په پکتیکا کې د شپږو ځان وژونکو د نیول کیدو خبر ورکړل شو


یاقوت زابلی- د پکتیکا ولایت امنیتي چارواکي وايي چې افغان ځواکونو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه ځان وژونکي ژوندي نیولي دي.

د پکتیکا ولایت د مطبوعاتي دفتر څخه نن/ چهارشنبه/ تاند په رارسیدلي خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه شپږ تنه ځان وژونکي پرون سه شنبه د ۱۳۹۱ کال د ليندۍ په ۲۱ مه ۲:۰۰ بجې شپږ ځان وژونکي چې د چاودېدونکو توکو ډک واسکټونه يې په ځان پورې تړلي وو، د پکتيکا ولايت سروضې ولسوالۍ په سلطانو کلي کې د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې ژوندي ونيول شول، ياد عمليات د پکتيکا ولايت امنيه قومندانۍ او ملي امنيت رياست د کشفي راپورنو پر اساس ددې ولايت د سروضې ولسوالۍ په سلطانو کلي کې ترسره شوي دي

ياد ځان وژونکي چې يو يې د قندهار ، درې تنه يې د غزني، يو يې د ميدان وردګو او بل يې د ارزګان اوسيدونکی دي  غوښتل د پکتيکا پر والي، امنيه قومندان او ملي امنيت پر رئيس بريدونه ترسره کړي چې هدف ته له رسيدو وړاندې ونيول شول، له دوی سره پنځه کلاشنکوفونه، يو راکت انداز، شپږ د چاودېدونکو توکو ډک واسکټونه او يو رينجر موټر چې د چاودېدونکو توکو ډک وو نيول شوي دي

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: