په غورک ولسوالي کې ٩ تنه وسلوال ووژل شول


 په غورک ولسوالي کې ٩ تنه وسلوال ووژل شول په کندهار کې چارواکي خبر ورکوي چې د کندهار ولايت په غورک ولسوالي کې د دوو جلا عملياتو پرمهال ٩ تنه وسلوال طالبان وژل شوي او يوه اندازه مهمات او وسلې ورڅخه تر لاسه شوي دي. د ولايت د مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوي خبرپاڼه وايي چې لومړى تېر ماځيګر د يادي شوي ولسوالۍ د چارپوستې په سيمه کې دوه تنه وسلوال طالبان د پوليسو د کمين سره برابر شول چي تر لنډ مقاومت وروسته دواړه ووژل شول او دوې عرادې موټرسايکلونه او ٢ ميله کلاشنکوفونه يې د پوليسو لاسته ورغلل. خبرپاڼه وايي چې له دې وروسته تېره شپه په همدې ساحه کي افغاني خاصو ځواکونو د پوليسو سره په گډه د کره استخباراتي معلوماتو پر اساس د مخالفينو پر يوه پټن ځاى تصفيوي عمليات وکړل چي په نتيجه کي يې اووه تنه وسلوال ووژل شول. سرچينه زياتوي چې دغه عمليات د شپې پر دوولس بجې پيل او نيم ساعت يې دوام وکړ چي د پورته ذکر شوو وسلوالو د وژني ترڅنګ پکښي ٢ ميله راکټ انداز، ٢ ميله کلاشنکوف، ٣ عرادې موټرسايکلونه، ١ پايه مخابره، ١ ميل هاوان او څو کړۍ لاسي بمونه تر لاسه شوي دي. وسله والو ‌طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلی

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: