په تورخم کې یوه ځانمرګي برید لس تنوته مرګ ژوبله اړولې ده.


دننګرهار په سرحدي ښارګوټي تورخم کې د بهرنیو ځواکونو پر یوې فوځي هډې ځانمرګی برید شوي. چارواکي وايي په دغه برید کې یوازې پنځه تنه افغان ساتونکي ټپیان شوي،خو نا تایئد شوي رپوټونه وايي، چې په پيښه کې درې افغان ساتونکي وژل شوي او د دوه بهرنیانو په ګډون اوه تنه نورټپيان دي.

په ختيځ کې دسرحدي پولیسو د لومړۍ لیوا ویاند ادریس مومند وايي ځانمرګی برید تیرماښام ناوخته د یوه سراچه موټر په وسیله د تورخم په سرحدي ښارګوټي کې دبهرنیو ځواکونو دیوې فوځي هډې مخې ته شوې چې له امله یې پنځه تنه افغان ساتونکي ټپيان شوي دي.

هغه وايي ځانمرګي برید کوونکي غوښتل چې یاد پوځي مرکز ته دننه شي،خو هدف ته تر رسیدو وړاندې افغان ساتونکو پیژندلی او ډزې یې پرې کړي،چې له امله چاودنه رامنځته شوې.هغه وايي په پيښه بل چاته زیان نه دی اوښتی.

خو یوې بلې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي ويلي، چې په دې پيښه کې درې تنه افغان ساتونکي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

دغه سرچینه وايي ځانمرګي برید کوونکي د یاد پوځي مرکز نظام قرول ته په ننوتلو بریالی شوی دی،او امریکایي ځواکونو  هم  ورته په دې پيښه کې ددوه کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړی.

بلخوا په کابل کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي د فتر وايي چې په دې پيښه کې د دوی سرتیرو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دوسله والوطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پيښې مسولیت پرغاړه اخيستی او ویلي دی،چې دغه برید د دوی  دڅلورو تنوملګرو داعدام  په عچ  کې ترسره شوی دی.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم دوه ځل د دغې فوځي هډې مخې ته ورته ځانمرګي بریدونه ترسره شوي وه.

د یو بل خبر له مخې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې دوسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ مخامخ وسله واله نښته شوې،چې له امله یې یو ولسي وګړی وژل شوي دي.

د بټي کوټ ولسوال مېرزا محمد نصرت وايي چې دشنبې په سهار شاوخوا اته بجې يو شمېر وسلوال، چې د ملي اردو جامې يې پر تن وې د درېيم فارم په سيمه کې دلویې لارې پرسر دموټرونو په پلټنه بوخت وو، چې د پوليسو تر بريد لاندې راغلل او نښته پیل شوه .

نوموړي وايي دغې نښتې شاوخوا نيم ساعت دوام وکړ، چې په ترڅ کې یې وسلوال مخالیفن په تېښته بریالي شول، او يو ملکي وګړى، چې په یوې کرونده کې پرکاربوخت و وژل شوو.

ولسوال وايي په نښته کې ښکیلو خواو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

وسلوالو طالبانو تراوسه  په دې اړه څه نه دي ويلي. بټی کوټ دننګرهاریوه له امنو ولسوالیو څخه ده

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: