قیام الدین کشاف: ځان وژنه حرامه ده


د افغانستان د علماوو شورا اعلان کړی دئ، چي په اسلام کي ځان وژنه حرامه ده. دغي شورا ويلي دي، هغه څوک چي ځانمرگی بريد کوي د جنت مستحق نه دئ او هغه څوک چي د جهاد له پاره ځانمرگی بريد کوي، حرام عمل ترسره کوي.
په انځور کي د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا رئيس مولوي قيام الدين کشاف.
دغي شورا د يوې اعلاميې په خپرولو سره، چي د افغانستان د جمهوري رياست له دفتره رسنيو ته لېږل سوې ده، ويلي دي: «د افغانستان د علماوو شورا له تاسيس راهيسي په وارو وار د انتحاري بريد او ملکي خلکو د وژلو د ناروا والي په خاطر اعلاميې صادري کړي دي او خپل ږغ ئې تر خپلو مسلمانو خلکو او نړيوالو پوري رسولی دئ. دا دئ يووار بیا د دغه بريدونو د حرامېدو په خاطر د قرآني حديثو په روڼا کي دغه مصوبه صادروو.

کابل (پژواک ٩لړم٩١): مشرانو جرګې د افغانستان د علماوو له شورا وغوښتل، چې د ځانمرګو بريدکوونکو او د هغوى د ملاتړو پر وړاندې جهاد اعلان  کړي.د مشرانو جرګې غړيو دغه غوښتنه نن په خپله عمومي غونډه کې وروسته له هغه وکړه، چې  د اختر په لومړۍ ورځ په فارياب ولايت کې د اختر پر لمونځ کوونکو ځانمرګي بريد په اړه د جرګې ځينو غړيو څرګندونې وکړې.

د فارياب په بريد کې، چې تر اوسه يې چا مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى ، د يو شمېر  پوځي کسانو په ګډون ٤١ تنه عام وګړي ووژل شول او ٥٦ نور ټپيان شول.

په مشرانو جرګې کې د فارياب استازي سيد فرخ شاه جناب ،چې  له دولتي پلاوي سره يوځاى فارياب  ته تللى و، په نننۍ عمومي غونډه کې وويل ، چې ددې بريد په وژل شويو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

جناب وويل، چې حکومت بايد د وسلوالو مخالفينو پر وړاندې خپله تګلاره بدله کړي، ځکه چې دولت وسلوالو مخالفينو ته د سولې بلنه ورکوي، خو هغوى د ځانمرګيو بريدونو او چاودونو له لارې  عامو خلکو ته مرګ ژوبله اړوي .

ده د افغانستان د علماوو له شورا غوښتنه وکړه ، چې د ځانمرګيو بريدکوونکو او د هغوى د ملاتړو  پر وړاندې جهاد اعلان کړي .

په ياده جرګه کې د نورستان استازي حافظ عبدالقيوم هم وويل ، چې ځانمرګي بريدونه  د دولت وسلوال مخالفين کوي او  د علماوو شورا بايد  نور د وسلوالو مخالفينو او ځانمرګيو بريدونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نشي .

ده  د علماوو له شورا وغوښتل ، چې  د ځانمرګيو بريدکوونکيو او د هغوى د ملاتړو  پر وړاندې دې جهاد اعلان کړي او ځانمرګي بريدونه دې حرام  وبولي .

د قيوم په وينا، د اسلام دين هېڅ ډول ځان وژنې ته اجازه نه ورکوي او په هر ډول چې وي بايد ددې کار مخه ونيول شي.

په مشرانو جرګه کې د دايکنډي استازي علي اکبر جمشيدي وويل ، چې ځانمرګى بريد کول يو غير انساني عمل دى .

دى وايي : (( له ټولو خلکو سره دا يوه پوښتنه ده ، چې د علماوو شورا تر اوسه ولې د ځانمرګيو بريدونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې ده .))

دى هم وايي، چې د علماوو شورا بايد هر څه ژر د ځانمرګيو بريدکوونکو او د هغوى د ملاتړو  پر وړاندې د جهاد فتوا ورکړي .

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار، چې نننۍ غونډه کې يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه ، وويل ، چې د علماوو شورا نور بايد د ځانمرګيو بريدونو پر وړاندې چوپه خوله پاتى نه شي او  ووايي، چې دغه کار حرام او پر وړاندې يې جهاد روا دى .

دى وايي ،چې ديني عالمان بايد خلکو ته لارښوونه وکړي ، ترڅو له ځانمرګيو بريد کوونکو سره هېڅ ډول مرسته ونه کړي .

د هغه په وينا ، له دې امله چې له وسلوالو مخالفينو سره د سولې پروسې  مثبته پايله نه درلوده،  دولت بايد په هېواد کې د امنيت د ټينګښت لپاره بل ميکانېزم غوره کړي .

ده وويل، چې د ځانمرګيو بريدونو په اړه د سعودي عربستان د ستر مفتي څرګندونې د افغانستان د علماوو د شورا لپاره سرمشق کېدلى شي .

د سعودی عربستان ستر مفتي د عرفات په ميدان کې ويلي، چې انتحار او ترور د اسلام پرخلاف ناوړه عملونه دي او هر څوک چې په دغو عملونو لاس پورې کوي هغوی د اسلام دښمنان دي.

د مشرانو جرګې ډيرو غړيو يادې خبرې تاييد کړې او د فارياب بريد يې  په کلکه وغانده .

هڅه مو وکړه ، چې په دې اړه د افغانستان د علماوو شورا نظر واخلو، خو بريالي نه شوو.

خو د افغانستان د علماوو شورا رييس مولوي قيام الدين کشاف ، چې له ولسمشر سره د فارياب  تر بريد وروسته دغه ولايت ته تللى و ، هلته په يوه غونډه کې ياد شوى بريد په کلکه غندلى دى .

هغه ويلي: ” دا په هېواد کې لومړی بريد نه دی، بلکې زموږ د خلکو په ودونو، جنازو، د عاشورا په ورځ دا ډول بريدونه شوي او زموږ مسلمان هېوادوال يې شهيدان کړي دي.”

د دعوت ګوند مشر او پخواني جهادي رهبر عبدالرب رسول سياف د روان کال د وږي په مياشت کې ويلي و، چې ځانمرګى بريد ناروا عمل دى او هېڅ ديني عالم د دا ډول بريد رواوالى نه شي ثابتولى.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د مشرانو جرګې د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو د عربستان د مفتي د څرګندونو په اړه يې ويلي، چې دغه فتوا دوى ته نه ده رسېدلې .

هغه ويلي : ”  داپه دين کی روښانه ده چی ځان وژنه حرامه ده او فدايي بريد، چی د جنت په طلب سره وي روا اوجوازلری.”

1 Comment (+add yours?)

  1. Anonymous
    Nov 28, 2012 @ 16:42:03

    ؛داپه دين کی روښانه ده چی ځان وژنه حرامه ده او فدايي بريد، چی د جنت په طلب سره وي روا اوجوازلری.؛ په اسلام کې دا خبر چرته ویل شوې؟ الله پاک دا خبر چرته فرمایلې؟ فدايي یعنې څه او ځانه وژنه څه؟

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: