بهاول خان د ملا نذیر پر ځای د وسله والې ډلې مشر شو


واڼه – د ملا نذیر تر وژنې وروسته، طالبانو د بهاول خان په نوم یو طالب قوماندان په قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان کې خپل مشر ټاکلی دی.

د چارشنبې په شپه د بې پیلوټه امریکايي الوتکو په یوه حمله کې ملا نذیر سره له اتو ملګرو ووژل شو.

د ملا نذیر د طالبانو نوي مشر په اړه ویل کېږي، ۳۵ کالن بهاول خان د وزیرو له قبیلې دی او د جنوبي وزیرستان سپین سیمې پورې تړاو لري.

بهاول خان د صلاح الدین ایوبي په نوم یادېږي او په افغانستان کې جنګېدلی دی.

د سیمې اوسېدونکو مشال راډیو ته ویلي، نوموړي له واڼه د ازبک وسله والو په ایستلو کې له ملا نذیر سره یو ځای مهم کردار تر سره کړی وو.

د ملا نذیر او د ده ډلې طالبانو په اړه ویل کېږي چې په افغانستان کې پر بهرنیو پوځیانو د حملو ترتیبولو کار کاوه.

ملا نذیر له پاکستاني پوځ سره اوربند کړی وو او ویل کېږي چې د تحریک طالبان پاکستان په څېر یې پاکستاني اهداف یې نه په نښه کول.

http://www.mashaalradio.org.s2.gvirabi.com/content/article/24816158.html

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: