ا سلام مرغلره غوندې صفا دئ، نقص زموږ په مسلمادۍ کې دئ


ګرانو وطنوالو، بیا مو ویرژن اختر مبارک شه
د کوچني اختر په مبارکو شپو کې هم د طالبانو مشر ملا محمد عمر آخند صاحب خپلو بړېڅو ته امر کړئ ؤ، چې په اختر کې پر بې ګناه خلکو حملې مه کوئ. دهغه د دامرمعنی دا هم وه چې د اختر نه پرته دعام ولس د وژلو جواز لرئ. خو طالبانو د نیمروز د ولایت په مرکز د زرنج په ښارکې په درجنونو ولسي خلک ووژل او دهلمند په ولایت کې خو يې حتي په ادیروکې د مړو په قبرونو کې بمونه خښ کړل چې مسلمانان د خپلو مړوعزیزانو مزارونوته ورغلل، نو د اسلام او جهاد په حجاب کې نغښتو ابلیسانو بمومنه وچول او دالله او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم معصوم کلمه ګویان یې په بې رحمانه ډول شهیدان کړل. آیا دا د اسلام کار دئ، او که د طالبانو مسلمانۍ ده؟ په اسلام کې نقص نشته، خو نقص د طالبانو په مسلمانۍ کې دئ
پرون بیا هماغه ملا محمد عمر آخند صاحب، د مبارک لوی اختر د حلول په مناسبت په پوره وقاحت پیغام خپورکړ،اوډیرې اوتې بوتې یې پکې وویشې. دصلحې، سلم، ښې حکومت دارۍ، اسلامي نظام، د ملک د ارضي تمامیت، کورني جنګ دختمولو او دیته ورته نورې ډوزې یې پکې وویشتې، او په پوره بې شرمۍ يې مسلمان ولس ته داسې وښودله چې ګواکي درۍ میاشتې مخکې کوچنئ اختر په ډیره مینه او ځوشحالۍ تیر شو. هغه فکر کوي چې خلکو د لیونۍ چينې اوبه ځښلې او د طالبانو جنایتونه یا درک کولای نشي، او یا هم پداسې مالیخولیا اخته دې چې د بیګا خبره یې تر سهاره وېریږي. خونه، ملاصاحب او طالبانو صاحبانو! خلک نه بلکه تاسې لیونیان اوسربادي یاست، چې ولس پدې وجه ټکوئ، چې ولې هغوی تر تاسې نه بهتره مسلمانان دی، او تاسې غوندې بدعتیان او د شیطان د لارې مل ندي

ملا صاحب!
د ولس سترګو ته خاورې ایري شیندي، اود دروغجنو اوتو بوتو موعظو نغارې ورته ډنګوي، او که پخپله پدې نه پوهیږي چې، ستا د خارجي بړېڅو تش په نامه پیروانو، نورته عاق کړئ یې، اوپه خوله دوي پیاز هم نه پوست کوي او خبره، اوامر او موعظې دې پیروانو ته د یوه خوسا توت ارزښت هم نلري
ملاصاحب!
تاسې پرون د افغانستان خلکو او په اصطلاح خپلو پیروانو ته د غرونو سرونه سره ګنده کول، د اختر په تبرک او مسلمان امت ته د خیر او ښیګڼې په خدمت و غږیدئ، او ستاسې دستورې جلاد ځان وژونکي نن د اختر په مبارکه ورځ چې په میمنه کې مسلمانان د عیدګاه په مسجد کې د لوي اختر په لمانځه ولاړوو،له دیرشو نه زیات ووژل او له پنځوسو نه زیات یې زخمیان کړل. آیا دا خلک مسلمانان وو. که کافران، خارجي عسکروو، د خارج جاسوسان وو، خارجي یرغلګر وو، او کنه دوي ټول د الله ج او محمد ص کلمه ګوي افغان مسلمانان وو؟
نن په لغمان کې ستاسې، د سرک د اړخ په چاودنه کې یوولس تنه مسلمانان ووژل شول. آیا دا د اسلام کار دئ او که د کفر، آیا دا جهاد دئ او که د آلله او د رسول په مقابل کې قیام او بغاوت؟

دغه راز نن ستا استول شوي دوه تنه ځان مرګي چې پر ځان پوري یې چاودونکي مواد تړلي وو، چې د لوی اختر په لمړۍ ورځ یې د مسلمانانو په منځ کې وچوي، د کلبل د سروبې په ولسوالۍ کې نیول شویدي. آیا دا سوله او اسلامیت دئ چې تاسې یې غواړئ؟ لږ خو آخر خپل سر په ګریوان کړئ، آخرت، حساب و کتاب، د محشر ورځ و پیژنئ او د کړو ګناهونو مغفرت د الله تعالانه وغواړئ.

محترم ملا صاحب!
تاسې د قتل نفس ته اشتهادي او فدايي مجاهدین وایئ، آیا تاسې پوهیږئ نه، او که مو ځان په ټګۍ اچولئ دئ چې دا ځان وژنه ده، او ځان وژنه په اسلام کې نارواده. د پو هې خبره خو اډو مطرح نده، ځکه چې نن سبا یو بې سواده بزګر هم ستاسې په دروغ او ریښتیا او د ځان د وژنې په حرامتیا پوهيږي

د مکې په بزرګۍ کې هیڅ شک نشته= ولې هر بدعتی به حاجي نشي په تواف

خبره چې د مکې معظمې راغله، نوغوږکیږدئ، د مکې د معتبرمفتي اعظم شیخ عبدالله، بن عبدالعزیز وینا ته چې همدا نن یې په مکه معظمه کې د لوی اختر په ورځ کړیده. هغه وایي چې اسلام د تیروریزم سره هیڅ تړاو نلري. په اسلام کې دجبر او ظلم هيڅ گنجائش نشته، مونږ ته پکار دي چې ټول تعصبات ختم کړو.هغه په مسلمانانو داختلافونو لېرې کولو غږ وکړواو زياته يې کړه چې داسلام او ترهه گرۍ ترمينځ هيڅ تعلق نشته
هغه اعلان وکړوچې په اسلام کې خودکشي حرامه ده .مفتي اعظم وويل خودکشي حرامه ده، دخودکشۍ کوونکي لپاره بخښنه نشته

========================================

اسلام او ترهه گري خپلو کې هيڅ تعلق نۀ لري: مفتي اعظم
ړاندې حاجيانو دحج تر ټولو ستر رکن وقوف عرفه ادا کړه
Related Articles
په لکونو مسلمانانو د حج مناسک شوروکړې
سعودي عربستان : 25 لاکو نه زیات مسلمانان د حج فریضه ترسره کوي
دوؤ ملينو مسلمانانو دحج مناسک پيل کړي

نن دذي الحجې په 9مه نيټه دحج تر ټولو ستر رکن وقوف عرفه ادا کړل شوى دى.
د20ؤ لکو څخه زياتو مسلمانانو نن دحج فريضه ادا کوي او ددغه مقصد لپاره دټولې نړۍ څخه سعودي عرب ته ورغلي حاجيان دسحر دنمونځ وروستو وختي دمنا څخه دعرفات ميدان ته رسيدلي، دغلته ټوله ورځ دعبادتونو لړۍ روانه ده او خداې پاک څخه دعاجزۍ سره دعاگانې غوښتتل شوي دي.
دعرفات په ميدان کې دټولې نړۍ څخه ورغلو لکونو حاجيانو ته دحج د خطبې په مهال مفتي اعظم شيخ عبدالله بن عبدالعزيز وئيلي دي چې مسلمان دټولنې يو داسې تن وي چې نورو ته ترې گټه رسيږي او هم دغه دمسلمان نخښانه وي.
هغه وويل اسلام کې دجبر او ظلم هيڅ گنجائش نشته، مونږ ته پکار دي چې ټول تعصبات ختم کړو.
هغه وويل درايې دازادۍ په نوم داسلامي حدودو په ضد خبرې کيږي.
دهغه وينا وه داسلام دپيغام دعام کولو ضرورت دى او دسياسي ستونزو مسلمانان په گډه هوارى راويستى شي.
مفتي اعظم وويل چې مسلمانانو ته به دخپل مينځي نفرتونو څخه بچ کيدل وي.
هغه وويل اى خلکو تقوي او دهدايت لاره خپله کړئ.
هغه وويل داسلام پيغام دتوحيد پيغام دى او دتوحيد پيغام دا دى چې دالله تعالي عبادت دې وکړل شي نۀ چې دبل چا.
دهغه وينا وه دالله تعالي اودمخلوق رابطه نيغ په نيغه ده ، ددې کومه وسيله نشته.
مفتي اعظم وويل خودکشي حرامه ده، دخودکشۍ کوونکي لپاره بخښنه نشته
هغه وويل مونږ ته به دتشدد مخنيوى کول وي، مونږ ته به دخپلو اخلاقو سمولو لپاره دحضرت محمد(ص) په سنتو عمل کولوي، په مسلمان امت کې اخلاقي بدۍ پيدا شوي.
شيخ عبدالعزيز مسلمانانو ته دپيښو ستونزو يادونه وکړه او وې وئيل چې نن مسلمانه نړۍ په ستونزو کې گيره ده، دټولو ستونزو څخه دوتلو لپاره ضروري ده چې داسلام په احکاماتو عمل وکړل شي.
هغه وويل که مسلمانان پرمختگ کول غواړي نو ورته پکار دي چې دټيکنالوجۍ لوري ته پام وگرځوي، دمسلمانانو دبقاء لپاره دغسې کول ضروري دي، مسلمانان دغربت ښکار دي.
هغه په مسلمانانو داختلافونو لرې کولو غږ وکړواو زياته يې کړه چې داسلام او ترهه گرۍ ترمينځ هيڅ تعلق نشته.
هغه اعلان وکړوچې په اسلام کې خودکشي حرامه ده.
نوموړي وويل دجعلي جمهوريت څخه داسلام دواکمنۍ نظام غوره دى، سياسي ستونزې دمذاکراتو له لارې هواريدلى شي.
هغه په مسلمانانو غږ وکړو چې دټولو قامونو احترام دې وکړل شي او زياته يې کړه چې داسلام سپکاوى به نۀ شي زغملى.
هغه وويل مسلمانان دې يو موټى شي او ديو بل مدد دې وکړي.
له دې وړاندې حاجيانو دحج تر ټولو ستر رکن وقوف عرفه ادا کړه.
تيره ورځ دلبيک الهما لبيک دغږونو په پورته کولو سره مسلمانان منا ته رسيدلي وؤ ، هغوي دغلته دغرمې، ماذيگر، ماښام او ماسخوتن نمونځونه ادا کړيدي.
دنمر پريوتو وروستو به مسلمانان مزدلفې ته روانيږي ، چې دغلته به دشپې دقيام او شيطان ويشتو لپاره واړۀ کاڼه جمع کوي، دسحر دنمونځ څخه وروستو به بيرته منا ته روانيږي او دغلته به په کاڼو دشيطان دويشتو ترڅنگ په ابراهيمي سنت دعمل کولو سره دڅاروؤ قرباني ورکوي.
دسعودي عرب حکومت داسلام ددغه ستر رکن ادا کولو لپاره مکمل حفاظتي انتظامات کړي دي او خادم حرمين شريفين شاه عبدالله دحج دانتظاماتو دڅارنې لپاره جدې ته رسيدلى.
بل لوري ته دحج په موقع دهرکال پشان سږ کال هم په 9مه ذي الحجه دزيارت په ورځ دخانه کعبې غلاف بدل کړل شوىدى.
دکعبې غلاف دشپږ نيمو سوؤ کلو گرامو څخه دزياتو خالصو ريشمو څخه تيار کړل شوى چې پرې تقريباً ديو نيمو سلو کلو گرامو دسرو زرو او چاندۍ سره دبيت الله دحرمت، حج دفرضيت او فضليت په اړه دقران پاک ايتونه ليک دي.
دسعودي چارواکو ترمخه په دارالکسوه نومې مقامي فيکټرۍ کې په جوړشوي دغه غلاف دوه کروړه دسعودي ريالونه خرڅ راغلى

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: