د وسله والو طالبانو مشر ملانذيرپه چاودنه کې ژوبل سو


د پاکستان دقبايلي سيمې جنوبي وزيرستان په مرکزواڼه کې د ځانمرګي بريد په پايله کې شل تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
د قبايلي سيمو انتظامي چارواکي وايي، چې د پنجشنبې په ورځ په واڼه بازار کې دځايي وسله والو طالبانو د قومندان ملانذير موټر ته څېرمه ځانمرګى بريد سوى دى چې په کې شپږ تنه وژل سوي او څوارلس نور ژوبل سوي دي. ځيني ازادو سرچينو ويلي چې په بريد کې ملانذير هم سخت ژوبل سوى دى. خو حکومتي چارواکيو تر اوسه د ملانذير د ټپي په هکله څه نه ويلي. د چاودنې له امله نږدې لس دکانو او ودانيوته هم زيان اووښتى دى.
د يادې ډلې وياند مولانا امير نواز رسنيو ته ويلي، چې د ملانذير حالت د ډاډ وړ دى.
په پېښه کې ژوبل کسان سيمه يز روغتون ته لېږدول سوي دي، چې د روغتون د چارواکيو په وينا د اوو تنو حالت د اندېښنې وړ دى. تر اوسه د پېښي پړه چا پرغاړه نه ده اخيستې.
د پاکستان پوځي سرچينې وايي، چې د وسله والو طالبانو د ملانذير ډلې مشر ملانذير په سيمه کې دځايي طالبانو مشري پر غاړه لرله او له سيمې د ازبک جنګيالو په ايستلو کې يې مهم رول لوبولى وو.
د ملانذير په اړه دا هم ويل کېږي چې نوموړي په افغانستان کې پر ناټو او افغان ځواکونوپه بريدونو کې د لاس لرلو تر څنګ دولتي اهداف يې په نښه کول.

1 Comment (+add yours?)

  1. Anonymous
    Nov 30, 2012 @ 16:05:49

    ملا نذیر د ټی ټی پي سره دښمني لري. د یو او بل سره نه جوړیږي. د دوی تر منځ څو څو ځله شخړې شوې دي. لکه چې دا ځل یې سبق لپاره ټي ټي پي یو ځان وژونکي وربرابر کړی.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: