غرل


نور مزل دا ستا پر پله پرېږدوم
خو ستا د مينې لاره نه پرېږدوم

دا مې نښان او دا قانون دی زما
زه يم پښتون کږه شمله پرېږدوم

شراب زما په نشه چرته رسي
دا ستا يادونه به په څه پرېږدوم

ځمه بل کلي ته به کډه يوسم
نور درته کلی او کوڅه پرېږدوم

خير دی چې ته پرې خفه کېږې
بيا چا ته نه وايم ګېله پرېږدوم

ستا په اوږدو زلفو قسم دی زما
زموږ د مينې به کېسه پرېږدوم

شېرزيه خلک به حيران شي راته
ستا له درده به خپل زړه پرېږدوم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
حميدګل شېرزی

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: