د منځنۍ کچي طالب قومندان ونيول سو


د زابل ولايت د شاجوى ولسوال صديق الله وايې چې تېره ورځ مازيګر ناوخته ددي ولسوالۍ په اديا خېلو نومي سيمه کې بهرنيو او افغان ځواکونو د يوه طالب قومندان په لټون پسي عمليات تر  سره

کړي دي.

دده په وينا چې ددي عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو د منځنۍ کچي قومندان ملا ذاکر نيول سوى او يو تن ملګرى يې چې غوښتل  وتښتي په ډزو کې ژوبل سوى دى.

هغه وايې چې داوړه د ځواکونو له لوري نيول سوي دي  او دا مهال تر پلټنو لاندي دي.

ولسوال وايې چې ملا ذاکر په دي سيمه کې فعاليت درلودى او ځواکونو د نوموړي  په تړاو دقيق معلومات تر لاسه کړي او بيا يې عمليات تر سره کړي دي.

تر اوسه کومي ډلي ددي نيول سويو کسانو په اړه څه نه  دي ويلي  ولي وړاندي تر دي هم په شاجوى ولسوالۍ کې د ملا نبي په نوم طالب قومندان وژل سوى و.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: