ملاله :زمارنګ مه بدوئ!


لیکنه دعبدالخبیر مجاهد.
ملاله : زمارنګ مه بدوئ !

که څه هم چې دانساني او الهي فطرت له مخې زما په لاس کې بنګړي، په غوږو کې مې والۍ، په پزه مې چارګل او په پیکي مې ټیک را ځوړند او دحیا او غیرت پړونی مې پر سر و، مګر غیرت را سره و، ایمان را سره و، پښتونولي را سره وه، نن ورځ زه ګورم چې ځينې هغه بې همته په ژبه پښتانه چې زما پر نوم بې ځایه ویاړي، ږیرې او بریتونه یې خرییلي دي، پر سر ېې پګړۍ نسته، تر ملا یې کمربند او ټوپک نسته، په لاس کې یې توره نسته، بلکې په غاړو کې یې غاړه کۍ او امیلونه او په لاسونو کې یې بنګړي اچولي! شونډان یې سره کړي، دناوې ګانو په څېر یې لاسونه سره او پر ځانو پورې یې خوشبويانې لګولې وي، ته به وايي چې همدا بیګاه شپې ته ودېږي!
دغه رنګه بې همته کسان څه رنګه زما نوم په خوله اخلي؟ دوی څه رنګه او له کوم پلوه له ماسره خپل تړاو ثابتوي؟ دا خو ټولو ته ښکاره ده، ټول تاریخ پرې ګواه دی، آن چې زما ددین او وطن دښمنان ( انګریزان او ملګري ) یې هم په ټیټو او خړو سترګو مني چې دغه تاریخي ویاړ چې ما خپل مسلمان اوغیرتي ولس او قوم ته ګټلی دا مې دتورې په زور ګټلی، دا مې له دښمن سره دجګړې کولو له کبله او دجګړې په میدان کې ګټلی، دغه تاریخي ویاړ ما ځکه ګټلی چې ددښمن خوله مې ور ماته کړې، پر دښمن مې وینې را بهولې دي، د یرغلګر غلیم سترګې مې را ایستلې دي! دمیوند دجګړې په ډګر کې زما د ملکوتي او کفر لړزوونکي آواز له برکته دولس ( ۱۲ ) زره سره انګریزان په خپلو وینو کې ورغړېدل، ککرې او بدنونه یې دجګړې په ډګر پاتې شول.
زما نوم باید هغه څوک واخلي، هغه څوک پرې وویاړي، څوک چې زما له همغو مخکنیو یرغلګرو غلیمانو سره په میوند کې دجګړې په ډګر کې ډغرې وهي، کوم چې دیوویشتمې پېړۍ دکفر سر لښکرې یې په کندهار، هلمند، ارزګان، غزني، وردګو، پکتیا، خوست، کونړ، ننګرهار، کندوز، بدخشان، پروان، او آن په کابل کې چې ددوی پیاوړی مرکز دی تېښتې ته اړې کړې، او ځمکه یې پرې سور تنور کړې ده، نه هغه څوک چې هغوی انګریزانو او دانګریزانو ملګرو او انډیوالانو ته دذلت او خوارۍ سر ټیټ کړی، انګریزان او غربیان خپل دوستان بولي، دانګریزانو او دهغوی دغلامانو دغلامۍ پړي يې په غاړو کې پراته دي!
زه دمیوند دتاریخي جهاد اتله یم، زه هغه څوک یم چې د ۱۸۸۰م کال د جولای په ۲۷ نېټه چې د ۱۲۹۷ هـ ق، دبرات دمیاشتې له ۱۷ نېټې سره سمون خوري دننۍ بریتانيې چې هغه مهال دننۍ امریکې په څېر وه په هر رنګه پر مختللیو وسلو سمبال پوځونه مې مات کړل، په داسې حال کې چې زما ددین او وطن وروڼه له جګړې نه ستړي شول، شا ته شول، سنګرونه یې یرغلګر غلیم ته پرېښودل، او خونخوار غلیم په خورا بې دردۍ سره دهغوی په وژلو لاس پورې کړ، زه دخپلې لويې کلا پر بام ولاړه د جګړې دډګر ننداره مې کوله، او په خپل کور کې مې لسو تنو مېرمنو ته دنده سپارلې وه چې مجاهدینو ته زر زر ډوډۍ پخه کړي.
کله مې چې دا ځورونکی حالت ولید، سمدستي له بام نه راښکته شوم، له ځان سره مې خپله توره او ټوپک راواخیستل او دجګړې ډګر ته مې په ځغاسته ځغاسته ځان ور ورسولو، له ځانه سره مې د اوبو یو مښک هم را واخیست ما ویل که کوم مجاهد تږی و ور به یې کړم، په همدې حالت کې چې مجاهدینو شاتګ ته مخه کړه، دمسلمانانو دلښکر بیرغ مې ولید چې په ځمکه را پرېووت! او دا ځکه چې هغه مجاهد چې بیرغ یې په لاس کې و، دغلیم له خوا په شهادت ورسېد، ما سمدستي دخپلو مجاهدو وروڼو لویدلی بیرغ را پورته کړ، ددښمن په لور مې ور و دانګل او په لوړ زړه چوونکي آواز مې دغه لنډۍ وویله:
که په میوند کې شهید نه شوې
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه
زما له دغه حماسي ټپې سره یو په یو دمجاهدینو په رګونو کې د ایمان او غیرت وینه په ځوښ راغله، له یوې مخې یې پر دښمن یو مخیز ځوابي برید وکړ، که څه هم چې ددښمن توپې خورا زوروې وې مګر دهر مجاهد په زړه او مغزو کې زما تندریزې ټپې داسې ټينګ ځای نیولی و چې دهېڅ شي پروا یې نه ساتله، له خپلو سرونو تېر وو، همداسې یې پرې غلیم ور وځغاستل، تر دې چې دانګریزانو لښکر مات شو او د جګړې له ډګر نه یې پښې سپکې کړې.
کېدای شي تاسو به خبر وئ! تاریخ به مو لوستی وي ، په دغه تاریخي او برخلیک ټاکوونکې جګړه کې ما له غلیم نه یو ټوپک او یو آس غنیمت کلا ته راوړل.
ماته ډېر افسوس راځي چې هغه لښکرې چې زما په یوه ټپه سره زما سرسپارلو مجاهدو وروڼو ماتې ور کړه، او هغوی زمونږ ددین و خاورې ازلي دښمنان دي نن ډېر داسې کسان چې هسې په پښتو ژبه خبرې کوي او هغوی خپل دوستان بولي؟ له هغوی سره ناسته پاسته کوي؟ بلکې دهغوی امرونه مني! دهغوی دود او دستور يې خپل کړی! دهغوی په قانون پرېکړې کوي! هغوی يې دخپل ځان لپاره نمونه ګرځولي! ظاهرا او باطنا یې ځانونه یې دهغوی په څېر جوړ کړي!
دغه رنګه تش په نامه مسلمانان او تش په نامه پښتانه په حقیقت کې زما له تاریخي ټپې سره ظلم کوي، زما له کفر لړزوونکي غږ سره خیانت او غدر کوي! زما له ټوپک او تورې سره ناځواني کوي! زما پړونی زما پر دښمنانو پلوري!
په داسې حال کې چې کله زه دمیوند دجګړې په ډګر کې له دوی سره لاس او ګرېوان وم، دوی مې مخامخ په توره وهل، خپله توره مې ددوی په ناپاکو وینو سره کوله، په هغه سخت حالت کې هم زما ددین او هېواد غلیمان ونه توانېدل چې له له ما نه زما پړونی یوسي، آن دومره یې هم ونشو کړای چې دجګړې په ډګر کې زما پړونی زما له سر نه را وغورزوي، او زه سرتوره شم! مګر نن زما دخاورې بې غیرته او نا اهله زامنو ددوه ډالرو لپاره زه سرتوره کړم! زما پړونی یې دغلیم په ناولو پښو کې ور واچولو!
زه یوه مسلمانه پښتنه پېغله وم، په یوه دینداره غیرتي، مېړنۍ او علمي کورنۍ کې را لویه شوې وم، نه مې کومه ښه وسله درلوده، او نه مې ځانګړې پوځي روزنه شوې وه، یوازې او یوازې ایمان اوغیرت راسره وو، پر خپل لوی خالق باندې توکل او باور را سره و، خپل ایماني او پښتني غیرت او همت را سره و، او دا ټول مې له خپل غیرتي پلار ملا عبید الله خان او له خپل اتل ورور سردار محمد رفیق خان نه زده کړي وو، ځکه مې وکولی شول چې دنړۍ په کچه دوخت تر ټولو دسترو او غښتليو ځواکونو سرونه او مخونه په خاورو سپېره کړم.
زه همغه د میوند د چېغې په ځېر دادي یو ځل بیا په لوړ آواز چېغه کوم ټوله نړۍ يې دې واورې، ټول افغان غیرتي ولس يې دې واوري، ټول لر او بر پښتانه یې دې واوري، زما خپل او خپلوان یې دې واوري، زما دلارې لارویان يې دې واوري چې زه له دغه رنګه بې همته دپردیو له غلامانو نه بیزاره یم، زه له دغه رنګه اجړاګانو او مخنثانو نه دبیزارۍ اعلان کوم، دوی چې زما نوم اخلي په درواغو یې اخلي، زما نوم دخپلو ګېدو او جیبونو دډکولو لپاره اخلي:
دا چې تش په خوله مې یادوي
له یوې مخې بې غیرته اجړاګان دي!
زما ویاړ او افتخار بدناموي
له یوې مخې د یرغلګرو ګوډاګیان دي!
زما غیرتي توره خرڅوي
دا دتاریخونو شرمېدلی ډاکوان دي!
زه ملالۍ یم ترېنه بیزاره
دا دپرنګیانو دلارې لارویان دي!
دغو بې همتانو زما نوم بد کړ، ددې پر ځای چې زما نوم دآزادۍ او خپلواکۍ لپاره سمبول وګرځوي، دآزادۍ او خپلواکۍ په لاره کې زما نوم یاد کړي، زما نوم دغلامۍ لپاره سبمول ګرځوي، زما نوم دغلامۍ لپاره په وچه ناروا د یو دلیل په توګه وړاندې کوي، هغه څوک چې هغوی نه غیرت پېژني، نه ننګ پېژني، نه خپل ځان پېژني او نه خپل دښمن پېژني، له خپل دین نه ناخبره وي، له خپل ولس نه پردي وي، دهغوی په اشارو او دهغوی په لارښوونو ښکته پورته کېږي، دخپل دین او ولس دښمنۍ ته یې مټې را نغښتې وي، هغه څوک چې زما غلیمان یې ستايي، زما غلیمان ميډالونه ورکوي، زما غلیمان مرستې ورسره کوي هغوی له ما سره تشبیه کوي! ثرا له ثریا سره تشبیه کوي! دهغوی پرېوتی په ګردونو او دودونو کې لوغړېدلی حیثیت زما له لوړ او ځلانده حیثیت سره پرتله کوي!
زه دغه بې ننګو ته وایم چې تاسو چې هر څه کوئ، که دیو څو پیسو لپاره، دخپلو ګېډو دډکولو لپاره خپل ځانونه پلورئ، غیرت پلورئ، ننګ پلورئ، دا ستاسو خپل کار دی، مګر زما نوم مه یادوئ، زما نوم مه بدوئ، ستاسو په خولو زما دنوم اخیستل په حقیقت کې زما روح آزارول دي، زما ویاړ او افتحار په سپېرو خاورو کې تر پښو لاندې کول دي، زما له تاریخ او غیرت سره جفا ده.
زه دآزادۍ او خپلواکۍ سمبول یم، نه دغلامۍ او برده ګۍ، ما دجګړې په ډګر کې دمسلمانو لښکرو لویدلی بیرغ پورته کړی او رپولی دی، نه دا چې دکافرو یرغلګرو بیرغ مې پورته کړی، ما له خپلې خاورې نه پردي شړلي دي، داسې مې نه دي کړي چې خپلې خاورې ته مې پردي را وستلي وي! او زما ددین او وطن دښمنان ما ښه پېژني، ځکه خو زما نوم نه یادوي، کله چې زما نوم واوري لړزه پرې راځي، وینه یې په رګونو کې وچېږي، له همدې کبله دا دي اوس لګیا دي زما تاریخ زما دخاورې او هېواد دنااهلو زامنو په لاس تحریفوي، هغوی ته وايي چې ګواګي ملالې په میوند کې زمونږ هر کلی کړی وو! له مونږ سره یې د سولې په راوستلو کې مرسته کړې وه! مونږ ته یې دخپل هېواد دبیا رغولو لپاره زمینه برابره کړې وه!
مګر افسوس او بیا هم افسوس چې زما دخاورې نا اهله بچیان لا هم نه پوهېږي، او یا خو پوهېږي مګر غیرت او ننګ یې له انګړ نه کډه کړې، لا هم خپل دوست او دښمن نه پېژني،لا هم دغفلت په خوب ویده دي، دیوې غوړې مړۍ لپاره یې هر څه خرڅ کړي او خرڅوي يې!

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: