په وسله واله نښته کې اتو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته


د اروزګان ولايت د امنيي قومندانۍ وياند فريد عايل وايې چې تېره شپه شاوخوا دري بجي ددي ولايت د چار چينو ولسوالۍ د لوړ دوان په نوم سيمه کې د وسله والو طالبانو او پوليسو تر منځ نښته

سوي ده.

دده په وينا چې په دي نښته کې پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتى ولي د وسله والو طالبانو له ډلي څخه شپږ تنه وژل سوي او دوه تنه نور ژوبل سوي دي.

هغه وايې چې د نښتي وروسته يو شمېر وسلي او مهمات هم د جګړي په ځاى کې د پوليسو لاسته ورغلي دي او وسله وال پر شا تمبول سوي دي.

نوموړي وويل چې په چارچينو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو هغه مخکنى حضور پاى ته رسيدلى دى او دا مهال افغان ځواکونه په مختلفو سيمو کې په دندو بوخت دي.

که څه هم ددي تازه دمه پېښي په غبرګون کې وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي ولي وړاندي تر دي په نوموړي سيمه کې څو ورځي سخت مقاومت د وسله والو طالبانو په وينا را منځته سوى وو.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: