د ښځو جامو کې د دوو ترهګرو نيول کيدل


د هرات ولايت چارواکو د دوشنبې په ورځ وويل دوه تنه ترهګر چې غوښتل يې په هرات ولايت کې په يوې سترې دولتي غونډې بريد وکړي پوليسو ونيول.

د هرات دامنيې قوماندانۍ د امنيت امر وايې دغو ترهګرو چې د ښځو جامې يې اغوښتي وې هوډ درلود چې ددغو غونډې د تالار پر ساتونکو بريد وکړي ترڅو د دوی نور همکاران وکولای شي تالار ته ننوځي.

په دې غونډه کې د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی رئيس، د اداري اصلاحاتو رئيس او د هرات لسګونو دولتي چارواکو ګډون کړی وو.

ترهګرو چې د ښځو جامې يې اغوستې وې له يوه موټرسيکل چلونکي سره ځان يې د غازي امان اله خان سالون ته ورساوه او نيت يې درلود چې لومړی د سالون پرساتونکو بريد وکړي او وروسته ځانونه د ګډون کونکو منځ ته ورسوي.

د هرات د امنيې قوماندانۍ سرپرست وايي درې واړه بريد کونکي نيول شوي دي.

د هرات امنيه قومندان او د امنيت امريت سرپرست جنرال عبدالحمید حمیدي وويل:« دوه تنه چې فري او سيد اميد نوميدل او د يوه موټر سايکل سپاره له خوا چې عبدالغفور نوميده د يوه نامالوم هدف لپاره تالار ته ننوته او له دې کسانو څخه بې هوښ کوونکي مواد برچه او بکس پنجه هم ترلاسه شوي دي.»

خو د هرات يو شمير امنيتي چارواکي وايي دغو کسانو د ښځينو جامو په اغوستلو سره د هلکانو د غولولو نيت درلود او تراوسه داسې شواهد نه دي ترلاسه شوي چې د حکومت دارۍ د سمون پر غونډه د دوي د بريد نيت درلود.

له بلې خوا يو شمير ميرمنې د دغه راز موخو لپاره د ښځينه جامو کارول د ښځو د بدنامولو لپاره هڅې ګڼي او دغه راز کسانو ته د سختې سزا غوښتنه کوي.

له دې پيښې يو ساعت مخکې هغه چاوديدونکي توکي چې په يوه موټرسايکل کې ځاي پرځاي شوي و د هرات د اسلام کلا ښار د پوليسو د مرکز په مخکې وچاودول شول او چارواکي وايي په دې پيښه کې د يوه ډاکتر او يوه ايراني موټر چلونکي په ګډون درې تنه ټپيان شول.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: