ملا عمر له دیني عالمانو وغوښتل چې د کابل په کنفرانس کې ګډون ونه کړي


تاند- د طالبانو د کوټې شورا د دیوبند او د مصر د الازهر له دیني عالمانو وغوښتل چې د دیني عالمانو په هغه غونډه کې ګډون ونه کړي چې د افغانستان حکومت د روانې جنورۍ میاشتې په وروستیو کې بللې ده. د طالبانو شورا د افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان او هند دیني عالمانو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که دوی په دې کنفرانس کې برخه واخیسته نو خدای به ورڅخه پوښتنه وکړي او خلک به د عالمانو حساب پرې ونه کړي. د پاکستان د نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې طالبانو په څلور مخیزه اعلامیه کې همداراز ویلي، امریکا د ماتې د خوند له لیدلو وروسته غواړي چې له افغانستانه په عزت ووځي او له ځانه د بدنامۍ داغ لېرې کړي.د نیوز ورځپاڼه وايي، د ملا عمر له لوري په دې تصویب شوې اعلامیه کې راغلي:«په ظاهره دا کنفرانس د افغانستان د حکومت له لوري رابلل شوی خو حقیقت دا دی چې دا غونډه د امریکا له لوري راغوښتل شوې ده. دوی د کعبې له امام شیخ عبدالرحمن او د هند او پاکستان له مشهورو دیني عالمانو سره تماسونه نیولي چې په کنفرانس کې ګډون وکړي.» د طالبانو په اعلامیه کې بل ځای بیا ویل شوي چې امریکا د جګړې له یوولسو کلونو وروسته د دې لپاره غواړي چې د دیني عالمانو نظرونه وپوښتي چې د افغانستان د دایمي اشغال لپاره لاره اواره کړي او د افغانانو په منځ کې شکونه رامنځته کړي.طالبانو دغه راز ویلي چې دوی د علماوو اولادونه دي او عالمان باید په دې پوی شي چې د کابل په کنفرانس کې د دوی ګډون به امریکا پیاوړې کړي.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: