پر ملا نذیر د حملې په عکس العمل کې مسیدو ته ویل شوي چې له جنوبي وزیرستانه ووځي


په واڼه کې د احمدزیو وزیرو قومي جرګې پرون د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼې کې پرېکړه وکړه چې له خپلې سیمې ټول مسید، چې له شمالي وزیرستانه ورکډه شوي دي، وباسي.

دوی دا پرېکړه وروسته له دې کړې چې د دوی پر یوه سخت دریځي مشر قومندان ملا نذیر ځانمرګی برید وشو.

ویل شوي چې اجمدزیو وزیرو له خپلې سیمې د مسیدو د ایستلو پرېکړه په دې خاطر کړې چې د دوی په باور پر ملانذیر په برید کې د بیت الله مسید کسانو لاس درلود.

ملانذیر په قوم احمدزی وزیر دی او په سیمه کې ګڼ شمیر وسله وال جنګيالي لري.

د ملانذیراو تحریک طالبان پاکستان ترمنځ په ۲۰۰۸ میلادي کال هغه مهال اختلافات زیات شول چې نوموړي په جنوبي وزیرستان کې د دیره ازبک جنګيالیو پر ضد د حکومت په مرسته جګړه پيل او شمالي وزیرستان ته يې وتمبول.

برعکس تحریک طالبان بیا د ازبکو په ګډون له بهرنیو وسله والو جنګيالیو سره ښې اړیکې لري او په شمالي وزیرستان کې يې پناه ورکړې ده.

دا هم ویل کېږي چې ملا نذیر د پاکستان د دولت له استخباراتي کړیو سره نژدې اړیکې لري او په پاکستان کې له جګړې سره مخالف دی.

پر ملانذیرد پنجشنبې پر ورځ په واڼه بازار کې د یوه له لوري ځانمرګی برید وشو، چې په نتیجه کې يې د هغه د ملګرو په شمول شپږتنه ووژل شول او یوشمیر نور ټپيان شول.

سره له دې چې د حکیم الله مسید په مشرۍ وسله والو طالبانو دا پيښه غندلې خو احمدزي وزیرلا هم باور لري چې په حمله کې د مسیدو طالبان لاس لري.

د احمدزي وزیرو جرګې ځايي خلکو ته خبرداری وکړی چې که د دسمبر تر پنځمې نیټې وروسته هرچا راکډه شویو مسیدو ته په خپل کور کې ځای ورکړ نو لس لکه روپۍ به جریمه شي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: