په غزني کې د طالبانو مشهور قوماندان ونيول شو


په غزني ښار کې د وسله والو طالبانو مشهور قوماندان، ملا کبير ونيول شول.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد بينوا ته وويل، چې ملا کبير تېره ورځ مازديګر مهال، د افغان او بهرنيو ځواکونو د ځانګړو عملياتو په پايله کې، د غزني ښار په سپندې کلي کې نيول شوی دی.
ده زياته کړه، چې دغه نيول شوي کس په اندړو کې د پېنځو کاريګرو د وژنې، د کابل – غزني پر لويه لار د غزني ښار په روضه سيمه کې په ماين اېښودنې او د پېنځو پولنډيانو د وژنې؛ او همدا راز د دوو پوليسو د تښتونې او بيا وژنې په پېښو کې لاس درلود.
د ده په وينا، د غه کس په خپلو لومړنيو اعترافونو کې خپل جرمونه منلي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم نظر نه دی څرګند کړی.

1 Comment (+add yours?)

  1. Anonymous
    Jan 09, 2013 @ 18:05:33

    په د کې هر څه چې طالبان ووايي، په درد نه خوري ځکه چې دوی زښته ډیر دروغ ویلي دي. ستره خبر دا ده چې دی انصاف وشي

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: