ملا عمر صاحب ته د اختر په مناسبت پیغام


ډاکتر محب زغم

امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد په هر اختر کې خلکو ته پيغام استوي خو ده ته څوک پیغام نه لېږي. دا نو بې انصافي ده. ما ویل د ملاعمر صاحب احساساتو ته باید په درنه سترګه وګورو او دا دی زه ورته دغه د مبارکۍ پيغام لیکم او خپله غاړه خلاصوم.

په تاند کې مې د لوی اختر په مناسبت ستا پیغام ولوست. دې پيغام په رښتیا راباندې اثر وکړ او ځینې پېښې یې رایادې کړې.

تا پر اسلامي هیوادونو، اسلامي کنفرانس او د بشري حقونو پر ټولنو ږغ کړی چې د طالب بندیانو په خلاصون کې خپل انساني مسوولیت ادا کړي. تا ویلي دي: «د انساني خواخوږۍ پر اساس زمونږ د هغو بندیانو د آزادېدو په اړه خپل مسئولیت ادا کړي کوم چې همدا اوس په ګوانتانامو، بګرام، نورو زندانو، او د ګاونډیو هېوادونو په زندانونو کې د مظلومیت شپې ورځې سبا کوي، په ځانګړي ډول د بشر د حقوقو ټولنې باید د هغو مظلومو بندیانو د بشري حقوقو په اړه د مسئولیت احساس وکړي، کوم چې هره ورځ په دغو زندانونو کې د ټولو قوانینو پر خلاف خصوصاً د تحقیق په جریان کې په ګڼو ډولونو شکنجه کېږي، د وهلو او ټکولو په زور اعترافات ترېنه اخیستل کېږي او له خپلو لومړنیو انساني ضروري حقوقو نه بې برخې دي، آن چې ځينې په شهادت هم رسېدلي او ګڼ نور معیوب شوي دي.»

ملا صاحب، رښتیا چې د بني ادم وهل او شکنجه کول، د انساني کرامت خلاف عمل دی. د انسان وژل، هغه هم بې محاکمې خو بیخي لویه ګناه ده. تا د انسان لومړني حقونه یاد کړي دي. په لومړنیو حقونو کې ژوند، تعلیم، خوراک، څښاک، د بیان او د عقیدې آزادي، او د سیاسي فعالیتونو آزادي ټول شامل دي.

دا هر څه درسره منم خو راځه چې څوارلس کاله شا ته لاړ شو. زه به خپله کیسه درته وکړم. ته امیرالمومین وې، د وطن په ځمکه او اسمان کې ستا حکم چلېده. د کابل په هوايي بلاکونو کې مو کور و. نوره کورنۍ مو په کلي کې وه، زه او کشر ورور مې، عبیدالله په کابل کې. ما طب وایه او ورور مې مکتب. عبیدالله به هغه مهال د پنځه لس شپاړلس کالو و. ده په کور کې خیاطي کوله، د خپلو خپلوانو او پېژندګلوو جامې به یې ګنډلې او د خیاطۍ په اجوره مو خپله ګوزاره کوله. یوه ورځ دی په تار او تڼیو پسې له کوره ووت. زه په برنډه کې ناست وم، کتاب مې لوست. د بلاکونو له منځه د هلکانو یوه ډله راښکاره شوه چې درېو څلورو طالبانو لکه د پسونو رمې په مخه کړي وو. زما ورور یې هم له لارې وګرځاوه او په ډله کې یې ورګډ کړ. کتاب مې واچاوه او په منډه ورووتم. دوی یې جومات ته بوتلل. زه هم ورغلم. ملا امام چې ستا په حکومت کې د کابل امنیت په ریاست کې لوی چارواکی و، د هلکانو په وهلو پيل وکړ چې «ولې جومات ته نه راځئ چې سبق ووایئ.»

ما ورته سوال وکړ: «ملا صاحب، دا زما ورور خو راخوشې که. هغه په کور کې خیاطي کوي خو ورسره سبق هم وايي. که نه یې منئ، پوښتنه ځنې وکه.»

ملا له ورور نه مې د جنازې د لمانځه، د عید د لمانځه، د غسل او اوداسه فرایضو او سنتونو او نورې پوښتنې وکړې. عبیدالله ټولو ته سم ځوابونه ورکړل. په اخر کې ملا پوښتنه وکړه: «له څه وخت راهیسې مسلمان سوی یې؟»

ورور مې ورخطا شو، له خولې یې ووتل: «له هماغه وخته چې حضرت محمد (ص) پیدا شوی دی.»

ملا په لښته وواهه: «کفر مه وایه خنزیره»

بیا یې د عبیدالله لینګي په لنګوټې باندې وتړل، د لنګوټې له یوه سره یوه طالب ونیو له بل سره یې بل طالب. د ده پښې یې هوا ته پورته کړې. دومره یې وواهه چې کله یې خوشې کړ، پر ځمکه نه شو درېدای. ما په دې منځ کې ملا باندې غږ وکړ: «ملا صاحب، ولې یې وهئ؟ دا پوښتنه نو د کولو ده چې تا وکړه؟»

ده راته بدبد وکتل، ویې ویل: «دلته راسه.»

د عبیدالله له وهلو چې خلاص شو، زه یې تر لاس ونیولم، له جوماته یې د باندې راوایستم. خولۍ یې رانه لرې کړه. له جیبه یې بیاتي راوایسته چې ویښته مې قیچي کړي. سخت درد راغلی و، ومې ویل: «ملا صاحب مه کوه. دا سپک کار دی، دا د ډمانو کار دی.» (خدای دې ډمان داسې نه ظالمان کوي. ناییان ډېر شریف خلک دي، زه ورته د زړه له تله احترام لرم. دوی خلکو ته یوازې خیر رسوي، شر یې چا نه دی لیدلی. له ناییانو څخه بخښنه غواړم؛ خو هغه مهال مې د زړه د تشولو همدا یوه لاره وه.)

ملا عمر صاحب! ته هغه مهال د خپلو طالبانو له دې ظلمونو نه خبرېدې؟ کاشکې په خپل اسلامي امارت کې دې هم د بشر د حقونو غم کړی وای. کاشکې دې خپلو طالبانو ته ویلي وای چې خلک مه ځوروئ. زه داسې خلک پېژنم چې طالبانو په دې تور بنديان کړي وو چې وسله لري. هغوی وسله نه درلوده، خو طالبانو دومره ووهل چې مجبور شي اعتراف وکړي چې هو لرم یې. بیا یې کورنۍ وسله په بیه واخیسته او طالبانو ته یې ورکړه چې سړي ورخوشې کړي. څو میاشتې مخکې یو اتیا یا پنځه اتیا کلن سړی روغتون ته راغلی و. خوارکی رېږدېده، په لاره سم نه شو تلای، پر لینګيو او څټ یې د شکنجې ژور داغونه وو. اعصاب یې سم کار نه کاوه. هغه د طالبانو شکنجو او ظلمونو لیونی کړی و.

زما یو وطندار، میرغوث الدین، هغه بې جوړې پیلوټ چې خلکو د «ګاګارین» (لومړنی انسان چې فضا ته وخوت) لقب ورکړی و، د تا په امارت کې په یوه نانوايي کې کار کاوه. طالبانو له نانوايي ورسره بوت او تر ننه پورې یې مړی ژوندی ورک دی. ملا عمر صاحب، دا راته ویلای شې چې هغه څه شو؟

ملا عمر صاحب، ته طالب بندیان مظلوم بولې او د خوشې کولو غوښتنه یې کوې؛ خو دا مظلومان هماغه ظالمان دي چې زما د ورور په شان یې زرګونه خلک وهلي ټکولي، شکنجه کړي او وژلي دي. که ته د ځان لپاره، د خپلې ډلې لپاره د بشري حقونو د کمیسون لمن نیسې، ولې دې دا حقونه پر نورو نه لورېږي. نبي کریم (ص) خو فرمایلي: څه چې ځان ته خوښوې، نورو ته به یې هم خوښوې. که شکنجه ظلم دی، د ټولو لپاره دی. که آزادي نعمت دی، دغه نعمت نورو ته هم ورکړه.

امیرالمومنین صاحب، اختر دې مبارک شه.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: