د کابل جګړه له ٨ ساعته دوام وروسته پاى ورسيده


د دوشنبې په ورځ سهار وختي  يو شمېر وسله والو، چې ځانمرګي واسکټونه يې په تن وو، سپکې او درنې وسلې ورسره وې، د دهمزنګ په څلوري لاري کې د ترافيکو رياست ودانۍ ته دننه شول او له افغان عسکرو سره يې نښته پيل کړه.

 ويل کيږي، چې د بريد په سيمه کې ډېر کم شمېر بهرني ځواکونو موجود وو، او په عمومي ډول د دې عملياتو قوماندو د افغان ځواکونو پر غاړه وه، چې جګړې اته ساعته يې دوام وکړ او د څو پوليسو په ګډون يې ١٥ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

د پېښې په سيمه کې د کابل امنيه قوماندان جنرال ايوب سلنګي رسنيو ته وويل، چې دوى دې عملياتو ځکه ډېر دوام وکړ، چې په وينا يې دوى ويره درلوده، څو ګواکې په ودانۍ کې دننه اسنادو ته زيان ونه رسيږي.

نوموړى زياته کړه: (( په دې بريدونو ٥ ځانمرګو بريدکونکو برخه اخيستي وه، يوه يې په دروازه کې اول ځان والوزو، دوه يې د افغان عسکرو لخوا د نښتې په پيل کې ووژل شول او د پاتې ٢ بريدکونکو نښتې  ٨ ساعته دوام وکړ.))

ښاغلى سالنګي وايي، چې  په دې بريدونو کې  ٣ ترافيک وژل شوي، ٤ پوليس سرتيري او ٨ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې بريد مسووليت پر خپله غاړه اخيستى او د دې ډلې يوه وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، چې په دې بريدونو کې يې ګڼ افغان او بهرني عسکر وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم څو تنو ځانمرګو بريدکوونکو د کابل ښار په منځ کې د صدارت څلور لاري سره د ملي امنيت پر ودانۍ بريد وکړ، چې جګړې ډېر دوام ونه کړ، خو د هغه بريدونو له امله هم تر ٣٠ پوري ملکي وګړي ټپيان شوي وو

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: