خوست: له پاکستان سره په سرحد کې ١٦ وسله وال ووژل شول


تیره ورځ ٢ بجې د خوست په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې يو شمېر وسله والو د بلوڅو په کلي کې بريد وکړ، او له څو ساعته نښتې وروسته ٤٢ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته.

د خوست امنيه قوماندان جنرال عبدالقيوم زوى نن غرمه په خوست کې يوې خبرې غونډې ته وويل، چې د دغو وسله والو شمېر پنځه سوه کسانو ته رسيدو او د بلوڅو پر کلي يې له دې امله بريد کړى و، چې هلته مرکزونه جوړ کړي او له هغه ځايه بيا د سرحدي پوليسو او ځاځي ميدان پر ولسوالۍ بريد وکړي.

نوموړى وايي، لومړۍ د سيمې خلکو په خپله له وسله والو سره نښته پيل کړه، چې ډېر ژر سيمې ته افغان ملي او سرحدي پوليس او د ملي امنيت سرتيري ورسيدل او له وسله والو سره يې تر ماښامه ٣ ساعته جګړه وکړه.

نوموړى وايي، د دې جګړې په پايله کې يې ١٦ وسله وال ووژل ، ٢٦ تنه يې ټپيان کړي، يو ٨٢ ملي ميتري توپک او د وسله والو جسدونه هم د پيښې په سيمه کې پاتې شوي دي، چې  يو شمېر يې افغانان او زياتره يې د وزيرستان اوسيدونکي دي.

د خوست امنيه قوماندان دغه راز وايي، چې له نن سهار وختي راهيسې په ياده سيمه کې افغان امنيتي ځواکونو چاڼيز عمليات پيل کړي، څو په په احتمالي په سيمه کې د وسله والو شتون وځپي.

ځاځي ميدان د خوست هغه با امنه سرحدي ولسوالي ده، چې د پښتونخوا له قبايلي سيمو سره اوږده پوله لري او خلک يې ټول حکومت پلوي دي، چې له امله په دغه ولسوالۍ کې د خلکو د قومي جوړښتنو پر بنسټ کلک امنيت ټينګ شوى.

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: