په ميدان ښار کې سلګونه کيلو چاوېدونکي توکي ونيول شول


امنيتي چارواکو، د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې، د سلګونه کيلوګرامه چاودېدونکو توکو د کشف او ترلاسه کولو خبر ورکړ.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې پلې لېوا وياند ډګروال احمد جان مخلص خبريالانو ته وويل، چې تېره ورځ پوليسو، ملي اردو او د ملي امنيت ځواکونو، د ميدان وردګو ولايت د ميدان ښار په “چهاربرجه” کلي کې يو لړ ګډ عمليات کړي دي.
د ده په وينا، په دغو عملياتو کې درې سوه کيلوګرامه چرس او پېنځه سوه کيلوګرامه باروت، د هاوان له دوو مرميو سره يو ځای کشف او ترلاسه شوي دي.
نوموړي دغه راز د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ په غولي کلي کې د ٢٥ بوشکو چاودېدونکو توکو د کشف او شنډولو خبر هم ورکړ.
ده زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دی رسېدلی

http://benawa.com/details.php?id=53117

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out / بدلون )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out / بدلون )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out / بدلون )

Google+ photo

You are commenting using your Google+ account. Log Out / بدلون )

Connecting to %s

%d bloggers like this: