د ١٣وسله والو د نيولو خبر ورکړل سو


د کندهار د ملي امنيت رياست مسؤلينو د تيري يوې اوونۍ په اوږدو کي د چاڼيزو عملياتو پرمهال په کندهار ښا راو ولسواليو کي د مخالفينو ١٣ تنه غړي له وسلو او مهماتو سره يو ځاى نيولي دي.

د کندهار د ملي امنيت ريس ډګروال عيسى محمد وايې چې په دغو ١٣ تنو کي دوه تنه يې ګروپي قومندانان دي چي په کندهار ښار او غربي ولسواليو کي يې د مخالفينو د ټولو وسلوالو حملو، بم بريدونو او نورو ورانکارو فعاليتونو مشري کول اود هغوى اړوندي چاري يې همږغي کولې.

هغه وايې چي له دغو کسانو سره يو ځاى ١٦ ميله کلاشنکوف، ٢٥ کړۍ ماينونه، ٣٧ د کلاشنکوف شاژورونه، ٧ پايې مخابرې، ٨ عدده نظامي درېشۍ، له چاودېدونکو توکو ډک زرنج او پنځه عرادې نور موټر سايکلونه نيول سوي دي.

هغه وايې چې دغه کسان يې وروسته له دقيقو معلوماتو څخه نيولي دي او دا مهال ترې پوښتني ګرويږني رواني دي.

د کندهار ولايت د ملي امنيت رياست په داسې حال کې  د وسله والو طالبانو د نيولو خبر ورکوي چې په دي وروستيو کې د وګړيو له لوري ويل کيږي چې په کندهار ښار کې امنيتي حالت سم سوى دى.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: