د راولپیڼدۍ په ځانمرګي برید کې ۲۳ کسان وژل شو او ګڼ نور ټپیان دي


د پاکستان سیمه ایزې رسنۍ وايي چې د پنجشنبې په شپه په راولپینډۍ کې په شیعه ماتم کونکیو د ځانمرګي برید له کبله د وژل شویو کسانو شمیر ۲۳ تنو ته رسیدلی او د ټپیانو شمیر درې پنځوس ښودل شوی دی .

 دا برید تیره شپه د یولس نیمو بجو په شا اوخوا کې د شیعه مسلمانانو په ګڼه ګوڼه کې اسلام اباد ته نژدې د راولپینډۍ میسریال سیمه کې وشو.

پولیس وايي د ځانمرګي سر یې د برید په ځای کې موندلی دی چې د شلو لو پنځه ویشت کلونو ترمنځ ځوان معلومیږي او د ډي این اې د معایناتو لپاره یې د راولپینډۍ مرکزي روغتون ته استولی دی .

د پنجاب د شیعه مسلمانانو د ټولنې مشر مولانا امین شهیدي چې ددې برید عیني شاهد هم ویلي دي چې د دوی د ماتم کونکو په خوندیتوب کې پولیس پاتې راغلي او ځانمرګي ته یې لاره ورکړي چې ځان د ماتم کونکیو په منځ کې وچوي .

نوموړی وویل په سیمه کې د امنیت لپاره یوازې څو پولیس ګمارل شوي و او هغوی هم له چاودنې وروسته له سیمې وتښتیدل .

خو د راولپینډۍ د پولیسو مشر ازهر حمید بیا دا ادعا رد کړې ده او ویلي یې دي ځان وژونکي هغه مهال ځان ته چاودنه ورکړه چې پولیسو په تالاشۍ کې ودراوه . پولیس وايي د چاودنې له سیمې یې لاسي بمونه هم تر لاسه کړي دي .

په پاکستان کې پر شیعه مسلمانانو بریدونه کومه نوې خبره نه ده بلکې له لسیزو راهیسې په دې هیواد کې د شیعه او سني مذهبي ډلې پر یو بل دا ډول خونړي بریدونه کوي .

ددې برید مسولیت د پاکستان د طالبانو د تحریک ویاند احسان احسان منلی او ویلي یې دي پر شیعه ماتم کونکو یې د برید لپاره یو ښه روزل شوي ځان وژونکي راولپینډۍ ته استولی وو.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: