05 جنوري 2013
by د پښتون زوی
in کورنی خبرونه
لښکرګاه (پژواک ١٦ مرغومى ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې په هلمند کې د ځينو عملياتو پر مهال ١٠ وسلوال طالبان وژل شوي او اته نور نيول شوي دي.
په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د عامه اړيکو مسوول ډګرمن محمدرسول ځاځي د مرغومي په ١٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د ملي اردو د کومانډو کنډک سرتېرو په کجکي ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي دي.
د ده په خبره، چې د کجکي ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د يادو عمليات په لړ کې نهه وسلوال مخالفين وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه راز تېره شپه هم د هلمند د ناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو د سرتېرو له خوا عمليات ترسره شول.
د هغه په وينا، د دغو عملياتو په ترڅ کې يو وسلوال طالب وژل شوى او اته نور ژوندي نيول شوي دي.
ځاځي وويل، د يادو عملياتو پر مهال د دوى سرتېرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند قاري يو سف احمدي وايي، چې د هلمند په ځينو سيمو کې يې د ماين چاودنو بهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
Previous بهاول خان د ملا نذیر پر ځای د وسله والې ډلې مشر شو Next غرل