بې پيلوټه الوتکو په نورستان کې ۳۵ تنه مړه او ژوبل کړل


د نورستان ولایتي چارواکي وايي چې د امریکا بې پيلوڼه الوتکو په دغه ولایت کې لږترلږه ۳۵ وسله وال طالبان یا وژلي او یا ژوبل کړي دي.

د نورستان امنیه قومندام غلام الله نورستاني نن/سې شنبه/ خبریالانو ته وویل: د بهرنیو پوځیانو بې پېلوټه الوتکو تېره شپه د کامدېش ولسوالۍ پر بازګل سیمې حمله وکړه چې په نتیجه کې یې ۳۵ کورني او بهرني طالبان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د نورستان د امنیه قومندان په وینا د حملې په وخت یو شمېر طالبان په بازګل سیمه کې د سلامشورې لپاره راغونډ شوي ول.

ده ونه ویل چې د مخالف لوري د مرګ ژوبلو د شمېر په اړه یې مالومات څرنګه ترلاسه کړل.

راپورونه وايي چې دوې ورځې وړاندې هم په نورستان ولایت کې د بې پېلوټه الوتکو په بمبارۍ کې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي ول.

طالبانو د دې پېښې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي خو دا ډله عموماً د دولتي چارواکو ادعاوې ردوي.

له بلې خوا د کندوز ولایت د امنیه قومنداني ویندوی سید سرور حسیني وویل چې په دغه ولایت کې دوه تنه په داسي حال کې وژل شوي چې د سړک په غاړه یې بمونه ځای پرځای کول.

حسیني وویل چې دا دوه تنه طالبان د کندوز ښار په شمال کې د کنم په کلي کې د خاص پولیس ځواک له لوري وویشتل شول او یو تن ژوندی ونیول شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم نن سهار په یوه خبرپاڼه کې په څو جلا عملیاتو کې د څلورو طالبانو د نیولو خبر ورکړ.

2 تبصرې (+add yours?)

  1. وطنپال
    Jan 22, 2013 @ 17:44:01

    ایله چې امریکا هوښیاره شوه. د داسې ټکنالوژۍ په لرلو سره له طالبانو سره په مځکه کې جګړه کفر دی. که همداسې چې د القاعده ګڼ مشران د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ووژل شول، د طالبانو مشران هم ختم شي نو بیا به ان شاالله وطن مو په کرار شي.

  2. د پښتون زوی
    Jan 22, 2013 @ 23:52:38

    پاکستان د طالبانو ټي ټي پي قوماندان مولانه فضل الله چې په رادیوملا هم مشهور ؤ. . مولانا فضل الله پدې علاقه کې په ظلم او تششد مشهورؤ. خارجي افراطیان نه یوازې په افغانستان او پاکستان کې د جنایتون مرکتب شول، بلکه د افغانستان د خاورې نه يې په اروپا او امریکا کې هم حملې وکړي، اود بې ګناه ولسي خلکو په مقابل کې يې بې شانه ظلمونه وکړل، او په بدل کې یې افغانستان په خارجي قواوو اشغال کړ. دوی په افغانستان او پاکستان کې د ځايي افراطیانو سره لاسونه ورکړل، او نه بښونکې جرمونه یې وکړل. دوي اوس هم خلک وژني، ماشومان تښتوي اوبیا بمونه ور پورې تړي او عام مسلمانان ورباندې وژني. دغه جنایت کاران د اسلام د مقدس دين تر نامه لاندي، د مخدره موادو قاچاق کوي، په زور اوجبرد خلکو نه پیسۍ او مال اخلي اوخپل ننګین ژوند پرې تمویلوي او د عام ولس د وژنې دپاره چاودونکی مواد او وسلې پرې اخلي

    د پاکستلن [خبرین] ورځپاڼې ویلي چې مولانا فصل الله د نورستان د سرا منګ په علاقه کې وژل شویدي، خو د نورستان د امنیې قوماندان سمونوال غلام الله نورستاني وايي چې د کامدیش ولسوالۍ په بازګل دره کې په وژل شویو او ټپیان کې بهرني وسلوال هم شامل دي

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: