په بیلابیلو ولايتونو كې شپږ وسله وال ووژل شول


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي اردو، ملي امنیت او اېتلافي ځواکونو په شپږو ګډو چاڼیزو عملیاتو کې، شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، يو بل ټپي شوی او نهه تنه نور یې هم ژوندي نیول شوي دي . سرچینه زیاتوي، چې دغه عملیات په کونړ، ننګرهار، خوست، هلمند او نیمروز ولایتونو کې ترسره شوي دي. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې ۹۷۵ کیلوګرامه نشه يي توکي او یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي. سرچينه زياتوي، چې ملي پوليسو دغه راز تېره ورځ نولس ماينونه، چې په هلمند او زابل ولايتونو کې د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوي وو، کشف او شنډ کړي دي. خو وسله وال طالبان هره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کورنیو چارو وزارت دغه ادعاوې ناسمې بولي او په بېلابېلو عملیاتو کې افغان او بهرنیو ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

1 Comment (+add yours?)

  1. Anonymous
    Dec 27, 2012 @ 14:39:10

    شکر چې دوی نیول او وژل شوي دي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: