د ببلو بچی په روغتون کې ومنل شو


د ببلو بچی په روغتون کې ومنل شو

د هند په راجستان اېالت کې د ببلو راجتیف په نامه ېوه رکشه چلونکي د ېو مېاشتې لپاره خپله وړه لور د کار پرمهال له ځان سره ګرځوله ځکه د مېرمنې له مرګ وروسته یې داسې څوک نه وو، چې د هغه د بچي پالنه وکړي.

خو کله چې رسنېو د هغه په اړه راپور خپور کړ، نو د هند روغتېا وزارت د هغه وړه لور په روغتون کې ومنله ځکه روغتېايي وضعېت یې ډېر خراب شوی.

دامني چې ېوه مېاشت عمر لري د ډاکټرانو په وېنا ډېره کمزورې، کم وزنه او پر سوې تغذي اخته شوېده.

د ببلو مېرمن شانتي خپل ژوند د دامني د زېږون پرمهال له لاسه ورکړ، له هغه وروسته به ببلو خپله لور په ېوه ټوټه کې پېچلې وه او د رکشې د چلولو پرمهال به یې په غاړه کې ګرځوله.

شل کلن ببلو د راجستان په بهارت پور بازار کې باېسکل ډوله رکشه چلوي خو کله چې د سېمي چارواکي د هغه له حالت څخه خبر شول نو مرستې ته یې ورودانګل.

ېوه سېمه ايز بانک ببلو ته ۱۱۰۰۰ هندي کالدارې د مرستې په ډول ورکړې او ېوه رکشه یې هم ورته واخېستله ځکه پخوا هغه په ونډ باندې د بل چا رکشه چلوله.

د بي بي سي انګليسي څانګې ته د ببلو سره د مرستې لپاره هم ډېرې اړېکي نېول شوي. د ېادې رسنۍ د مسولينو په وېنا ډېری پاکستانېانو چې په بهر کې کاروبار کوي له ببلو سره د مرستې ژمنه کړې.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: