كوئ ، وركوئ يې ، او كه بل هر كار كوئ نو كوئ يې خو اصلي خبره دا ده چې تاسو د مسالې له ټولو اړخونو سره بلد شئ  او  له پوهې سره يو كار وكړئ . ملا صيب وويل : موږ ډير پس خلك يو او دا اول ځل و چې ما واوريدل ، چې موږ قهرمان نه يو ، ملا يې مثالونه هم وويل ، ده وويل : زموږ ديني عالمان د پاكستاني ، هندي او د نورو هيوادونو د عالمانو د فتواو او را ټولو شويو مسالو نه استفاده كوي ، كه موږ پوه خلك واى نو موږ به عالمان لرل چې خپله يې كتابونه او نورې مسالې اماده كړي واى .

  ده نور مثالونه هم ور كړل ، ويې ويل : په پښتو ادبياتو  كې دوكتورا خلك په روسيې كې اخلي خو په افغانستان كې يې نه شي اخستلى ، دا په دې چې دلته داسې خلك نشته ، دلته دا ظرفيت نشته چې يو څوك د دوكتورا تر حده ورسوي ، ايا موږ په رښتيا ناپوه نه يو ؟ موږ په خپلې مورنۍ ژبې هم نه پوهيږو او روسان تر موږ ښه پوهيږي پرې ، ځكه هغوى يو چا ته دوكتورا ور كوي او موږ دا نه شو ور كولى نو موږ ناپوهه يو ، په خپلې مورنۍ ژبې هم نه پوهيږو .

ملا صيب د جنګ خبره وكړه او ويې ويل : موږ په هرې برخې كې پس پاته يو خو په جګړو كې مو ګټلې ده ، دې اوسنۍ جګړې ته چې هر نوم ور كوئ ، موږ د دې قهرمانان يو ، ايا دا قهرماني ده ؟

ماته د ملا صيب د سواليې سره اوس د ماشوم عكس مخته ودريدئ ، تنكى ماشوم د اختر په كالو كې ، په وينو سور .

د شاه سعود خبره بيا را ياده  شوه ، زه مې ټولنې ته هغه څه ور كوم چې هغه يې را كوي ، دا ماشوم به هم چې را لوى شي وايي به : زه مې ټولنې ته هغه څه ور كوم چې هغې را كړي دي .

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: