اروزګان کې چاودنې ١٠ ملکي وګړي ووژل


د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنې لس عام وګړي وژلي دي.

د دهراوود ولسوال امين الله خالقي د لېندۍ په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن له غرمې مخکې څه کم يوولس بجې د ولسوالۍ د ګيزک-شوراب ترمنځ سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چاودنه د ملکي وګړو پر يوه ټونس موټر شوې، چې له امله يې ١٠ تنه وژل شوي او ٨ نور ژوبل دي.

ولسوال وايي، چې ټپيان د ترينکوټ ښار ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د اروزګان د ولايتي شورا رييس ابراهيم اخوندزاده پژواک اژانس ته د چاودنې د تاييد ترڅنګ وويل، چې ياد خلک له سعودي عربستان څخه د يوه راغلي حاجي ستړي مشي ته روان وو، چې د ماين چاودنه پرې وشوه.

نوموړى وايي، چې په وژل شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د دولت وسلوالو مخالفينو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: