په كوټه كې يو ديني عالم په ګډون درې تنه ټپيان سول


په كوټه كې د ناڅرګنده وسله والو كسانو له لوري د يو ديني عالم په ګډون درې تنه سخت ټپيان سول.

د كوټي د پوليسو په وينا چې وايي ياد كسان د كوټي په سرياب سړك بآندې له ماجت څخه د لمانځه له اداكولو وروسته راووتل چې ناڅرګنده موټرسايكل سپرو وسله والو كسانو وربآندې ډزې وكړې، چې د

Taseer Cam.مولوي اسرار احمد او د هغه دوه نور ملګري محمد انور او حاجي محمدحنيف سخت ژوبل سول.

پوليسو وايي وسله وال بريد كوونكي د پېښې له ځاى څخه په تېښته كې بريالي سوي دي، خو پوليسو يې په لټه كې دي، د دوى په خبره: له دغه بريد څخه وروسته په خلګو كې ويره خوره سوې ده.

په مولوي اسرار احمد بآندې دغه بريد په داسي حال كې ترسره كېږي چې په كوټه او د بلوچستان ايالت په نورو سيمو كې د ناڅرګنده كسانو له لوري ديني عالمان په نخښه كېږي، چې تر دې وړاندې هم په جلا جلا پېښو كې په لسګونه تنو يې خپل ژوند له لاسه وركړى دى.

Advertisements

ځواب دلته پرېږدئ

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: