د بي پیلوټه الوتکو په برید کي ملا نذیز وژل شوی


په جنوبي وزیرستان کي د امریکا د بي پیلوټه الوتکو په برید کي طالب قومندان ملا نذیر وژل شوی .خبرونه وايي ملا نذیر له خپلو ملګرو سره د جنوبي وزیرستان په سره کنډه علاقه کي روان وو چي موټر يي بي پيلوټه الوتکي په مزایل وویشت . حمله کي ملا نذیر یو بل طالب قومندان وفا او ۹ تنه طالبان وژل شوي دي .د پاکستاني چارواکو له قوله ملا نذیر انګور اډي سره نیږدي د پنجشنبي او چهارشنبي تر منځ ووژل شو . چارواکي زیاتوي چي ملا نذیر له برمل څخه واڼه ته روان وو چي د پيښي ښکار شوپه په جنوبي وزيرستان کې دامريکا ديوې بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې د ځايي طالبانو د يوه مهم قوماندان ملا نذير په ګډون ٩ وسلوال وژل شوي دي.په جنوبي وزيرستان کې ځايي امنيتي چارواکي وايي،چې ملا نذير تېره شپه وخته دافغانستان پولې ته نږدې د انګورو اډې سره کنډه په سيمه کې هغه مهال ووژل شو، کله چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې پر يوه موټر توغندي وتوغول.سرچينې زياتوي، چې په دې بريد کې د درياخان په نامه يوه بل مهم ځايي طالب قوماندان هم وژل شوى دى.د سرچينې د معلوماتو له مخې، ملا نذير هغه مهال د بريد ښکار شو، کله چې له برمل سيمې څخه د واڼه پر لوري روان و.دا په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دويم بې پيلوټه بريد و، چې ترسره شو، تر دې مخکې تېره شپه د شمالي وزيرستان په مير علي سيمه کې پر يوه موټر شوى هم يو بريد شوى و، چې له امله يې د حکيم الله مسعود په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان قوماندان فيصل خان له دوو ازبک وسلوالو سره ووژل شو .بلخوا ناتاييد شوي راپورونه وايي، چې په ياد بريد کې ملا نذير له ١٣ وسلوالو سره وژل شوى دى.ملا نذير په جنوبي وزيرستان کې داحمدزي قوم پورې تړاو درلود ، په لومړيو کې هغه د بيت الله مسعود استازى و، خو وروسته د داخلي اختلافاتو له امله هغه له بيت الله مسعود څخه جلا شو.

1 Comment (+add yours?)

  1. Anonymous
    Jan 09, 2013 @ 15:52:05

    په دې برید کي هغه مشهور قومندان ملا نذیر وژل شوی چې بې شمیره بیکناه خلک یې وژلي. د ملا نذير په ډله کې د ننه د قدرت په سر درز لوېدلئ شي. ملا نذیرخپل جګړه ماران افغانستان ته لیږل چې په عامو ځایونو کې بمونه وچوي او بی ګناه خلک ووژني. د ملا نذیر د مړینه سره، دا ډله ځکه کمزوره شوې ده چې دوی نوی مشرصلاح الدین ایوب چې د ملا نذیر ځای یې نیولئ، ندی خوښ. الدین ایوب د بې پیلوټه الوتکو په برید کې د خپل پخواني مشر ملا نذیر د وژل کیدو ملمتي ر حکیم الله محشود په غاؤه واچوله. درۍ اونې مخ کې هم په ملا نذیر بیر تر سره شوۍ و. ملا نذیر د ازبکو جګړه مارانو په مقابل کې اوږده مبارزه کړیده چې پکې ۳۵۰ ازبکان یې پکې وژلي ول او حکیم الله محسود بیا دوی ته یې ځای ورکړیدئ. اوس به وګورو چې څه کیږي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: