پاکستاني طالبانو ژمنه کړې چې د قصاب غچ به اخلي


د پاکستاني طالبانو غورځنګ ګواښ وکړ چې په هند کې به نور بريدونه ترسره کړي او د اجمل قصاب په دار ځړولو غچ به اخلي. اجمل قصاب د ۲۰۰۸ زيږديز کال د نومبر ۲۶ په ممبيي کې د هغه ډله ايز بريد نیول شوی وسله وال وو چې ۱۶۶ تنه پکې ووژل شول. قصاب د چهارشنبې په ورځ د هند حکومت له لورې په دار وځړول شو.

له هغه وروسته د دواړو ايټمي طاقت لرونکو هيوادونو ترمنځ دښمني نوره هم غښتلې شوه او ېو بل ته ېو ځل بېا ماشه په ګوته سره کېناستل. د اجمل قصاب په دار ځړولو په پاکستان او هند کې بېلابېل غبرګونونه راپارولي.

د پاکستاني طالبانو وېاند احسان الله احسان رسنېو ته وېلي: ((مونږ پرېکړه کړې چې هندېان په نښه کړو او د اجمل قصاب غچ واخلو.)) هغه له هند څخه غوښتنه وکړه چې د اجمل قصاب جسد دې پاکستان ته ورکړي.

احسان زېاته کړه: ((که هند د قصاب جسد راواپس نه کړ نو مونږ به هندېان ونيسو او د هغوۍ جسدونه به بېا دوې ته ورنکړو.)) هغه همداراز ګواښ وکړ که طالبان هر ځاې وتوانيږي نو هندېان به په نښه کړي.

قصاب د هند د محکمې له لورې په ۶۸ مواردو کې په ګڼو پېښو کې ښکېل ګڼل شوی.

د ۲۰۰۴ کال راهيسي دا لومړی ځل دی چې په هند کې د دارځړونې سزا ورکول کيږي.

د قصاب په دار ځړولو وروسته په ممبيي ښار کې خلک کوڅو ته راووتل او د هغه د وژنې په اړه یې د خشحالۍ مراسم ترسره کړل. خو په عېنې حال کې په پاکستان کې په ځانګړې توګه د قصاب په پخپل کلي فريدکوټ کې د هغه په دار ځړولو د ډېرو خلکو غوسه راوپاروله. په ممبيي کې خلکو ېو بل باندې خوږې ووېشلې او د خوشالۍ اورونه یې بل کړل.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: