په خوست او لوګر د حقاني شبکې د مشرانو نيول کيدل


ايسف د سه شنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي دي چې په خوست ولايت کې د افغان او ناټو ځواکونو په عملياتو کې د حقاني شبکې يو لوړپوړی قومندان له دوو نورو اورپکو سره نيول شوی دی.

ايسف په خبرپاڼه کې وايي چې نيول شوی قومندان په دې ولايت کې د اروپکو د رهبري او د چاوديدونکو توکو د ځای پرځای کيدو مسوليت پر غاړه درلود.

ايسف زياتوي چې د حقاني شبکې دويم قومندان د سه شنبې په ورځ په لوګر ولايت کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې نيول شوی دی او په دې ولايت کې يې اورپکو ته د وسلو د برابريدو مسوليت پر غاړه درلود.

بلخوا ايسف ويلي دي چې په کندهار ولايت کې هم د طالبانو د چاوديدونکو توکو يو برابرونکی نيول شوی دی.

دا په داسي حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ هم په غزني ولايت کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې څلور اورپکي وژل شوي وو.

ايسف زياته کړې دغه اورپکي د غزني په خوګياڼيو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په متقابلو ډزو کې وژل شوي دي.

ايسف وايي يو بل اورپکی د سه شنبې په ورځ په ننګرهار ولايت کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډون عملياتو کې وژل شوی دی.

1 Comment (+add yours?)

  1. ستومانه
    Nov 21, 2012 @ 09:17:29

    دا همغه ډله ده چې ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري د حقاني شبکه او د دغې شبکې د ځانمرګو بریدونو سمبالوونکی کس قاري عبدالرووف ذاکر په تور نوملړ کې شامل شول. دا هغه ډله ده چې له خپلو خوږو عربو ملګرو ځخه د ځانوژونکو بریدونه تې زده کړل او افغانان او افغانستان یې وران وران کړ. شکر چې د دې ډلې یو بل تور مخئ ترهګر ونیول شو. الله پاک دې دوی ټول ورک ورک کړي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: