ماين چاودنې پلار ټپي او زوی يې ووژل شو


په غور ولايت کې د سړک تر غاړې خښ شوي ماين په چاودنه کې د يوې لېسې مدېر ټپي او زوی يې ووژل شو.
د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي د دغه خبر د پخلي تر څنګ وويل، چې دغه پېښه هغه مهال وشوه، چې د وژل شوي او ټپي شوي کس موټر د دغه ولايت د پساوند ولسوالۍ په سنګان سيمه کې، د سړک تر غاړې پر يوه خښ شوي ماين وربرابر شو.
د ده په وينا، په پېښه کې د سنګان د لېسې مدير محمد ټپي شوی او شپاړس کلن زوی يې، چې د همدغه ښوونځي زده کوونکی و، وژل شوی دی.
ده زياته کړه، چې دغه ماين د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا د امنيتي ځواکونو د له منځه وړلو په موخه ځای پر ځای شوی و؛ خو د دغې چاودنې مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخېستی.
د يادونې وړ ده، چې وخت نا وخت د ماين په ورته چاودنو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي، چې افغان چارواکي يې پړه پر وسله والو طالبانو وراچوي؛ خو وسله والو طالبانو کله هم د دا ډول چاودنو مسووليت نه دی منلی او ټينګار کوي، چې د دوی ماينونه لرڅاري دي او ولسي وګړو ته پکې مرګ ژوبله نه اوړي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: