د اروزګان ولايت د امنيي قومندانۍ وياند فريد عايل وايې چې ددي ولايت په مرکز او ولسواليو کې د امنيت له مخي ښه والى راغلى دى.
هغه وايې چې د امنيت په تړاو يې وروستي ګامونه هله واخيستل کله چې په دي ولايت کې په ولسواليو کې د وسله والو طالبانو له لوري د تحرکاتو څرګندونه وسوه.
دى وايې چې وسله والو طالبانو غوښتل چې په مرکز او ولسواليو کې ځيني سيمي تهديد کړي ولي دوى يې په وړاندي چمتو ول.
هغه وايې چې نن يې ددي ولايت د مرکز ترينکوټ په ګرماب مانده سړک باندي يو موټر سايکل بم کشف او له منځه وړى دى.
دى وايې چې پوليس او نور امنيتي ځواکونه توانيدلي دي چې د وسله والو طالبانو د بريدونو مخه ونيسئ.
تر اوسه کومي ډلي ددي نيول سوي موټر سايکل بم په اړه څه نه دي ويلي.
Advertisements
دسمبر 27, 2012 @ 14:40:49
طالبانو، د ستاسو حدف څه دی؟ چې افغانستان او افغانان ټوټې ټوټې کړی او که اشغالګر؟ که اشغاګر وي نو بیا ولې اکثره کسان چې وژل کیږي افغانان دي؟ تاسو دې افغانستان او افغانانو څخه څه غواری؟ چې افغانان بیاه کمزوره شي او تاسو په هفو یو څو افغانانو نورې تنورې شپې راولی؟؟؟