د وسله والو طالبانو د زنګي آباد مسول ونيول سو


د کندهار ولايت د پنجوايې ولسوال فضل محمد اسحاقزى وايې چې د تېري ورځي را په دي خوا يې ددي ولسوالۍ په دواب نومي سيمه کې د ملي پوليسو، سيمه ايزو پوليسو د شورا د غړيو په مټ عمليات پيل کړي دي.

دده په وينا چې د دي عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو د زنګي آباد مسول نيول سوى دى او يو تن وسله وال طالب په دي عملياتو کې وژل سوى دى.

ولسوال وويل چې نيول سوى وسله وال طالب قومندان احمد الله نوميږي کوم چې په پنجوايې ولسوالۍ کې يې زيات شهرت درلودى او د نيولو په تړاو يې ډېري هڅي سوي وي ولي تېره شپه ددي ولسوالۍ د امنيه قومندان سلطان محمد په لارښوونه ونيول سو.

هغه وويل چې د وژل سوي طالب جسد يې هم د ولسوالۍ مرکز ته را ليږدولى دى.

بل پلو وايې چې د تېري ورځي را په دي خوا پنځه اويا کړۍ بېلا بېل ماينونه نيول سوي دي او ور سره سم د نيول سوي مسول سره دوه ميله پيکا ماشينګڼي او يو راکټ انداز له مهماتو سره نيول سوي دي.

هغه څرګندوي چې په سيمه کې پيل سوي عمليات به يې تر هغه دوام کوي تر څو د وسله والو طالبانو حضور له منځه يوسي.

دواب د کندهار د پنجوايې ولسوالۍ په وروستۍ برخه کې له ميوند سره پر ګډه پوله پرته هغه سيمه ده چې ډېرى وختونه پکښې وسله وال طالبان فعال وي.

دا سيمه د کندهار د سهيلي برخي لوى پراته ريګ سره تړلي ده او ويل کيږي چې د ګاونډي هېواد پاکستان څخه راغلي وسله وال ورته اسانه لاره لري.

تر اوسه کومي ډلي ددي عملياتو په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

 

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: