په خوست کې د شپږو تنو نورو ترڅنګ نوی زيږېدلی ماشوم وژل شوی


د خوست ولاېت په صبرېو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماېن چاودنې د ېو نوي زيږېدلي ماشوم او د ېوې مېرمنې په ګډون شپږ تنه وژلي چې ټول د ېوې کورنۍ غړي دي.

 د خوست امنېه قوماندان جنرال محمد ېعقوب وايي چې دغه پيښه نيمه شپه هغه مهال رامنځته شوه چې د کورنۍ غړي د ماشوم د زېږېدنې وروسته د روغتون څخه کور ته روان وه.

د سړک غاړې ماينونه د دولت ضد وسله والو لپاره د بهرنيو او کورنېو ځواکونو په نښه کولو لپاره تر ټولو په زړه پورې وسله ده خو کله نا کله ملکي وګړي د سړک غاړې ماېنونو ښکار کيږي.

د ملګري ملتونه د راپور پر بنسټ د روان کال په لومړېو شپږمېاشتو کې ۱۱۴۵ تنه ملکي وګړي وژل شوي چې اتېا سلنه  یې د دولت ضد وسله والو د بريدونو ښکار شوي. ملګري ملتونه وايي ملکي مرګژوبله له نيمايي څخه ډېره د سړک غاړې ماينونو د چاودنو له امله رامنځته کيږي.

جنرال ېعقوب زېاتوي: ((د سړک غاړې ماېن په دغه چاودنه کې درې مېرمنې، دوه ځوانان، او ېو نوی زېږېدلی ماشوم وژل شوي.))

جنرال ېعقوب د تل په څېر د ېاد سړک غاړې ماېن چاودنې پړه پر وسله والو طالبانو وراچولې خو تر دې دمه کومې وسله والې په دې اړه څه نه دي وېېلي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: